دیکتاتوري هغه ډول حکومت دی چې د یوه مشر (دیکتاتور) یا د مشرانو د یوې ډلې له خوا جوړیږي کوم چې د حکومت واک چې خلکو ته یې ژمنه شوې وي، په لاس کې لري او د سیاسي کثرت ګرايي (پلورالیزم) یا ازادو رسنیو په وړاندې هېڅ زغم نه لري. په زیاترو دیکتاتوري نظامونو کې، د هېواد اساسي قانون خپلو اتباعو ته حقونه او د ازادو او دیموکراتیکو ټولټاکنو ژمنه ورکړې وي او وايي چې اتباع به یې له دې ټولو حقونو څخه برخمن وي، خو په حقیقت کې داسې نه وي. لکه څرنګه چې دیموکراسۍ د حکومت کولو داسې یو ډول دی چې پکې «هغه کسان چې حکومت کوي هغوی د یوې دورې لپاره د ټولټاکنو له لارې ټاکل کېږي»، خو په دیکتاتوري نظامونه کې بیا داسې څه نشته . [۱]

په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې، دیکتاتوري نظامونه او مشروطه دیموکراسۍ د نړۍ په کچه د حکومت کولو د دوو اصلي بڼو په څیر رامنځته شوې او په تدریج سره یې ځواکمن شاهي نظامونه وپرځول. په معمول ډول په دیکتاتوري رژیم کې، د هېواد مشر د دیکتاتور په نوم سره پیژندل کېږي؛ که څه هم د هغه رسمي نوم ښايي مشر یا رهبر ته ورته یو نوم وي. د دیکتاتورانو یوه ځانګړنه دا ده چې هغوی د خپل پیاوړي شخصیت نه ډېره ګټه اخلي او نه پریږدي چې خلک ازادو رسنیو ته لاسرسی ولري، تر څو وکولای شي خپله برتري او خپلواک سیاسي او ټولنیز ثبات خوندي وساتي. دیکتاتور او توتالیتر ټولنې په معمول ډول د ځایناستي حکومتي سیستم د پلویانو د اغېز د کمولو لپاره له سیاسي تبلیغاتو څخه کار اخلي.[۲][۳]

ډولونه

دیکتاتوري نظام په اصل کې د هغه ډول حکومت په توګه تعریف شوی چېرته چې بشپړ واک د مشر یا رهبر (چا ته چې دیکتاتور ویل کېږي)، یوې کوچنۍ ډلې یا حکومتي سازمان په لاس کې وي او موخه یې د سیاسي کثرت ګرايي (پلورالیزم) او مدني بسیج له منځه وړل وي. په بله وینا، دیموکراسي چې په عامه توګه د دیکتاتورۍ له مفهوم سره پرتله کېږي، د هغه ډول حکومت په توګه تعریفیږي چې واک په خلکو پورې اړه لري او واکمنان د ازادو ټولټاکنو له لارې پکې ټاکل کېږي. [۴][۵][۶]

د حکومت یو بل نوی ډول (چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې رامنځته شو) په عامه توګه ډېر د دیکتاتورۍ له مفهوم سره تړلی دی چې د توتالیترانیزم په نوم پیژندل کېږي. دا ډول نظام بیا د یوه سیاسي ګوند او په ځانګړې توګه د یوه پیاوړي رهبر (ریښتیني الګو) د شتون له کبله پیژندل کېږي، څوک چې خپل شخصي او سیاسي سترتوب پر نورو باندې تپي. دوه هغه اصلي اړخونه چې د واک له ساتنې سره مرسته کوي، هغه د دولت او د پولیسو د ځواک تر منځ تلپاته همکارۍ او یوه ډېره پراخه ایډیالوژي ده. دولت پر ټولو رسنیو او ټولنیزو او اقتصادي موسساتو باندې بشپړ کنټرول لري. د هانا ارنټ په وینا، توتالیتاریزم د ډیکتاتورۍ یو نوی او افراطي ډول دی چې له «اتومیزه او ګوښه شويو کسانو» څخه جوړ شوی. سربېره پر دې، هغه دا هم مني چې ایډیالوژي د ټولې ټولنې د سازمان دهي د څرنګوالې په ټاکنه کې اصلي اغېز تر سره کوي.[۷][۸][۹]

سرچينې او ياداښتونه

  1. Ezrow, Natasha (2011). Dictators and dictatorships : understanding authoritarian regimes and their leaders. Frantz, Erica. New York: Continuum. OCLC 705538250. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4411-1602-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Tucker, Robert C. (1965). "The Dictator and Totalitarianism". World Politics. 17 (4): 555–83. doi:10.2307/2009322. JSTOR 2009322. OCLC 4907282504. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Cassinelli, C. W. (1960). "Totalitarianism, Ideology, and Propaganda". The Journal of Politics. 22 (1): 68–95. doi:10.2307/2126589. JSTOR 2126589. OCLC 6822391923. S2CID 144192403. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Olson, Mancur (1993). "Dictatorship, Democracy, and Development". The American Political Science Review. 87 (3): 567–76. doi:10.2307/2938736. JSTOR 2938736. OCLC 5104816959. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kurki, Milja (2010). "Democracy and Conceptual Contestability: Reconsidering Conceptions of Democracy in Democracy Promotion" (PDF). International Studies Review (په انګلیسي ژبه کي). 12. no. 3 (3): 362–86. doi:10.1111/j.1468-2486.2010.00943.x. JSTOR 40931113. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bermeo, Nancy (1992). "Democracy and the Lessons of Dictatorship". Comparative Politics. 24 (3): 273–91. doi:10.2307/422133. JSTOR 422133. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. McLaughlin, Neil (2010). "Review: Totalitarianism, Social Science, and the Margins". The Canadian Journal of Sociology. 35 (3): 463–69. doi:10.29173/cjs8876. JSTOR canajsocicahican.35.3.463. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ezrow, Natasha M; Frantz, Erica (2011). Dictators and dictatorships: understanding authoritarian regimes and their leaders (په انګلیسي ژبه کي). New York: Continuum. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4411-1602-4. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جولای ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Linz, Juan J (2009). Totalitarian and authoritarian regimes (په انګلیسي ژبه کي). Boulder, CO: Rienner. OCLC 985592359. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55587-866-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)