پاکستان

د سوېلي اسيا يو هېواد
(له Pakistan نه مخ گرځېدلی)

پاکستان په رسمي توګه د پاکستان اسلامي جمهوریت په سويل-منځنۍ اسیا کې یو رامېنځته شوی کړکېچن (د جغرافيې جنجال لرونکی) هېواد دی چې د افغانستان خلک يې په بشپړه توګه په رسميت نه پېژني او د ډيورنډ کرښه يوه جعلي او تپل شوې کرښه ګڼي، زياتره پښتانه بیا د پاکستان نیمه جغرافیه «د پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه» چې پښتانه يې اکثریت وګړي جوړوي، د يو خپلواک هېواد پښتونستان یا پښتونخوا جوړولو لپاره مبارزې او هلې ځلې کوي. همداراز د هند هېواد هم ورسره په ستونزه کې دی او پر کشمیر د ملکیت ادعا کوي.

  
پاکستان
Islamic Republic of Pakistan
پاکستانبیرغ پاکستاننښان

پاکستان

ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۳۰°شمال ۷۱°ختیځ / 30°شمال 71°ختيځ / 30; 71   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
ټيټه سيمه عرب سمندرگی (0 متر )  ويکيډاټا کې (P1589) ځانګړنې بدلې کړئ
پراخوالی 881913 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه اسلام آباد
رسمي ژبې انګرېزي ژبه [۲]،  اوردو ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱۴ اگسټ ۱۹۴۷  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
بې کارۍ کچه 5 سلنه (۲۰۱۴)[۳]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
تګلوری کيڼ [۴]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ PK  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +92  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

رېښه

سمول

د ژبې له پلوه په اردو ژبه کې د پاکستان معنا ده «له پاکي برخمنه ځمکه» يا «هغه ځمکه چې پاک په کې زيات دي». په دې نوم کې «پاک» ته اشاره شوې چې په فارسي او پښتو کې «پاک او صفا» ته ويل کېږي. وروستاړی يې «ستان» دی چې خپله د هندي/اردو ژبې یو اصلي لغات دی، دا لغات اوسمهال په پاړسي ژبې کې هم ډېر عام دی خو اصلي ريښه يې هندي ژبه ده. مانا يې د اوسېدو ځای يا خوا ده.[۵][۶][۷]

دا نوم په ۱۹۳۳ز کال کې د پاکستان د خوځښت د يوه فعال چودري رحمت علي له خوا جوړ شوی و، کوم چې هغه په يوه رساله کې خپور کړ«اوس يا کله هم نه»، نوموړي دا نوم په مخفف ډول کارولی و: «په پاکستان کې اوسېدونکي دېرش ميليونه وروڼه»، په دې نوم کې د برتانيې د حکومت پنځو شمالي سيمو ته اشاره شوې وه، چې هغه دا دي: پنجاب، افغانيه، کشمير، سیند او بلوچستان.[۸]

تاريخ

سمول

لومړي او منځني پړاوونه

سمول

په سويلي اسيا کې ځينې لرغوني انساني تمدنونه، له هغو سيمو راپورته شوي چې په اوسني پاکستان کې دي. د دې سيمې تر ټولو لومړني اوسېدونکي سونيان وو چې په ښکته ډبرين پړاو کې يې ژوند کړی دی او د دوی ډبرين وسايل د پنجاب په سوان دره کې موندل شوي دي. د سیند سيمه، کومه چې د اوسني پاکستان ډېره سيمه په غېږ کې نيسي، د ګڼو پرله پسې لرغونو کلتورونو ځای و، په دې کلتورونو کې د نوي ډبرين پړاو مهرګړ او په هړپا او موهنجوداړو کې د برونز د عصر سیند درې مدنيته (۲۸۰۰ – ۱۸۰۰ له ميلاد مخکې) شامل دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ودايي پړاو (له میلاد مخکې ۱۵۰۰ – ۵۰۰) يو اندو-ارين کلتور بلل کېږي؛ په دې پړاو کې ويدايان، د هندويزم اړوند تر ټولو زړې سپېڅلې لیکنې جوړې شوې وې او وروسته همدا کلتور په دې سيمه کې ښه ثابت شو. ملتان د هندوانو يو مهم عبادتځای و. ويدي تمدن د Takṣaśilā - د اوسني پنجاب د ټيکسلا - د لرغوني ګندهارا ښار کې ښه وغوړېده، د کوم بنسټ چې له میلاد مخکې شا او خوا ۱۰۰۰ کې اېښودل شوی و. په دې سيمه کې لرغونو سترواکیو او سلطنتونو په پرله پسې ډول حکومت کړی: ايراني هخامنشي سترواکي (له میلاد مخکې شا او خوا ۵۱۹)، د ستر سکندر سترواکۍ له میلاد مخکې په ۳۲۶ کې او موري سترواکي، کومه چې د چندراګوپتا مايوريا تاسيس کړې وه او ستر اشوکا له میلاد مخکې تر ۱۸۵ پورې نوره هم پراخه کړه. د اندو-يوناني پاچهي چې باختري دمتريوس (له میلاد مخکې ۱۸۰-۱۶۵) کې تاسيس کړې وه، ګندهارا او پنجاب هم په کې شامل وو، دا پاچهي د مناندر (له میلاد مخکې ۱۶۵-۱۵۰) بشپړې پراختيا ته ورسېده او یونانو- بودايي کلتور يې په دې سيمه وغوړاوه. ټيکسلا په نړۍ کې تر ټولو پخوانی پوهنتون او د لوړو زده کړو مرکز درلود، کوم چې له ميلاد مخکې د پخواني ويدي پړاو په شپږمه پېړۍ کې جوړ شوي وو. دې ښوونځي ګڼ عبادتځايونه لرل، چې د خوب لپاره ستر ځايونه يا د تدريس سترې خونې يې نه درلودې او په دې ځايونو کې په انفرادي ډول ديني زده کړې ورکول کېدې. لرغونی پوهنتون، د ستر سکندر د ځواکونو له بريد وروسته مستند شوی، همدا راز په څلورمه او پنځمه زېږديزه پېړۍ کې د چينايي زیارت کوونکو له خوا ثبت شوی دی.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د سیند رای واکمنې کورنۍ (۴۸۹ – ۶۳۲ز) د خپلې واکمنۍ په اوج کې په دې او ورڅېرمه سيمو حکومت کړی. د پالا واکمني تر ټولو وروستۍ بودايي سترواکي وه، چې د درمپالا او دواپالا تر مشرۍ لاندې په ټوله سويلي اسيا کې له اوسني بنګله ديش نه نیولې، بيا له شمالي هند او تر اوسني پاکستان پورې غځېدلې وه. [۲۴]

اسلامي بری(سوبه او فتحه)

سمول

عرب فاتح محمد بن قاسم په ۷۱۱ز کال کې سیند ونيو. د پاکستان د حکومت رسمي نېټه لیکنه ادعا کوي چې، دا هغه وخت و چې د پاکستان بنسټ کېښودل شو؛ خو د پاکستان نظريه په نولسمه پېړۍ کې راورسېده. د منځنيو پېړيو لومړيو (۶۳۲-۱۲۱۹ز) کې په دې سيمه کې د اسلام سپېڅلی دین خپور شو. په دې موده کې، صوفي مبلغينو اسلام ته د ډېرو سيمه یيزو بودايانو او هندوانو په اړولو کې بنسټيز اغېز درلود. د ترکي او هندوشاهي واکمنيو له ماتېدو وروسته، چې له اوومې نه تر يوولسمې پېړۍ يې په کابل دره، ګندهارا (اوسنی خيبرپښتونخوا) او لوېديځ پنجاب حکومت کاوه، د غزنوي سترواکۍ (۹۷۵-۱۱۸۷ز)، غوري سلطنت او ډیلي سلطنت (۱۲۰۶-۱۵۲۷ز) په ګډون، په پرله پسې ډول ګڼو مسلمانو سترواکيو په دې سيمه واکمني کړې ده. د ډیلي سلطنت د وروستۍ لودهي واکمنۍ ځای بيا د مغولو سترواکۍ ونيو (۱۵۲۶-۱۸۵۷ز).[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

ژبې او قومونه

سمول

پنجابيان د دې هېواد اکثريت (له پنځوس سلنه څخه ډېر) وګړي جوروي، خو پنجابي د هېواد رسمي ژبه نده.

 

د پاکستان د ژبو رسمي وېش

پښتانه د پنجابيانو وروسته دويم لوی قوم دی چې شاوخوا 65 میلیونه وګړي جوړوي.

په داسې حال کې چې پښتو د دې هېواد دویمه ژبه ده خو دا ژبه په زده‌کړو او اداري چارو کې له پامه غورځول شوې خو د پښتونخوا ایالت په رسنيو کې دې ژبې ته تر ډېره لومړيتوب ورکړل شوی. نور قومونه يې بلوڅان، سينديان، او داسې نور لږکیان جوړوي.

تاریخ

سمول

پاکستان يو وخت نیم د هند برخه وه او نیمه نوره د هند لوېديځې برخې چې له چین هېواد سره د بلتستان د پولې څخه نیولې تر لاندې سنده او بلوچستان پورې د اوسني افغانستان پخوانۍ برخې وې . يو مهال د پښتنو قبایلو تر منځ د تربگلوۍ له کبله دغه سیمې په څو نومونو بېلې شوې چې يو لړ نومونه یې روهستان ، روهیله ، پښتونخوا ، شمال لوېديځه سرحدي ولایت او نور نومان پرې سیمه واکو پښتنو او وروسته بیا انگرېزانو ايښي .د پاکستان د هېواد تاریخ ډېر لنډ دی او يوه پېړۍ لا نه کېږي چې رامنځته شوی . 68 کاله کېږي چې د پاکستان هېواد تاسيس شوی . د نن پاکستان د انگرېزانو او په ځانگړي توگه د امریکا سره د افغان جهاد پر مهال اړیکې د پوځي دیکتاتور ضياالحق لخوا ټینگې شوې چې لمخې یې د امریکا يو ولسمشر رونالډ رېگن پاکستان د امریکا ناوې هېواد گڼلای چې لا تراوسه هم د انگرېزانو تر ولکې یې نظام چلېږي. پاکستان په اسيا کې سوېل ختيځو هېوادونو کې راځي چې په ۱۹۴۷م زېږدي کې په ۱۴م د اگسټ يې د پاکستان نوم خپل کړ . انگرېزانو دغه هېواد له پيل څخه په فدرالي نظام وېشلی دی چې د ۱۹۷۳م زېږدي اساسي قانون لمخې یې په څلورو ايالتونو د قامونو په تناسب بېل کړی دی . دغه څلور ایالتونه پدې توگه ول : د پنجاب ايالت ، د شمال لوېديځې پولې ايالت چې اوسنی پښتونخوا ده ، د سنده ايالت او د بلوچستان ايالت . د هېواد پلازمېنه اسلام آباد نومېږي او کراچۍ ، لاهور ، فیصل آباد او راولپنډۍ يې نور صنعتي او نامتو لوی ښارونه دي . په دغه هېواد کې برسېره پر ۶گو غټو توکمنو سلهاؤ مذهبي فرقې هم شتون لري چې په غټو توکمونو کې یې پنجابيان تر ټولو ډېره ډله بيا پښتانه دوهم لوی توکم دی ، سندهيان ، بلوڅان ، سرايکان ، هندکيان او هندوان شامل دي . په دیني لحاظ پاکستان کې ۹۷ سلنه مسلمانان دي چې په لسهاؤ فرقو او پیرانو وېشل شوي ، ۷۰ سلنه یې سني اسلام منلی ، ۲۰ سلنه شعيه گان دي او 3 شاوخوا سلنه هندوان او عيسويان هم شته. د 1947 نه وړاندې پاکستان،هند او بنگله دېش يو هېواد و چې د (برصغیر هند) يا د هند وړې وچې په نوم بللې کيدل . دغه وخت په هند کې د انگرېزانو واکمني وه۔

هېوادنۍ وټه

سمول

پينځوس سلنه نفوس په کرهڼه بوخت دي چې ډېری وگړي يې کرونده گر دي او تر ډېره مالوچ، جوار، غنم، وریجې او داسې نورې کرکېلې کري. د طبعي زېرمو لخوا پاکستان سکاره، مس، غاز، وسپنه لري. په پاکستان کې دروند صنعت د حکومت لخوا څارل کېږی.

سیاست (واگ)

سمول

واگیزه غونډال یې انگرېزي پارلماني دی.د پاکستان حکومتي نظام جمهوري پارليماني دی چې وزيراعظم د هيواد د حکومت مشر بلل کيږي۔پاکستان دوه لاسبري دولتي ادارې لري ، يو يې قومي اسمبلي (قامي جرگه) ده او بله يې سينيټ (سنا) نومېږي ۔د پاکستان پارلماني غونډال له افغانستان څخه توپیر لري ځکه چې افغان دولتي غونډال کې هېوادمشر د ولس او حکومت مشر وي خو پاکستاني دولتي غونډال کې وزيراعظم (لومړی وزير) د حکومت او ولس مشر وي .

تاریخ او اداري وېش

سمول

د "پاکستان" نوم (IPA: /paːkɪst̪aːn/) په اردو ژبه کې "پاک ستان" چې د دوه ستاینومونو تړنگنوم دی مانا يې (پاکه خاوره)راوځي. دا نوم د چوهدري رحمت علي لخوا په ۱۹۳۳ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره په يوې رسالې کې چې د اوس او يا هېڅکله تر سرليک لاندې نومېده خپور شو.

د پاکستان نوم د پنځ ايالتونو د نوم نه هم اخيستي شوي:پ پنجاب ، ا افغانيه (خېبر پښتونخوا) ،ک کشمير،س سند، تان بلوچستان۔

د پاکستان ايالتونه او سیمې

شمار صوبه/سيمه انگریزې نوم سرښار آبادی (ټول پاکستان کې پرسنټيج)[۲۹] رقبه (کلومیټر²)[۲۹] کثافت د آبادۍ
(خلک پر يو کلومیټر² کې)
نقشہ
1 بلوچستان Balochistan کويټه 4.8% 39.3% 18.9  
2 خیبر پښتونخوا Khyber Pakhtunkhwa پېښور 12.9% 8.5% 238.1  
3 پنجاب Punjab لاهور 53.7% 23.3% 358.5  
4 سند Sindh کراچۍ 22.2% 16.0% 216  
5 وفاقی دارالحکومت Islamabad Capital Territory اسلام آباد 0.6% 0.1% 888.8  
6 قبائلی سيمې Federally Administered Tribal Areas پشاور 2.3% 3.1% 116.7  
7 آزاد کشمیر Azad Kashmir مظفر آباد 2.2%[۳۰] 1.5%[۳۰] 223.6  
8 گلگت بلتستان Gilgit–Baltistan گلگت 1.3% 8.2% 24.8  
پاکستان Pakistan اسلام آباد 182,000,000 881,889 226.6/مربع کلومیټر

هم وګوره

سمول

سرچينې

سمول
  1.     {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. موضوع: 251
  3. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  4. http://chartsbin.com/view/edr
  5. Raverty, Henry George. A Dictionary of Pashto. Archived from the original on 2016-03-07. نه اخيستل شوی 2021-12-13.
  6. Hayyim, Sulayman, "ستان", New Persian-English Dictionary, vol. 2, Tehran: Librairie imprimerie Béroukhim, p. 30 |quote= ستان (p. V2-0030) ستان (۲) Suffix meaning 'a place abounding in'. Ex. گلستان a flower or rose-garden. Syn. زار See گازار Note. This suffix is pronounced stan or setan after a vowel, as in بوستان boostan, a garden, and هندوستان hendoostan, India; and estan after a consonant. Ex. گلستان golestan, and ترکستان torkestan. However, for poetic license, after a consonant also, it may be pronounced setan. Ex. گلستان golsetan
  7. Steingass, Francis Joseph, "ستان", A Comprehensive Persian-English Dictionary, p. 655, stān (after a vowel), istān (after a consonant), Place where anything abounds, as ḵẖurmāstān, A palm-grove, gulistān, A flower-garden, &c.
  8. Choudhary Rahmat Ali (28 January 1933). "Now or never: Are we to live or perish for ever?". Columbia University. نه اخيستل شوی 4 December 2007.
  9. Petraglia, Michael D.; Allchin, Bridget (2007), "Human evolution and culture change in the Indian subcontinent", in Michael Petraglia, Bridget Allchin, The Evolution and History of Human Populations in South Asia: Inter-disciplinary Studies in Archaeology, Biological Anthropology, Linguistics and Genetics, Springer, ISBN 978-1-4020-5562-1
  10. Parth R. Chauhan. "An Overview of the Siwalik Acheulian & Reconsidering Its Chronological Relationship with the Soanian[[:کينډۍ:Snd]] A Theoretical Perspective". Sheffield Graduate Journal of Archaeology. University of Sheffield. Archived from the original on 4 January 2012. نه اخيستل شوی 22 December 2011. {{cite web}}: URL–wikilink conflict (help)
  11. Vipul Singh (2008). The Pearson Indian History Manual for the UPSC Civil Services Preliminary Examination. Dorling Kindesley, licensees of Pearson Education India. pp. 3–4, 15, 88–90, 152, 162. ISBN 978-81-317-1753-0.
  12. Wright 2010:Quote: "The Indus civilization is one of three in the 'Ancient East' that, along with Mesopotamia and Pharonic Egypt, was a cradle of early civilization in the Old World (Childe 1950). Mesopotamia and Egypt were longer lived, but coexisted with Indus civilization during its florescence between 2600 and 1900 B.C. Of the three, the Indus was the most expansive, extending from today's northeast Afghanistan to Pakistan and India."
  13. Feuerstein, Georg; Subhash Kak; David Frawley (1995). In search of the cradle of civilization: new light on ancient India. Wheaton, IL: Quest Books. p. 147. ISBN 978-0-8356-0720-9.- Yasmeen Niaz Mohiuddin, Pakistan: a Global Studies Handbook. ABC-CLIO publishers, 2006, ISBN 1-85109-801-1 - "Archaeologists confirm Indian civilization is 2000 years older than previously believed". globalpost.com. 16 November 2012. - Jennings, Justin (2016). Killing Civilization: A Reassessment of Early Urbanism and Its Consequences. UNM Press. ISBN 978-0-8263-5661-1 – via Google Books.
  14. Robert Arnett (2006). India Unveiled. Atman Press. pp. 180–. ISBN 978-0-9652900-4-3. نه اخيستل شوی 23 December 2011.- Meghan A. Porter. "Mohenjo-Daro". Minnesota State University. Archived from the original on 1 June 2010. نه اخيستل شوی 15 January 2010.
  15. Marian Rengel (2004). Pakistan: a primary source cultural guide. New York: The Rosen Publishing Group Inc. pp. 58–59, 100–102. ISBN 978-0-8239-4001-1.- "Rigveda". Encyclopædia Britannica. 
  16. Sarina Singh; Lindsay Brow; Paul Clammer; Rodney Cocks; John Mock (2008). Pakistan & the Karakoram Highway. Lonely Planet. pp. 60, 128, 376. ISBN 978-1-74104-542-0.
  17. Vipul Singh (2008). The Pearson Indian History Manual for the UPSC Civil Services Preliminary Examination. Dorling Kindesley, licensees of Pearson Education India. pp. 3–4, 15, 88–90, 152, 162. ISBN 978-81-317-1753-0.
  18. David W. del Testa, ed. (2001). Government Leaders, Military Rulers, and Political Activists. Westport, CN: The Oryx Press. p. 7. ISBN 978-1-57356-153-2.
  19. Ahmad Hasan Dani. "Guide to Historic Taxila". The National Fund for Cultural Heritage. Archived from the original on 5 June 2017. نه اخيستل شوی 15 January 2010.
  20. "History of Education", Encyclopædia Britannica, 2007.
  21. Scharfe, Hartmut; Bronkhorst, Johannes; Spuler, Bertold; Altenmüller, Hartwig (2002). Handbuch Der Orientalistik: India. Education in ancient India. p. 141. ISBN 978-90-04-12556-8.
  22. Joseph Needham (1994). A selection from the writings of Joseph Needham. McFarland & Co. p. 24. ISBN 978-0-89950-903-7. When the men of Alexander the Great came to Taxila in India in the fourth century BCE they found a university there the like of which had not been seen in Greece, a university which taught the three Vedas and the eighteen accomplishments and was still existing when the Chinese pilgrim Fa-Hsien went there about CE 400.- Hermann Kulke; Dietmar Rothermund (2004). A History of India. Routledge. p. 157. ISBN 978-0-415-32919-4. In the early centuries the centre of Buddhist scholarship was the University of Taxila. - Balakrishnan Muniapan; Junaid M. Shaikh (2007). "Lessons in corporate governance from Kautilya's Arthashastra in ancient India". World Review of Entrepreneurship, Management and Sustainable Development. 3 (1): 50–61. doi:10.1504/WREMSD.2007.012130. - Radha Kumud Mookerji (1951) [reprint 1989]. Ancient Indian Education: Brahmanical and Buddhist (2nd ed.). Motilal Banarsidass. pp. 478–479. ISBN 978-81-208-0423-4.
  23. Allchin او Allchin 1988، م. 314.
  24. Andre Wink (1996). Al Hind the Making of the Indo Islamic World. Brill. p. 152. ISBN 978-90-04-09249-5.
  25. "History in Chronological Order". Ministry of Information and Broadcasting, Government of Pakistan. Archived from the original on 23 July 2010. نه اخيستل شوی 15 January 2010.
  26. Paracha, Nadeem F. "Why some in Pakistan want to replace Jinnah as the founder of the country with an 8th century Arab". Scroll.in.- "Figuring Qasim: How Pakistan was won". Dawn. 19 July 2012. نه اخيستل شوی 19 February 2015. - "The first Pakistani?". Dawn. 12 April 2015. نه اخيستل شوی 19 May 2021. - "Muhammad Bin Qasim: Predator or preacher?". Dawn. 8 April 2014. نه اخيستل شوی 19 February 2015.
  27. Saigol, Rubina (2014). "What is the most blatant lie taught through Pakistan textbooks?". Dawn. نه اخيستل شوی 14 August 2014.- Rafi, Shazia (2015). "A case for Gandhara". Dawn. نه اخيستل شوی 19 February 2015.
  28. Lapidus, Ira Marvin (2002). A history of Islamic societies. Cambridge University Press. pp. 382–384. ISBN 978-0-521-77933-3.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ "Area, Population, Density and Urban/Rural Proportion by Administrative Units". Population Census Organization, Government of Pakistan. 1998. Archived from the original on 2005-01-05. نه اخيستل شوی 2010-03-31.
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ "Population features". Government of Azad Kashmir. 1998. Archived from the original on 2010-04-09. نه اخيستل شوی 2010-03-31.