نسيم گل توتاخېل

الحاج پوهاند نسيم گل توتاخېل (زوکړه؟ د پکتيا ولايت، د سيد کرم ولسوالۍ - مړینه د ۱۳۹۹ ل ل کال د زمري ۲۶) د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي ښووند (استاد)، څېړونکی، ليکوال، ټولنيز، سیاسي او فرهنگي شخصیت وو.

مخينه سمول

الحاج پوهاند نسيم گل توتاخېل د پکتيا ولایت د سيدکرم ولسوالۍ د توتاخېلو په لوړ کلي کې زېږېدلی دی. په کوشنیوالي کې يې د کلي د جومات د ملا له سيپارې زده کړې پيل کړې وې. ورپسې یې ټول قران کریم ختم کړی، بيايې پنج کتاب، گلستان، بوستان، مراسلات او خلاصه ولوستل. همدارنگه يې د اخوند د مدرسې له لوی مدرس څخه هم زده کړې وکړې او په پای کې يې د قران شريف تفسير هم ولوست. هغه د کندرخېلو لېسې د لومړنۍ دورې په فارغینو کې د لېسې د عمومي اول نومره په توگه فارغ شو او د هغه کال د کانکور په ازموينه کې يې برخه واخيسته. تر ازموينې وروسته د کابل پوهنتون ساينس پوهنځي ته په لوړو نومرو بریالی شو. د ساينس په پوهحنځي کې تر ۴ کلونو زده کړې وروسته په لوړه درجه فارغ او په همدغه پوهنځي کې د علمي کدر په توگه وگومارل شو.

ارواښاد استاد توتاخېل په سايسن پوهځني کې د پوهیالۍ او پوهنیارۍ د علمي پوړيو تر اخيستو وروسته د لوړو زده کړو لپاره جرمني ته واستول شو. د جرمني د لايبرزيک ښار په هردېر انستيتوت کې د جرمني ژبې تر زده کړې وروسته مارتين لوتېر پوهنتون ته وروپېژندل شو. هلته يې د نظري او عملي زده کړو په څنگ کې د ماسترۍ پايليک (تېزېس) د لیکلو او دفاع په پايله کې په لوړه پوړۍ (درجه) بری ليک تر لاسه کړ. تر دې وروسته هېواد ته راستون شو او په خپل پوهنځي کې د ښووند په توگه وگومارل شو. د ښووندۍ (استادۍ) په اوږدو کې يې د پوهنملۍ، پوهندويۍ او پوهنوالۍ اکاډمیکو پوړيو تر اخيستو وروسته د پوهاندۍ پوهنيزې پوړۍ ته د رسېدو لپاره يې په څېړنيز کار لاس پورې کړ او دا پوړۍ يې هم واخیسته.

ښووند پوهاند نسيم گل توتاخېل په پښتو دری، جرمني او انگليسي ژبو لیک لوست او تدريس کولای شوای. تر يوې اندازې پورې په عربي ژبه هم پوهېده. په معاصره ټيکنالوجۍ يې ځان پوه کړی وو او د تدريس په چارو کې يې له ټولو اړينو ټيکنالوجیکي او برېښنايي وسايلو کار اخيست.

د کابل ثانوي تخنيک لېسې مدير، د ساينس پوهنځي ښووند، د کانکور کومېټې غړی، په کابل ښار کې د ټولنيزې فرهنگي شورا سروال (ريس)، او په همدې وخت کې په فرهنگي چارو کې د ښوونې او روزنې وزير سلاکار، د لوړو زده کړو د قانون له مخې د بيولوجي ديپارتمنت د انتخابي مشر په توگه هغه دندې دي چې نوموړي په دولتي اډانه کې ترسره کړې دي.

«پوهاند نسيم گل توتاخېل زما استاد وو او په وروستیو کلونو کې مې يې د همکارۍ ویاړ درلود. استاد نه یوازې د ساينس او بيالوجۍ استاد وو، بلکې د هېواد یو کولتوري، فرهنگي او ټولنيز شخصیت وو چې د ښو اخلاقو او زغم بېلگه يې په شخصيت کې له ورايه ښکارېده. استاد په ټولگي، تدريس او اکاډيميکو چارو کې په پوره رښتینولۍ او حوصله مندۍ خپله دنده سرته رسوله. هغه د پوهاندۍ لوړې پوهننيزې پوړۍ ته رسېدلی وو خو له ځوانانو او همکارانو سره بې د یوه ښه ملگري او همزولي په توگه چلند کاوه.»

توتاخېل صاحب پر ۱۳۸۷ ز کال د کابل مېشتو توتاخېلو د شورا بنسټگر غړی، د افغانستان د ملي يووالي شورا بنسټ اېښوودونکی او سروال وو. دا شورا پر ۱۳۸۲ ل ل کال د سلواغې پر ۲۶ جوړه او په عدلیه وزارت کې ثبت شوه. هغه د پکتیا، پکتيکا، خوست او لوگر ولایتونو له کابل مېشتو مطرحو مشرانو څخه د جوړې شوې لويې پکتیا شورا بنسټگر غړی، له ۱۳۸۰ کال راهيسې د ازادو رايو په پایله کې درې ځلي يانې ۱۵ کاله د همدغې شورا د منشي او سروال په توگه پاتې شوی دی.

له ۱۳۸۳ تر ۱۳۸۴ ز کاله د کابل ښار د څلورو مرکزي دولتي پوهنتونونو د استادانو د پوهنيزې فرهنگي ټولنې بنسټوال غړی او منشي وو. پر ۱۳۸۶ کال کې د څلورو مرکزي پوهنتونونو له زده کړيالو د جوړ شوي «افغان محصل» ټولنې بنسټ اېښودونکی او په کابل کې د اکاډېميک عدالت په نامه خپرېدونکي اورگان د بنسټ اېښودونکي په توگه دندې ترسره کړې دي.

ليکوال او ژورناليست قريب الرحمان، چې هغه مهال د افغان محصل ټولنې غړی وو، له استاد سره له نږدې پاتې شوی دی. نوموړی په دې اړه خپلې خاطرې داسې بیانوي: «استاد توتاخېل يو داسې شخصيت وو چې همېشه يې غوښتل ځوانانو ته وده ورکړي، په ځوانانو کې د رهبريت او مدیريت او خلاقیت ځانگړنې رابرسېره کړي. زه د ډېرو داسې صحنو شاهد يم چې استاد توتاخېل ما او څو نورو محصلينو او ځوانانو د افکار د زغملو لپاره او هغوی ته د زمينې برابرولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. يوه غونډه يې يې زه د بېلگې په توگه يادول غواړم. موږ يې يو وخت له یوه سیاسي مشر سره لیدنې ته بوتلو. نو مجلس داسې وو چې بايد استاد او هغه سیاسي مشر په خپلو کې سره غږېدلي وای او موږ يوازې د مجلس تماشه کړې وای. خو استاد زه او یو بل ځوان په هغه ځای کې کېنولو چې دی بايد پکې ناست وای او هغه سیاسي مشر ته يې یادونه وکړه چې دا ځوانان دي او دوی بايد زده کړي چې څنگه له يو چا سره مجلس وکړي او څنگه د رهبريت خواص زده کړي.»

استاد توتاخېل د دوستانو په سلا یو ځل په پکتيا او بل ځل په کابل کې ولسي جرگې ته ځان نوماند کړ. نسیم گل توتاخېل په داسې حال کې چې د ولس له زیاتې خواخوږۍ، مینې، دوستۍ او باور یوه نړۍ مننه کوي، خو په دې باور وو چې د ځينو چارواکيو لاسوهنو او په کميسیون کې فساد د دې سبب شو چې په ټاکنو کې بريالی نه شي.

استاد توتاخېل نه يوازې دا چې په علمي او اکاډيميکو برخو کې يې فعاليتونه لرل، لکه څنگه مو چې مخکې يادونه وکړه، په سیاسي او ټولنيزه برخه کې يې هم فالیت کاوه. هغه هڅه کوله په رسنيو کې خپل لید څرگند کړي، د هغوی په بحثونو کې گډون وکړي، خلک راويښ کړي، نوی فکر وکړي او د ملت جوړونې روحیه پیاوړې کړي. هغه په دې برخه کې د پاموړ فعاليتونه کړي دي، له ملي گټو يې دفاع کړې ده، د ملي گټو سیاسي دريڅ يې درلود او د خلکو له گټو يې په زغرده دفاع کوله.

پوهاند توتاخېل د خپلو همکارانو په گډون په کابل کې د ملگریو ملتونو، اروپايي ټولنې، د مطرحو هېوادونو له سفيرانو او استازیو سربېره له هېوادمشر حامد کرزي، هېوادمشر ډاکتر اشرف غني، سردار عبدالولي، د هېوادمشر له مرستیالانو، مطرحو سیاسي او دولتي شخصيتونو، جهادي مشرانو او داسې نورو چارواکیو سره په ځلونو غونډې کړې دی. استاد په دغو غونډو کې له هغوی سره د هېواد پر ملي گټو، د خلکو پر ارامۍ او سوکالۍ بحثونه کړي دي. پوهاند توتاخېل له هغوی سره خپله دا هیله شريکه کړې چې دلته ژر تر ژره روانه جگړه پای ته ورسېږي او د خبرو اترو له لارې افغانستان د تلپاتې سولې او ټيکاو څښتن شي.

الحاج توتاخېل پوره ۶ کاله پرله پسې مبارزه وکړه چې د مناسب زهنیت په رامنځته کولو سره استاداان، پوهنيز او فرهنگي شخصيتونه، قومي مشران او دولتي چارواکي پر دې قانع کړي چې د لويي پکتیا باتور ولس ته پر توره سربېره قلم هم په کار دی او د لويې پکتيا په مرکز گردېز تاريخي ښار کې يو داسې پیاوړی پوهنتون جوړ شي چې رڼا يې ټول تياره گوټونه روښان کړي. په پایله کې د استاد په هڅو د لوی خدای ج په فضل او د پکتیا د بېلابېلو قومونو مشرانو، پوهنتون استادانو او په دولت کې د پکتیا ملکي او پوځي کدرونو په مرسته، پر ۱۳۸۲ ل ل کال مبارزې رنگ راوړ او د هېوادمشر حامد کرزي له خوا د پکتیا پوهنتون د دوو پوهنځيو په تشیکل ومنل شو. وروسته له پېښوره د اریانا رالېږدول شوي پوهنتون درې پوهنځي، طب، انجينري او حقوق هم د ډېرو منډو ترړو په پایله کې منظور او د پکتیا پوهنتون برخه شوه. اوس يې کرار کرار نور پوهنځي زیاتېږي او هيله داده چې د پکتیا پوهنتون به د هېواد په کچه مطرح پوهنتون شي.

نسيم گل توتاخېل د بېلابېلو شوراگانو، د مدني ټولنو او جرگو د غړي، منشي او ريس او هممهال په فرهنگي چارو کې د پوهنې وزير د سلاکار په توگه پر ۱۳۸۴-۱۳۸۷ د کابل ښار په درېيمه پېنځه، اوومه، اتمه، نهمه، لسمه او دولسمه ناحيه کې لومړی د مورنې ژبې په ملاتړ ناحیوي شوراگانې جوړې او د هغوی په مرسته يې نږدې ۱۲۰۰۰۰ یو لک شل زره هلکانو او نجونو لپاره ته په خپله مورنۍ ژبه په ټولو ښوونځيو کې ټولگي جوړ او تدریرس پيل شو چې لا تر اوسه په لږ او ډېر توپير جريان لري.

ارواښاد توتاخېل د کابل مېشتو لويې پکتيا مشرانو سره په گډه پرېکړه وکړه چې د کابل ښار په لاهوري دروازه کې د ملي نجات په نامه وران ويجاړ شوي څلی بیا ورغوي. هغه د دغه څلي انځورونه، مخينه او تاريخچه پیدا کړه او پر کار يې لاس پورې کړ؛ ملي سوداگرو د څلي د جوړولو لښگښت پر غاړه واخيست، دوه کاله يې د دولت په ادارو کې منډې ترړې وکړې. له بده مرغه د کابل ښاروالۍ د بدنيته چارواکیو او د ارگ د ځينو ځانساتو مشرانو له لامله د څلي د جوړولو کار له ځنډ او خڼډ سره مخ شو. وروسته په ملي شورا او په بهر کې ملي مشرانو وغوښتل چې د ياد شوي څلي په بیا رغولو لاس پورې کړي. هغه وو چې د لويې پکتيا، لوی ننگرهر او لوی کندهار مشران د شمالي او شمال د مشرانو په گډون سره راټول او د ۱۳۹۵ ل ل کال د تلې مياشتې د ۲۳ نېټې پر تاریخي ورځ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې بيرته پر خپل ځای د ملي نجات څلي بنسټ کېښود. هغه چاته چې په دې برخه کې يې ډېرې هلې ځلې کړې وې يو یو ستاينلیک ورکړ شو. استاد توتاخېل هم د تېرو او د دغه مهال د خدمتونو په پار په یوه ستايليک ونازول شو او له فعاليتونو يې مننه شوه.

استاد توتاخېل د لويې پکتیا د کابل مېشتو شورا له مشرانو سره په گډه د کابل مېشتو ځاځيو، څمنکيو، منگلو، ځدراڼو، زرمت، گردېز، خوست، پکتیا او لوگر شوراگانو په جوړولو کې سیده او ناسیده همکاري کړې ده. هغه د کابل ښار د څلورو دولتي پوهنتونونو د «افغان محصل» ټولنې نږدې ۴۰۰۰ څلور زره غړي د ۱۳۸۷ ل ل کال د چنگاښ پر ۸ له مرکزي ليليې څخه تر ملي شورا پورې رهبري کړل چې په پوهنتونونو کې يې په دواړو رسمي ژبو د تدريس پيلېدل غوښتل. هغه د خپلو ټولو شوراگانو له غړیو سره په گډه ددې لپاره هاند و هڅه (مبارزه) کړې چې د ملي مفکورې په رڼا کې د ملت جوړنې بهیر چټک او ټولې ملي گټې خوندي وي.

استاد د یادو کارونو او خدمتونو ترڅنگ د ژوند تر ټولو ډېره برخه د کابل پوهنتون په ساينس پوهنځي کې په تدريس او د کدرونو په روزنه تېره کړې ده. هغه په تدريسي برخه کې يو پیاوړی کدر وو چې د نړۍ په نامتو پوهنتونونو کې يې زده کړې کړې وې او هغه تحربې يې خپل هېواد ته راوړې وې. نوموړی له پوره حوصلې او دقته برحمن کس وو. په علمي چارو کې يې پراخه حوصله او دقت درلود. هغه کسان چې له استاد توتاخېل سره نږدې پاتې شوي، د نوموړي حوصله او علمیت ستايي او پر خبره يې استاد پر خلکو او ملت یو مین سړی وو، چې له ټولگي نیولې تر ټولنو او لوړو څوکیو تل يې د ولس په بيدارۍ او ويښولو کې هڅه کوله.

د استاد شاگردان له هغه ښې خاطرې لري. د بیولوژي پوهنځي د بوتاني ډېپارټمنټ امر استاد حامد همدرد د استاد توتاخېل مړینه ستره ضایعه بولي او نوموړی د دې پوهنځي ویاړ گڼي.

بهرنيو هېوادو ته سفرونه سمول

استاد توتاخېل جرمني، جاپان، هند او روسیې ته پوهنيز او رسمي، پاکستان او سعودي عربستان ته ځاني (شخصي) سفرونه کړي دي.

کورنۍ او مدني اکر سمول

د افغاني سرې میاشتې ټولنې پخوانی لوی سروال (رییس) او سکرتر جنرال ارواښاد ډاکتر عرب گل توتاخېل، مدیر بسم الله گل توتاخیل او استاد نعمت گل توتاخېل د پوهاند استاد نسيم گل توتاخېل وروڼه دي. پوهاند توتاخېل واده کړی وو چې څلور زامن لري او ډاکتر اباسین نسیمي، لومړی څارن بهیر توتاخېل، سمسور اتل توتاخېل او څارنوال ویس توتاخیل نومېږي.

مړينه سمول

استاد نسيم گل توتاخېل تر کلونو خدمت او تدريس وروسته د ۱۳۹۹ لمريز لېږدي کال د زمري پر ۲۶ (د ۲۰۲۰ ز کال د اگسټ پر ۱۶) نېټه د زړه د درېدو له کبله له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې.

گڼو ملي بنسټونو، سیاسي شخصیتونو، پخواني هېوادمشر حامد کرزي او اوسني هېوادمشر محمد اشرف غني د استاد توتاخېل پر مړینه د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړل او د هغه مړینه یې یوه ستره ضایعه وبلله. اروا يې ښاده او جنت يې ځای.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

الحاچ پوهاند نسيم گل توتاخېل د ۳۰ په شاوخوا کې پوهنيز څېړنيز نښيرونه لري چې د هېواد او له هغه بهر په په معتبرو پوهنيزو مجلو او نورو مهالنيو کې چاپ شوي دي.

۱- د عالي نباتاتو اناتومي، مارفولوژي او ایمبریولوژي، (درسي کتاب)، د ۱۳۹۵ ل ل کال کابل پوهنتون چاپخونې چاپ.

۲-


اخځليک سمول

۱- https://www.spogmairadio.com/10224/

۲- https://www.facebook.com/permalink.php?id=108645213812897&story_fbid=313069863370430

۳- https://rohi.af/news/44321

۴-