محمد نواز خټک

محمد نواز خټک (زوکړه د ۱۹۱۰ زېږدي کال د جنوري ۱۸، پښتونخوا، نوښار - مړینه د ۱۹۸۳ ز کال د فبرورۍ ۹) د افغانستان د پښتو ژبې ليکوال او شاعر وو.

مخينه سمول

د پښتو ژبې او ادب نوميالی انقلابي شاعر، پښتون مبارز ارواښاد محمد نواز خان خټک د ۱۹۱۰ ز کال د جنورۍ پر ۱۸ نېټه د نوښار ولسوالۍ (ضلعې) په مشهور کلي شېدو کې د خټکو د درانه کهول د شهباز خان خټک په درنه کورنۍ کې زېږېدلی وو. د نسب د شجرې لړۍ يې ستر ننگيال شاعر او ليکوال خوشال بابا ته په دا رنگه رسي: د خوشال بابا زوی اشرف خان هجري، د اشرف خان هجري زوی افضل خان خټک (د تاريخ مرصع ليکوال)، د افضل خان زوی سعدالله خان خټک، د سعدالله خان زوی سعادتمند خان خټک، ملقب په سرفراز خان، د سعادتمند خان زوی اصف خان، د اصف خان زوی نجف خان، د نجف خان زوی خوشال خان، د خوشال خان زوی شهباز خان، د شهباز خان زوی محمد نواز خان خټک وو.

سعادتمند خان د احمد شاه ابدالي بابا په پوځ کې سپه سالار وو او د سرفراز خان لقب ورته هغوی ورکړی وو.

محمد نواز خان خټک لسم ټولگی د نوښار په ښوونځي کې پر ۱۹۲۸ ز کال پاس کړو او پر ۱۹۳۴ ز کې يې د نوښار اسسټنټ کمشنر په دفتر کې د کارمند (مامور) په توگه دنده پيل کړه. هغه پر دغه کال د شېدو نه د مردان ولسوالۍ نامتو کلي جمال گړهۍ ته په کډه راغی او په خپل جايداد ميشت شو. دلته يې يو وړوکی کلې د خپل ورور بريگېډير صادق خان په نوم صادق اباد ودان کړ. دا کلی د جمال گړهۍ له منځۍ نه قبلې لور ته د پير اباد په لار يو فرلانگ واټن کې پروت دی.

محمد نواز خان خټک لکه د خپل اوڅار، ننگيال او ستر نيکه خوشال خان خټک په څېر د پښتون قام او پښتو ژبې د پرمختگ درد په خپل زړه کې درلود. همدا لامل وو چې خپل پوهنيز ژوند يې د ستر پښتون مبارز باچا خان په کاروان کې په شاملېدو سره پيل کړ. هغه د خپلې انقلابي شاعرۍ په مټ د پښتون قام په زبون حالۍ ژړا کړې، خپل مړ ولس يې رابېدار کړی او له خپل خواږه هېواد سره يې بې کچه مينه هم د دوی د کړنيز ژوند په مبارزو او هلو ځلو سره ښکاره کړی دی. که له يوې خوا د دوی له شاعرۍ د انقلابي ژوند عکاسي ښکاري، نو له بلې خوا يې د مينې، پند، نصيحت او ښکلا شاعري هم کړې، پښتون قام ته يې د يووالي او ننگ و غېرت لوست پکې ورکړی دی.

که راغونډ په يو مرکز شولو پښتون - نه ځاېږمه بيا زه به په جامو کې

شي به زده د ننگ او پت ښکلی مضمون - ننگ ليکلی دی پښتون په کارنامو کې

بل ځای وايي:

پښتانه که د پښتو سره په پت شي - بيا زړگی به مې خټکه شي باغ باغ

او پښتنو ته د ننگ و غېرت پيغام په خپله شاعرۍ کې دارنگه ورکوي:

وي ژوندون په بې ننگۍ کې تل حرام - وي ژوندون خو د پښتون په ننگ و نام

ما دی لوستی د خوشال خټک پيغام - آرام نشته څو وانخلی انتقام

هم پښتون ته د خوشحال وو دا کلام - تل په ځای د ننگ و پت کړه پورته گام

لاړ دې هر څه شي خو ننگ دې چرته نه ځي - وي ژوندون خو خوندور په ننگ و نام

محمد نواز خان خټک خپل يو لوی ځاني کتابتون درلود چې ډير نايابه چاپي او قلمي کتابونه پکې خوندي ول. د پښتو ژبې اوسنی نامتو شاعر او ليکوال ميا وکيل شاه فقيرخېل، چې د ستر خوشال له سترې ادبي کورنۍ څخه دی او د خوشال بابا د ورور جمیل بیگ (جميل خان خټک) يا (جمال خان) له کرړې څخه دی، په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکي:

«ارواښاد نواز خان خټک په جمال گړهۍ کلي کې د هغوی د خپلې پلارنۍ کروندې ځمکه بانډې اباد کلي صادق اباد نومېده، چې زما د کلي نه دوه کيلومتره فاصله کې دی، تلم راتلم. خدای دې وبخښي، د ژوند په اخيري ورځو کې يې د خپل کتابتون کتابونه د پېښور پښتو اکيډمۍ او د اکوړه خټک کتابتون دارالعلوم ته ورکړي وو او ماته يې هم څو کتابونه راکړي وو. د مړينې پس زما پرې يوه اوږده ليکنه د پښتو اکيډمۍ پېښور په مجله پښتو جنوري ۱۹۸۴ ز کې د (آه د خوشحال بابا نمسيه) په سر خط سره چاپ شوې ده.

د دوی د نسب ونه او د زيږون نېټه ما د دوی په خپل ځان باندې په مجله پښتو اعتراف نمبر (زه څوک يم) اوږدې ليکنې په حواله ليکلې ده. هسې هم زما او ارواښاد نواز خټک نيکونه يو دي، زه د خوشحال بابا د سکه ورور فقير جميل بيگ، چې لوی ولي الله، د چشتيه لړۍ او سهرورديه ماذون عالم، شاعر د زوی کې د صاحب ديوان شاعر محمد صديق په اولاد کې ورگډېږم او نواز خټک د خوشحال بابا د زوی اشرف خان په اولاد کې...»

مدني اکر سمول

محمد نواز خان خټک واده کړی وو، يو زوی لري چې محمد فايق خان نومېږي او په زرعي بينک کې افسر وو. نن سبا په خپل کلي شېدو کې ژوند تېروي.

مړينه سمول

محمد نواز خان خټک د ۱۹۸۳ ز کال د فبرورۍ پر ۹ نهمه د څلنۍ (چهارشنبې) پر ورځ له دې فاني نړۍ سترگې پڼې کړې او په خپل پلرني کلي شېدو کې خاورو ته وسپارل شو. الله پاک دې ورته په جنت الفردوس کې لوړ مقام ورکړي. امين!

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

د محمد نواز خان خټک ليکلي او چاپي کتابونه دا دي:

۱- د تورې قلم خاوند.

۲- ښاغلی پښتون.

۳- ما واخله.

۴- دا وطن د ما وطن.

۵- د خيالونو پسرلی.

۶- د وسي په نوم ناچاپ کتاب.

اخځليک سمول

۱- http://erfanyar.blogfa.com/1390/09

۲- د ميا وکيل شاه فقيرخېل فېسبوک پاڼه.‎