محمد بلال صافي

محمد بلال صافي ولد ګل باچا خان ولد سعيد خان ولد امين خان د افغانستان په ختيځ کي پروت د کونړ ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ د شونکړۍ درې د شيخال په کلي کي زيږيدلی دی ، د سرطان په مياشت په کال ۱۳۷۵ھ ش / صفر المظفر ۱۴۱۷ھ ق/ جون ۱۹۹۶ م کي چي کله ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالي په افغانستان واکمن و،

څه موده پس تقريبا په کال ۱۹۹۸ کي يي پلار کراچۍ ته د غريب کارۍ/ مزدوري په موخه راغلی ، او تقريبا په کال ۱۹۹۹ م کي يي بابا دوي او دوي مور کراچۍ راوستل، بيا په کال ۲۰۰۲ کي بيرته دوي افغانستان ته کډه يوړله او د خپل کلي په جومات کي يي ديني زده کړه د بغدادي قاعدې څخه پيل کړله او ورسره يي سکول هم تر څلورم ټولګي ، قرآن کریم يي د قاري خالد خان صيب څخه په ناظره ختم کړ (چي د ديوګل وو) په ۲۰۰۵ کي بيرته کراچۍ ته را مهاجر شول ، په ۲۷_۰۲_۲۰۰۸ دده مور او پلار خويندي ورونه ټول بيرته افغانستان ته ستانه شو ، او مولانا مفتی محمد بلال صافي يي د خپل تره په کور کي پريښود چي د قرآن کریم حفظ مکمل کړي، دغه مهال دا په ۲۰مه سپاره کي و، د ۲۹_۰۶_۲۰۰۹ يي د وفاق المدارس العربية پاکستان څخه د حفظ امتحان ورکړ ، او بيا خپل وطن ته ستون شو ، او د لوی اختر نه روسته بيرته راغلی او د خپل د حفظ استاد قاري سيف الله خالد (چي دده خپل کليوال دی دهغه) سره يي د قرآن کریم دور مکمل کړ ، او بيا يي په درجو شروع وکړه د دور څخه نيولي تر د وړي دورې پوري درسونه يي په جامعه عمر مکه مسجد بلديه ټاون کي اوويل ، او ورسره څلور کاله مؤذن هم و، بيا يي د غټي دوري لپاره په بنوري ټاون ، دارالعلوم کراچۍ او په جامعه صديقيه دري واړو مدرسو کي انتخاب وشو. چي بنوري ټاون ته تلل يي غوره وګڼل،

په کال ۲۰۲۰ کي يي د بنوري ټاون څخه د فضيلت دستار د مولانا ډاکټر عبد الرزاق اسکندر رحمه الله تعالي څخه وتړلو او او نکاح يي هم په همدغه مجلس کي وشوه ، او د ميټرک امتحان يي هم ورکړ ،

په راتلونکي تعليمي کال کي يي د تخصص في الفقه لپاره د فقيه العصر حضرت مولانا مفتی احمد ممتاز صاحب مدظله العالي په مدرسه کي داخله واخيسته او بيا په راتلونکي تعليمي کال کي يي د تخصص في علوم الحديث په موخه بيرته د بنوري ټاون ته تلل غوره کړل او د صفر په ۲۶ چي د اکتوبر د دوهمي نيټې سره سمون خوري د یکشنبې په شپه الله رب العزت يو ځوي ورکړ ، چي د محمد ابان په نامه ونومول شو ، اوس سږ کال يي د تخصص في الحديث دوهم او اخيرنی کال دی او عصري تعليم يي تر ۱۲ پوري دی، د نوفمبر په لسمه يي پيښور ښار ته سفر وکړ ، چي سهار لس بجې رحمان بابا ريل ګاړۍ کي د کراچي څخه راووت او په دولسمه نيټه د ماسپښين لمونځ يي په پينډۍ کې وکړ، او بيا د ماښام د اذان سره سم خپل مقام ته ورسيد او په په ۱۴ مه نيټه يي د ترور د ځوي سهيل واده تير کړ

محمد بلال صافي

۲۴-۰۵-۱۴۰۱ھش

۱۶-۰۱-۱۴۴۳

۱۵-۰۸-۲۰۲۲