دارالعلوم کراچۍ

جامعه دارالعلوم کراچۍ د پاکستان هيواد په کراچۍ ښار کي يوه ديني مدرسه ده. د درسونو سيستم يې د ديوبند دارالعلوم په شان ده. ثانوي ښوونځي يې د هلکانو او نجونو لپاره جلا څانګي لري. د اسلامي زده کړو لوړ او معياري نصاب لري، چي د اسلامي او عصري علومو مضامين په کي شامل دي.

پېښليک سمول

دغه مدرسه په ۱۹۵۱ز کال کي د مفتي محمد شفیع او مولانا نور احمد لخوا جوړه شوه. مفتي محمد شفیع صاحب د دارالعلوم ديوبند د ستر مفتي په حیث دنده ترسره کړي وه. د پاکستان له خپلواکي وروسته پاکستان ته لاړ. د دارالعلوم کراچۍ مشر محمد رفيع عثماني د پاکستان ستر مفتي دی.مرستيال مشر يې محمد تقي عثماني ده. چي دواړه د مؤسس زامن دي.

څانګي سمول

جامعه دارالعلوم کراچۍ لاندي څانګي لري،
ناظره قرآن
تحفيظ القرآن
تجويد
اسلامي اقتصاد
اسلامي قانون
اسلامي فقه
حديث
تفسير
انګلیسي ژبه
سياسي علوم
عربي ژبه
معلوماتي تکنالوژي


سرچينې سمول

^ Azizur-Rahman. Introducing Darul `Uloom Karachi. Trans. Muhammad Shameem. Karachi: Public Information Department of Darul Uloom Karachi