د پښتو نښان | ||
د پښتو ویکيپيډیا، پښتو ژبې پراختیا لپاره په نه ستړي کېدونکو هلو ځلو او ددې پوهنغونډ رغولو په پار د پښتو مېډال یوه ناڅیزه ډالۍ؛ تاسې ښاغلي ته! --عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 21:03, 6 مارچ 2015 (UTC) |
ګرانو دوستانو او درنو کارنانو
سمولځينې ښاغلي کارنان ددې پر ځای چې یوه نوې ليکنه په ويکيپېډيا کې ځای پر ځای کړي ، بس يوازې په دې پسې ګرزي چې چېرته کومه نوې ليکنه ګډوه وډه کړي. دوی پخپله ګرامري او املايي ستونزې لري ، خو ځان ته دا اجازه ورکوي چې د بل چا سمه لیکنه له لوستلو او ښې توښې وباسي . سربېره پر دې له ليکنې څخه د سرچينو لينکونه او پتې لرې کوي . زما هيله له دغو ښاغليو کارنانو څخه داده ، چې خدای او رسول ته وګورئ ، د خلکو زړونه له پښتو ويکيپېډيا څخه نور مه توروئ . مننه . محمد طاهر کاڼی .
محترم کاڼی صيب سلامونه ! مننه له ځواب ځخه مو ، زه بې نومه نه يم نوم مې احمد دی خو دلته په دې (Afghanwrites) په نوم ځکه لیکنې کوم چې زما موخه يوازې ويکيپېډيا کې برخه اخيستل دي او ځان ستاينه مې نه خوښېږي ، او نه هم تاسو پشان پېژندل شوی کس يم . په هر حال ، ستاسو د لیکنې سره ځه نا ځه همغږي لرم خو په بشپړه توګه يې نه لرم ځکه باید چې يو وار له سره د زيار صيب او ارواښاد رښتين صيب په پښويې (ګرامر) باندې کتنه وکړم او پرتله يې کړم چې تاسو ته وکولی شم کره د معيار او ګړدود توپیر روښانه کړم . په يو شي چې کره خبر يم هغه د (ول ـ ووـ و) په هکله دی ، ول د ګړدود برخه ده او ـ و ـ ووـ معيار جوړوي . زه به يې انشاالله وخت سره سم درسره څېړم او هیله ده چې مالومات موږ سره شريک کړۍ . اوس مې په لنډ ګنډ وخت کې ځواب لیکلی چې بشپړ ستاسو ځواب ندی . تر بيا چې وخت په لاس راځي نو انشاالله تاسو ته ښه وخت او قلم مو تاند غواړم. په درنښت د ويکيپېډيا کاريال
محترم کاڼی صيب اسلام علیکم !
هیله ده چې نېکې هیلې او پېرزوينې مو ومنۍ . ستاسو د تاند قلم غوښتونکی يم او په ویکيپېډيا کې ستاسو د خدمت نه مننه کوم خدای (ج( مو قلم تاند لره . محترمه ستاسو د لیکنو په لړ کې چې زه يوې پښويه ييزې (ګرامري) اړخ ته ځیر شوی يم او پام مې ورګرځېدلی هغه دا چې تاسو د يوې جملې وروسته چې جمع يا ډېر اړخ ونه لري هم ورته د (وو) کاروۍ ، زه فکر کوم د محترم ارواښاد رښتين صيب څخه نیولې تر زيار صيب پورې په لیکنو کې د جمع او مفرد په حالتونو کې توپیر ښکاره شوی د بېلګې په توګه هغوی ستاسو د کارولو (وو) جمع ته کارولی لکه .
- زه او احمد دواړه تللي وو (جمع تېر مهال)
- احمد تللی و (مفرد تېرمهال)
- احمد د ولسمشر وياند او ټولنیز مشارو و (مفرد کس ته اشاره ده خو تېر مهال )
تاسو د دغو بېلګو په هکله څه نظر لرۍ او څنګه يې ګڼۍ ؟ ایا تېروتنې لري که نه ؟ هیله ده چې ځواب یې په مناسب وخت او حوصلې راکړۍ . په درنښت afghanwrites
قدرمنه کاڼی صيب السلام عليکم!
تر هر څه دمخه روغتيا او ځانجوړي مو غواړم.
قدرمنه! عرض دا دی چې دغه لانديني سرليکونه هېڅ کوم ډول مالومات نه لري که چېرته تاسو وخت لری او تاسو ته زيار نه درپېښېږي نو همدغو لاندينيو سرليکونو ته يو څو کرښې مالومات وليکۍ.
ډېره مننه!
--افغان خان 04:13, 27 سېپتمبر 2009 (UTC)
السلام عليکم
سمولقدرمنه کاڼی صيب السلام عليکم!
خدای مو روغ او جوړ لره. ويکيپېډيا کې ستاسې زياتونې د قدر وړ دي. خو عرض دا دی چې که چېرته تاسو د ځينو سرليکنو په ليکلو کې لږ څه دقت وکړی نو دا به زموږ کار آسانه کړي. لومړی دا چې تاسې د پاړسي ژبې ګ کاروۍ او که د دغه ګاف پر ځا د پښتو ژبې ګ وکاروۍ دا به زموږ کار راته آسانه کړي. دويم دا چې تاسو يوه ليکنه په څو څو نومونو دوه ځلي خپروۍ، لکه ساري په توګه د تولستوی په نامه مو يوه ليکنه خپره کړې وه چې بيا مو بله ليکنه د تولستوی د بشپړ نوم تر سرليک لاندې بله ليکنه خپره کړې وه چې مېنځپانګه او شخصيت دواړه يوه موضوع ده. که چېرته تاسو داسې کار و نه کړۍ نو زموږ کار به مو راته آسانه کړی وي. هېره دې نه وي چې تاسې ځينې مالومات د بي بي سي د پښتو وېبپاڼې نه کټ مټ دلته خپاره کړي، که چېرته له دغه کار نه هم صرف نظر وکړو نو دا به ښه ځکه وي چې موږ حق نه لرو د نورو وېبپاڼو نه د هغوی د اجازې نه پرته ليکنې يې دلته خپرې کړو، په دغه باب هم يو څو شکايتونه تر ما رارسېدلي. چې ما هم د مجبورۍ له مخې ړنګې کړي. د ويکيپېډيا مېنځپانګه وړيا ده او هر څوک په ليکنو کې زياتون او لنډون راوستلی شي، چې همدا کار د دې سبب شوی چې ځينې پښتانه ليکوال زړه نه ښه کوي چې په ويکيپېډيا کې خپلې ليکنې خپرې کړي.
تر دې دمه همدومره، خدای مو پخپلو چارو کې بريالی او د پاک الله نه ستاسو روغتيا غواړم.
په ډېر درنښت
--افغان خان 15:06, 23 ډيسمبر 2009 (UTC)
يو ځل بيا سلام
سمولقدرمنه کاڼی صيب يو ځل بيا سلامونه!
ستاسو د بې ځنډه پيغامونو نه مننه کوم. زه ستاسو د نظرونو هر کلی کوم. زه به خپل کوشش وکړم چې هغه ليکنې چې په پاړسي او په اردو او يا هم په کومه بله ژبه ليکل شوي هغه يا ړنګې او يا هم پښتو ته وژباړم، يو څه وخت دمخه مې د ويکيپېډيا په لومړي مخ باندې د ويکيپېډيا د ليکوالو د پام را اړولو په موخه د ژباړې لپاره نومېدلي مخونه ټول په يوې وېشنيزې کې سره راټول کړل او له ټولو نه مې غوښتنه هم دا وه چې د نورو وېبځايونو نه د مقالو او ليکنو د کاپي کولو پر ځای په علمي او تخنيکي لور ته پام ور ډېر کړي او هغه ليکنې چې د ژباړې لپاره نومېدلي هغه وژباړي، خو په دغه باب مې هېڅ کومه مثبته پايله و نه ليدله، نو اوس به زه همداسې وکړم چې هغه ټول مخونه چې د ژباړې لپاره نومېدلي د هغو ټولو مېنځپانګه به ليرې کړم، او يواځې پښتو سرليکونه به يې په دې تکل پرېږدم چې کېدای شي په راتلونکي کې څوک دغه تشه ډکه کړي.
که چېرته تاسو کوم بل وړانديز لری نو زما سره يې شريک کړی، زه غواړم چې د نوؤ ليکنو چوکاټ چې په لومړي مخ کې دی، هغه هم ړنګ کړم تر څو ځينې ورانکاران و نه شي کولای چې دلته ګډوډي جوړه کړي.
په درنښت
--افغان خان 10:43, 24 ډيسمبر 2009 (UTC)
کاڼي صيب ته يو وړانديز
سمولمحترم کاڼی صاحب السلام عليکم!
ګرانه وروره ستاسو ليکنې او زياتونې د قدر وړ دي. خو د ويکيپېډيا د تګلارې له مخې بايد د پوهنغونډ ټولې ليکنې بې طرفه او بې پرې وي. که چېرته موږ په يوه ژوندليک کې د يوه ليکوال او بل ليکوال او يا هم ټولو ليکوالو سره تکړه، خوږژبی او نور صفتي القاب وکاروو نو د ليکنې تول خرابېږي او د ويکيپېډيا د تګلارو نه سرغړونه ده. تاسې کولای شی خپلې ليکنې پرته د اضافي اوصافو نه وليکۍ. دا يوه غوښتنه ده له تاسې نه چې خدای دې تاسو په دې نه خپه کوي. بله خبره چې روښانه ده هغه دا ده چې د هرې ليکنې د سمولو په چوکاټ کې په پای کې ليکل شوي چې که چېرته تاسو نه غواړۍ چې ستاسو په ليکنه کې څوک لاسوهنې او بدلون راولي نو لطفاً يې دلته مه خپروۍ. د دې مطلب دا دی چې د ويکيپېډيا ليکنې وخت په وخت نوې کېږي او بدلون پکې راځي. او دا بدلون هر څوک پکې راوستلای شي.
خدای دی وکړي چې تاسو ويکيپېډيا پرې نږدۍ او په راتلونکي کې د هرې ليکنې په اړه کومه پوښتنه يا اعتراض ولرۍ د هماغې ليکنې د خبرواترو په مخ کې ورباندې بحث وکړۍ. او يا هم د ويکيپېډيا د مدير نه مرسته وغواړۍ.
په ډير ادب
خان ګل
خپله رايه ورکړۍ
سمولسلامونه
لطفاً د Portal د پښتو انډول لپاره رايه ورکړۍ. د رايې د ورکولو لپاره تاسې دا کوډونه کارولی شی.
- د portal لپاره د ور د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:
| {{ملاتړ}} || {{بډ}}|| {{بډ}}|| {{بډ}} || --~~~~
- د portal لپاره د تانبه د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:
| {{بډ}} || {{ملاتړ}}|| {{بډ}}|| {{بډ}} || --~~~~
- د portal لپاره د تمبه د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:
| {{بډ}} || {{بډ}}|| {{ملاتړ}}|| {{بډ}} || --~~~~
- د portal لپاره د دړه د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:
| {{بډ}} || {{بډ}}|| {{بډ}}|| {{ملاتړ}} || --~~~~
--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 21:20, 26 می 2011 (UTC)
د ويکيپېډيا په اړه ستاسې نظر
سمولقدرمن کاڼی صيب السلام عليکم!
د ولادمير پوتين په اړه چې کومه ليکنه دلته ده په هغې کې تاسو ليکلي:
د ټولو کاروونکو پاملرنه: له پښتو ویکیپېډیا نه خپله شخصي او انګرېزي ویکیپېډیا مه جوړوئ.
د شخصي نه مو مطلب څرګند نه دی خو د انګرېزي نه دومره پوه شوم چې د پښتو ويکيپېډيا ډېرې داسې ليکنې دي چې په انګرېزي کې دي او بايد وژباړل شي. موږ تل هڅه کوو چې د انګرېزي ويکيپېډيا د ليکنو د معيار سره سم د پښتو ويکيپېډيا ليکنې هم پرمختللې کړو. د دې چارې لپاره دغه لاندينۍ موخې په نظر کې نيول کېږي:
- په پښتو ژبه د کره او پراخو سرچينو د نشتوالي پخاطر د انګرېزي ويکيپېډيا نه هغه بې پرې او بې طرفه ليکنې پښتو ته ژباړل کېږي چې ګټه يې ټولو ته وي.
- د سايسنس په ډګر کې د انګرېزي ويکيپېډيا د ليکنو نه ګټه اخيستل کېږي.
- د جغرافيايي سيمو په اړه مالومات هم د انګرېزي د ويکيپېډيا نه کاپي کېږي.
- د افغانستان اړونده مالومات بايد د افغاني بې طرفه منابعو نه راټول او بيا د يوې مقالې په توګه په ويکيپېډيا کې خپرې شي.
- زما په نظر د دينونو او فلسفې اړونده مالومات هم بايد بې پرې وي، چې لوستونکي ته د فکر کولو او بيا د خپل خوښې د دريځ ټاکلو موقع وربرابره کړي.
که چېرته تاسې د داسې کوم څه په اړه نيوکې او ګوتنيونې لرۍ چې هغه ستاسې په نظر کره او يا سم نه دي نو تاسو کولای شی چې د اړوندې موضوع د خبرواترو په مخ کې د بحثونو له لارې پېښې شوې ستونزې حل کړۍ. هېره دې نه وي چې پښتو ويکيپېډيا د هېچا شخصي پاڼه نه ده. دا د ټولو پښتنو ګډه پاڼه ده چې ټول په ګډه کولای شي چې د پوهې او علم په بېلابېلو برخو کې د مالوماتو په راټولولو سره يو هر اړخيز پوهنغونډ (دايرة المعارف) جوړ کړي.
--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 18:00, 2 جون 2011 (UTC)
سلامونه
سمولډېر ګران او قدرمن کاڼی صيب السلام عليکم!
ستاسې پيغام مې ولوسته او ستاسې په مطلب پوره پوه شوم. ستاسې ټولې خبرې سمې دي. موږ به هڅه وکړو چې د انګرېزي مېنځپانګې ليکنې لرې کړو او پر ځای يې د پښتو ژبې لنډ مالومات ځای پر ځای کړو. که چېرته چا غوښتل چې يوه ليکنه نوره هم پرمختللې او مخکښه کړي نو بيا کولای شي چې د انګرېزي او يا هم په هره ژبه چې يې خوښه وي مالومات راغونډ کړي بيا يې وژباړي او په پښتو ويکيپېډيا کې يې خپرې کړي. موږ دا هم هڅه کوو چې په ورکنومي توګه څوک و نه شي کولای چې پخپل سر په ليکنو کې لاسوهنې وکړي او د همدې لپاره د ويکيپېډيا ليکنې د ورکنومو او نوو کارنانو د سمونو نه ژغورو. که چېرته څوک په يوې ليکنې کې سمونې او کره کتنې ترسره کوي نو بايد ځان ته کارن نوم ولري ترڅو د نوموړي کس له لوري د ايډټونو او سمونونو پته هم ولګېږي. د دې وروسته که چېرته ستاسې په ليکنو کې خپلسري لاسوهنې کېږي نو پازوالانو ته خبر ورکړۍ او يا هم د هماغې ليکنې د خبرو اترو په مخ کې خپل دريځ روښانه کړۍ. تاسې په دې هم ډاډه اوسۍ چې تاسو کولای شی چې د روسي ژبې نه ډېرې ګټورې ليکنې پښتو کولای او بيا يې دلته خپرولی شی.
موږ غواړو چې تاسې تل د ويکيپېډيا سره مرسته وکړۍ، په ځانګړي توګه د تاريخ او جغرافيې په برخه کې. تاسې چې په روسي ژبې پوره لاسبری لری نو کولای شی چې د روسيې د بېلابېلو جغرافيايي سيمو مالومات، د سيمو نومونه، د هغه هېواد د بېلابېلو ژبو، د هغه هېواد د نومياليو او مخکښانو مالومات په پښتو ژبه دلته خپاره کړۍ. خدای دې وکړي چې زما په خبرو مو سر نه وي خوږ شوی، لنډه دا چې که چېرته کوم ورانپوهاوی ترمېنځه شوی وي نو بخښنه دې وي.
--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 23:37, 3 جون 2011 (UTC)
کاڼی صيب سلامونه
سمولمحترم لیکوال کاڼی صيب هيله ده چې زما لیکنه ولولۍ او سترګې ترې وانه ړوۍ . محترمه دلته هر څوک لیکل کوي چې ويکيپېډيا معياري ، بې پرې ورغوي تاسو د ولسي جرګې د غړو ، خپل د ځينو پېژندګليو لیکوالو ، هنرمندانو او يا سياستوالو پېژندګلوي د شخصي پاڼې يا مجلې په توګه پر مخ وړۍ چې دا د پوهنغونډ لپاره غیر معياري بڼه ده لطفآ تاسو دې اړخ ته پام وکړئ ستاسو لیکنه د رڼا ترين په هکله ناسوبه ستاينيزه بڼه لري زه يې بيا سموم هيله ده چې په هماغه ډول ېې پرېږدۍ . په درنښت ګل خان
پښتو ويکيپېډيا په لاتيني الفبا
سمولخپله رايه ورکړه --Khangul 22:44, 22 جنوري 2012 (UTC)
ګل خان ورور او نورو دوستانو ته سلامونه
سمولعزتمن ګل خانه وروره ، ستاسو خبره به کره وي ، چې له ما څخه د بېلابېلو اشخاصو په اړه ليکنې ستاينيزه بڼه غوره کوي . زه ډېری مهال کېدای شي دې ته نه يم متوجه شوی او دا کار مې په لوی لاس نه بلکې په نااګاهانه ډول کړی دی . زه په دې پوه يم چې په دې برېښنايي پوهنغونډ کې ليکنې بايد بې پرې وي ، خو بيا هم لکه څنګه چې مې مخکې هم نغوته وکړه دا کار راڅخه په نااګاهانه ډول شوی دی . زه به پر راتلونکي مهال هڅه وکړم چې دې موضوع ته پام ولرم . خدای مو ښاد ، سوکاله او بريالي لره .
Global account
سمولHi Kanay! As a Steward I'm involved in the upcoming unification of all accounts organized by the Wikimedia Foundation (see m:Single User Login finalisation announcement). By looking at your account, I realized that you don't have a global account yet. In order to secure your name, I recommend you to create such account on your own by submitting your password on Special:MergeAccount and unifying your local accounts. If you have any problems with doing that or further questions, please don't hesitate to contact me on my talk page. Cheers, DerHexer (خبرې اترې) 00:58, 17 جنوري 2015 (UTC)
ویکی کنفرانسونه
سمولکاڼی صاحب سلامونه او نیکي!
آیا تاسی مسکو ښار کې ژوند کواست؟ که مسکو ښار کې اوسیږی نو خپل ایمیل یا فیسبوک را ته ولیکی چی وکولای شم چی د ویکی په هلکه کنفرانسونو کې تاسی ته هم خبر درکړم. ما څو ځلی د پښتو ویکی په استازیتوب ګډون کړی دی، که تاسی وغواړی تاسی ته به هم خبر درکړم،ځکه ستاسو پوهه د پښتو ژبې په هکله ډیره ده او پښتو ویکی کې مو هم ډیر کار کړی دی. په احترام ابراهیم خاشرودی مسکو ښار کې افغان محصل.--Ibrahim Khashrowdi (TalK) 20:25, 22 اکتوبر 2015 (UTC)
ښاغليو کاروونکيو ته سلامونه!
د پښتو برېښنايي پوهنغونډ له کاروونکيو څخه کوم کاروونکي په پښتو ويکيپېډيا کې د ميرزا خان انصاري نوم د (مرزا خان انصاري) په بڼه ليکلی، چې ناسم دی. له تاسو څخه هيله کوو، چې نوم يې سم او په ميرزا خان انصاري باندې يې واړوﺉ. البته ما پخپله غوښتل چې سم يې کړم، خو پرې بريالی نه شوم. مننه. کاڼی
عبد الهادی ملا
سمولدعبد الهادی عطایی په شعرونو کې سیاسی اړخ شته که وی ماته یی ولیږي مننه کتاب پری لیکم دملا په هکله معلومات راکړئ 59.153.127.204 ۰۲:۳۵, ۲ اکتوبر ۲۰۲۲ (نړیوال وخت)
WikiConference India 2023: Program submissions and Scholarships form are now open
سمولDear Wikimedian,
We are really glad to inform you that WikiConference India 2023 has been successfully funded and it will take place from 3 to 5 March 2023. The theme of the conference will be Strengthening the Bonds.
We also have exciting updates about the Program and Scholarships.
The applications for scholarships and program submissions are already open! You can find the form for scholarship here and for program you can go here.
For more information and regular updates please visit the Conference Meta page. If you have something in mind you can write on talk page.
‘‘‘Note’’’: Scholarship form and the Program submissions will be open from 11 November 2022, 00:00 IST and the last date to submit is 27 November 2022, 23:59 IST.
Regards
MediaWiki message delivery (خبرې اترې) ۱۱:۲۵, ۱۶ نومبر ۲۰۲۲ (نړیوال وخت)
(on behalf of the WCI Organizing Committee)
WikiConference India 2023: Open Community Call and Extension of program and scholarship submissions deadline
سمولDear Wikimedian,
Thank you for supporting Wiki Conference India 2023. We are humbled by the number of applications we have received and hope to learn more about the work that you all have been doing to take the movement forward. In order to offer flexibility, we have recently extended our deadline for the Program and Scholarships submission- you can find all the details on our Meta Page.
COT is working hard to ensure we bring together a conference that is truly meaningful and impactful for our movement and one that brings us all together. With an intent to be inclusive and transparent in our process, we are committed to organizing community sessions at regular intervals for sharing updates and to offer an opportunity to the community for engagement and review. Following the same, we are hosting the first Open Community Call on the 3rd of December, 2022. We wish to use this space to discuss the progress and answer any questions, concerns or clarifications, about the conference and the Program/Scholarships.
Please add the following to your respective calendars and we look forward to seeing you on the call
- WCI 2023 Open Community Call
- Date: 3rd December 2022
- Time: 1800-1900 (IST)
- Google Link': https://meet.google.com/cwa-bgwi-ryx
Furthermore, we are pleased to share the email id of the conference contact@wikiconferenceindia.org which is where you could share any thoughts, inputs, suggestions, or questions and someone from the COT will reach out to you. Alternatively, leave us a message on the Conference talk page. Regards MediaWiki message delivery (خبرې اترې) ۱۶:۲۱, ۲ ډيسمبر ۲۰۲۲ (نړیوال وخت)
On Behalf of, WCI 2023 Core organizing team.
سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ!
سمولما ځان پازوالۍ ته نوماند کړی دی، که ستاسې له نظره زه د دې وړ يم، نو خپله قيمتي رايه راکړئ. د رايې ورکولو تګلار او پاڼه دلته کتلی شئ. شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۰۶:۱۴, ۲ ډيسمبر ۲۰۲۳ (نړیوال وخت)