ديوبندي مسلک

ديوبندي (انګرېزي:deobandi) د اهل سنت او جماعت د حنفي مذهب يو نوى خوځښت دى. ددې خوځښت مرکز په هندوستان،پاکستان،افغانستان او بنګلدېش کي ده او د نړۍ مختلفو برخو ته خپور شوى دى. نوم يې د ديوبند دار العلوم نه اخستل شوى ده. دغه خوځښت له شاه ولي الله دهلوي له نظرياتو منشا اخلي.

پېښليک سمول

ديوبندي خوځښت د بريتانوي استعمار په وړاندي د يوه غبرګون په توګه رامنځته شو. چي دغه استعمار د يو شمېر علماوو لخوا لکه رشيد احمد ګنګوهي،محمد يعقوب نانوتوي، شاه رفيع الدين، سيد محمد عابد، ذوالفقار علی، فضل الرحمن عثمانی او محمد قاسم نانوتوي د اسلام د تحريف لامل وبلل شو. دې ډلي لمړى يوه اسلامي مدرسه د ديوبند دار العلوم په نامه جوړه کړه، چېري چي د اسلام د بيا احيا او امپرياليزم ضد ديوبندي نظريه په خپرېدلو پيل وکړ. ديوبند دارالعلوم د الازهر پوهنتون نه وروسته د اسلامي علومو دويم ستر مرکز ده. د ځينو ډلو لکه تبليغي ډله او جمعيت علمايي هند په واسطه ديوبندي نظريه خپره شوه.

د ديوبند فارغينو په مختلفو هيوادو كي په زرګونو مدرسې جوړي کړې.

د هند د خپلواکي پر مهال ديوبنديانو د ګډي ملي نظريې نه دفاع کوله ددې نظريې په اساس هندوان او مسلمانان يو ملت ده او له دوئ نه غوښتنه کېدله چي د انګرېزانو په وړاندي بايد ګډه مبارزه وکړي. په ١٩١٩ کال د ديوبندي علماوو يوې غټي ډلي د جمعيت علمايي هند په نامه سياسي ډله جوړه کړه او د پاکستاني خوځښت مخالفت يې وکړ

شتون سمول

په هندوستان کی  سمول

ديوبندي خوځښت په هند کي د ديوبند دارالعلوم او جمعيت علمايي هند لخوا کنترولېږي. د هندوستان تقريباً %٢٠ مسلمانان ديوبندي بلل کېږي. ديوبنديانو ته ددوئ د مخالفينو بريلويانو او شيعه ګانو لخوا وهابيان ويل کېږي ولي دوئ په حقيقت كي وهابيان نه دي.

په پاکستان کي سمول

د يوې سروې له مخي د پاکستان %٦٥ اسلامي مدرسې د ديوبنديانو %٢٥ د بريلويانو %٦ د اهل حديثواو %٣ د شيعه ګانو لخوا کنتروليږي. په پاکستان کي ديوبندي خوځښت د ١٩٨٠-٢٠٠٠ کال پوري د سعودي عربستان لخوا تقويه کېده، له دې وروسته دا مرستي له اهل حديث سره پيل شوې.

په بريتانيا کي  سمول

د ٢٠١٤ کال د يوه راپور له مخي د بريتانيا %٤٥ جماتونه او د اسلامي زده کړو نږدې ټول مرکزونه د ديوبنديانو لخوا کنترولېږي

په افغانستان كي سمول

د افغانستان زياتره وګړي د ديوبندي مسلک پيروان دي خو په افغانستان د امريكا د متحده ايالاتو له يرغل وروسته يو شمېر وهابيان هم ددې هيواد په ځينو برخو کي پيدا شوي دي 

عقايد  سمول

ديوبندي خوځښت ځان د اهل سنت او جماعت يوه تفسيرونکي ډله بولي، دغه ډله منځنيو پېړيو كي په هندوستان کي رامنځته شوه.  دې ډلي د شاه ولى الله دهلوي له لارښوونو څخه الهام اخستى دى.

فقه سمول

ديوبنديان د تقليد قوي طرفداران دي. دوئ عقيده لري چي هر مسلمان بايد له څلورو مذهبونو څخه حتماً د يوه پيرو وي. دوئ په خپله د حنفي مذهب پيروان دي. هغه زده كوونكي چي له ديوبندي مسلک سره تړلو مدرسو کي درس وايي د حنفي فقهي کتابونه لکه نورالايضاح، مختصرالقدوري، شرح الوقايه، کنزالدقائق او داسي نور کتابونه لولي.

د تقليد په هکله ددوئ د نظريې مخالفه ډله اهل حديث يا غير مقلدين دي ځكه ددوئ په نظر بايد له قران او حديث نه هر څوك د خپل فکر په اساس ګټه واخلي. دوئ هغه څوك چي د يوه عالم يا يوه مذهب پيروي کوي د ړندو مقلدينو په نامه يادوي. ددوئ(اهل حديثو) په نظر د هر څه لپاره بايد له قران او حديث نه دليل موجود وي.که څه هم ديوبندي مسلک له جوړښت تر اوسه په دې باندي زيات دلايل وړاندي کړي چي له مذهب سره تړنه حقانيت لري، په مشخص ډول دوئ په دې باندي زيات کتابونه او رسالې ليکلي دي  او دا يې ثبوت کړي چي حنفي مذهب له قران او حديث سره مکمل مطابقت لري.

د مذهب نه د دفاع لپاره د قران او حدیث نه د دلایلو راورلو ضرورت لپاره، ديوبنديان په ځانګړي توګه ددوئ په مدرسو کي د حديثو په بې نظيره زده كړه کي مشهور دي، ددوئ د مدرسو نصاب په نړۍ كي بې سارى غوره نصاب دى. لکه دوره حديث چي د مدرسې په وروستي کال کي ويل کېږي په کوم کي چي د حديثو شپږ سره معتبر کتابونه يعني صحاح سته تدريس کېږي. په ديوبندي مدرسو کي ترټولو لوړه رتبه د شيخ الحديث ده هغه څوك چې صحيح بخاري شريفه تدريس کوي.

الهيات سمول

د ايمان او عقيدې په برخه کي ديوبندي مسلک د ماتريديه ښوونځي پيروي کوي. 

تصوف سمول

ديوبندي نصاب  د اسلامي علومو لکه قران، حديث او فقهي زده كړي سره يو ځاى د عقلي  علومو لکه فلسفه او منطق زده كړه هم خپل ځان كي لري. په هم مهاله وخت كي د تصوف پيروي هم کوي چي زياتره يې د چشتيه طريقې پيروان دي 

په دې هکله د ديوبند دارالعلوم اتم مهتمم قاري محمد طيب قاسمي وايي، د ديوبند علما د تصوف پيروان دي په سلوکو کي د چشتيه طريقې پيروان دي دوئ د چشتيه، نقشبنديه، قادريه او سهرورديه طريقو پيلونکي دي.

د ديوبندي مسلک تاسيس کوونکي رشيد احمد ګنګوهي او محمد قاسم نانوتوي د حاجي امداد الله مهاجر مکي مريدان وو.

دعوتي څانګي  سمول

جمعيت علمايي هند سمول

جمعيت علمايي هند په هندوستان کي يو مهم اسلامي مرکز ده.دغه تنظيم په ١٩١٩ کال جوړ کړى شو. دې ډلي داسي نظريه لرله چي مسلم او غير مسلم بايد د هند د خپلواكي لپاره سره يو شي.

جمعيت علمايي اسلام  سمول

جمعيت علمايي اسلام يو ديوبندي تنظيم ده. دغه تنظيم هغه وخت جوړ شو کله چي په ١٩٤٥ کال غړي يې له جمعيت علمايي هند نه جدا شول، 

مجلس احرارلاسلام سمول

مجلس احرارلاسلام چي احرار هم ورته وايي د بريتانوي هند پر مهال ديوبندي محافظه كاره سياسي ګوند وو. چي د ١٩٢٩ د ډسمبر په ٢٩ په لاهور کي تاسيس شو. چودري افضل حق، سيد عطاالله شاه بخاري، حبيب الرحمن لدهيانوي، مظهر علي اظهر، ظفر علي خان او داود غزنوي ددې تنظيم مٶسسين وو. احرار د هندي مسلمانانو څخه د خلافت غورځنګ په واسطه جوړشو. دغه ګوند له اپوزیسیون محمد علي جناح سره د خپلواک پاکستان د جوڑولو لپاره یو جاى شو. په ١٩٤٧ کي د پاکستان د خپلواکي وروسته مجلس احرار په دوو برخو وويشل شو، چي يوه يي په پاکستان او بله يي په هندوستان کي فعاليت كوي.

تبليغي ډله سمول

تبليغي ډله يوه غير سياسي دعوتي ډله ده، چي د دديوبندي خوځښت د يوې څانګي په حيث يې په فعاليت پيل وکړ.دغه ډله په تدريجي توګه له يوې کوچنۍ ډلي نه په نړيواله ډله بدله شوه چي اوس مهال د نړۍ په ١٥٠ هيوادو كي مرکزونه لري.

تړلي سياسي ډلي  سمول

  • جمعيت علمايي هند.
  • جمعيت علمايي اسلام.
  • مجلس احرار اسلام.
  • سپاه صحابه پاکستان.
  • پان-ماليزيا اسلامي ګوند.

 تړلي نظامي ډلي  سمول

لشکر جنګوي سمول

لشکر جنګوي يوه نظامي ډله ده چي په ١٩٩٦ کال جوړه شوه، دغه ډله په پاکستان هيواد کي فعاليت کوي. له کله نه چي رياض بسرا له سپاه صحابه پاکستان نه جدا شو. دغه ډله د نړيوالو لخوا د يوې تروريستي ډلي په حيث پېژندل شوي دى. زياتره په شيعه ګانو حملې کوي. 

طالبان سمول

طالبان يو په افغانستان كي يو سياسي اسلام پاله خوځښت دى. دغي ډلي له ١٩٩٦-٢٠٠٠ پوري په افغانستان كي حکومت وکړ، چي د حکومت نوم يې د افغانستان اسلامي امارت وو. دوئ په افغانستان كي د شريعت په نفاذ زيات ټينګار کاوه.د دديوبند دارالعلوم په پرلپسې توګه طالبان حمايه کړي دي، يو له هغو نه هم په ٢٠٠١ كال كي د طالبانو لخوا د بودا د مجسمو نړول وو. د طالبانو زياتره مشران له ديوبندي خوځښته متاثره وو. طالبان همدارنګه د پښتونولۍ پالونكي وو.

تحريك طالبان پاکستان يا د پاکستاني طالبانو تحريك په فدرالي قبايلي سيمو كي د مختلفو اسلام پالو ډلو يو ستر نظامي ګروپ دى. د ٢٠٠٧ ز کال د ډسمبر په مياشت كي ١٣ ډلي د بيت الله محسود تر مشري سره راټولي شوې او تحريك طالبان پاکستان يې جوړ کړ. دوئ د پاکستاني دولت په وړاندي جنګېږي 


سپاه صحابه سمول

سپاه صحابه پاکستان يوه پاکستاني نظامي ډله ده چي مخکي په پاکستان کي د يوه سياسي ګوند په حيث ثبت شوي وه. په ١٩٨٠ ز کال د حق نواز جنګوي لخوا جوړه شوه،

مهم مرکزونه سمول

هندوستان کي سمول

  • ديوبند دارالعلوم اترپردېش [هندوستان]] 
  • دارالعلوم ندوة العلماء، لکناو، هندوستان 
  • مظاهر العلوم سهارنپور، هندوستان 
  • د الباقيات صالحات مدرسه، ويلور، تامل نادو، هندوستان.
  • د كاشف الهدی مدرسه، فونامالي، هندوستان.
  • د مفتاح العلوم مدرسه، ويلور، تامل نادو، هندوستان.
  • جامعه إسلامية اشاعة العلوم، اكالكووا، مهاراشترا، هندوستان.
  • جامعة القاسم دارالعلوم الاسلامیه، بهار، هندوستان.

پاکستان سمول

  • جامعه علوم اسلاميه، کراچی، پاکستان.
  • دارالعلوم حقانيه، اكوڑہ خٹک، پاکستان.
  • دارالعلوم کراچی، کراچی، پاکستان.
  • جامعه اشرفيه، لاهور، پاکستان.
  • جامعه بدوري، کراچی، پاکستان.
  • احسان العلوم، کراچی ، پاکستان.
  • جامعة الرشيد، کراچی ، پاکستان.

بنكلديش سمول

  • الجامعة اهليه دارالعلوم معين الاسلام،چيتاګونګ، بنګلدېش.
  • جامعه اسلاميه يونسيه برامباريه، بنګلدېش.
  • جامعه رحمانيه  عربيه ډاکه، بنګلدېش.
  • جامعه قرانيه عربيه لال باغ، ډاکه، بنګلدېش.

انګلستان سمول

  • دارالعلوم الإبراهيميه الاسلاميه، چي د بري په دارالعلوم مشهور ده. په تاريخي لحاظ دا په بریتانیا کی لمرني مدرسه ده.چي په ١٩٧٥ و كال تاسيس شوه.
  • جامعة التعليم الاسلام، ديوسبري په ١٩٨١ ز كال د تبليغي جماعت له لوري تاسيس شوه.

  • جامعه علوم القرآن، ليسيستر.

سويلي افريقا سمول

  • د نيو كاسٹل دارالعلوم، نيو كاسٹل، وازولونٹل. په جنوبي افريقا کي أوله ديوبندي مدرسه، چي په ١٩٧١ كال تاسيس شوه.
  • المدرسه العربيه الاسلامیه، د محمد زكريا كاندهلوي او اشرف علي تهانوي له درسونو سره وصل ده. زياتره زده كوونكي يي له غربي هيوادو خصوصا د متحده ايالاتو او بریتانیا دي. دغه مدرسه په جنوبي افريقا کي د تبليغي جماعت د فعاليتونو مهم مركز ده.
  • دارالعلوم زكريا، زكريا پارک، ليناسيا.د محمد زكريا كاندهلوي لخوا تاسيس شوه. دغه مدرسه په جنوبي افريقا کي د تبليغي جماعت د فعاليتونو مهم مركز ده.
  • مدرسه انعاميه، کمپر تاون، وازولونٹل. 

متحده ايلات او کانادا سمول

  • دارالعلوم نيويارك، نيويارك، متحده ايالات.
  • الرشيد اسلامي انستيتيوت، اونتاریو ، کانادا.
  • دارالعلوم کانادا،اونتاریو، کانادا.
  • دارالعلوم المدنيه، بوفالو، نيويارك.

ايران سمول

  • جامعه دارالعلوم واده، زاهدان ، ايران

علما سمول

مؤسس سمول

  • محمد قاسم نانوتوي

حامیان سمول

نور ترلي علما سمول

اوسني علما سمول

  • محمد تقي عثماني
  • محمد رفيع عثماني.
  • ابراهيم ديسي
  • حاجي عبدالوهاب.
  • يوسف موتالا.
  • علامه خالد محمود.
  • طارق جميل.

دا هم وګورئ سمول