جمعيت علمايي هند

'''جمعيت علمائي هند''' (په انگریزی کیjamiat ulema_e_Hind) په ''[[''هندوستان'']]'' کي د مسلمانانو يوه مهمه ټولنه ده. په ۱۹۱۹ ز کال کي د شيخ الهند مولانا محمود الحسن، مولانا سيد حسين احمد مدني، مولانا احمد سعيد دهلوي، مفتي كفايت الله دهلوي، مفتي محمد نعیم لدهيانوي، مولانا احمد علي لاهوري، پروفیسر نورالحسن خان غزالي، مولانا بشير احمد باتا، مولانا سيد كل بادشاہ، مولانا حافظ الرحمن سيوهروي، مولانا انور شاه كشميري، مولانا عبدالحق مدني، مولانا عبدالحليم صديقي، مولانا نورالدين بيهاري او مولانا عبدالباري فيرانجي مهلي په واسطه دا ډله جوړه شوه.سید حسین احمد مدني ددې ډلي لمړنی مشر وټاکل شو چی تر ۱۹۵۷ ز کال پوری په همدې دنده پاته شو.

د بریتانوي هند د حکومت پر مهال ديوبندي خوځښت او د ديوبند سره تړلو ډلو د استعمار پر ضد مبارزه کوله او د يو متحد هندوستان غوښتونكي وو، دوئ د هندي مسلمانانو لپاره د جلا هيواد جوړولو مخالف وو. د مدني په نظر مسلمانان د متحد هندوستان يو نه بېلېدونكي برخه ده او د هندو-مسلمان يووالى د هيواد د ازادۍ لپاره مهم ده. هغه د هند ملي کانګريس سره نږدې کار کاوه. بلي ډلي د شبير احمد عثماني تر مشري لاندي د پاکستان د جوړښت لپاره مبارزه کوله، دغه ډله اوس د جمعيت علمايي اسلام په نوم يادېږي چي د پاکستان يو سياسي ګوند دى.

جمعيت يوه ټولنيزه شبکه لرله چي په ټول هند کي خپره شوي وه. او د الجامعه په نوم يې يوه اردو ژبي [[ورځپاڼه]] هم لرله. جمعيت داسي طرحه لرله چي مسلم او غير مسلم باید د خپلواکي لپاره سره یو شي. چي د دې لپاره د مسلمانانو اوهندوانو ترمنځ يو تړون وشو. چی دې ته معاھدہ وایی، چی مسلمانانو له دی معاهدی سره موافقه وکړه. يعني هر مسلمان بايد دې معاهدې ته وفادار پاته شي. دا معاهده په مدينه منوره کي د مسلمانانو او يهودو ترمنځ معاهدې ته ورته وه.

سرچينې 

سمول