اشرف علي تهانوي

اشرف علي تهانوي (1863/8/19-1943/7/4)د شيخ عبدالحق زوى د هند يو ستر عالم ،

مخينه سمول

اشرف علي تهانوي په ځواني کي خپله مور له لاسه ورکړه او د پلار په واسطه تربيه شو.د تهانوي صاحب  پلار د تهانوي او دده د ورور په ښوونه او روزنه کي زياتي ستونزي وګاللې.تهانوي د1295هجري قمرى کال د ذوالقعدي په مياشت کي د ديني زده کړو د ترلاسه کولو لپارهديوبنددار العلومته لاړ هلته د حاجي امدادالله شاګرد شو او هغه يې خپل ښوونکى او مرشد وباله پنځه کاله وروسته يعني په 1301 ه.ق کال کي د نولسو کالو په عمر فارغ شو.

تهانوي صاحب له فراغت نه وروسته،هغه په کانپور کي ديني زده کړي وکړې.په ډېرلنډ وخت هغه په تصوف کي ځانګړى مقام ترلاسه کړ .د هغه تدريس ګڼ شمېر زدكوونكي جذب کړل او د هغه څېړني او ليکني په اسلامي ښوونيزو مراکزو کي مشهوري شوې.په دغو کلو کي تهانوى صاحب مختلفو ښارو او کلو ته د خلکو د اصلاح په خاطر سفرونه وکړل،او دده له سفر وروسته به دده بيانونه چاپېدل. تر دې مهاله د ډېرو کمو علماوو بيانونه به ددوى په ژوند کي چاپېدل.په کانپور کي د اوسېدلو پر مهال يې د خلکو د اصلاح ارمان زيات شو.

په 1311ه.ق کال کي تهانه بهول ته لاړ او هلته يې د د خپل شيخ خانقاه بيا فعاله کړه. 

تصنيفات  سمول

تهانوي (رح)له 800نه زيات کتابونه او رسالې ليکلي دي چي مشهور يې تفسير بيان القران ،جنتي کالي، احياءسنن،حقيقة طريقة ،اجمال القران ...د اسلامي نړۍ دغه ستر سالار بالاخره د 83کالو دريو مياشتو او يوولسو ورځو په عمر د 1943 کال د جولاى په 20له دې نړۍ سترګي پټې کړې او د تهانه بهول په هديره کي خاورو ته وسپارل شو.

دا هم وګورئ  سمول