محمد يعقوب نانوتوي

محمد يعقوب نانوتوي (1833_1884)يو هندي اسلامي عالم وو،او په هندکي د ديوبند دار العلوم له لمړنيو ښوونکو څخه وو.

محمد يعقوب نانوتوي
د شخص معلومات
پيدايښت ١٨٣٣
نانوته، سهارنپور ولسوالي، اتراپردېش ايالت، هند[۱]
مړینه ١٨٨۴[۱] د ۵۱ کلنۍ په عمر کې په
نانوته، سهارنپور ولسوالي، اتراپردېش ايالت، هندوستان
استوګنځای ډېلي
اجمېر   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانوي هند   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک د اسلامي مدرسې ښوونکى

محمد يعقوب په 1833 زېږديز کال کي د هند د اتراپردېش ايالت د سهارنپور ولسوالي د نانوته په ښار کي وزېږېد.د هغه پلار مملوک علي په هند کي د خپل وخت له سترو عالمانو څخه وو،او د غازي الدين خان په مدرسه کي ښوونکى وو.محمد محمديعقوب زياتي اسلامي زده کړي له خپل پلار نه وکړې،په حديثو کي د هغه استادان شاه عبدالغني مجددي او احمد علي سهارنپوري وو.

مولانا خپل کار د زده کړي په څانګه کي پيل کړ،کله چي دارالعلوم ديوبند تاسيس شو نو د دارالعلوم موسس محمد قاسم نانوتوي له هغه څخه وغوښتل تر څو د لمړني غړي په حيث په دارالعلوم کي ګډون وکړي.مولانا صاحب محمد يعقوب  د دارالعلوم ديوبند لمړنى صدرمدرس(سر ښوونکى)وو،او تر وفات په همدې دنده پاته شو.د هغه زده کوونکي زياتره د دوهم نسل علماء وو لکه شيخ الهند محمود الحسن،مفتي عزيز الرحمن عثماني او اشرف علي تهانوي.

مولانا محمد يعقوب په تصوف کي د حاجي امدادالله صاحب مريد وو،او په چشتيه،نقشبنديه،قادري او سهرورديه طريقو کي يې د خلافت پګړئ تړلي.

مولانا صاحب بالاخره د کولرا د ناروغۍ له امله د 51 کلنۍ په عمر په 1884 کال کي له  دې فاني نړۍ نه  سترګي پټي کړي، او په نانوته کي خاورو ته وسپارل شو.

سرچينې  سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://www.darululoom-deoband.com/english/introulema/founders3.htm, Profile of Muhammad Yaqub Nanautawi, Retrieved 29 January 2017