بهیمراو رامجي امبېدکار

بهیمراو رامجي امبېدکار (۱۴ اپریل ۱۸۹۱ ز – ۶ دسمبر ۱۹۵۶ز) یو هندی قاضي، اقتصادپوه، سیاستوال او ټولنیز سمونوال و ، چې د دالیت بودايي خوځښت يې رامنځته کړ او د نجسو وګړیو (دالیتانو) سره د ټولنیز توپیري چلند پر وړاندې یې مبارزه وکړه. هغه په بریتانوي هند کې د وایسرای په اجرائیوي شورا کې د کار وزیر، د مؤسسینو د تسوید کمېټې مشر، د خپلواک هند لومړی د قانون او عدالت وزیر او د هند د اساسي قانون اصلي معمار بلل کېږي.

ميترېيه (۱۹۵۰–)[۱]  د (P511) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بهیمراو رامجي امبېدکار
(مراٹھی: भीमराव रामजी आंबेडकर)
(انګلیسي: Bhimrao Ramji Ambedkar)
(هندي: भीमराव रामजी आंबेडकर د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بهیمراو رامجي امبېدکار
بهیمراو رامجي امبېدکار

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Bhīvā Rāmjī Sakpāḷ)
(مراٹھی: भीवा रामजी सकपाळ د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۴ اپرېل ۱۸۹۱[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 6 ډيسمبر 1956 (65 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نوي دهلي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ناروغي   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره ممبای   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای هند (۱۸۹۱–۱۹۵۶)
د امریکا متحده ایالات (۱۹۱۳–۱۹۱۶)
لندن (۱۹۱۶–۱۹۱۷)
لندن (۱۹۲۰–۱۹۲۲)  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانوي هند (۱۸۹۱–۱۹۴۷)
هند (۱۹۴۷–۱۹۵۶)
د هند اتحاد (۱۵ اگسټ ۱۹۴۷–۲۶ جنوري ۱۹۵۰)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 178 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب بوديزم [۹][۱۰][۱۱]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د راجيه سبا غړيتوب   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۳ اپرېل ۱۹۵۲  – ۶ ډيسمبر ۱۹۵۶ 
عملي ژوند
تعلیم ممبای پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استاد جان ډېوي [۱۲]  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال [۱۳]
ليکوال
فیلسوف
خبريال
د بشري حقوقو فعال
دينپوهنه   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه مراټي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۴]
هندي
آلماني ژبه [۱۵]
سانسګریت ژبه
بنګالي ژبه
ګجراتي
کناډا ژبه
پارسي
فرانسوي [۱۲]
مراټي ژبه [۱۶]
اوردو ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه وټپوهنه
فلسفه
وګړنيز حقوق
وګړپوهنه
سياست
ټولنه
اساسي قانون
مذهب   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر گوتاما بودا [۱۷]
جان ډېوي [۱۸]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک د هند د خپلواکۍ غورځنګ   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 بهارت رتنا [۱۹]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
بهیمراو رامجي امبېدکار
بهیمراو رامجي امبېدکار

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

امبېدکار د ډېرو آثارو لرونکی یو تکړه زده کړیال(محصل) و، چې هم يې د کلمبیا پوهنتون او هم یې د لندن د اقتصاد ښوونځي پوهنتون څخه په اقتصاد کې دوکتوراوې ترلاسه کړې دي.  هغه په حقوقو، اقتصاد او سیاسي علومو کې د خپلو څېړنو له امله یو عالم ګڼل کېږي. د کاري ژوند په لومړیو کلونو کې، هغه یو اقتصاد پوه، پروفیسور او حقوقپوه(مدافع وکیل) و. وروسته هغه سیاسي فعالیتونو ته ورننوت او د هند د خپلواکۍ لپاره په کمپاین او مذاکراتو کې ښکېل و. امبېدکار ژورنالونه خپرول، د دالیتانو لپاره يې د سیاسي حقونو او ټولنیزو آزادیو د حق غوښتنه کوله او د هند د دولت په رامنځته کولو کې یې د پام وړ منډه ترړه کړې ده. په ۱۹۵۶ز کال کې، هغه بودايي دین ته واوښت چې په پایله کې يې ډېر دالیتان هم د دې مذهب پیروان شول. [۲۰][۲۱]

په ۱۹۹۰ز کال کې، د امبېدکار له مړینې څو لسیزې وروسته، هغه ته د هند تر ټولو لوړ ملکي مډال، بهارات راتنا ورکړل شو. د امبېدکار په میراث کې ګڼ یادڅلي او په ولسي کلتور کې یادونه شامل دي.

ماشومتوب او ځواني سمول

امبېدکار د ۱۸۹۱ز کال د اپریل میاشتې په ۱۴مه نېټه، د د منځنیو آیالتونو (اوسني مادهیا پردېش) د مهو په ښار او پوځي چوڼۍ کې (چې اوسنی رسمي نوم يې ډاکټر امبېدکار ناګار دی) نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د پوځي افسر او صوبه دار رامجي مالوجي ساکپال او بهیمابای ساکپال، چې د لخمن موربادکار لوره وه، څوارلسم او وروستی بچی و. د هغه کورنۍ د مرهټه قبیلې څخه وه او د ننني ماهاراشترا آیالت د راتنګیري ولسوالي په امبداوي (مانداګاد تالوکا) ښارګوټي پورې تړاو لري. امبېدکار په یوه ماهار (دالیت) طبقه کې وزېږېد، چې له دوی سره د نجسو وګړو په توګه چلند کېده او له ټولنیز او اقتصادي تبعیض سره مخامخ وو. د امبېدکار پلرونو او نیکونو له پخوا راهیسې د ختیځ هند بریتانوي کمپنۍ سره کار کاوه او پلار يې د بریتانوي هند پوځ په مهو چوڼۍ کې خدمت کړی دی. که څه هم دوی به ښوونځي ته تلل، خو د امبېدکار او نورو نجسو وګړو ماشومان به جلا ساتل کېدل او ښوونکو به يې ډېره لږه پاملرنه او یا مرسته ورسره کوله. دوی ته اجازه نه وه چې د ټولګي دننه کښېني. دوی به چې کله اوبو څښلو ته اړتیا درلوده، د لوړپوړ طبقې یو چا به دوی ته له پورته ځایه اوبه راپرېښودې، ځکه دوی ته اجازه نه وه چې پر اوبو یا د اوبو پر لوښو يې لاس ولګېږي. د ځوان امبېدکار لپاره به دا کار د ښوونځي کارګر ترسره کاوه او کله به چې کارګر نه و، نو امبېدککار به همداسې تږی پاتې شو، هغه وروسته په خپلو لیکنو کې دې حالت ته "چې کارګر نه وي، اوبه هم نشته" خطاب وکړ. هغه به د ګونۍ په یوه کڅوړه کېناست او بېرته به یې کور ته ورسره وړله. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

رامجي سېکپال په ۱۸۹۴ز کال کې تقاعد شو او دوه کاله وروسته یې کورنۍ ساتارا ته کډه شوه. د هغوی له کډه کېدو لږ وروسته، د امبېدکار مور مړه شوه. ترور(عمه ) يې د ماشومانو پالنه کوله او دوی په سخت حالت کې ژوند کاوه. د امبېدکار درې زامن – بالارام، اناندراو او بهیمارو – او دوه لوڼې – مانجولا او تولاسا – ژوندۍ پاتې شوې. د وروڼو او خویندو تر منځ یواځې امبېدکار په ازموینو کې بریالی شو او لېسه یې ولوسته. د هغه اصلي تخلص سکېپال و، خو پلار يې دی د امبېداوېکار په نامه ثبت کړ، په دې معنا چې هغه د راتناګیري په ولسوالۍ کې له خپل اصلي کلي 'امبېداو' څخه راغلی دی. د هغه دیوروکهي برهمن ښوونکی، کریشناجي کېشاو امبېدکار، د ښوونځي په اسنادو کې د بهیمراو تخلص له 'امبېداوېکار' څخه خپل وروستي نوم 'امبېدکار' ته واړاوه. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

زده کړه سمول

د لېسې دورې زده کړه سمول

په ۱۸۹۷ز کال کې د امبېدکار کورنۍ بمبیي ته کډه شوه او امبېدکار هلته لومړی نجس وګړی و چې د الفنسټن په لېسه کې داخله ورکړل شوه. په ۱۹۰۶ز کال کې، چې کله دی یواځې د ۱۵ کلونو و، د رامابای په نامه يې له یوې نهه کلنې نجلۍ سره واده وکړ. د هغه مهال له دودونو سره سم، د واده دا جوړه د مور او پلار په وسیله تنظیم شوې وه. [۳۷]

 
زده کړیال(محصل) امبېدکار

د بمبيي په پوهنتون کې زده کړه سمول

په ۱۹۰۷ ز کال کې، هغه د کانکور په ازموینه کې بریالی شو او د بمبيي پوهنتون سره نښتي الفنسټون کالج کې شامل شو. امبېدکار وايي چې:هغه د ماهار طبقې لومړنی کس و چې هلته يې زده کړه پیل کړه. کله چې هغه د انګلیسي ژبې د څلورم معیار په ازموینو کې بریالی شو، نو د سیمې خلکو يې غوښتل، جشن ورته ونیسي، ځکه د دوی په اند، هغه ډېر ستر سړی شوی و، خو امبېدکار وايي چې: دا د جشن نیولو وړ ځکه نه وه، چې د نورو ټولنو په خلکو کې دا ډول تعلیم یوه عادي خبره وه. امبېدکار ته ښه خوندور ولسي جشن ونیول شو او هلته بیا لیکوال او د کورنۍ ملګري دادا کېلوسکار هغه ته د بودا ژوندلیک کتاب ډالۍ کړ. [۳۸]

په ۱۹۱۲ز کال کې، هغه  له بمبيي پوهنتون څخه په اقتصاد او سیاسي علومو کې لېسانس ترلاسه کړ او د بارودا آیالت په حکومت کې يې د دندې ترلاسه کولو لپاره چمتو و. د هغې ښځې يې ځوانه کورنۍ له بوتلله او هغه مهال يې په کار پیل وکړ چې کله امبېدکار په چټکۍ سره په بمبيي کې د خپل ناروغ پلار لیدو ته ورستون شو، خو پلار يې د ۱۹۱۳زکال د فبرورۍ په دویمه نېټه وفات شو. [۳۹]

د کلمبیا په پوهنتون کې زده کړه سمول

په ۱۹۱۳زکال کې، امبېدکار د ۲۲ کلونو په عمر امریکا ته لاړ. هغه ته بارودا آیالت د درېیو کلونو لپاره په میاشت کې د یوولس نیمو پونډو (£11.50) په ارزښت یو بورس ورکړ، چې د درېیم ساواجیراو ګیکواد (د بارودا ګیکواد) له خوا د نیویارک ښار د کلمبیا په پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړو موکې(فرصت) د برابرولو لپاره رامنځ ته شوی و. هغه ته په لوېنګسټون هال کې د ناوال بهاتینا په نامه له یوه زردتشي سره ګډ اطاق ورکړل شو. ناوال يې بیا تر پایه انډیوال پاتې شو. هغه د ۱۹۱۵ز کال په جون میاشت کې د ماسټرۍ درجې په ازموینه کې بریالی شو او په اقتصاد او د ټولنپوهنې، تاریخ، فلسفې او وګړپېژندنې په نورو مضمونو کې زده کړې وکړې. د هغه د ماسټرۍ د تېزس سرلیک و: (د هند لرغونې سوداګري). امبېدکار د جان ډېوي او د ډموکراسی(ولسواکي) په تړاو د هغه له آثارو اغېزمن شو. [۴۰]

په ۱۹۱۶ ز کال کې، هغه خپل دویم تېزس( د هند ملي امتیاز – یوه تاریخي او تحلیلي څېړنه)، د یوې بلې ماسټرۍ لپاره بشپړ کړ. د مۍ میاشتې په نهمه نېټه، هغه د وګړپېژندونکي الکساندر ګولډن وایزر له خوا په جوړ شوي سیمینار کې خپله علمي مقاله وړاندې کړه: (په هند کې طبقې: جوړښت، پیدایښت او پراختیا). [۴۱]

د لندن د اقتصاد ښوونځي په پوهنتون کې زده کړه سمول

امبېدکار (په منځنۍ کرښه کې، له ښي اړخه لومړی) د لندن د اقتصاد ښوونځي په پوهنتون کې له خپلو استادانو او ملګرو سره (۱۷-۱۹۱۶ز)[۴۲]

د ۱۹۱۶ز کال په اکتوبر میاشت کې، امبېدکار په ګرې اینن کې د حقوقپوهانو انجمن کورس کې شامل شو او په ورته مهال يې ، د لندن د اقتصاد ښوونځي په پوهنتون کې داخله واخیسته او هلته يې د دوکټورا پر تیزس کار پیل کړ. [۴۳]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. https://books.google.com/books?id=P_lmCgAAQBAJ
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 119165473  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12126992f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Bhimrao-Ramji-Ambedkar — subject named as: Bhimrao Ramji Ambedkar — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6kf1xfz — subject named as: B. R. Ambedkar — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/ambedkar-bhimrao-ramji — subject named as: Bhimrao Ramji Ambedkar — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2515 — subject named as: Bhimrao Ambedkar — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/8390 — subject named as: Bhimrao Ramdži Ambedkar — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. Why Ambedkar chose Buddhism over Hinduism, Islam, Christianity — نشرونه لخوا د: ThePrint — د خپرولو نیټه: ۲۰ مې ۲۰۱۹
  10. Buddha Purnima: Why Ambedkar converted to Buddhism — نشرونه لخوا د: The Indian Express — د خپرولو نیټه: ۷ مې ۲۰۲۰
  11. 62 Years On, Decoding BR Ambedkar’s Conversion to Buddhism — نشرونه لخوا د: The Quint — د خپرولو نیټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۹
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ http://www.columbia.edu/itc/mealac/pritchett/00ambedkar/timeline/1910s.html
  13. پیوستون : 119165473  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/279485027
  15. https://www.loksatta.com/mumbai-news/dr-babasaheb-ambedkar-autobiography-marathi-articles-1452080/
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12126992f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. https://www.sangharakshita.org/_books/Ambedkar_and_Buddhism.pdf
  18. https://www.forwardpress.in/2017/05/john-dewey-pragmatism-communication-and-bhimrao-ambedkar/، https://www.jstor.org/stable/10.5406/pluralist.12.2.0078?seq=1، https://www.livemint.com/Opinion/VGJT8kkl9dGnqWpkgft9QM/Ambedkars-teacher.html او https://ccnmtl.columbia.edu/projects/mmt/ambedkar/web/individuals/6852.html
  19. https://web.archive.org/web/20060505044856/http://ambedkarfoundation.nic.in/html/bharat.htm او https://books.google.co.in/books?id=HkF3avvFvb4C&pg=PP11&source=gbs_selected_pages&cad=2#v=onepage&q&f=false
  20. "Archives released by LSE reveal BR Ambedkar's time as a scholar". 9 فبروري 2016. مؤرشف من الأصل في 9 فبروري 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Buswell, Robert Jr; Lopez, Donald S. Jr., المحررون (2013). Princeton Dictionary of Buddhism. Princeton, NJ: Princeton University Press. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691157863. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Buswell, Robert Jr; Lopez, Donald S. Jr., المحررون (2013). Princeton Dictionary of Buddhism. Princeton, NJ: Princeton University Press. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691157863. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Pritchett, Frances. "In the 1890s" (PHP). مؤرشف من الأصل في ۰۷ سپټمبر ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Mahar". Encyclopædia Britannica. britannica.com. 
  25. Ahuja, M. L. (2007). "Babasaheb Ambedkar". Eminent Indians : administrators and political thinkers. New Delhi: Rupa. د کتاب پاڼي 1922–1923. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8129111074. مؤرشف من الأصل في 23 دسمبر 2016. د لاسرسي‌نېټه 17 جولای 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Ambedkar, B. R. "Waiting for a Visa". Frances Pritchett, translator. Columbia.edu. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جون ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 2007-02-23 باندې). Human rights education in schools. The Hindu.
  28. "आंबडवे नाव योग्यच – खासदार अमर साबळे". 14 April 2016. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "डॉ. बाबासाहेब आंबेडकर यांचे मूळ गाव आंबवडे येथे आंतरराष्ट्रीय दर्जाचे शैक्षणिक संकुल". 18 April 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "आंबेडकर गुरुजींचं कुटुंब जपतंय सामाजिक वसा, कुटुंबानं सांभाळल्या 'त्या' आठवणी". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  31. "Bhim, Eklavya". outlookindia.com. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اگسټ ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "आपने देखा आंबेडकर का जर्जर होता स्कूल?". BBC.com. BBC Hindi. 7 November 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Adshul, Ashok (26 December 2016). "आंबेडकर गुरुजींचं कुटुंब जपतंय सामाजिक वसा, कुटुंबानं सांभाळल्या 'त्या' आठवणी". Divyamarathi.com. Divya Marathi. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Prasad, Kamta (4 July 2020). "डॉ. भीम राव आम्बेडकर को उनके गुरु कृष्ण केशव आम्बेडकर ने दिया था अपना सरनेम". LiveHindustan.com. Live Hindustan. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. S. N. Mishra (2010). Socio-economic and Political Vision of Dr. B.R. Ambedkar. Concept Publishing Company. د کتاب پاڼې 96. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8180696749. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 14 April 2017 باندې). ऐसे हुआ डॉ आंबेडकर का नाम परिवर्तन... तकनीक से सशक्तीकरण का सपना होगा साकार. NDTV
  37. Keer, Dhananjay (1971). Dr. Ambedkar: life and mission (الطبعة Third). Mumbai India: Popular Prakashan. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 81-7154-237-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Pritchett, Frances. "In the 1890s" (PHP). مؤرشف من الأصل في ۰۷ سپټمبر ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Pritchett, Frances. "In the 1910s" (PHP). مؤرشف من الأصل في 23 نومبر 2011. د لاسرسي‌نېټه 5 جنوري 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Ambedkar teacher". 31 مارچ 2016. مؤرشف من الأصل في 3 اپریل 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Bhimrao Ambedkar". columbia.edu. مؤرشف من الأصل في 10 فبروري 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Rescuing Ambedkar from pure Dalitism: He would've been India's best Prime Minister". مؤرشف من الأصل في ۰۶ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Kshīrasāgara, Rāmacandra (1994). Dalit Movement in India and Its Leaders, 1857–1956. M.D. Publications Pvt. Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8185880433. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۶ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)