د بشر حقونه د انسانانو د چلند د ځانګرو معیارونو لپاره اخلاقي اصول او قواعد دي، چې په ملي او نړيوالو قوانینو کې په منظم ډول ساتل کېږي.  دا په عام ډول هغه مسلم او اساسي حقوق دي چې یو وګړی په ذاتي ډول له بشري اړخه د هغه مستحق ګڼل کېږي او هغه حقوق دي چې په ټولو انسانانو کې د سن، قوم، نسب، ځای، ژبې، دين، قبیلې او يا کوم بل حالت له په پام کې  نیولو څخه پرته په ذاتي ډول شته دي. دا حقونه په هرځای اوهر وخت کې د نړيوال مفهوم په معنا سره د پلی کېدو وړ او د برابرۍ له مخې د ټولو لپاره مساوي دي. دا حقونه خواخوږي او په مساوی ډول پلي کېدو ته  اړتيا لري او دا حقوق وګړي دې ته اړباسي، چې د نورو وګړو انساني حقوقو ته درناوی وکړي او دا حقونه بايد هېڅکله ونه ځنډول شي، مګر د يوه ځانګړی قانوني اړین بهیر او حالت په پايله کې. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

بشري حقوق په پراخ ډول سره په نړيوال قانون،  نړيوالو او سيمه یيزو بنسټونو کې اغېزمن اصول دي. د حکومتي او ناحکومتي بنسټونو کړنې، په نړيواله کچه د عامه پاليسي بنسټ تشکيلوی. د بشر د حقوقو نظريه د دې غوښتنه کوی چې، که د سولې په وخت کې د نړیوالې ټولنې عمومي لیدلوری، په عمومي اخلاقی ژبه را څرګند شي، دا د بشري حقوقو ژبه ده. هغه ادعا چې د بشري حقوقو اصول يي کوي، دا ده چې په پراخه کچه تر نن ورځې پورې د بشري حقونو د محتوا، فطرت او دلایلو په اړه د پام وړ شکونه او بحثونه دوام لري. د حق د کلیمې په کره معنا بحث، تر اوسه ناحله موضوع ده او په همېشنۍ توګه، د فلسفي بحث سرټکی دی، خو په کوم څه چې اتفاق دی، هغه داده چې، د حق کلیمه په پراخ ډول ډېر حقوق په خپله احاطه کې رانغاړي، لکه عادلانه محکمې ته د لاس رسي حق، د غلامۍ پر وړاندی د ساتنې حق، د نسل وژنې مخنيوی، د بيان آزادی او ښوونی او روزنی ته د لاسرسي حق، خو بیا هم په دې ځای کې اختلاف شته، چې له دې ډلې کوم ځانګړي حقوق، بايد د بشري حقونو په عمومي چوکاټ کې شامل شي. ځیني مفکرين دا وړانديز کوي چې، د بشر حقوق لږترلږه باید تر دې بریده وي چې په بدو حالاتو کې له تېري او سرغړونې څخه مخنيوي وکړی، په داسی حال کې چې ځینې نور بيا دې ته د يوه اوچت او لوړ معيار په سترګه ګوري.[۷][۸][۹][۱۰]

ډېرو بنسټيزو نظرياتو، چې د بشر حقوقو خوځښت ته يي د پرمختګ روحیه ورکړه، له دویمی نړيوالی جګړی او د هلوکاست د عامه وژنې وروستي پېښي دي، چې په پاريس کې په ۱۹۴۸ز کال کی د ملګرو ملتونو په عمومی غونډه کې، د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلاميې د خپرېدو لامل شو. پخوانیو وګړو د نن عصر وګړو په څېر، د نړيوالو بشري حقوقو پوهه نه درلوده. د بشر دحقوقو ریښتينې مخکښه نظریه، د طبیعي حقوقو نظريه وه، چې د منځنیو پېړیو د طبیعي قانون د دود  د یوې برخی په څېر راڅرګنده شوه ، چې د اروپا د روښانتيا په دوران کې د فيلسوفانو، لکه جان لاک، فرنسس هاچسن او جن جاکويس بلورماکيو له خوا د امريکا د انقلاب او د فرانسې په انقلاب کې وځلېده. له دی ځايه د بشر د عصري حقوقو بحثونه پيل او د ۲۰ می پېړۍ تر نيمايي پوری ورسېدل، په احتمالي ډول د غلامۍ، شنکجې، ټول وژنی او جنګی جرمونو په مقابل یو غبرګون و چې دا درک شوه چې انسان په ذاتي دول زیان منونکی دی او دا د یوې ممکنې خوندې ټولنې لپاره د یو شرط په توګه را منځته شول. [۱۱][۱۲]

تاريخ                                                                                   

پخوانیو وګړو، د نن عصر وګړو په څېر، د نړيوالو بشري حقوقو پوهه نه درلوده. د بشر دحقوقو رېښتينې مخکښه نظریه، د طبیعي حقوقو نظريه وه، چې د منځنیو پېړیو د طبیعي قانون د دود  د یوې برخی په څېر را څرګنده شوه، چې د اروپا د روښانتيا په دوران کې وځلېده. له دی ځايه د انسان د عصري حقوقو بحثونه پيل او د ۲۰ مې پېړۍ تر نيمايي پوری ورسېدل. [۱۱][۱۲]

د ۱۷ مې پېړۍ انګليس فیلسوف جان لاک د طبیعي (ذاتي) حقوق په خپل کار کې تر بحث لاندې راوړل او هغه حقوق يي ژوند، خپلواکي او ملکيت د حقوقو په توګه په ګوته کړل او په دی اړه يي بحث وکړ چې اساسي حقوق نه شي کېدای چې په تولنيز تړون کې پرېښودل شي. په ۱۶۸۶ز کال کې د انګلستان د حقوقو قانون او د سکاټلنډ د حقوقو تړون هر يو د خپلو حکومتونو ظالمانه کړنې نا قانوني وګڼلې.

د ۱۸ پېړۍ په دوران کې دوه لوی انقلابونه رامنځته شول، چې يو په ۱۷۷۶ ز کال کې په متحده ايالاتو کې او بل په ۱۷۸۹ ز کال کې په فرانسه کې وو، چې دغه انقلابونه، په ترتیب سره د متحده ايالاتو د خپلواکۍ اعلامیې او د فرانسی د فرد او اتباعو د حقوقو د اعلامیې لامل شول، چې دی دواړو اعلامیو دبشر ځانګړو حقوق را منځته کړل.

سربېره پر دی، د ويرجينيا د حقوقو اعلاميي په ۱۷۷۶ ز کال کې ځينی اساسي مدني حقوق او مدنی آزادۍ په قانون کی شاملي کړل.[۱۳]

موږ پردی حقايقو چې بايد څرګند او ښکاره وي باور لرو، چې ټول وګړي په مساوی ډول سره پيدا شوي او دوی ته د خپل خالق له لوري ځینې داسی ثابت (مسلم) حقوق ورکړل شوي، چې د هغوی په بنسټ د ژوند، خپلواکي او د خوشحالي لاسته راوړل دی — د ۱۷۷۶ز کال د متحده ايالاتو د خپلواکۍ اعلاميه                 

له 1800 څخه تر لومړۍ نړیوالې جګړې پورې

فيلسوفانو، لکه توماس پن، جان ستوارت ميل او هيګل دې موضوع ته د ۱۸مې او ۱۹مې پېړیو په دوران کې، د عمومیت په بنسټ پراخیتا ورکړه.

په  ۱۸۳۱ز کال کې ويليم لايد ګريسن، يوې ورځپانی ته چي د ليبرېتر یا آزاد کوونکی په نوم يادېده، يوه ليکنه وکړه چې هڅه یې کړې وه، چې د خپلو لوستونکو لپاره د بشرحقوقو د لویو لاملونو نوملړ ولیکي، په دې سره د بشر دحقوقو اصطلاح ښایي د پن د (وګړي حقوق) د لیکنې او د ګريسن د لیکنو تر منځ کلونو کې منځ ته راغله. [۱۴]

په ۱۸۹۴ ز کال کې معاصر هنري ډیويډ توريو په خپله مقاله کې د بشر دحقوقو په اړه (د مدنی نافرمانی په ماموریت کې) ترنامه لاندې لیکنه وکړه، چې دا په راتلونکو انساني او مدني حقوقو او مفکرينو باندی اغېزناکه لیکنه وه. په متحده ايالاتو کې د  سترې محکمی قاضی ډيويد ډاویس  په ۱۸۶۷ ز کال کې په خپله نظريه کې د اکس پارت ماليګن په اړه وليکل چې: د قانون په رڼا کې، د انسان حقوق خوندی دي، نه دا چې هغه د شراچوونکو واکمنانو په ترحم یا د قهرېدلو وګړو په غوغا کی وي.  [۱۵]

ډېرو ډلګيو او خوځښتونو، د ۲۰ پېړی په دوره کې هڅه وکړه، چې د بشر د حقوقو ترنامه لاندې د ټولنيزو بدلونونو په اړه ژوربدلونونه رامنځته کړي. په لویديځه اروپا او شمالی امريکا کې کارګرو ټولنو داسې قوانین رامنځته کړل، چې په هغو کې یې کارګرو ته د اعتصاب کولو حق، د لږ کار شرایطو برابرولو او د ماشومانو د کار منع کول شامل وو.  

د ښځو د حقوقو دخوځښت ټولنه، په دی باندی وتوانيدله، چې د ډېرو ښځو لپاره د رايې کارولو حق لاسته راوړي.

په ډېری هېوادونو کې آزادي غوښتونکي خوځښتونه، په دی باندې بريالي شول چې استعماري قدرتونه له منځه يوسی.

يو له ډېرو اغېزمنو خوخښتونو څخه، د مهماتا ګاندی تر مشری لاندی د هند د خپلواکۍ غورځنګ و. د نژادي او دیني لږه کيو خوځښتونه، له ډېری مودی څخه د نړۍ په ډېرو ځايونو کې په دی باندی بريالی شول، چې د هغو له ډلی څخه د مدنی حقوقو خوځښت او د ښځو او لږه کيو په استازيتوب، په متحده ايالاتو کې د سیاسي هویت نور وروستي خوځښتونه شامل دي.    

د سره صلیب نړيوالې ټولنې بنسټ، په ۱۸۶۴ز کال کی، د آزادۍ قانون او  ۱۸۶۴ز کال د جينيوا کنواسيون د نړيوال بشري قانون لومړی بنسټ کېښود، چې  د دوو نړيوالو جنګونو په تعقيب سره يې لا زيات پرمختګ وکړ.

سرچینې

  1. James Nickel, with assistance from Thomas Pogge, M.B.E. Smith, and Leif Wenar, 13 December 2013, Stanford Encyclopedia of Philosophy, Human Rights. Retrieved 14 August 2014
  2. کينډۍ:Harvard citation no brackets
  3. The United Nations, Office of the High Commissioner of Human Rights, What are human rights?. Retrieved 14 August 2014
  4. کينډۍ:Harvard citation no brackets"Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر مارچ 28, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه نومبر 8, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  5. Burns H. Weston, 20 March 2014, Encyclopædia Britannica, human rights. Retrieved 14 August 2014
  6. Gary J. Bass (book reviewer), Samuel Moyn (author of book being reviewed), 20 October 2010, The New Republic, The Old New Thing. Retrieved 14 August 2014
  7. کينډۍ:Harvard citation no brackets
  8. کينډۍ:Harvard citation no brackets
  9. Macmillan Dictionary, human rights – definition. Retrieved 14 August 2014, "the rights that everyone should have in a society, including the right to express opinions about the government or to have protection from harm"
  10. International technical guidance on sexuality education: an evidence-informed approach (PDF). Paris: UNESCO. 2018. د کتاب پاڼې 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9231002595. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ کينډۍ:Harvard citation no brackets
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ کينډۍ:Harvard citation no brackets
  13. "Britain's unwritten constitution". British Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۵. The key landmark is the Bill of Rights (1689), which established the supremacy of Parliament over the Crown ... providing for the regular meeting of Parliament, free elections to the Commons, free speech in parliamentary debates, and some basic human rights, most famously freedom from 'cruel or unusual punishment. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Mayer (2000) p. 110
  15. "Ex Parte Milligan, 71 U.S. 2, 119. (full text)" (PDF). December 1866. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)