اوونۍ
د سپوږميز کال د مياشتې څلورمه برخه چې اووه ورځې کيږي.
اوونۍ چې له اوو ورځو ونۍ، يونۍ، دوه نۍ، درې نۍ، څلرنۍ، پنځه نۍ او جمعه څخه جوړه ده هغه وېش دی چې له لرغونې زمانې پرې مياشتې او کلونه وېشل شوي دي په پاړسي ژبه کې (هفته) په کالښود کې د مهال هغه برخه ده چې له اوو ورځو جوړه وي. دا د کالښود يوازنۍ برخه ده چې طبيعي بنسټ لري. شواروز د ځمکې پر چوليځ (محور) د هغې يوې بشپړې څرخېدنې وخت ته وايي، يانې چې بنسټ يې پر پنځ (طبيعت) ولاړ دی. کال د لمر پر شاوخوا باندې د ځمکې يوه وار بشپړ څرخېدلو وخت دی چې بنسټ يې پر يوه طبيعي پېښه باندې تکیه لري. خو اوونۍ داسې نه ده. په بېلابېلو اديانو کې د اوونۍ د ورځو لپاره د اووه عدد د ټاکلو لپاره ځينې توجيهات راغلي دي. خو داسې شواهد شته چې اوونۍ د ډېرو هغو لرغونو ولسو له خوا لا پېژندل شوې وه، چې په عيسويت يا نورو اديانو بيخي خبر نه ول .[۱]
د پیړۍ نمبرونه سمول
سرچینیې سمول
- ↑ د هوتک انلاین سایټ څخه/ نجومي څېړني
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ "Territory Information". www.unicode.org. د لاسرسينېټه ۰۶ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)