Scorpionida
لړمان
مملکه ژوی
بې شمزۍ ژوي
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
لاندی شاخه نوسی لرونکې ژوې
کلاس آراخنیډا
تیره لړمان

لړمان (په لاتين: Scorpionida) د آراخنیډا څخه دی چی اته پښې او زهر لرونکي نیش لري. د لمړ نیش د لکۍ پر سر باندي پروت دي. لړمان په ځانگړي ډول په شپه کی ښکار کوی او په گرمو سیمو کی ژوند کوي.

توصيف

لړمان د آراخنیډا څخه تر ټولو پخواني ژوی دي چی د سيلورين په وخت کی (۴۴۳ میلیونه کاله مخکې) یی ژوند کول. په اوس وخت کی لړمان په گرمو سيمو کی په دښته او جنگل کی ژوند کوي. نوموړي ژوي د وینو د جریان جهاز آزادي سیستم او نلي زړه لري. د عصبي سیستم یی د دوو لویو غوټو او اتو کوچنۍ غوټو څخه جوړ شوي دي. د لړم ښځينه معمولا ۲۵ ځوانکان لري چی پر خپل ملا باندي وړي. لړم په ځانگړي ډول غنې او نورو حشرې ښکاري کوي. که لړم پر کوم سړي باندې نیش ولگوي، دغه سړی د ډیر درد احساس کوي او ان په ځینو مواردو کې د لړم د زهرو له کبله مري. خو که د لړم زهر د درملو په توگه وکارول شي نو پخپله دردونه له منځه وړي. همداراز د لړم زهر د تومورونو او رگونو په درملنه کې هم کارول کیږي.

د لړمانو ډولونه