پینځه بنده صافه لکۍ لرونکی لړم

(له لېیوروس قوینقوېستریاتوس نه مخ گرځېدلی)
Leiurus quinquestriatus
پینځه بند صافه لکۍ لرونکی لړم
مملکه ژوی
شاخه بې شمزۍ ژوي
طایفه بند پښه لرونکی ژوي
ډله نوسی لرونکې ژوې
تیره لړمان (بوتهیدېان)

پینځه بند صافه لکۍ لرونکی لړم چې علمي نوم یې (Leiurus quinquestriatus) دی؛ د بوتهیدېانو د لړمانو څخه تر ټولو زهرجن لړم دی چې په شمالي آفریقا ، نږدی ختيځ او منځنۍ آسیا په صحرایي سيمو کې ژوند کوي. رنگ یې ژیړ او اوږدوالی یې ۳۰ - ۷۷ میلیمتره دی. نوموړی لړم اغېزمن عصبي زهر لري چې ماشومان او ناروغ انسانان وژلای شي. دغه زهر د څلورو پېپټیډونو توکو څخه جوړ شوي دي. د هغو توکو څخه کلوروتوکسین تر ټولو اغیزمنه ماده ده چې د ماغزو تومور د علاج لپار هم کارېدلای شي.