بند پښه لرونکې ژوې

(له بند پښه لرونکی ژوي نه مخ گرځېدلی)

بند پښه لرونکي ژوي (په لاتين: Arthropoda) د بې شمزیه ژويو څخه تر ټولو گڼ شمېر لرونکې ډله (څانگه) ده چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي او په طبیعت او اقتصاد کې هم مهم رول لوبوي. ددې ډول تر اوسه پورې ۱ میلیونه ډوله ژوې پېژندل شوي دي. د هغو ژويو بدن د کوچنیو برخو څخه جوړ شوی دی، پښې یې د بندونو په مرسته تړل شوي دي او پوستکی یې د کلک پوښ (چې باندینی اسکلټ ورته وایي) لخوا پوښ شوی دی چې د عضوي او معدني توکو څخه جوړ شوی دی. عضلې يې د داخلي او بانديني اسکلټ سره تړل شوي دي. د رگو سیسټم یې پرانیستل شوی دی او د ملا په برخه کې وجود لري. نوموړي ژوي په دوو جنسو (نارينه او ښځينه) تقسیمېږي.

How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
بند پښه لرونکی ژوي

ساينسي ډلبندۍ
سلطنت: ژوی
Phylum: بې شمیرۍ ژوي
ټولگی: بند پښه لرونکی ژوي

  

د بند پښه لرونکو ژويو تقسیم سمول

بند پښه لرونکي ژوي په څلورو مهمو ډلو تقسیمېږي:

د بدن جوړښت سمول

بند پښه لرونکي ژوي باندینی اسکلټ لري چې د کلکې کیټیني (Chitin)پوښ څخه جوړ شوی دی.او ځينې ژوي (لکه كلک څرمنې ژوې) باید څو ځله خپل اسکلت د خپل ژوند په ترڅ کې واچوي. بدني برخې د نری پوستي پردې په مرسته تړل شوي دي. بدن یې د دوو یا درېوو مهمو برخو څخه جوړېدلای شي.

  • ۱. سر (cephalon) + ټټر (thorax) + نس (abdomen)
  • ۲. cephalothorax + نس (abdomen)
  • ۳. سر (cephalon) + ټټر (thorax)