محمد ارسلان سليمي (زوکړه ۱۲۹۷ لمريز لېږدي کال، د وردگ د جغتو ولسوالۍ - مړینه د ۱۳۵۷ لمريز لېږدي كال د غويي ۶) د افغانستان يو ټولنيز، ملي شخصیت او ليکوال وو.

مخينه

محمد ارسلان سليمي د اسد خان زوی، د ۱۲۹۷ لمريز لېږدي کال (۱۹۱۸ زېږدي) د وردک ولايت د جغتو ولسوالۍ د ګلدرې (كنده كول) د سيمې د ليگي باباخېلو د كلي په يوه درنده او دينداره كورنۍ كې زيږيدلى دى. دا سیمه د گوربت د لوړو او تاريخي غرونو لويديځې خواته دريځ (موقعيت) لري. 

ارواښاد سليمي د خپل وړكتوب د دورې خواږه كلونه د خپل پلار او مور تر سيده څارنې لاندې په خپل كلي كې تير كړي دي. هغه له خپل وړكتوبه د هوښيارۍ نبوغ او له خپل كلي او ولس سره د همدردۍ او مرستې د احساس درلود. هغه له ښوونې او روزنې سره بې كچه مينه درلوده. د غريبانو او بې وزله وگړيو په اکر (حال) يې زړه سوزېده. د جهل او ناپوهۍ سرسخت مخالف او د خپل هېواد او خلكو د سوكالۍ ملاتړى او پلوی وو. نوموړي پخپله هم په يوه غريبه كورنۍ كې په داسې مهال دې نړۍ ته سترگې پرانيستې وې، چې د پوهې او علم ډيرې كمې رڼاوې پرې لگيدلې او په ټوله سيمه كې به يوازې د گوتو په شمير يو يا دوه داسې كسان ول چې د سواد له نعمته به برخمن ول. هغه مهال به كه د ساري په توگه چاته د كوم رارسيدلي ليك او يا د ځمكې د قبالې د لوستلو اړتيا پېښه شوه، نو د خپل جومات او د ليري ليري كليو د جوماتونو امامانو او يا ميرزايانو ته به يې وړل څو خپلې ستونزې هوارې او په مطلب ځان پوه كړي. همدارنگه په هغه وخت كې چې ارواښاد سليمي وړوكى وو، د هېواد په زياتره برخو كې د منظمې ښوونې او روزنې څرك ډير لږ ليدل كيده.

په كليوالو سيمو كې د منظم درسي پلان او يا پروگرام پته نه وه او نه هم د وخت د حكومتونو له خوا پيل شوى وو. له همدې كبله ارواښاد سليمي ټينگ هوډ كړى وو، چې د دې تشې د ډكولو لپاره به لاس په كار كېږي. همدغې موخې ته د رسېدو لپاره هغه لومړى پخپله او بيا د خپل كلي او ولس د وگړو له منځه د علمي او پوهو شخصيتونو په برابرولو پيل وكړ، څو وكولاى شي د سيمې په ښوونيز او روزنيز ډگر كې د مثبتو بدلونونو پيلامه وگرځي. هغه هيله من وو، چې د لوى خداى (ج) په توفيق او د خپلو مهربانو او خواخوږو موراو پلار د هلو ځلو په وسيله به وكولاى شي، چې د خپلو هيلو او آرمانونو رښتينې او واقعي ځولۍ په تن كاندي او د هغه پلوشې د هغو تورتمونو په زړه كې وويني، چې له سيمې او هيواده يې غيږه راگرځولې وه.

ارواښاد استاد سليمي د خپل وخت په حكومتونو كې لويې، له مسؤليته ډكې او دندې سرته رسولې دي. هغه د هېواد د سياسي، ټولنيزو او پوهنيزو سسيتمونو په جوړولو كې د يوه غوره او مخكښ مشر په څير رغنده ونډه اخيستې او د هېوادوالو خدمت يې په ښه توگه کړی دى. نوموړي په دې لاره كې له حاكمې كورنۍ، د حكومت له لوړپوړو چارواكو او ټولنيزو شخصيتونو سره څنگ په څنگ د يوه فعال او زړه سواند شخصيت په توگه د هېواد په ملي او نړيوالو مسئلو كې د خپل ژوند تر پايه د یوه غوره نوښتگر په توگه رول لوبولی دی.

وردکو ته د استاد سلیمي خدمتونه

د گوربت د منځني ښوونځي بنسټ ایښودونکی: محمد ارسلان سلیمي د گوربت د منځني ښوونځي بنسټ ایښوودنکی دی، چې اوسمهال لېسه ده. دا ښوونځی د لیسې پوړۍ (درجې) ته هغه مهال لوړه شوه چې د گل آغا احمدي په هلو ځلو او د کویټ عرب میشتې موسسې لجنه الدعوه الاسلامیه د تعلیمي څانگې په مالي همکارۍ د ۱۳۵۷ د غمیزې له کبله تر یوې وقفې وروسته د ۱۳۶۸ لمريز لېږدي کال د غبرگولي پر ۱۵ نېټه په وردگو، غزني او یو شمیر نورو سیمو کې د تعلیمي موسسو د فعالېدو تر څنگ د گوربت منځنى ښوونځى په لېسه بدل شو. اوسمهال خپل ښوونیز فعالیت مخته وړي، خو د نوموړې تعلیمي موسسې گرد ویاړ ارواښاد سلیمي صاحب ته منسوب دی، چې تر دې مهاله یې زرگونه زده کوونکي او سلگونه علمي څیرې افغاني ټولنې ته وړاندې کړي دي او د سیمې ټول خلک ورته د اخلاص دعاوې کوي.

- د دوردگو ولایت د نوم، تشکیل او اداري واحدونو د رامنځته کولو په اړه فعالیت.

- په پلازمېنه کابل کې د غازي محمد جان خان وردگ د واټ نوم ایښوول او له حاکمې کورنۍ سره د نوموړې مسئلې په وخت ډغرې، ناندرۍ او بالآخره مثبته پایله لاس ته راوړل.

- د وخت په حکومتي ادارو کې له وردگو څخه په سلگونو کسان شاملول او هغوی د زده کړې لوري ته تشویق کول.

- د سیمې له خلکو سره د هغوی د خپلمنځي مسایلو په اړه رغنده رول، مرسته او په سوله يیزه توگه د هغه خلاصول.

کورنۍ او مدني اکر

ارواښاد سليمي دوه وروڼه او يوه خور درلودل، چې د وروڼو نومونه يې محمد سليم سليمي او محمد جمال سليمي دى. د هغه ورور (محمد سليم سليمي) د هيواد په مختلفو ادارو كې رسمي دندې سرته رسولې دي او د خپلو دندو زيات وخت يې په هلمند ولايت كې تير كړى دى.

استاد سليمي واده كړى وو او د دريو زامنو او دريو لوڼو خاوند وو. د زامنو نومونه یې عثمان سلیمي، ګوربت سلیمي او میرویس سلیمي دی، چې اوس يې یوازې عثمان سلیمي ژوندی دی.

مړينه

ارواښاد محمد ارسلان سليمي د ۱۳۵۷ لمريز لېږدي كال د غويي مياشتې پر ۶ نېټه د ۶۱ كلونو له دۍ پاني نړۍ سترگې پټې كړې. (انا لله وانا اليه راجعون). لوى خداى (ج) دې هغه ته د فردوس جنت په نصيب كړي.

لیکلي آثار يې

ارواښاد استاد سليمي د هېواد تكړه شاعر، ليكوال، اديب، ټولنيز خدمتگار او پياوړى مشروو، چې د هېواد او خلكو لپاره يې د خپلو رسمي او غير رسمي دندو په ترڅ كې نه هيريدونكي خدمتونه سرته رسولي دي. هغه يوش مېر كتابونه هم ليکلي او د لیکوالۍ وياړ هم لري، چې د ځینو چاپ شوو آثارو نومونه یې دلته یادوو. د هغه د ناچاپو آثارو په اړه یې ځکه معلومات تر لاسه نه شول، چې د تیرې غمیزې جگړې ظالمو لمبو د هېواد د نورو علمي پانگو په څېر د ارواښاد سلیمي صاحب په کتابتون هم رحم ونه کړ او د کورنیو جگړو په ترڅ کې په بې رحمانه توگه د اور خوراک شوي دي.

چاپ شوي آثار يې

۱- په ځان باور (د ارواپوهنې په اړه)، ليکوال ډاكتر سمويل سمايلز، ژباړه، د ۱۳۱۸ لمريز لېږدی کال کابل چاپ.

۲- زما يادونه (ژباړه) مارشال شاولي خان د (يادداشت هاى من) پښتو ژباړه، د ۱۳۳۹ ل ل کال چاب.

۳- د خپلواكۍ تړونونه لومړۍ گڼه، د ۱۳۳۰ ل ل کال چاپ.

۴- د خپلواكۍ تړونونه دويمه گڼه، د ۱۳۳۱ ل ل کال چاپ.

د خپلواكۍ د تړونونو په هره يوه گڼه كې به د دود له مخې هغه كلنۍ پېښې راتللې، چې د پښتونستان له موضوع سره به يې تړاو درلود. د پښتنو او بلوڅو ډلې، سياسي فعاليتونه، مشران او سيمې به پكې معرفي كيدلې. همدارنگه په ځينو پاڼو كې به يې د پښتو ادب، هنر او نورو خواوو په اړه هم مقالې، ليكنې، شعرونه، مضمونونه او ځينې ملي ترانې هم خپريدلې.

۵- نيكبختي (ژباړه). ليکوال برتر اندرسل، د ۱۳۱۷ ل ل کال پښتو ټولنې چاپ.

۶- اخلاق (ژباړه). د افغانستان د تعليمي نصاب په اډانه كې د اووم ټولگي لپاره.

۷- د يوولسم ټولگي تاريخ.

۸- د دولسم ټولگي تاريخ.

۹- آريانا دائرة المعارف، ګډون كوونكى ليكوال په ۱۳۲۲ هجري لمريز كال ارواښاد استاد سليمي د آريانا دايرة المعارف دپښتو څانګې په غړيتوب ومانه شو او په ۱۳۲۷ هجري لمريز كال نوموړى د آريانا د دايرة المعارف د معاون په توګه په كار وګمارل شو او دهغه په ليكنه او سمونه كې يې پراخ ګډون كړى دى.

۱۰.نارنج ګل د هغه كتاب نوم دى، چې د ننګرهار د ولايت د نارنج د ګل مشاعرې ته دلومړي بين الافغاني بڼې د وركولو په وياړ د افغانستان د اكاډيمۍ د پښتو د انكشاف د رياست له خوا په كتابي بڼه د۱۳۵۰ هجري لمريز كال د وري په مياشت كې چاپ شوى او دنوموړې ټولګې ټولوونكى د يادې شوې ټولنې رئيس ارواښاد سليمي صاحب دى، چې دكتاب په سركې يې يوه وركوټې غوندې سريزه هم پرې ليكلې ده او د چاپ دچارو مهتمم يې ع، م، دردمند ښودل شوى دى. په همدې توګه د نوموړي كتاب دچاپ شمير ۲۰۰۰ ټوكه او په دولتي مطبعه كې يې دچاپ چارې سرته رسيدلې دي.

په نوموړي كتاب كې دلومړي ځل لپاره د نارنج دګل دمشاعرې په اړه تفصيلي راپورتاژ، د ارواښاد سليمي پرانستونكې يا افتتاحيه وينا، له افغانستان او پښتونستان څخه د يو سل او لسو پښتو ژبو او دري ژبو ليكوالو منظومې او منثورې ويناوې، دغونډې او ننګرهار ولايت ځينې عكسونه هم راغلي، چې ځينې يې رنګه او ځينې نور يې بيا تور او سپين دي. د مجلس وروستۍ يا اختتاميه وينا يې هم چاپ كړې ده، چې دهغه وخت د اطلاعاتو او كلتور وزارت معين محمد خالد روښان د غونډې ګډونوالو ته اورولې ده. نوموړى كتاب ۱۷۷ مخونه لري او دپوښتۍ لومړى مخ يې رنګه بڼه لري او دنارنج د ګلونو په يوه ځولۍ ښكلى شوى دى او ددې پاڼې د لوموړي سرپه كيڼ پلو كې ديوې زيړ رنګې دايرې په منځ كې په شنه رنګ د ((نارنج ګل)) عبارت ليكل شوى او د كتاب دپښتۍ په وروستي مخ كې دكنړ د چايو د فارم ديوې منظرې عكس چاپ شوى دى او تر هغه را لاندې ليكل شوي دي:

(كابل: د ۱۳۵۰ كال د وري مياشت، دولتي مطبعه ) 11نګيالى پښتون (ګډونوال ليكوال او دسمينار غړى) پورتنى عنوان دهغه كتاب نوم دى، چې دننګيالي خوشحال خان بابا(رح) دمړينې د ۲۸۶ تلين دنمانځنې په وياړ په كابل كې د بهرنيو او كورنيو ليكوالو په ګډون د ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د اسد په ۲۴ نېټه پيل او دشپږو ورځو لپاره يې دوام وموند او د پښتو ټولنې له خوا په دځينو ضميمو سره يوځاى په ۳۳۱ مخونو كې د ۲۰۰۰ ټوكو په شمېر چاپ شوى دى او ددې كتاب دچاپ معتمد ښاغلى محمد اكبر ((معتمد)) ښودل شوى او دپښتو ټولنې دخپرونو د لړۍ ۱۸۳ لمبر يې اخيستى دى. د كتاب د پښتۍ د لومړي مخ رنګ نيلي غوندې شين او دخوشحال بابا هغه مشهور عكس يې پرې چاپ كړى دى، چې جنګي يونيفورم يې په تن، جنګي خولې يې په سر او په لاس كې يې دخپل وخت يو جنګي غشى ليدل كيږي. نوموړى عكس د پاڼې په منځنۍ برخه كې راغلى، چې دهغه د پاسه يوه توره رسم شوې او بيا لږ ور پورته ليكل شوي دي ((ننګيالى پښتون)). پدې كتاب كې دخوشحال خان بابا د ۲۸۶ تلين د رارسيدلو او دهغه دشخصيت په هكله دافغانستان د پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه او صدراعظم ارواښاد محمد هاشم خان ميوندوال او دپوهنې وزير ډاكټر محمد عثمان انوري پرپيغامونو او عكسونو برسيره د ۴۰ كسانو كورنيو او بهرنيو ليكوالو او پوهانو دخوشحال خان د ژوند، شعر، كارنامو، كړنو او شخصيت په هكله ويناوې، مقالې او پيغامونه واورول، چې دهمدې كتاب په ۳۴ مخ كې د ارواښاد استاد سليمي اوږده او خوږه وينا ليكلې شوې او د نوموړي فوتو يې يوځلې په ځانګړې توګه او څوځلې د مجلس دغړو په بڼه كې ښودلى دى، چې د نوموړي سيمينار د رئيسه هيئت له غړو څخه وو او دسيمينار په دريمه غونډه كې يې خپله مقاله د ((خوشحال خان خټك او دهغه دملي مجاهدو ملګري)) تر عنوان لاندې د غونډې په دريمه برخه كې ګډونوالو ته اورولې وه، چې د ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د اسد دمياشتې په ۲۶ نيټه جوړه شوې وه. بايد وويل شي، چې په هغه وخت استاد محمد ارسلان سليمي د عدليې د وزارت اداري رئيس وو او په دې كتاب كې هغه ته دليكوال، شاعر او د سيمينار دغړي خطاب شوى او دسيمينار د نورو غړو او ميلمنو سره يوځاى يې د كتاب په زياتو عكسونو كې فوتو ګان چاپ شوي دي.

۱۲. د پښتونستان د آزادۍ جرګه خپروندويه موسسه: د مطبوعاتو مستقل رياست د پاڼو شمير: ۲۷ مخونه كچه: ۱۵*۱۹ سانتي متره د چاپ ځاى: عمومي مطبعه كابل- افغانستان موضوع: د پښتونستان د اړوندو مسئلو څيړنه

اخځونه

۱. http://shpelay.blogfa.com/post/26

۲.‎