غازي محمد جان خان وردگ

محمد جان خان وردگ

د عيسوي حساب ۱۸۷۹ كال وو په دغه كال كې د كورنيو جگړو ځپلي او استعمار ټوټې ټوټې كړي افغانستان د پايتخت كابل په عسكري منصبدارانو كې د محمدجانخان وردك په نامه د توپچي يو جنرال و چې وروسته بيا د غازي محمد جانخان په نامه مشهور شو . ده له خپل ملك او خپل ولس سره بې اندازې زياته مينه لرله.... دا وخت د غربي استعمار ښامار د هند لوz او ارت مځك له خپل ستوني نه تير كړې وو او خوله يې د گران افغانستان نغرلو ته هم را اچوله پېښور او كويټه يې ترې شكولي وو او خيبر او بولان د هضمولو په هڅه كې وو..... د افغانستان په زړه كابل كې د سرو گوره گانو فوځونو غوبل جوړ كړى وو، د ټول ملك د تباهۍ او د ټول ملت د ابدي غلامۍ او مريې توب سخت خطر وو.. پادشاه د خپلې كمزورۍ په نتيجه كې د پيرنگيانو په لاسو كښې بندي وو او د واكمنې كورنۍ د افرادو تر منځ په ملك كښې د واك او اختيار د خپلولو په غرض نه ختميدونكې جگړې روانې وې... د يوې كورنۍ د افرادو د ځانگړو او شخصي غرضونو د سركولو د پاره په ټول ملك كې د بې اتفاقيو او شخړو اور بل وو... انگريزي استعمار هم د خپلې كاميابۍ په غرض دغه اور ته ببوزى واهه او هغه د لوگي د پردې تر شا پسې را وړاندې كيده او د لوى اما كمزوري شوي افغانستان د وجود نه يې ټوټه ټوټه بيلوله او د خپلې هندي مستعمرې په پيڅكواو لمنو پورې يې ورتپله...په داسې خطر ناك وخت او دا راز تياره محيط او ماحول كې ځمونږ ځلمي جرنيل محمد جان خان وردك د خپلې مقدسې عسكري وظيفې او د خپل ډير درانه مسړليت احساس د اشتعال داسې درجې ته رسولى وو چې د قام او ولس د ډيرو ساده مغزو او مړو احساساتو لرونكي افراد يې هم په شور ورسره راوستل.... زلمي جرنيلان د هغه وخته دغه خطر ليد چې ډير پيرنگي فوځونه كابل ته نه وو را رسيدلي ، دى به ډير ځله په نيمه شپه كې په ډير اضطراب له خوبه را پاڅيد خپلو توپونو ته به ورغى اوپاكول به يې، لاسونه به يې پرې وهل او ښكلول به يې ... كله به د نيمې شپې په تپه تياره كې چې واورې به هم ورېدلې خپل توپونه به يې راويستل يوه خوا او بله خوا به يې گرزول په لوړو به يې خيژول ، غرونو ته به يې پورته كول او بيا به يې كندو او ژورو ته كوزول.. خلكو ته به دده دا شان كارونه ناآشنا او د ليونو شانته ښكاره كيدل او په مطلب به يې نه پوهېدل ... خو حقيقت دا وو، چې د جرنيل محمد جانخان زړه د خپل لوى افغان او ستر افغانستان د تكړې تكړې كيدو د خطر په رارسېدو دومره پريشانه او مضطرب شوى وو چې شپه او ورځ او غرونه او كندې يې په نظر كې يو شان ښكارېدل... دهغه سره د خپل ځان او خپلې كورنۍ غم نه وو هغه د كوم مقام او موقعيت يا دكومې رتبې او درجې د گټلو خواهش نه درلود... دهغه فكر او آرزو دومره لوړه او عالي وو چې داشيان ورته ډير سپك او حقير ښكاره كيدل ... د هغه سره د ټول ملك لوى افغان او ستر افغانستان غم وو .. هغه ته څرگنده وه چې د ملك ننگ ، شرافت او آزادي تراوسه پورې د ټول افغان د اتفاق په زور ساتل شوې او اوس هم د ټول افغان د متحدكولو زور په كار دى چې د خپل پلار نيكه ټاټوبى وساتي او افغاني پگړۍ پرې نه ږدي، چې د انگريزي استعمار د آسونو په پښو كې په مځكه پريوزي.. ځمونږ غازي جرنيل د (گوربت ) نومي غره په لمنه كې زيږيدلى او لوبيدلى وو او غوښتل يې چې د ( گوربت) يعنې (عقاب) په څېر خپل ټاټوبي او وطن د خپل گران ولس او لوى افغان آزادي وساتي. جرنيل محمد جانخان تر هغه وخته لا ځينو ساده گانو ښه نه پيژانده، چې د افغانستان ښكلى او گران مركز كابل د انگريزي فوځونو د آسونو تر پښو لاندې شوى نه وو ... په دغه وخت كې د زلمي جرنيل د صبر كنډول بېخي ډك شو ځكه چې په گران افغانستان كې استعماري فوځونو غوبل جوړ كړى وو، دده ښكلي توپونه د بابر د غونډۍ په سر كښې وو، چې ددښمن پوځونو ته نژدې وه خو دى پخپله د كابل نه لرې د ( وردگو) په منځ كې پخپله كلا كې له ملك څخه د دښمن د شړلو او خپل قام اوولس ته له هغوى څخه د نجات وركولو په فكر كې ډوب وو... د لرې او نژدې ځايونو څخه د افغاني زلميانو ډلې ډلې د جرنيل ځاى ته راغونډېدل او په دې ترتيب د استعمار نه د وطن د نجات د پاره لوى لښكر جوړ شو .... د لښكر شمير چې د شلو دېرشو زرو كسانو نه زيات شو او جرنيل ته دا يقين وشو، چې د هېواد نه ددښمن د شړلو دپاره كافي ځلميان راغونډ شوي دي نو يې ډيل ونه كړ او سم دلاسه په كابل ور روان شول... د غازيانو او استعماري فوځونو تر منځ پر له پسې او ډير خونړي جنگونه وشول خو دښمن بالاخره د جرنيل د لښكرو سيلاب ته ټينگ نه شو او داسې ماتې يې وكړه، چې بيا يې د همېشه د پاره كابل ته شا واړوله....دا وخت هرچا ته دا حقيقت پوره پوره څرگند شو، چې غازي محمد جانخان ليونى نه بلكي رښتينى هوښيار دى ځكه هغه ددې وطني جنگ په گټلو سره دا حقيقت څرگند كړ چې د ټول افغان سره يوكيدل او د يوه مقصد د پاره په يوه لاره روانېدل دومره لوى او ستر طاقت دى، چې په هر ډول مشكلاتو بريالى كيدلى شي.

ضروري يادونه

بايد وويل شي چې غازي محمد جان خان د وردگو ولايت د جغتو د ولسوالۍ د بيدموشك د كلي اوسيدونكى وو (البته هغه مهال اوسني ولايتي او سيمه ييز تشكيلات موجود نه وو). خو يوه كلا يې د جغتو د سعادت باباخيلو او كمال باباخيلو د كليو تر منځ هم شته چې ختيځ لور ته يې كاريز بهيږي او لوديز لور ته يې د غازي محمد جان خان په نوم باندې د ليسې انگړ واقع دى ، چې د افغانستان د ټولو خلكو ستر وياړ گڼل كيږي. غازي محمد جان خان د ۱۸۳۵ او ۱۸۸۰ ميلادي كلونو تر منځ ژوند كړى او د افغانستان په سياسي تاريخ كې يې غښتلى رول تر سره كړى دى. دا هغه وخت وو چې هېواد مو د انگريزي ښكيلاك د دوهم يرغل سره مخ وو چې د وردگو، غزني او پلازمينې كابل په سيمو كې غازي محمد جانخان بهرنيو يرغلگرو ته كلكې ماتې وركړې دي او په دې لاره كې يې د شهادت لوړ مقام گټلى دى.

پورتنۍ ليكنه د هيواد د ستر ليكوال، اديب او غښتلي خدمتگار ارواښاد محمد ارسلان سليمي صاحب ده چې د (ليكوالي املا و انشا) د كتاب په ۱۶۹- ۱۷۱ مخونو كې خپره شوې چې د هغه پخپلو الفاظو د جغتو په مهالنۍ كې خپريږي. البته نوموړى كتاب د هيواد وتلي ليكوال ارواښاد گل پاچا الفت صاحب ليكلى دى.