اتن

(له آتن نه مخ گرځېدلی)

اتن (په انګلیسي: Athens //ˈæθɛnz/ ATH-enz، په یوناني: Αθήνα، په لاتیني لیکدود کې: Athína [aˈθina]؛ په پخوانۍ یوناني ژبه: Ἀθῆναι، چې لاتیني یې: Athênai (جمع)[atʰɛ̂ːnai̯] کېږي) د یونان پلازمېنه ده. دا ښار د نږدې ۴ میلیونه نفوس په درلودلو سره په یونان کې تر ټولو لوی ښار، او د اروپا په اتحادیه کې اووم تر ټولو لوی ښار بلل کېږي. اتن د اتیکا په سیمه باندې تسلط لري او پلازمېنه یې ده، او د نړۍ یو له تر ټولو لویو ښارونو څخه دی، چې له ۳۴۰۰ کلونو څخه اوږد ثبت شوی تاریخ لري او د انسانانو استوګنه پکې د یولسمې او ۷مې مخزېږدې زریزې تر منځ پیل شوې ده.[۱۱][۱۲][۱۳]

اتن
Script error: The function "Lang" does not exist.
Athens montage. Clicking on an image in the picture causes the browser to load the appropriate article.Acropolis of AthensGreek ParliamentZappeion HallAthens Olympic Sports ComplexMonastirakiAerial view from Lycabettus

Map
کورډېناټونه: ۳۷°۵۹′۰۳″شمال ۲۳°۴۳′۴۱″ختیځ / 37.984166666667°شمال 23.728055555556°ختيځ / 37.984166666667; 23.728055555556   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ
د رامنځته کېدو نېټه 7 زريزه م.ز  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
نومول شوی په آتنا   ويکيډاټا کې (P138) ځانګړنې بدلې کړئ
اداري وېش
هیواد یونان
جغرافیایي سیمه مرکزي یونان = ایداري سیمه
ایداري مرکز مرکزي اتن (سیمه)
پلازمینه د:
Districts 7
حکومت
 • Mayor Giorgos Mproulias
پراخوالی
 • Municipality ۳۸٫۹۶۴ کلوميټر٢ (۱۵٫۰۴۴ میله  مربع)
 • ښاري سیمې ۴۱۲ کلوميټر٢ (۱۵۹ میله  مربع)
 • ستره ښاري سيمه ۲,۹۲۸٫۷۱۷ کلوميټر٢ (۱٬۱۳۰٫۷۸۴ میله  مربع)
لوړوالی 74 متر [۱]  ويکيډاټا کې (P2044) ځانګړنې بدلې کړئ
أعلى ارتفاع ۳۳۸ ميټره (۱٬۱۰۹ فوټ)
لږ لوړوالی ۷۰٫۱ ميټره (۲۳۰٫۰ فوټ)
نفوس شمېرنه (2012)[۳]
 • Municipality ۶۶۴,۰۴۶
 • ترتيب 1st urban, 1st metro in Greece
 • ښاري سیمه ۳,۰۹۰,۵۰۸
ښاري کثافت ۷٬۵۰۰/کلوميټر٢ (۱۹٬۰۰۰/ميله مربع)
 • ستره ښاري سيمه ۳,۷۸۱,۲۷۴[۲]
د گڼه گوڼې نوم Athenian
وروستي مالومات
وخت زون EET (ه.ن.و+2)
 • د اوړي وخت EEST (ت.ع.م +3)
رسمي ژبه يوناني ژبه   ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
Postal codes 10x xx, 11x xx, 120 xx
Telephone 21
جيو کوډ 264371[۴]  ويکيډاټا کې (P1566) ځانګړنې بدلې کړئ
موټر پلېټ Yxx, Zxx, Ixx
خورلڼې ښارونه
Patron saint Dionysius the Areopagite (3 October)
رسمي وېبپاڼه www.cityofathens.gr
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

کلاسیک اتن یو ځواکمن ښاري دولت و. دا ښار د هنرونو، زده کړې او فلسفې یو مرکز او د افلاطون د فلسفي ښوونځي او د ارسطو د ویناوو ورکولو د ځای (Lyceum) لپاره کور و. دا ښار تر ډېره د اروپا په لویې وچې- په ځانګړې توګه په لرغوني روم باندې د کلتوري او سیاسي اغېزې له کبله په پراخې کچې سره د لوېدیځ تمدن زانګو او د دېموکراسۍ ټاټوبی بلل کېږي. په معاصره دوره کې، اتن یو لوی نړیوال ګڼ مېشته ښار دی او په یونان کې د اقتصادي، مالي، صنعتي، د بېړۍ چلونې، سیاسي او کلتوري ژوندانه لپاره په مرکزیت کې ځای لري. په ۲۰۲۱ز کال کې، د اتن ښاري ساحې له درۍ نیم میلیونو څخه ډېرو وګړو ته ځای ورکړی و، کوم چې د یونان د ټول نفوس ٪۳۵ جوړوي. دا ښار همداراز د هر کال زیات شمېر خلکو په ورتګ سره ځان ته د سیلانیانو راکښونکی ځای ګڼل کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

اتن د نړیوالتوب او د نړۍ د ښارونو د شبکې په نامه ادارې د درجه بندۍ پر بنسټ یو د بېټا کټګورۍ نړیوال ښار بلل کېږي، او په سوېل ختیځه اروپا کې یو له تر ټولو لویو اقتصادي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. دا ښار همدارنګه د یو لوی مالي سکتور درلودونکی دی، او د پيراووس په نامه بندر یې په اروپا کې تر ټولو لوی او په نړۍ کې دریم تر ټولو لوی مسافرتي بندر دی.

د اتن ښاروالي( همدارنګه د اتن ښار) چې په حقیقت کې د ښار یو کوچینی واحد تشکیلوي، په ۲۰۱۱ز کال کې یې په خپلو رسمي حدودو کې  ۶۶۴۰۴۶ نفوس درلود او مساحت یې ۳۸.۶۹ کیلومتره مربع (۱۵.۰۴مایل مربع) و. د اتن ښاري ساحه یا لوی اتن د ښاروالۍ له خوا ورته له ځانګړو شوو اداري حدودو څخه بهر ته غځېدلې، چې نفوس یې په ۲۰۱۱ز کال کې په ۴۱۲ کیلومتر مربع (۱۵۹ مایل مربع) مساحت کې ۳۰۹۰۵۰۸ وګړي وو. اتن همدارنګه د اروپایي اصلي خاورې تر ټولو جنوبي پلازمېنه او په اروپا کې تر ټولو د تود اقلیم لرونکی لوی ښار دی. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په دې ښار کې د کلاسیکې دورې میراث لا هم تر سترګو کېږي، چې لرغوني آبدات، او هنري اثار یې استازولي کوي، او پارتِنون معبد یې تر ټولو مشهور او د لوېدیځ تمدنو له لومړنیو کلیدي نښو څخه شمېرل کېږي. د رومیانو او بېزانس آبدات او د عثماني خلافت یو لږ شمېر آبدات هم په دغه ښار کې خوندي ساتل شوي دي، په داسې حال کې چې تاریخي ښاري ځانګړنې یې د تاریخ په اوږدو کې د زریزو لپاره د تداوم عناصر دي. اتن د نړیۍ د یونسکو د میراث د دوو ساحو لپاره کور دی چې یوه یې د اتن اکروپولیس (Acropolis of Athens) او بله یې د منځنیو پېړیو دافني صومعه (Daphni Monastery) ده.[۳][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د معاصرې دورې نښې چې تاریخچه یې په ۱۸۳۴ز کال کې د یوناني مستقلې پلازمېنې په توګه تاسیس کېدو ته ورګرځي، هلنیک پارلمان (Hellenic Parliament) او د اتن په اصطلاح مهندسي شوي درۍ ګوني ابدات چې د یونان له ملي کتابتون، د اتن ملي او کاپودېستري پوهنتون (National and Kapodistrian University of Athens) او د اتن د فلسفې ښوونځی، شاملوي. اتن همداراز د یو شمېر موزیمونو او کلتوري بنسټونو کور دی، لکه د لرغونپوهنې ملي موزیم، چې د نړۍ په کچه د لرغونو یونانيو بقایاوو تر ټولو لویه مجموعه پکې ده، د اکروپولیس موزیم، د سیکلادیک هنر موزیم، د بیناکي موزیم، او د بیزانس او مسیحي موزیم (Byzantine and Christian Museum). اتن په ۱۸۹۶ز کال کې د معاصرې دورې د اولمپيک لوبو لومړنی کوربه ښار و، او له هغه څخه ۱۰۸ کاله وروسته یې په ۲۰۰۴ز کال کې د دوبنیو اولمپیک لوبو کوربه توب وکړ، چې په دې سره د هغو ګوتو په شمار ښارونو څخه یو شمېرل کېږي کومو چې له یو ځل څخه یې زیات د اولمپیک د لوبو کوربه توب کړی دی.[۲۷]

رېښه او نومونه یې

سمول

په لرغونې یوناني ژبه کې د دې ښار نوم  Ἀθῆναιو چې یو جمع نوم دی  (په کلاسیکه اتیک لهجه اتنای چې [atʰɛ̂ːnai̯] تلفظ کېږي). په پخوانۍ یوناني ژبه لکه هومري یوناني کې دغه نوم په خپله مفرده بڼه  Ἀθήνη رایج و. ښايي بیا وروسته خپل جمع بڼې(Ἀθῆναι)  ته اوښتی وي لکه د Θῆβαι (تبس یا تبای) او  Μυκῆναι (موکِنای) سیمي. د نړۍ رېښه ښایي له له یوناني او اندو-اروپایي منشې څخه نه وې او کېدای شي د اتیکا د ماقبل یوناني بستر له پاتې شونو څخه وي. په لرغونې زمانه کې دا د بحث وړ موضوع وه چې ایا اتن یې نوم له خپلې اربابې الهې اتِنا ( په اتیک لیک دود Ἀθηνᾶ، آتَنا په ایونیک لیکدود Ἀθήνη، آتِن، په دوریک لیک دود: Ἀθάνα، آتَنا) څخه اخیستی دی یا اتنا خپل نوم له دې ښاره اخیستی دی. اوس معاصر پوهان په عموم کې په دې سره موافق دي چې نوموړې الهې خپل نوم له دې ښار څخه اخیستی دی، ځکه د نوم پای د ځایونو په نومونو کې عام اما د اشخاصو په نومونو کې نادر دی. [۲۸][۲۹][۳۰]

د لرغونې اتنۍ بنسټګرې افسانې په روایت، اتنا چې د حکمت او جنګ معبوده وه، له پوزیدون سره یې چې د سمندرونو خدای و، په دغې بې نومه ښار باندې د واکمنۍ پر سره سیالي تر سره کړه؛ دوی دواړه په دې سره سلا شول چې هر یو یې اتنیانو ته ښه ډالۍ ورکړه، هماغه به یې واکمن ټاکل کېږي، او د اتن ټولواک ککروپس یې د پرېکړه کوونکي قاضي په توګه وټاکه. د کاذب اپولودروس له خوا د وړاندې شوې انګېرنې له مخې، پوزیدون خپله درۍ ښاخه لرونکې نېزه په ځمکه ووهله چې ورسره د مالګینو اوبو یوه چینه رابهانده شوه. د افسانې په یوه بله نسخه کې د ورګیلیوس یا ويرګیل په ګورګیس نومي شعر کې، پوزیدون یې پر ځای اتنیانو ته لومړنی اس ورکړ. په دواړو نسخو کې اتنا اتنیانو ته لومړنۍ اهلي شوې د زیتونو ونه تقدیم کړه. ککروپس نوموړې ډالۍ ومنله او اتنا یې د اتن ښار د سرپرستې الهې په توګه اعلان کړه.[۳۱][۳۲]

له ۱۷مې پېړۍ څخه راهیسې یاد ښار ته اته بېلابېلې رېښې وړاندیز شوې دي چې اوس په عمومي ډول رد شوې دي. کریستیان لوبېک دې نامه ته ἄθος  (áthos) یا  ἄνθος  (ánthos کلیمه چې معنا یې ګل کېږي، وړاندیزه کړه، تر څو اتن د ګلدار ښار په توګه وښیي. لودویګ ون دودرلین (Byzantine and Christian Museum) د θάω فعل رېښه چې د تاو (θη) اصل دی ( زبېښل) وړاندیز کړ تر څو اتن ښار د یوې حاصلخېزې سیمې په توګه وښیي. اتنیان د تاز یا چرچرک د اغوستونکو په نامه یادېدل، ځکه هغوی د طلایي چرچرک وزرونه اغوستل. د اتوکتونوس (له ځمکې راټوکېدليو) د یوې نښې په توګه رېښه هم ورته وړاندیز شوې، ځکه د اتن افسانوي موسس ارکتئوس (Erechtheus) یو له ځمکې زیږېدلی یا یو ساز غږوونکی و، ځکه چې تاز یوه ساز ایستونکې حشره ده. په کلاسیکو ادبیاتو کې، دې ښار ته د بنفش تاج ښار ویل شوی دی، چې د لومړي ځل لپاره د پیندار په ἰοστέφανοι Ἀθᾶναι (iostéphanoi Athânai) کې یا د ( τὸ κλεινὸν ἄστυ (tò kleinòn ásty یعنې شانداره ښار) په توګه مستند شوی دی.[۳۳][۳۴]

د منځنیو پېړیو په بهیر کې، د دغه ښار نوم یو ځل بیا په Ἀθήνα مفرده بڼه مختصر شو. بېلابېل نور نومونه یې د سېتاینس، ساتین او استین په شمول نمونه وو، په کومو کې چې د اضافي عبارتونو د غلطې املا لرونکي مشتقات شامل دي. د کستایل ټولواک لسم الفونسو (Alphonse X of Castile) یاد ښار ته یوه کاذبه رېښه یعنې 'هغه څوک چې له مړینې/جهل څخه مبرا دی' وړاندیز کوي[پاڼې ته اړتیا ده]. د عثمانیانو په ترکي لیک دود کې دا ښار د آتینا (چې په لاتیني تورو Ātīnā کېږي) په نوم یادېده، او په معاصره ترکي ژبه کې Atina بلل کېږي.[۳۵][۳۶][۳۷]

تاریخ

سمول

جغرافیه

سمول

سرچينې

سمول
  1. https://it-ch.topographic-map.com/map-lllrr/Atene/?zoom=19&center=37.98834%2C23.72575&popup=37.98848%2C23.72563
  2. "Eurostat – Data Explorer". appsso.eurostat.ec.europa.eu.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Απογραφή Πληθυσμού – Κατοικιών 2011. ΜΟΝΙΜΟΣ Πληθυσμός (in یوناني). Hellenic Statistical Authority. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 April 2016. بياځلي په 29 March 2017.
  4. پیوستون : 264371  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  5. https://old.kyivcity.gov.ua/files/2018/2/15/Mista-pobratymy.pdf
  6. https://kyivcity.gov.ua/kyiv_ta_miska_vlada/pro_kyiv/mista-pobratimi_z_yakimi_kiyevom_pidpisani_dokumenti_pro_poridnennya_druzhbu_spivrobitnitstvo_partnerstvo/
  7. http://mail.camara.rj.gov.br/APL/Legislativos/contlei.nsf/50ad008247b8f030032579ea0073d588/3f4147a57ed8aa3483257e8800663664?OpenDocument
  8. https://os.dc.gov/sites/default/files/dc/sites/os/publication/attachments/OS_DC_Athens_Agreement_2000.pdf — د نشر نېټه: ۱۷ نومبر ۲۰۲۲
  9. https://tbilisi.gov.ge/img/original/2018/6/12/tbilisiinfigures.pdf
  10. http://www.aatccusco.com/ciudades_hermanas.php
  11. Wells, John C. (1990). "Athens". Longman pronunciation dictionary. Harlow, England: Longman. p. 48. ISBN 0-582-05383-8.
  12. Vinie Daily, Athens, the city in your pocket, pp 6
  13. "v4.ethnos.gr – Οι πρώτοι… Αθηναίοι". Ethnos.gr. July 2011. خوندي شوی له the original on 21 July 2011. بياځلي په 26 October 2018.
  14. "Contents and Principles of the Programme of Unification of the Archaeological Sites of Athens". Hellenic Ministry of Culture. yppo.gr. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 August 2016. بياځلي په 31 December 2009.
  15. CNN & Associated Press (16 January 1997). "Greece uncovers 'holy grail' of Greek archeology". CNN. خوندي شوی له the original on 6 December 2007. بياځلي په 28 March 2007.
  16. "Athens". خوندي شوی له اصلي څخه په 6 January 2009. بياځلي په 31 December 2008. Ancient Greek Athenai, historic city and capital of Greece. Many of classical civilization's intellectual and artistic ideas originated there, and the city is generally considered to be the birthplace of Western civilization
  17. BBC History on Greek Democracy Archived 19 December 2019 at the Wayback Machine. – Accessed on 26 January 2007
  18. Encarta Ancient Greece from the Internet Archive– Retrieved on 28 February 2012. Archived 31 October 2009.
  19. "The World According to GaWC 2020". GaWC – Research Network. Globalization and World Cities. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 August 2020. بياځلي په 31 August 2020.
  20. "Port of the month: Piraeus Port Authority". European Sea Ports Organisation V.Z.W./A.S.B.L. (ESPO). 30 April 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 July 2015. بياځلي په 4 May 2015. The Port of Piraeus is a port of large sizes. It is the largest passenger port and one of the largest commercial ports in Europe.
  21. Qihao Weng (23 May 2014). Global Urban Monitoring and Assessment through Earth Observation. CRC Press. p. 259. ISBN 978-1-4665-6450-3. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 October 2015. بياځلي په 19 October 2015. Piraeus port, the chief port in Greece and the largest passenger port in Europe,
  22. "ANEK Lines – Piraeus". ANEK Lines. خوندي شوی له the original on 3 December 2008. بياځلي په 27 December 2008.
  23. "Population & housing census 2001 (incl. area and average elevation)" (PDF) (in یوناني). National Statistical Service of Greece. خوندي شوی له the original (PDF) on 21 September 2015.
  24. "Characteristics". Hellenic Interior Ministry. ypes.gr. خوندي شوی له the original on 4 January 2007. بياځلي په 6 January 2007.
  25. Monthly Statistical Bulletin of Greece, December 2012. ELSTAT. 2012. p. 64.
  26. "ΕΛΣΤΑΤ Απογραφη 2011" (PDF). statistics.gr. خوندي شوی له the original (PDF) on 11 October 2011. بياځلي په 22 August 2011.
  27. CNN & Sports Illustrated (5 September 1997). "Sentiment a factor as Athens gets 2004 Olympics". sportsillustrated.cnn.com. خوندي شوی له the original on 19 May 2008. بياځلي په 28 March 2007.
  28. As for example in Od.7.80 Archived 18 April 2021 at the Wayback Machine..
  29. Beekes, Robert S. P. (2009), Etymological Dictionary of Greek, Leiden and Boston: Brill, p. 29
  30. Burkert, Walter (1985), Greek Religion, Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press, p. 139, ISBN 0-674-36281-0
  31. Kerényi, Karl (1951), The Gods of the Greeks, London, England: Thames and Hudson, p. 124, ISBN 0-500-27048-1
  32. Garland, Robert (2008). Ancient Greece: Everyday Life in the Birthplace of Western Civilization. New York: Sterling. ISBN 978-1-4549-0908-8.
  33. Great Greek Encyclopedia, vol. II, Athens 1927, p. 30.
  34. "ToposText". topostext.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 February 2021. بياځلي په 27 March 2020.
  35. Bourne, Edward G. (1887). "The Derivation of Stamboul". American Journal of Philology. 8 (1). The Johns Hopkins University Press: 78–82. doi:10.2307/287478. JSTOR 287478.
  36. 'General Storia' (Global History)
  37. Osmanlı Yer Adları, Ankara 2017, s.v. full text Archived 31 July 2020 at the Wayback Machine.