ويکيپېډيا:پازوالان

پازوالان   بيوروکراټان   روباټونه  
دا د ويکيپېډيا د پازوالانو يو سمبول دی. په دې کې د ويکيپېډيا د وېبپاڼې نښه د پاسپاس سره يوځای ښودل شوی چې د ويکيپېډيا د پازوال د پاک کارۍ واک ښکاره کوي.

پازوالان چې په ټولګړي ډول د مسؤل په نامه سره هم يادېږي د پازوال جمع حالت دی. دا د ويکيپېډيا هغه کارکوونکي دي چې د ځينو تخنيکي اوزارونو د آسانتياؤ واک ورکړ شوی او د ويکيپېډيا په سمبالښت کې خپله څرګنده ونډه لري. د ساري په توګه پازوالان کولای شي چې يو مخ د پرله پسې سمولو پر وړاندې د نورو کارکوونکو نه وژغوري، دوي د ويکيپېډيا د يوه مخ د ړنګولو واک تر څنګ يو کارکوونکي باندې د سمولو او ايډټ کولو بنديز لګولی او يا هم بنديز ليرې کولی شي. (د پازوالانو د کړنو د يو بشپړ لړليک لپاره، ويکيپېډيا:پازوالان/اوزارونه وګورئ)

د ويکيپېډيا پازوالان يو داوطلبه کارکوونکي دي چې دغه اضافي مسؤليت پر خپلو اوږو وړي او دوي د ويکيمېډيا د بنسټ کارکوونکي نه دي.

د ويکيپېډيا په لومړنيو ورځو کې هر يو ثبت شوی کارکوونکی د پازوالۍ د واک خاوند ؤ او د پرنسيپ له مخې هغوی اوس هم د دغه واک خاوندان دي. د هماغو لومړنيو ورځو نه دا خبره څرګنده ده چې پازوالان به هېڅکله د نورو کارونکو په پرتله د يوې نوې ځانګړې ډلګۍ يا د يوې ټولنې بڼه خپلوي او دوي ته به د نورو کارکوونکو يوه برخه وي. په عام ډول د ويکيپېډيا د سمبالښت او پازوالۍ دنده هر څوک سر ته رسولای شي، خو دوي به ځينې محدوده کړنې نه شي ترسره کولی کوم چې يو پازوال يې د ترسره کولو وس لري.

دا چې پازوالان د ويکيپېډيا د ټولنې تجربه کاره غړي دي، نو په همدې خاطر هغه څوک چې په ويکيپېډيا کې مرسته غواړي نو هغوی د پازوالانو سره د مالوماتو او مشورو د ترلاسه کولو لپاره خپلې اړيکې ټينګوي. او که چېرته بيا د ټولنې ګډ نظر ناڅرګنده وي، نو په داسې وخت کې پازوالان کولای شي چې د احصايې له مخې د خلکو ځينو پوښتنو او نظريو ته ځوابونه ووايي.

دا وخت پازوالان

اوسمهال پښتو ويکيپېډيا ۲ فعاله پازوالان لري.

پازوال د جوړيدو تاريخ
420bot (( خبرې اترې ۔ ونډې ۔ رښتو يادښت ۔ بندېزونه ۔ژغورنې يادښت ۔ ړنگول ۔ لیږدول )) د اپریل پر ۲همه کال ۲۰۱۷م
شاه زمان پټان (( خبرې اترې ۔ ونډې ۔ رښتو يادښت ۔ بندېزونه ۔ژغورنې يادښت ۔ ړنگول ۔ لیږدول )) د فېبرورۍ پر ۲۱ مه کال ۲۰۲۴م

نوماند پازوالان

آيا د نورو پازوالانو ضرورت شته؟

هو د نوو پازوالانو ضرورت شته، خو تر دې کچې نه چې قصابان ډېر شي او غوا مرداره شي. څنګه چې پښتو ويکيپېډيا ورځ تر بلې د ډېرو کارنانو او ډېرو ورانکارانو او ډېرو ليکنو او بېځايه اعلانونو او بېځايه ليکنو سره مخامخېږي نو د يو شمېر پازوالانو شتون به هر وخت د ليکنو په څارلو، د ورانکارانو په منع کولو، د اعلانونو او چټي ليکنو په ړنګولو کې به ګټور وي. خو د پازوالانو په ټاکنه کې بايد له ځيرتوب او دقت څخه کار واخيستل شي.

ولې؟

ځکه چې د کارنانو او د ليکنو په ډېرېدلو سره يو کس او يا يو څو محدوده کسان نه شي کولی چې وخت په وخت د ليکنو په څارنو، د ورانکارانو په بنديز لګولو، د اعلانونو او چټي او بې مانا مېنځپانګې په ړنګولو کې اغېزمن کارونه تر سره کړي. نو په همدې خاطر د ګڼ شمېر پازوالانو ضرورت او اړتيا شته.

څوک بايد وي؟

هر هغه چا کې چې دا لانديني خاصيتونه موجود وي:

  1. انسان وي.
  2. پښتون وي.
  3. له هر ډول مذهبي، سياسي آيډيولوژيکي (ايزمونو) افکارو څخه پاک وي.
  4. د پښتو ژبې وده او پرمختګ يې مرام وي.
  5. په هر ډګر کې د پښتو ژبې او پښتنو په دفاع کې ولاړ وي.
  6. قاطع او پرېکنده نظر ولري.
  7. د رهبرۍ او لارښوونې وړتيا ولري.
  8. د نورو سره همکارۍ او مرستې ته ژمن وي.
  9. د يوې او کره پښتو معياري ژبې د پرمختګ لپاره کار ته تيار وي.
  10. پښتو ژبه يې سمه زده وي او ګړدودونه او سيمه پالنې و نه کړي.
  11. د ډېرو رايو د ګټلو سره دې وټاکل شي

د کوم معيار له مخې بايد وټاکل شي؟

د پازوالانو په ټاکلو کې لاندې معيارونه بايد په پام کې ونيول شي.

  1. هر هغه کارن چې له ۲۰۰۰ څخه ډېرې سمونې ترسره کړې وي کولی شي چې ځان پازوالۍ ته ونوموي.
  2. يو پازوال بايد پښتون او په کره پښتو ليکنه بلد وي.
  3. يو پازوال بايد د نورو د ستونزو په حل کولو کې مرستيال وي.
  4. يو پازوال بايد د ګړدود له مخې پښتو و نه ليکي او تل بايد هڅه وکړي چې پښتو معياري ژبه وکاروي.
  5. يو پازوال بايد د اوردو ځپلې پښتو توري لکه ے، ڑ، ڈ او ں او همداراز د اوردو ژبې ليکنښې لکه د ټکي (.) پر ځای (-) و نه کاروي.
  6. يو پازوال بايد د کينډيو په جوړولو کې مهارت ولري.
  7. يو پازوال بايد د ويکيپېډيا په بڼه د ليکنو په اړولو کې مهارت ولري. ويکيپېډيا د ليکنو په ليکلو کې يوه بې پرې ژبه کاروي، د خلکو صفتونه، د خلکو بدګڼې نه ليکي. د مذهبونو په ستاينه او بد وييلو کې بې پرېوالی ساتي، د سياست په ډګر کې تر ډېره د حقيقت پر بنسټ ليکنه خپروي، د سمو او منل شوو اخځونو يادول اړين بولي.
  8. يو پازوال بايد د انګرېزي ويکيپېډيا څخه د ساينسي مضامينو د ژباړلې مهارت ولري.
  9. يو پازوال بايد د افغانستان او د سيمې تاريخ د نورو ويکيپېډياګانو د ليدلوري له مخې بيان نه کړي.
  10. يو پازوال بايد نور کارنان دې ته اړ باسي چې بې پرېوالی ا نيوتراليتي په پام کې ونيسي.
  11. يو پازوال بايد د کارنانو تر مېنځ خپلمنځي شخړو کې منځګړتوب او جوړجاړی راولي.
  12. يو پازوال بايد د ورانکارانو په بنديز لګولو کې قاطع وي، خو د هر بنديز له مخې بايد اخطاريه ورکړل شي.
  13. يو پازوال بايد د چټي ليکنو، د اعلانونو، د هغو کسانو چې په يوه کرښه کې ځان راپېژني او خپل ټيليفون شمېرې خپروي، او هر هغه څوک چې د علمي چوکاټ څخه دباندې پورنوګرافي (بربنډ عکسونو، بربنډو خبرو او هر هغه کړنو چې نورو ته ضرر رسوي) خپروي د هغوی په پېژندلو او بنديز لګولو او د مخونو په ړنګولو کې له چا څخه سلا مشوره وا نه خلي.
  14. د پازوالانو په ټاکنه کې بايد له ځيرتوب او دقت څخه کار واخيستل شي. پازوالان بايد ټول د يو کارن په بنديز لګولو کې، د يوې ليکنې په ړنګولو کې، د کينډيو په ړنګولو کې او نورو سترو فيصلو کې هم نظره او هم غږي ولري. هر هغه پازوال چې د اکثريتو پازوالانو او نورو قوانينو څخه سرغړونه کوي لومړی بايد له عواقبو خبر شي که بيا يې هم سرغړونه وکړه نو بايد په پازوال هم بنديز ولګېږي. هېڅ يو پازوال بايد د نورو پازوالانو د سلا او مشورې پرته د يو کارن پلوي و نه کړي.

ملاتړ او دلايل

مخالفت او دلايل

د نوماند پازوال بايد کومې لاسته راوړنې ولري؟

  1. هر هغه کارن چې له ۲۰۰۰ څخه ډېرې سمونې ترسره کړې وي کولی شي چې ځان پازوالۍ ته ونوموي.
  2. نوماند پازوال بايد د کينډيو په جوړولو کې مهارت ولري او لږ ترلږه ۱۰ کينډۍ يې جوړې کړې وي.
  3. نوماند بايد د تانبو جوړولو سره بلدتيا ولري او لږ ترلږه په لسو تانبو کې يې بايد سمون راوستي وي، يا يې له سره جوړې کړې وي
  4. نوماند پازوال بايد د ويکيپېډيا په بڼه د ليکنو په اړولو کې مهارت ولري.
  5. نوماند پازوال بايد د ويکيپېډيا په تخنيکي کارونو تر ډېره بريده برلاسی وي.

ملاتړ او دلايل

مخالفت او دلايل