لارښود:سمون

ويکيپېډيا يو پوهنغونډ دی. ددې مانا دا ده چې هر څوک کولای شي چې د ويکيپېډيا پر هر مخ کې سمون وکړي. چې څوک هم څه سمون کوي هغه د ويکيپيډيا يوه برخه جوړه شي. کوم کسان چې سمون کوي هغه کسانو ته ويکيپيډين ويل کېږي. د ويکيپيډيا په يو مخ کې سمون کولو لپاره د گڼون جوړول ضروري خبره نه ده. په ويکيپيډيا کې سمون په دوه طريقو کېدای شي. لومړی دا چې VisualEditor سافټویر په وسیله سمون وشي. دا د ويکيپيډيا يو نوی نظام دی کوم چې يو کارن د خپلو غوره توبونو څخه فعالولای شي او دویم همدغه لاره ده چې اوس روانه ده چې په انگرېزۍ کې ورته ويکي مارک اپ ايډيټر ويل کېږي. په پښتو ويکيپېډيا کې سمون کول ډېر اسانه کار دی. بس لږ کوښښ غواړي د هغه څخه وروسته به تاسې په خپله ددې وړ شئ چې په مخونو کې سمون وکړئ او نوې ليکنې ورگډې کړئ. په دې مخ کې به په پښتو ويکيپيډيا کې د سمون کولو په اړه تاسې ته بنسټیز معلومات درکړ شي.

سمون څنگه کيږي؟

له ټولو لومړی چې تاسې کومه ليکنه کې سمون کول غواړئ هلته لاړشئ او بيا په پورته سر کې به تاسې ته ډېر ټيبونه ښکاري په دې کې يو ټيب د سمول په نامه دی، چې په دغه ټېب کلېک وکړئ. دا ټيب تاسې په لاندې انځور کې ليدلای شئ:

Pashto wikipedia edit button.PNG

د نښانونو مالومات

Pashto wiki edit tools.PNG
نښان لنډنوم مالومات
Vector toolbar bold B button.png زغرد په ليکنه کې دا يو ټکي يا غونډال (جمله) زغردوي (پېړوي) یې.
Vector toolbar italic I button.png رېوند دا ټکي یا جملې کږوي يا رېوند کوي یې.
Vector toolbar insert link button.png تړنه دا لېنک يا تړنه ورټومبي چې بهرنۍ تړنه وي نو د يو لیندۍ (براکېټ) [] په مېنځ کې ټکی ليکل کېږي او چې کورنۍ تړنه وي نو د دوه لیندیو (براکټونو) [[]] ترمنځ هغه ټکی ليکل کېږي د کوم تړل يا لنک کول چې تاسې غواړئ.
Vector toolbar insert image button.png دوتنه خښول د دې په لاره تاسې يو انځور يا دوتنه ورټومبلای شئ، چې په دې کلِک وکړئ نو تاسې ته به ډېر اپشن درکړل شي چې د دوتنې نوم ورکړئ۔
Vector toolbar no wiki formatting button.png نو ويکي فارمنټنگ چې تاسې دا وکاروئ نو بيا دوي ترمېنځ د ويکي ځانگړي کوډونه کار نه کوي
Vector toolbar signature button.png لاسليک هر کله چې تاسې چا ته پيغام ورکړئ نو بيا دا بټن وښایئ. ددې په لاره ستاسې لاسليک ورټومبل کېږي، خو دا لاسليک تاسې صرف د خبرو اترو او پروژو پر مخ کارولی شئ نور په ليکنو کې ددې اجازه نشته. که تاسې دا (~~~~)هم وليکئ نو هغه به په خپله ستاسې لاسليک کې بدل شي.
Vector toolbar insert new line button.png نوې کرښه ددې بټن په لاره تاسې يوه کرښه پرېږدئ او د نوې کرښې څخه ليکل پیل کوئ
Vector toolbar superscript button.png جگليک دا ځینې ليکلو بڼه (سایز) کوشنی (وړوکی) کوي او هغه بيا د پورته ليکي، لکه که موږ لومړی نوم <sup>دویم نوم</sup> وليکو نو هغه به داسې ښکاري: لومړی نوم دویم نوم


Vector toolbar subscript button.png ټيټليک دا ځینې ليکلو بڼه (سايز) کوشنی کوي او هغه بيا لږ لاندې ليکي، لکه که مونږ لومړی نوم <sub>دویم نوم</sub> وليکو نو هغه به داسې ښکاري: لومړی نوم دویم نوم
Vector toolbar small text button.png وړوکی دا ټکي کوشني ليکي لکه که زه پښتو <small>پښتو</small> وليکم نو د هغه پايله به دا وي:پښتوپښتو
Vector toolbar insert picture gallery button.png د انځورونو انځورتون دا د يو څخه زيات انځورونه ورټومبي.
Vector toolbar indentation button.png گولۍ دايره لړليک دا بېلو بېلو کرښو ته د لړليک شکل ورکوي.
Vector toolbar insert reference button.png سرچينه په دې بټن سره تاسې سرچينه ورگډولی شئ
Vector toolbar insert table button.png لښتيال په دې بټن سره تاسې لښتيال (جدول) يا ټيبل ورگډولای شئ

نوې ليکنه ورگډول

لاندې کرښې کې د نوې ليکنې نوم وليکئ او ورگډولو پر بټن کلېک وکړئ

 

نور ولولئ