ويکيپېډيا:مرستيالان

ویکیبان يا مرستيالان هغه چا ته وايي چې په لنډمهاله توګه د پازوالانو سره د مرستې لپاره ګومارل کيږي. دا چې دا يوه مهمه دنده ده، نو د مرستيالۍ غوښتونکي بايد لومړی ځان نوماند کړي او له ټولپوښتنې او رايو تر ګټولو وروسته به دا مسؤليت ورسپارل کيږي، خو هېره دې نه وي چې دا واک لنډمهالی دی، تر ټولو اوږده موده يې يو کال وي، د يو کال تر تېرېدو وروسته بايد غوښتونکی بيا غوښتنه وکړي، په دې وخت کې ويکيبنسټ د هغه پخوانۍ ونډې ته په کتو سره د راتلونکي يو کال لپاره اجازه ورکوي، که چېرته نوموړی يوه مياشت خپلې اداري چارې پرمخ يونسي، نو واک ترې اخيستل کيږي او هغه له دندې ګوښه کيږي.

د مرستيالۍ لپاره شرايط سمول

هر هغه چا کې چې دا لانديني خاصيتونه موجود وي:

  • انسان وي.
  • پښتون وي.
  • له هر ډول مذهبي، سياسي آيډيولوژيکي (ايزمونو) افکارو څخه پاک وي.
  • د پښتو ژبې وده او پرمختګ يې مرام وي.
  • په هر ډګر کې د پښتو ژبې او پښتنو په دفاع کې ولاړ وي.
  • قاطع او پرېکنده نظر ولري.
  • د رهبرۍ او لارښوونې وړتيا ولري.
  • د نورو سره همکارۍ او مرستې ته ژمن وي.
  • د يوې او کره پښتو معياري ژبې د پرمختګ لپاره کار ته تيار وي.
  • پښتو ژبه يې سمه زده وي او ګړدودونه او سيمه پالنې و نه کړي.
  • لږ تر لږه په پښتو ويکيپېډيا کې ۱۰۰ ليکنې يا ژباړې ولري.
  • لږ تر لږه په پښتو ويکيپېډيا کې ۱۰۰۰ سمونونه ولري.
  • ډېرې رايې ترلاسه کړي.

د مرستيال واکونه سمول

  • د تړل شويو مخونو سمول او پرانيستل
  • د بشپړو خوندي پاڼو سمون
  • د کارن په سمونوالۍ باندې محدوديت لګول
  • پاڼې ړنګول
  • د مخونو تاریخ ادغام
  • د مخونو د ځانګړو نسخو ړنګول او جوړول
  • د ړنګې شوې ليکنې پلټل او څېړنه کول
  • د پاڼې لېږد پرته له دې چې زاړه سرلیک ته حواله ورکړي