ویانا

(له وين نه مخ گرځېدلی)

ویانا (الماني: Wien; انگريزي Vienna) چې په جرمني کې ورته وین وايي، د اطریش هېواد پلازمینه، تر ټولو ستر ښار او یو له نهو ایالتونو څخه ګڼل کېږي. ویانا د اطریش تر ټولو زیات جمعیت لرونکی ښار دی، چې شاوخوا دوه میلیونه وګړي په کې ژوند کوي (۲.۹ میلیونه وګړي یې په میتروپولیټن سیمه کې ژوند کوي، چې د هېواد د وګړو نږدې یو پر درېیمه برخه جوړوي)، چې د دې هېواد کلتوري، اقتصادي او سیاسي مرکز دی. دا ښار په اروپايي ټولنه کې د وګړو د تناسب له مخې شپږم ستر ښار او د دونوب د سیند په ښارونو کې تر ټولو ستر ښار دی.[۸][۹][۱۰][۱۱]

ویانا
Wien
Vienna

د اتریش په نقشه کې د آیالات موقیعت
د اتریش په نقشه کې د آیالات موقیعت
د اتریش په نقشه کې د آیالات موقیعت

Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.
کورډېناټونه: ۴۸°۱۲′ شمال ۱۶°۲۱′ ختیځ / 48.200°شمال 16.350°ختيځ / 48.200; 16.350
د رامنځته کېدو نېټه 1 پيړۍ ق.م  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد اتريش
پلازمینه د:
مرکز وین
حکومت
 • ښاروال میشاییل هاپل
پراخوالی
 • پراخوالی ۴۱۴٫۸۹ کلوميټر٢ (۱۶۰٫۱۹ میله  مربع)
 • ځمکه ۳۹۵٫۵۰ کلوميټر٢ (۱۵۲٫۷۰ میله  مربع)
 • المياه ۱۹٫۳۹ کلوميټر٢ (۷٫۴۹ میله  مربع)
لوړوالی ۱۷۷۸ ميټره (۵٬۸۳۳ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۰)
 • ټولټال ۱٬۷۱۲٬۹۰۳
 • د نفوسو کثافت ۴٬۱۰۰/کلوميټر٢ (۱۱٬۰۰۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون CET (ه.ن.و۱+)
 • د اوړي وخت CEST (ت.ع.م ۲+)
پُستی کوډ 1000–1239
1400
1402
1251–1255[۱]
1300–1301[۱]
1421
1423
1500
1502–1503
1600–1601
1810
1901  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د تلفن کوډ 01  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 2761369  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 ISO 3166-2:AT
موټر پلېټ
د (P395) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
برن
براتیسلاوا (۱۹۹۹–)[۲]
بوډاپسټ (۲۰ نومبر ۱۹۹۰–)
مسکو
زګريب
کيېف (۲۶ مې ۱۹۹۲–)[۳][۴]
برنو (۱۹۹۸–)[۵][۶][۷]
بلګراډ
تل آویو
استانبول
وارسا
وادوڅ
تونس ښار  د (P190) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه کينډۍ:نښانی وب سایټ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د شلمې پېړۍ تر پیلیدو پورې، ویانا په نړۍ کې د جرمني ژبې د ویونکو تر ټولو ستر ښار و، چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د اطریش-هنګري سترواکۍ په بېلیدو سره، دې ښار دوه میلیونه وګړي درلودل. دا ښار نن ورځ له برلین وروسته په نړۍ کې د جرمني ژبې د ویونکو د شمېر له امله په دویمه درجه کې راځي. ویانا د سترو نړیوالو موسسو له هغې ډلې د ملګرو ملتونو، اوپیک او OSCE کوربه دی. دغه ښار د اطریش په ختیځه برخه کې پروت دی چې د چیک جمهوریت، سلواک او هنګري سره نږدې پوله لري. دغه سیمې په ګډه سره د اروپايي سنټراپ سرحدي سیمه کې کار کوي.  له نږدې تراتیسلاوا سره، ویانا د ۳ میلیونه وګړو میتروپولیټن سیمه تشکیلوي. په ۲۰۰۱ ز کال کې، د ښار مرکز د یونیسکو له خوا د نړیوال میراث په لړلیک کې راغی. د ۲۰۱۷ ز کال په جولای کې، بیا دا سیمه له خطر سره د مخ نړیوال میراث په لړلیک کې اضافه شوه. سربېره پر دې، ویانا د «موسیقي د ښار» په توګه پیژندل کېږي، هغه هم د دې ښار د موسیقي میراث له امله، ځکه چې زیاترو مشهورو کلاسیک موسیقي پوهانو لکه بیتووین او موزارت ویانا ته خپل کور ویلی و. ویانا ته همدا راز د «خیالونو ښار» ویل کېږي، ځکه چې دلته د نړۍ لومړني روان پیژندونکي زیګمونډ فوریډ ژوند کاوه. د ویانا اجدادي ریښې په لرغوني سیلتیک او رومي سکونت ځایونو ته ورګرځي چې د منځنیو پېړیو په یوه ښار او باروک باندې بدل شوی و. دغه ښار د خپل هغه محوري نقش له امله چې د اروپا د پرمختلونکط موسیقې د مرکز په توګه یې ادا کړی، د ویانا د کلاسیک پالنې له عصر څخه د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې پیژندل شوی دی. د ویانا تاریخي مرکز یو لړ معماري، د باروک ماڼۍ او باغونه او د نوولسمې پېړۍ په وروستو پورې اړوند Ringstraße لري چې یو شمېر ودانۍ، تاریخي ودانۍ او ستر پارکونه لري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

ویانا د خپل ژوند د کچې د لوړ کیفیت له امله هم مشهور دی. په ۲۰۰۵ ز کال کې، د نړۍ د ۱۲۷ ښارونو په یوه څېړنه کې،  د ایکانومیسټ د ذکاوت واحد (Economist Intelligence Unit) دا ښار د نړۍ په کچه د ژوند کولو لپاره تر ټولو غورو ښارونو په لومړي کتار کې راوست (چې په دویم او درېیم کتار کې وانکوور او سان فرانسیسکو ښارونه و). د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵ ز کلونو تر منځ، ویانا بیا له میلبورن نه وروسته دویم مقام خپل کړ. د مونوکل د «ژوند د کیفیت څېړنې» په ۲۰۱۵ ز کال کې ویانا د نړۍ د غوره ۲۵ ښارونو په منځ کې د «کور جوړولو او ژوند کولو» له اړخه په څلورم کتار کې راوست (چې د ۲۰۱۱ کال په پرتله شپږ درجې را پورته شو او د ۲۰۱۰ کال په پرتله بیا اته درجې را پورته شو). د ملګرو ملتونو د هبیټاټ سازمان ویانا په ۲۰۱۲ – ۲۰۱۳ کلونو کې د نړۍ تر ټولو هوسا ښار په توګه ډلبندي کړ. دا ښار په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ ز کلونو کې د کلتوري نوښتونو له امله لومړی مقام وګاټه او د ۲۰۱۴ ز کال د نوښتي ښارونو د شاخص له مخې چې ۱۶۲ شاخصونه یې د کلتور، زیربینا او بازارونو له مخې تر پوښښ لاندې لرل په نړیواله کچه (د ۲۵۶ ښارونو تر منځ په شپږم مقام باندې راغی. ویانا په منظمه توګه د ښاري پلان جوړونې د کنفرانسونو کوربه وي او زیاتره د ښاري پلان جوړونکو له خوا د موردي مطالعې په توګه کارول کېږي. د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ ز کلونو تر منځ، ویانا د نړیوالو کانګریسونو او کنوانسیونونو لپاره لومړی درجه مقصد ښار و. دا ښار هر کال څه باندې ۶.۸ میلیونه سیلانیان ځان ته را جذبوي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

ایتمولوژي

د ویانا انګریزې نوم Vienna، له ایټالیايي همنومه نوم څخه را اخیستل شوی ده. د همدې ښار د نوم ریښه پیژندنه لا تر اوسه پورې د علماو تر مناقشې لاندې ده. ځینې ادعا کوي چې دا نوم له vedunia څخه را اخیستل شوی دی چې معنی یې ده «ځنګلي بیاله»، چې له هغه وروسته دا په زړه عالي الماني ژبه کې uuenia شوی (په عصري لیکنو کې wenia)، په نوي عالي الماني ژبه کې wien او د هغه د ویلو ډول wean دی.[۲۹]

تاریخ

لرغونی تاریخ

داسې شواهد موندل شوي دي چې په ویانا کې له میلاد نه ۵۰۰ کاله وړاندې کله چې سیلتیان د دانوب شاوخوا مېشت شول، نو خلکو په پرله پسې ژوند کړی دی. له میلاد نه ۱۵ کاله وړاندې، رومیانو دغه سرحدي ښار چې دوی ورته Vindobona ویل هغه مهال له جنګي اړخه ښه مستحکم کړ تر څو وکولای شي خپله سترواکي په شمال کې د جرمني قبیلو له بریدونو خوندي وساتي.[۳۰]

له نورو سیلټي خلکو سره نږدې اړیکې په راوروستیو پېړیو کې دوام وموند. ایرلنډي راهب سنټ کولمن (یا کولومن، په ایرلنډي کې کولمن، چې له کولم «قمري مرغه» نه اخیستل شوی دی) په میلک ابي کې خښ شوی دی او سنټ فیرجیل بیا په سلزبورګ کې د څلویښتو کلونو لپاره د بایشاپ په توګه خدمت کړی دی. ایرلنډي بینډیکټانو د دولمسې پېړۍ رهباني د اوسېدو ځایونه جوړ کړل؛ د همدې پیوندونو په اړه شواهد د ویانا د سترې صومعې Schottenstift (سکاټلندي ابي) په توګه شته، چې یو مهال د زیات شمېر ایرلنډي راهبانو کور و.

په ۹۷۶ ز کال کې، د بابنبرګ لومړی لیوپولډ، د ختیځ مارچ کاونټ شو، هغه سیمه چې د باوریا په ختیځه پوله کې د دانوب سیند پر سر یې مرکز و. دا لومړنۍ ولسوالۍ د اطریش په دوک بدله شوه. د بابنبرګ هر وروستي حکمران د دانوب په لړ کې ختیځې خوا ته خپله سیمه پراخه کړه او بالاخره ویانا او نورو ختیځو سیمو ته یې لړۍ ورسېده. په ۱۱۴۵ ز کال کې، دویم هینري دوک یا سومیرګوټ د بابنبرګ د کورنۍ د اوسېدو ځای له ښکتني اطریش یعنې کلوسترنوبورګ نه ویانا ته یوړه. له هغه وخته راهیسې، ویانا د بابنبرګ د سلسلې مرکز پاتې شو.[۳۱]

په ۱۴۴۰ ز کال کې، ویانا د هابسبورګ د سلسلې مقیم ښار شو. بالاخره دا ښار له ۸۰۰ نه تر ۱۸۰۶ ز کال پورې د سپیڅلي روم د سترواکۍ ریښتینې پلازمینه شوه او په ۱۴۳۷ ز کال کې د هنر، علم، موسیقي او ښو خوړو پر یوه کلتوري مرکز بدل شو. هنګري له ۱۴۸۵ تر ۱۴۹۰ ز کلونو پورې دا ښار ونیو.

په ۱۶ او ۱۷مه پېړۍ کې، د ۱۵۲۹ ز کال او ۱۶۸۳ ز کال په جګړو کې مسیحي ځواکونو دوه ځله د عثماني سترواکۍ پوځ له ویانا بهر تم کړ. په ۱۶۷۹ ز کال کې د طاعون سترې اوبا دا ښار وران کړ او د دې ښار یو پر درېیمه برخه وګړي یې مړه کړل.[۳۲]

اطریشي سترواکي او د ۲۰مې پېړۍ لومړي کلونه

په ۱۸۰۴ ز کال کې، د ناپلیون د جګړو په درشل کې، ویانا د نوي جوړې شوې اطریشي سترواکۍ پلازمینه شوه. دغه ښار د اروپا او نړۍ په سیاستونو کې له هغې ډلې د له ۱۸۱۴تر ۱۸۱۵ کلونو پورې د ویانا د کانګریس د کوربه توب له امله ستر رول لوبولی دی. دغه ښار همداشان په ۱۸۴۸ ز کال کې د هابسبورګ د حکومت پر وړاندې ستر بغاوتونه درلودل، چې دا ټول بغاوتونه له منځه یوړل شول. په ۱۸۶۷ کال کې د اطریش-هنګري له روغې جوړې وروسته دا ښار د همدې نوې اطریش-هنګري سترواکۍ پلازمینه پاتې شوه. دغه ښار د کلاسیکي موسیقۍ د مرکز په توګه فعالیت درلود، چې کله نا کله ورته د (هایدن، موزارت/بیتووین) نومونه هم کارول کېږي.

د ۱۹مې پېړۍ د دویمې نیمايي په وروستیو کې، ویانا چې پخوا د Ringstraße د سنګرونو او یخبندان له امله مشهور و، نوې جادې په کې جوړي شوي او تاریخي ښار یې ټول پکې را نغاړلی و او یوه ستره معتبره پروژه یې عملي کړه، چې له امله یې پخوانۍ څنډې هم پکې را دننه شوي او د ویانا ښار د پام وړ وده ومونده. په ۱۹۱۸ ز کال کې، له نړیوالې لومړۍ جګړې نه وروسته، ویانا د المان-اطریش د جمهوریت پلازمینه وه او بیا په ۱۹۱۹ ز کال کې د اطریش لومړنی جمهوریت ترې رامنځته شو.

د ۱۹مې پېړۍ له وروستیو تر ۱۸۳۸ ز کال پورې، دغه ښار د لومړ کلتور او عصریتوب مرکز پاتې شو. د نړۍ د موسیقۍ د پلازمینې په توګه، ویانا په خپل ځان کې مشهور کمپوزران لکه براهمس، بروکنر، مهلر او ریچارډ سټراس وروزل. د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د دې ښار کلتوري مرستو کې لاندې موارد شاملیږي: په هنرونو کې د ویانا د بېلتون خوځښت، روان پیژندنه، د ویانا دویم ښوونځی (شوینبرګ، بیرګ، ویبرین)، د اډولف لوز معماري او د لوډویګ ویتګنسټاین فلسفه او د ویانا دایره. په ۱۹۱۳ ز کال کې اډولف هټلر، لیون تروتڅکي، جوزیف بروز ټیټو، زیګمونډ فرویډ او جوزیف سټالین ټولو د دې ښار په مرکز کې له یوه بل سره په څو کیلومتري کې ژوند کاوه، چې ځینې یې په ورته کافي شاپونو کې سره اشنایان شوي هم و. اطریشیانو به ویانا د سوسیالیستي سیاستونو مرکز باله او کله نا کله به یې ورته (سره ویانا یا Das rote Wien) هم وایه. په ۱۹۳۴ ز کال کې د اطریش په کورنۍ جګړه کې، لومړي وزیر انګلبرت ډالفوس اطریشي لښکر د سوسیالیستي ملیشو له خوا د ملکیانو او د کارل مارکس هوف په څېر کسانو د اشغال شوو کورونو، د بمبار لپاره ور ولیږل.[۳۳]

انځورونه


  1. https://www.post.at/downloads/PLZ_Verzeichnis_JAN16.xls — د نشر نېټه: ۱۱ جنوري ۲۰۱۶
  2. https://zastupitelstvo.bratislava.sk/data/att/11916.pdf
  3. https://old.kyivcity.gov.ua/files/2018/2/15/Mista-pobratymy.pdf
  4. https://kyivcity.gov.ua/kyiv_ta_miska_vlada/pro_kyiv/mista-pobratimi_z_yakimi_kiyevom_pidpisani_dokumenti_pro_poridnennya_druzhbu_spivrobitnitstvo_partnerstvo/
  5. https://www.wien.gv.at/politik/international/netzwerke/staedtekooperationen.html
  6. https://www.brno.cz/w/viden-rakousko
  7. https://en.brno.cz/w/partnership-agreements
  8. Wells, John C. (2008), Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd), Longman, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4058-8118-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Roach, Peter (2011), Cambridge English Pronouncing Dictionary (الطبعة 18th), Cambridge: Cambridge University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-15253-2 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Bevölkerung zu Jahres-/Quartalsanfang" [Population at the beginning of the year/quarter]. Statistik Austria. 2022-04-01. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Population on 1 January by broad age group, sex and metropolitan regions". Eurostat. 4 May 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Vienna after the war", The New York Times, 29 December 1918 (PDF)
  13. "Wien nun zweitgrößte deutschsprachige Stadt | touch.ots.at". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Ergebnisse Zensus 2011" (په الماني ژبه کي). Statistische Ämter des Bundes und der Länder. 31 May 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Historic Centre of Vienna". UNESCO. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Vienna – the City of Music – Vienna – Now or Never". Wien.info. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Historic Centre of Vienna". UNESCO World Heritage Centre. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. BBC Documentary – Vienna – The City of Dreams
  19. * . The world's most 'liveable' cities 2015. (په 30 August 2011 باندې). The world's most 'liveable' cities 2011. BBC News. (په 4 December 2012 باندې). What city has world's best quality of life?.
  20. Monocle. "Quality of Live Survey 2015". Monocle. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. * "Quality of Life Survey 2012". Monocle. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اگسټ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "State of the World's Cities 2012/2013". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "2thinknow Innovation Cities Global 256 Index – worldwide innovation city rankings: Innovation Cities Program". Innovation-cities.com. 2007. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "2thinknow Innovation Cities Global 256 Index – worldwide innovation city rankings: Innovation Cities Program". Innovation-cities.com. 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "2thinknow Innovation Cities Global 256 Index – worldwide innovation city rankings: Innovation Cities Program". Innovation-cities.com. 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Vienna knows how". wieninternational.at. 15 April 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Vienna is the world's number one congress destination". wieninternational.at. 1 June 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Vienna Tourist Board: Arrivals & bednights 2016". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اپرېل ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Peter Csendes: Das Werden Wiens – Die siedlungsgeschichtlichen Grundlagen, in: id. and F. Oppl (edd.): Wien – Geschichte einer Stadt von den Anfängen zur Ersten Türkenbelagerung. Böhlau, Vienna 2001, pp. 55–94, here p. 57; Peter Pleyel: Das römische Österreich. Pichler, Vienna 2002, کينډۍ:ISBN, p. 83; Martin Mosser and Karin Fischer-Ausserer (edd.): Judenplatz. Die Kasernen des römischen Legionslagers. (= Wien Archäologisch. Band 5). Museen der Stadt Wien – Stadtarchäologie, Vienna 2008, p. 11.
  30. . Vienna - History | Britannica.
  31. Lingelbach, William E. (1913). The History of Nations: Austria-Hungary. New York: P. F. Collier & Son Company. د کتاب پاڼي 91–92. ASIN B000L3E368. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Spielman, John Philip (1993). The city & the crown: Vienna and the imperial court, 1600–1740. West Lafayette, Indiana: Purdue University Press. د کتاب پاڼې 141. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-55753-021-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "1913: When Hitler, Trotsky, Tito, Freud and Stalin all lived in the same place". BBC News. 18 April 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۱۳. Freud's favourite haunt, the Cafe Landtmann, still stands on the Ring, the renowned boulevard which surrounds the city's historic Innere Stadt.
    Trotsky and Hitler frequented Cafe Central, just a few minutes' stroll away, where cakes, newspapers, chess and, above all, talk, were the patrons' passions.
    الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)