بوداپست
بوډاپسټ د هنگري د هیواد پلازمېنه او یو له سترو ښارونو څخه دی. بوډاپسټ د هیواد فرهنگي، سیاسي، سوداگریز، صنعتي او د لیږد رالیږد د خدمت مرکز هم گڼل کیږي، چې په ۲۰۱۰ کال په دغه ښار کې د وگړو شمیر 1,721,556 تنو ته رسیده.
بوداپِست (په انګلیسي: Budapest) د هنګري پلازمېنه او تر ټولو ګڼنفوسه ښار دی. بوداپست د نفوس له پلوه، په اروپایي ټولنه کې نهم لوی ښار او د دانیوب سیند پر غاړه دوهیم لوی ښار دی؛ د ښار نفوس 1,752,286 اټکل شوی او مساحت یې کابو 525 کیلومتر مربع (203 مایل مربع) دی. بوداپِست چې هم یو ښار هم ولسوالۍ ده، د بوداپِست ښاري سیمې مرکز دی؛ د بوداپِست ښاري سیمې مساحت کابو 7,626 کیلومتر مربع (2,944 مایل مربع) او نفوس یې 3,303,786 دی، چې دا شمېر د هنګري 33 سلنه نفوس کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د بوداپست تاریخ هغه مهال پیل شو چې یوه لرغونې سلتي مېشته سیمه، د کوزې پانونیا پلازمېنې «د آکوینکوم رومي ښار» ته واوښته. هنګریان د نهمې پېړۍ په وروستیو کې دغې خاورې ته ورسېدل، خو نوموړې سیمه په ۱۲۴۱ او ۱۲۴۲ز کلونو کې د مغولو لهخوا تالا شوه. بودا بیا ورغول شو او د پنځلسمې پېړۍ په رارسېدو سره د رنسانس انسانپالنې د فرهنګ مرکز وګرځېد. په ۱۶۸۶ز کال کې د بودا د بیا تصرف کېدو وروسته، دغه سیمه د غوړېدا یوه نوي پېر ته دننه شوه او د ۱۸۷۳ز کال د نومبر پر ۱۷مه د بودا، اوبودا او پېست په یوځای کېدو سره پست-بودا یو ټولهییز او پراخ ښار شو او نوې پلازمېنې ته د «بوداپست» نوم ورکړل شو. بوداپست د اتریش-هنګري ټولواکمنۍ ګډه پلازمېنه هم وه، دغه ټولواکمنۍ یو ستر ځواک ؤ چې په ۱۹۱۸ز کال کې، وروسته له لومړۍ نړېوالې جګړې څخه ړنګ شو. دغه ښار د هنګري د ۱۸۴۸ز کال اوښتون، په ۱۹۴۵ز کې د بوداپست جګړې او همدا راز د هنګري د ۱۹۵۶ز کال اوښتون محراقي ټکی ؤ. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
بوداپست په سوداګرۍ، مالي، رسنۍ، هنر، موډ او فېشن، څېړنې، ټکنالوجي، ښوونې او روزنې او تفریحي برخو کې ډېر غښتلی دی او لهدې امله یو «Beta+» نړیوال ښار ګڼل کېږي. د هنګري مالي مرکز، په ۲۰۱۴ز کال کې، په اروپا کې د چټک پراختیا موندونکي ښاري اقتصاد په دوهیم کتار کې راغی. بوداپست د اروپا د نوښت او ټکنالوجۍ د انسټیټوت مرکز، د اروپا د پولیسو کالج او د چین د پانګونې د ترویج ادارې لومړنی بهرنی دفتر دی. بوداپست، د اوتووش لوراند پوهنتون، کوروینوس پوهنتون، سملویس پوهنتون، د بوداپست وترنري طبي پوهنتون او د بوداپست د ټکنالوجۍ او اقتصاد پوهنتون په شمول سره، له ۴۰ زیات کالجونه او پوهنتونونه لري. د بوداپست له ښاري مترو (د بوداپست مترو) څخه په ورځ کې 1.27 میلیونه وګړي ګټه پورته کوي په داسې حال کې چې د بوداپست ترموای شبکه په ورځ کې 1.08 میلیونه سورلیو ته خدمات وړاندې کوي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
د دانیوب سیند په اوږدو کې د بوداپست مرکزي سیمه د یونسکو نړیوال میراث په توګه ګڼل شوې ده او د هنګري پارلمان او د بودا کلا په شمول، د کلاسیکې مهندسۍ څوګونې سترې ودانۍ لري. د دې ترڅنګ، دغه ښار د نړۍ په کچه کابو ۸۰ جیوترمل چینې، د تودوخیزو اوبو تر ټولو ستر مغارهیي سیسټم، دوهیمه لویه کنیسه، او د پارلمان درېیمه ستره ودانۍ لري. بوداپست په کال کې کابو ۱۲ میلیونه نړیوال سیلانیان لري، چې پهدې سره د اروپا یو ستر سیاحتي ښار ګڼل کېږي. د Big7Media لهلورې «د اروپا د ۲۰۲۰ز کال تر ټولو غوره سیاحتي سیمو» د نوملړ په سر کې راغی. د «Which?» بنسټ لهخوا د ورته اندټولونې په لړ کې هم، دغه ښار د اروپا د غورو ښارونو په درېیم کتار کې راغی.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
جغرافیه
توپوګرافي
بوداپست، چې په ستراتیژیکه توګه د کارپاتي حوزې په مرکز کې موقعیت لري، د یوه داسې لرغوني مسیر په اوږدو کې پروت دی چې د ترانسدانیوبیا غونډۍ او «لویه دښته» سره نښلوي. د سړک لهلارې، د ویېنا سویلختیځ په ۲۱۶ کیلومترۍ (۱۳۴ مایله)، د وارسا سویل په ۵۴۵ کیلومترۍ (۳۳۹ مایله)، د مسکو سویللوېدیځ په ۱،۵۶۵ کیلومترۍ (۹۷۲ مایله)، د آتن شمال په ۱،۱۲۲ کیلومترۍ (۶۹۷مایله)، د میلان شمالختیځ په ۷۸۸ کیلومترۍ (۴۹۰ مایله) او د پراګ سویلختیځ په ۴۴۳ کیلومترۍ (۲۷۵ مایله) کې واقع شوی دی.[۴۰]
د بوداپست ۵۲۵ کیلومتر مربع (۲۰۳ مایل مربع) مساحت د هنګري په مرکزي برخه کې پروت دی، چې د پِست ښار د ګڼشمېر استوګنځیو په واسطه احاطه شوی دی. پلازمېنه، د شمال-سویل او ختیځ-لوېدیځ په اوږدو کې په ترتیب سره ۲۵ او ۲۹ کیلومتره (۱۶ او ۱۸ مایله) غځېدلې ده. د دانیوب سیند له شمال څخه ښار ته بهېږي؛ وروسته بیا د اوبودا او مارګرېټ دوه ټاپوګانې احاطه کوي. درېیمه ټاپو «چپل» د بوداپست د دانیوب ټاپوګانو تر ټولو پراخه ټاپو ده، په داسې حال کې چې تر ټولو شمالي برخې یې د ښار په محدوده کې پرتې دي. د ښار د دوو برخو جلا کوونکي سیند تر ټولو لنډ سور په بوداپست کې ۲۳۰ متره (۷۵۵ فوټه) دی. پست د لویې دښتې په اوراه اراضي کې کې پروت دی، په داسې حال کې چې بودا ډېرې غونډۍ لري.[۴۱]
د دانیوب پلنې برخې تل په دغه ټکي کې پرتې وې، ځکه چې د سیند په منځ کې لږشمېر ټاپوګانو شتون درلود. نوموړی ښار څرګند توپوګرافیکي توپیرونه لري: بودا د لوېدیځې څنډې د سیند په جګو تراسونو او غونډیو کې واقع شوی، په داسې حال کې چې پست د سیند په مقابلې څنډه کې د شګو په اواره او بېبڼې دښته کې پروت دی. د پست اراضی په یوه کوچني میل سره ختیځ خوا ته لوړېږي، نو د ښار تر ټولو ختیځې برخې د بودا له کوچنیو غونډیو، په تېره بیا له ګېلېرت او کلا غونډیو سره په ورته ارتفاع کې پرتې دي.[۴۲][۴۳]
د بودا غونډۍ تر ډېره د آهک او دولومیت له ډبرو څخه رامنځته شوې دي، او د اوبو په واسطه رامنځته شوې مغارې لري، چې تر ټولو مشهوره یې د پالولګي مغاره (له ۷،۲۰۰ متره یا ۲۳،۶۰۰ فوټه مجموعي اوږدوالي سره) او د سزیملوهیګي مغاره (له ۲،۲۰۰ متره یا ۷،۲۰۰ فوټه اوږدوالي سره) ده. غونډۍ د تریاس په دوره کې رامنځته شوې دي. د بوداپست تر ټولو لوړه غونډۍ «جانوس» ده چې د سمندر له سطحې څخه ۵۲۵ متره (۱،۷۲۹ فوټه) ارتفاع لري. تر ټولو ټیټه برخه د دانیوب سیند تل دی چې د سمندر له سطحې څخه یې ارتفاع ۹۶ مترو (۳۱۵ فوټه) ته رسېږي. بوداپست ډېرې شنې سیمې هم لري، چې د ۵۲۵ کیلومتر مربع (۲۰۳ مایل مربع) مساحت له جملې څخه ۸۳ کیلومتر مربع (۳۲ مایل مربع) یې شنې سیمې، باغونه او ځنګلونه دي. د بودا غونډیو ځنګلونه د چاپېریال له اړخه په ښه توګه ساتل کېږي.[۴۴][۴۵]
د ترافیک له پلوه، نوموړی ښار مرکزي اهمیت لري، ځکه چې د اروپا ډېري لویې او د اورګاډو لارې بوداپست ته رسېږي. دانیوب د اوبو یوه مهمه لار ګڼل کېږي او دغه سیند د کارپاتي حوزې په مرکز کې د سوداګریزو لارو په تقاطع کې واقع شوی دی. بوداپست یو له درېیو پلازمېنو څخه دی چې د تودو اوبو چینې لري (دوه نور د آیسلنډ ریکیاویک او د بلغاریا صوفیه ښارونه دي). کابو ۱۲۵ چینې په ورځ کې څه ناڅه ۷۰ میلیونه لیتره (۱۵ میلیونه امپریال ګالنونه؛ ۱۸ میلیونه د امریکا ګالنونه) تودې اوبه ورکوي، چې تودوخه یې تر 58°C پورې رسېږي.ویل کېږي چې دغه اوبه د زیاتو منرالي موادو د درلودو لهامله، درملي اغېزې لري. [۴۶][۴۷]
سرچينې
- ↑ اشرف غنیمتی
- ↑ کينډۍ:Cite EPD
- ↑ کينډۍ:Cite RDPCE
- ↑ Bachmann, Helena (18 March 2002). "Beauty and the Feast". Time. خوندي شوی له the original on 9 October 2008. بياځلي په 22 May 2008.
- ↑ Taşan-Kok, Tuna (2004). Budapest, Istanbul and Warsaw: Institutional and spatial change. Eburon Uitgeverij. p. 41. ISBN 978-90-5972-041-1. بياځلي په 21 May 2013.
- ↑ Meer, Dr Jan van der; Carvalho, Dr Luis; Berg, Professor Leo van den (28 May 2014). Cities as Engines of Sustainable Competitiveness: European Urban Policy in Practice. Ashgate Publishing, Ltd. ISBN 978-1-4724-2704-5.
- ↑ Török, András "Budapest". Encarta. Archived 29 October 2009 at the Wayback Machine.
- ↑ "About Budapest Transport Association". خوندي شوی له the original on 14 October 2008. بياځلي په 1 June 2016. "About Budapest Transport Association". خوندي شوی له the original on 14 October 2008. بياځلي په 1 June 2016.
- ↑ "telep lista" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 25 November 2006. بياځلي په 1 June 2016. "telep lista" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 25 November 2006. بياځلي په 1 June 2016.
- ↑ "Aquincum". Encyclopædia Britannica. (2008).
- ↑ Sugar, Peter F.; Péter Hanák; Tibor Frank (1990). "Hungary before the Hungarian Conquest". A History of Hungary. Indiana University Press. p. 3. ISBN 0-253-20867-X.
- ↑ "Budapest". Travel Channel. خوندي شوی له the original on 9 October 2008. بياځلي په 22 May 2008.
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911
- ↑ Drake, Miriam A. (2003). "Eastern Europe, England and Spain". Encyclopedia of Library and Information Science. CRC Press. 2498. ISBN 0-8247-2080-6.
- ↑ Casmir, Fred L. (1995). "Hungarian culture in communication". Communication in Eastern Europe: The Role of History, Culture, and media in contemporary conflicts. Lawrence Erlbaum Associates. p. 122. ISBN 0-8058-1625-9. بياځلي په 21 May 2008.[مړه لينکونه]
- ↑ Nagy, Balázs; Rady, Martyn; Szende, Katalin; Vadas, András (2016). Medieval Buda in Context. Leiden, Boston: Brill. ISBN 9789004307674. OCLC 1030542604.
- ↑ Molnar, A Concise History of Hungary, Chronology pp. 15
- ↑ Molnar, A Concise History of Hungary, Chronology pp. 15.
- ↑ Alexander Watson, Ring of Steel: Germany and Austria-Hungary at War, 1914–1918 (2014). pp 536–40.: In the capital cities of Vienna and Budapest, the leftist and liberal movements and opposition parties strengthened and supported the separatism of ethnic minorities.
- ↑ UN General Assembly Special Committee on the Problem of Hungary (1957) "Chapter II.C, para 58 (p. 20)" (PDF). (1.47 MB)
- ↑ John Lukacs (1994). Budapest 1900: A Historical Portrait of a City and Its Culture. Grove Press. p. 222. ISBN 978-0-8021-3250-5.
- ↑ "Hungary: Emerging Economic Power In Central And Eastern Europe". Thomas White International. خوندي شوی له the original on 10 October 2017. بياځلي په 18 June 2017.
- ↑ "The World According to GaWC 2020". GaWC – Research Network. Globalization and World Cities. خوندي شوی له the original on 6 October 2020. بياځلي په 31 August 2020.
- ↑ "The Global Financial Centres Index 21" (PDF). Long Finance. March 2017. خوندي شوی له the original (PDF) on 11 June 2017.
- ↑ "Budapest Europe's Second Fastest-Developing Urban Economy, Study Reveals – The study examines the development of the world's 300 largest urban economies, ranking them according to the pace of development". Brookings Institution. 23 January 2015. بياځلي په 8 March 2016.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "EU nations pick Budapest for technology institute". The Sydney Morning Herald. 18 June 2008. بياځلي په 4 December 2014.
- ↑ European Union Document Nos. 2013/0812 (COD), ENFOPOL 395 CODEC 2773 PARLNAT 307
- ↑ "Budapesten nyílik az első kínai befektetési támaszpont külföldön" [First Chinese investment base abroad opens in Budapest]. Heti Világgazdaság (in هنګري). 26 May 2009. بياځلي په 26 May 2018.
- ↑ "Academic Ranking of World Universities 2015". ShanghaiRanking Consultancy. خوندي شوی له the original on 30 October 2015. بياځلي په 27 August 2015.
- ↑ "CWUR 2015 – World University Rankings". Center for World University Rankings. بياځلي په 25 July 2015.
- ↑ Electric Railway Society (2003). https://books.google.com/books?id=9DdeAAAAIAAJ&redir_esc=y. Doppler Press. p. 61. Retrieved 29 August 2012.
- ↑ Mátyás Jangel (September 2010). "Közszolgáltatási szerződés, utasjogok, a szolgáltatástervezés és ellenőrzés folyamata a kötöttpályás helyi- és elővárosi közforgalmú közlekedésben" [Public service contract, passenger rights, service planning and monitoring process of local and suburban public transport rail] (in هنګري). BKV Zrt. Közlekedési Igazgatóság [Directorate of Public Office. Transport]. pp. 10 (and 3). خوندي شوی له the original (pdf) on 28 January 2015. بياځلي په 19 April 2015. Metro usage per day – Line 1: 120,000; Line 2: 405,000; Line 3: 630,000. (Line 4 began operations in 2014, with a 110,000 ridership estimated by Centre for Budapest Transport (BKK) based on the latest year.)
- ↑ "World Heritage Committee Inscribes 9 New Sites on the World Heritage List". Unesco World Heritage Centre. بياځلي په 31 January 2008.
- ↑ "Hungary's, Budapest's and Balaton's Guide: Budapest's spas: Gellért, Király, Rác, Ru..'l'; l;lldas, Széchenyi, Lukács". Guideviaggi.net. خوندي شوی له the original on 28 September 2008. بياځلي په 7 July 2009.
- ↑ "Big underground thermal lake unveiled in Budapest, Hungary". Tvnz.co.nz. 19 November 2008. خوندي شوی له the original on 27 November 2009. بياځلي په 7 July 2009.
- ↑ "The Parliament of Hungary is the world's third largest Parliament building". visitbudapest.travel. خوندي شوی له the original on 2 July 2017. بياځلي په 25 June 2017.
- ↑ "Euromonitor International's top city destinations ranking". Euromonitor. 13 February 2019. بياځلي په 17 October 2019.
- ↑ Thorn, Elizabeth (30 September 2019). "The 7 Hottest European Destinations For 2020". Big 7 Travel. بياځلي په 24 October 2019.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Best City Breaks in Europe". Which?. بياځلي په 24 October 2019.
- ↑ "Budapest". Google Maps. بياځلي په 4 December 2014.
- ↑ Török, András "Budapest". Encarta. Archived 29 October 2009 at the Wayback Machine.
- ↑ "General information – Geography". Budapest.com. بياځلي په 6 July 2017.
- ↑ Péter, Laszlo (21 November 2013). "Budapest". Encyclopædia Britannica.
- ↑ "Protected Landscape Area of Buda". Duna-Ipoly National Park Directorate. بياځلي په 6 July 2017.
- ↑ "Geography of Budapest". Budapest Tourist Info. بياځلي په 4 December 2014.
- ↑ "General information – Geography". Budapest.com. بياځلي په 6 July 2017.
- ↑ "Geography of Budapest". Budapest Pocket Guide. خوندي شوی له the original on 14 February 2015. بياځلي په 4 December 2014.