برنو
BRNO
هېواد دچېک جمهوریت
تاریخی هېواد موراویا
مساحت ۲۳۰،۲۲
نقوس ۳۸۴۷۲۷
وب www.brno.cz

برنو (په چېکی:Brno په آلمانی:Brünn په لاتینی:Brunna په عبری: ברין) دچېک د جهوریت دویم لوی ښار دی چی د سهیلی موراویا کی د سویټاوا او سوراټکا د سیندونو تر منځ پروت دی. برنو د موراویا مهم مرکز هم دی. مساحت یی ۲۳۰،۲۲ کیلومترو مربع او ۴۰۰ زره نفوس لري.په برنو کی عالی محکمه پروته ده او د دی لپاره برنو د چېک جمهوریت د قضایی قوه مهم مرکز دی. برنو ۳۳ پوهنځی لری. شپیلبرک کلا او مقدس پتر او پاول کلیسا د برنو مهم یادگارونو څخه دی چی پر غونډی باندی پروت دی.

تاریخ

برنو په ۱۱ پېړۍ کی جوړ شو. په دی وخت کی سکې وهل هم پېل شو او لمری ادبی ذکر د دغی ښار په باره کی د ۱۰۹۴ کال څخه دی. په ۱۳ پېړۍ کی د شپلبرک گوتی کلا جوړه شوه. په ۱۳۲۴ کال کی د مقدس مریم کلیسا د ملکې الشکا ریچکا لخوا تاسیس شوه. په ۱۶۴۳ او ۱۶۴۵ کلو کی د دریش کلو په جگړې کی برنو د سویډن د پوځ لخوا محاصره شوه. په ۱۷۷۷ کال کی په برنو کی د اسقف مقر جوړ شو. په ۱۷۴۲ کال کی دغه ښار د پروسی پوځ لخوا بیا محاصره شوه. په ۱۸۰۵ کال کی برنو ناپليون بوناپارت لخوا ونیول شو.