ولادمير ولادميروويچ پوتين (روسي: Влади́мир Влади́мирович Пу́тин; زېږېدنه ۷ اکتوبر 1952) یو روسي سیاستوال او اوسمهال د روسیې ولسمشر دی. ولادمیر پوتین د ۲۰۱۸م کال د مارچ د اتلسمې نېټې د انتخاباتو په پایله کې یو وار بیا د روسیې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ولادمیر پوتین
ولادمیر پوتین
ولادمیر پوتین

د شخص مالومات
پيدايښت
سینټ پیټرزبورګ [۱][۲]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای
تابعیت شوروي اتحاد (–۱۹۹۱)

روسیه (۱۹۹۱–)[۳][۴][۵][۶]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

نسل روسی [۷]  ويکيډاټا کې (P172) ځانګړنې بدلې کړئ
قد
وزن 77 کيلوګرامه   ويکيډاټا کې (P2067) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۷۵–۱۹۹۱)[۸]

متحده روسيه   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ

روغتيايي څرنګوالی
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه روسي   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه سياست [۹]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی
مؤثر هلموت کوهل [۱۰]،  نېكولو مكياوېلې [۱۱]،  بوریس یلتسین [۱۲]  ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
ټوله شتمني 8891777 روسي روبل (۲۰۱۵)[۱۳]  ويکيډاټا کې (P2218) ځانګړنې بدلې کړئ
لوبه جودو   ويکيډاټا کې (P641) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
برخه کې جي بي (KGB)   ويکيډاټا کې (P241) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتوب روسي وسله وال ځواکونه (۲۰۰۰–)  ويکيډاټا کې (P598) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې
جايزې
آی جي نوبل جایزه (۲۰۲۰)  ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
ولادمیر پوتین
ولادمیر پوتین

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

ولادیمیر ولادیمیرویچ پوتین (د ۱۹۵۲ز کال د اکټوبر په ۷مه زېږېدلی) یو روسي سیاستوال او د استخباراتو پخوانی افسر و، چې د روسې د ولسمشر په توګه یې له ۲۰۰۰ز کال نه تر ۲۰۰۸ز کال پورې او له ۲۰۱۲ز کال نه تر اوس مهاله دنده ترسره کړې ده. نوموړی له ۱۹۹۹ز کال نه تر ۲۰۰۰ز کال پورې او له ۲۰۰۸ز کال نه تر ۲۰۱۲ز کال پورې د لومړي وزیر په توګه هم دنده تر سره کړې. پوتین د ګاونډ هېواد بیلاروس له ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو وروسته د اروپا دویم ترټولو د اوږدې مودې پاتې ولسمشر دی.[۱۴]

پوتین په لیننګراد (اوسنۍ سنټ پیټرزبورګ) کې زېږېدلی او په لینینګراد دولتي پوهنتون کې یې د حقوقو برخه کې زده کړې کړي او په ۱۹۷۵ز کال کې فارغ شوی. پوتین ۱۶کاله د (KGB) د بهرنیو استخباراتو د افسر په توګه دنده تر سره کړې اومخکې له دې، چې په ۱۹۹۱ز کال کې له خپلې دندې نه استعفا ورکړي، د ډګروالي رتبه یې تر لاسه کړې وه. پوتین په ۱۹۹۶ز کال کې مسکو ته لاړ، ترڅو د ولسمشر بوریس یلسین په دولت کې دنده ترلاسه کړي. هغه د ۱۹۹۹ز کال په اګسټ میاشت کې د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کېدو مخکې د فدرالي امنیتي خدماتو (FSB) د رئیس او د امنیت شورا د منشي په توګه دنده ترسره کړې وه. د یلسین له استعفا وروسته پوتین سرپرست ولسمشر شو او څه کم څلور میاشتې وروسته په ښکاره توګه د لومړي ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو او په ۲۰۰۴ز کال کې بیا وټاکل شو. څرنګه چې هغه د ​​اساسي قانون له نظره د ولسمشر په توګه په پرله پسې دوو دورو پورې محدود و، نو ځکه پوتین د ډیمټري میډیډوف په مشرۍ له ۲۰۰۸ز کال نه تر ۲۰۱۲ز کال پورېد لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه او په ۲۰۱۲ز کال کې، چې ولسمشریزې ټاکنې د درغلیو او لاریونونو له امله زیانمنې شوې، پوتین د درېیم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو. د ۲۰۲۱ز کال په اپرېل کې د یوه ټولپوښتنې له لارې هغه په اساسي قانون کې ځینی تعدیلات لاسلیک کړل، چې د یادو تعدیلاتو پر بنسټ هغه ته اجازه ورکړل شوه، تر څو د  دوه ځلو نه زیات ټاکنو ته ځان نوماند کړي او د هغه د ولسمشرۍ موده تر ۲۰۳۶ز کال پورې وغځوي.[۱۵][۱۶]

د پوتین د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د روسیې اقتصاد د پرله پسې اتو کلونو لپاره وده وکړه، یادې ودې د تیلو او ګازو په بیه کې پنځه چنده زیاتوالې راوست، چې د روسیې د صادراتو لویه برخه یې جوړوله. پوتین د چیچنیا په دویمه جګړه کې د روسیې د بریا لامل شو او همدارنګه هغه د میدیدوف په مشرۍ د لومړي وزیر په توګه د روسیې او ګرجستان په جګړه کې د روسیې د بریا او په لویه کچه د پوځي او پولیسو اصلاحاتو څارنه وکړه. د پوتین د ولسمشرۍ د درېیمې دورې په لړ کې، د تیلو د بیې راتیټولو او د ۲۰۱۴ز کال په پیل کې د روسیې له خوا په اوکراین کې د پوځي مداخلې او د کریمیا د الحاق وروسته لګول شوي نړیوال بندیزونه د دې لامل شو، چې په ۲۰۱۵ز کال کې د ناخالصه کورني تولیداتو کچه ۳.۷سلنې ته راټیټه شي. د ولسمشر په توګه د هغه د څلورمې دورې په لړ کې، د ۲۰۲۲ز کال په فبروري کې پوتین په اوکراین کې د بشپړ یرغل امر وکړ، چې د روسیې په وړاندې د نورو بندیزونو د لګولو او د مالي ناورین رامنځته کولو لامل شو.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د پوتین تر مشرۍ لاندې روسيې استبدادي نظام ته مخه کړه. کارپوهان، د سیاسي مخالفینو بندي کول او ځپل، د آزادو مطبوعاتو ګواښول او مخنیوی کول او د آزادو او عادلانه ټاکنو نشتوالی په ګوته کولو سره روسیه یو ډیموکراتیک هېواد نه ګڼي.[۲۲][۲۳][۲۴]

شخصي ژوند

د ۱۹۸۳ز کال د جولای په ۲۸مه، پوتین له لیوډمیلا شکربینیوا سره واده وکړ او له ۱۹۸۵ز کال نه تر۱۹۹۰ز کال پورې یې په ختیځ المان کې یو ځای ژوند کاوه. دوی دوه لوڼې د ماریا پوتینا او یوکاترینا پوتینا په نوم لري. د ۲۰۲۰ز کال په نومبر کې د پروکټ له خوا یوېڅیړنې ادعا کوله، چې پوتین یوه بله لور د الیزاویتا(د مارچ ۲۰۰۳ز کال زېږېدلی) هم لري. د ۲۰۰۸ز کال په اپرېل کې  ماسکوفسکي په نوم یو خبریال راپور ورکړ، چې پوتین له لیوډمیلا نه طلاق اخیستی او د اولمپیک د سرو زرو مډال ګټونکي الینا کابایوا سره یې واده کړی و، چې پخوانۍ روسي سیاستواله هم وه، خو یاده موضوع رد شوه او دغه ورځپاڼه لږ وروسته وتړل شوه.  په راتلونکو کلونو کې، په پرله پسې ډول بې بنسټه راپورونه خپاره شول، چې ګواکې پوتین او کابایوا په ګډه څو ماشومان لري، که څه هم دا راپورونه بیا بیا رد شوي. په ۲۰۱۲ز کال کېپوتین او لیوډمیلا اعلان وکړ چې  دوی سره جلا شوی دي.  پوتین دوه لمسیان لري، چې په ۲۰۱۲ز کال او ۲۰۱۷ز کال کې زېږېدلي دي.

لومړنی ژوند

پوتین د ۱۹۵۲ز کال د اکټوبر په ۷مه په لینینګراډ (اوسنی سینټ پیټرزبورګ) کې زېږېدلی، د ولادیمیر سپیریډونوویچ پوتین او ماریا ایوانوونا له درېیو ماشومانو نه تر ټولو کوچنی ماشوم دی. د هغه نیکه، سپیریډون پوتین د ولادیمیر لینن او جوزف سټالین شخصي اشپز و.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د پوتین له زېږون نه مخکې د هغه دوه وروڼه ویکتور او البرټ، چې د ۱۹۳۰لسیزې په منځ کې زېږېدلی و، مړه شول. البرټ په ماشومتوب کې مړ شو او ویکتور په دویمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني ځواکونو له خوا د لیننګراد د محاصرې پرمهال د ډیپتیریا له امله مړ شو. د پوتین مور د فابریکې کارکوونکې وه او پلار یې د شوروي په سمندري ځواکونو کې دنده لرله، وروسته بیا پوځ ته ولېږدول شو. د پوتین مورنې نیا په ۱۹۴۱ز کال کې د جرمني نیواکګرو له خوا ووژل شوه او ماما یې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په ختیځه جبهه کې ورک شو.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د ۱۹۶۰ز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه، پوتین خپل کور ته څېرمه د باسکوف لاین ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. په ۱۲کلنۍ کې، هغه د جودو تمرین پیل کړ. په خپل فارغ وخت کې یې د کارل مارکس، فریدریش انګلس او لینن د آثارو له لوستلو نه خوند اخیست. پوتین په ۲۸۱سنټ پیټرزبورګ عالي لېسه کې الماني زده کړې کړي او د دویمې ژبې په توګه الماني خبرې کوي. پوتین په ۱۹۷۰ز کال کې د اندری ژدانوف (اوس د سینټ پیټرزبورګ ایالت پوهنتون) په نوم د لیننګراد دولتي پوهنتون کې د حقوقو برخه کې زده کړی وکړې او په ۱۹۷۵ز کال کې فارغ شو.[۳۵][۳۶][۳۷]

اسیا

په ۲۰۱۲ز کال کې، پوتین په یوې هندۍ ورځپاڼه (The Hindu)کې یوه مقاله لیکلې وه، چې ویلي یې و: « د هند او روسیې ترمنځ د سټراټیژیکو همکاریو تړون، چې په  ۲۰۰۰ز کال کې لاسلیک شو، یو واقعی تاریخي ګام دی ». هند د روسې د پوځي تجهیزاتو لوی رانیوونکی دی او دواړه هېوادونه له تاریخي پلوه پیاوړې سټراټیژیکې او ډیپلوماټیکې اړیکې لري. د پوتین په مشرۍ، روسیې د شانګهای همکارۍ سازمان له اسیايي هېوادونو سره اوله برکس سازمان سره، چې چین، هند، پاکستان او د شوروي اتحاد  له منځه تللو وروسته مرکزي اسیاي هېوادونه په کې شامل دي، مثبتې اړیکې ساتلې دي. په ۲۱مه پیړۍ کې د چین او روسیې اړیکې د اقتصاد له پلوه د پام وړ پیاوړې شوې. د دوستۍ تړون، د (ESPO) د تېلو پایپ لاین او د سایبریایي ځواک د ګازو پایپ لاین د دوو لویو قدرتونو ترمنځ «ځانګړې اړیکې» رامنځته کړې.[۳۸][۳۹][۴۰]

پوتین او لومړي وزیر شینزو ابې په مکرر ډول د جاپان – روسیې د ځمکنیو شخړو په اړه د خبرو اترو لپاره یو بل سره لیدلي. همداراز پوتین د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ د جوړولو په اړه هم خپله لېوالتیا څرګنده کړې، خو په ۲۰۲۰ز کال کې د ابي له استعفا نه مخکې هېڅ تړون لاسلیک نه شو. همدارنګه پوتین منګولیا ته درې سفرونه کړي او له خپل دغه ګاونډي هېواد سره یې ښې اړیکې ساتلي. پوتین او د هغه منګولیایی سیال د ۲۰۱۹ز کال په سپټمبر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ یو دایمی تړون هم لاسلیک کړ، چې سوداګری او کلتوری تبادلې یې لا زیاتې کړې. پوتین لومړنی روسی مشر و، چې په نیمه پېړۍ کې یې په ۲۰۰۷ز کال کې اندونیزیا ته سفر وکړ او په پایله کې یې د وسلو یو تړون لاسلیک کړ او له افغانستان سره یې په ۲۰۱۰مه لسیزه کې پوځي او اقتصادي مرستې وکړې. روسیې او فیلیپین ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۶ز کال کې پیاوړې شوې، کله چې پوتین له خپل فیلیپیني سیال رودریګو دوترته سره نږدې دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې. پوتین د مالیزیا او د هغه وخت لومړي وزیر مهاتیر محمد سره هم ښې اړیکې لري، همدارنګه د بنګله دیش له لومړي وزیر شیخ حسینې سره د اټومي انرژۍ تړون لاسلیک کړ. پوتین  د روسیې  لومړنی مشر و، چې شمالي کوریا ته یې سفر وکړ او  د ۲۰۰۰ز کال په جولای کې یې کیم جونګ ایل سره وکتل. پوتین په ۲۰۱۷ز کال کې په میانمار کې د روهینګیایي اقلیت پر وړاندې په تاوتریخوالي نیوکه وکړه او په میانمار کې د ۲۰۲۱ز کال کودتا وروسته، روسیې ژمنه وکړه چې د میانمار له پوځي رژیم سره به خپلې اړیکې پیاوړې کړي.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

متحده ایالات، لویدیځه اروپا او ناټو

د پوتین په مشرۍ، د روسیې اړیکې له ناټو او امریکا سره له څو پړاوونو تېرېږي. کله چې هغه د لومړی ځل لپاره  ولسمشر شو، دا اړیکې ډېرې محتاطې وې، خود سپټمبر میاشتې د۱۱مې له بریدونو نه  وروسته پوتین په چټکۍ سره د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د امریکا ملاتړ وکړ، چې په دې توګه د ملګرتیا فرصت هم څرګند شو. له ۲۰۰۳ز کال راهیسې، کله چې روسیې د عراق په جګړه کې له متحده ایالاتو سره سخت مخالفت وکړ، پوتین نور هم له لوېدیځ نه لرې شو او دا اړیکې په دوامداره توګه خرابې شوې. د ۲۰۰۷ز کال په فبروري کې، پوتین په نړیوالو اړیکو کې د متحده ایالاتو په انحصاري واک نیوکه وکړه. هغه وویل: د دې پایله به یې دا وي، چې هېڅوک د خوندیتوب احساس  ونه کړي![۵۵][۵۶][۵۷]

پوتین تل په اروپا کې د متحده ایالاتو د توغندیو د دفاعي سیستم مخالفت کړی او ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته یې د ۲۰۰۷ز کال د جون په ۷مه یو وړاندیز وکړ چې رد شو. پوتین د ۲۰۰۸ز کال د فبرورۍ په ۱۷مه له سربیا نه د کوزوو د یو اړخیزې خپلواکۍ له اعلان سره هم  مخالفت وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې دا به د نړیوالو اړیکو ټول سیستم بې ثباته کړي. هغه د نړۍ د څو سترو قدرتونو له خوا د کوزوو د خپلواکۍ په رسمیت پېژندنه د « یوې وحشتناکې بېلګې په توګه بیان کړه، چې په حقیقت کې به د نړیوالو اړیکو ټول سیسټم له منځه یوسي، چې په لسیزو کې نه، بلکې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوی».[۵۸][۵۹][۶۰][۶۱]

د ۲۰۱۴ز کال  په مارچ کې، پوتین د کوزوو د خپلواکۍ اعلامیه د کریمیا د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو لپاره د توجیه په توګه وکاروله او په ۲۰۰۱ز کال کې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، پوتین د امریکا له ولسمشر جورج ډبلیو بوش او د لوېدیځې اروپا له ډېرو مشرانو سره ښې اړیکې درلودې. [۶۲][۶۳]

په ۲۰۱۱ز کال کې په لیبیا کې د ناټو په مشرۍ پوځي لاسوهنې د پوتین په ګډون د نړۍ د ډېری مشرانو له خوا د نیوکې پراخه څپې رامنځته کړې او ټینکار کاوه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۷۳ز کال پریکړه لیک «ناقص او نیمګړی» دی. د ۲۰۱۳ز کال په وروستیو کې د روسیې-امریکا اړیکې هغه وخت نورې هم خرابې شوې، کله چې متحده ایالاتو له ۱۹۶۰ز کال نه وروسته د لومړي ځل لپاره هغه وخت  سرمشریزه لغوه کړه، چې پوتین امریکایي اډوارډ سنوډن ته چې د (NSA) نه یې په پراخه کچه محرم معلومات افشا کړي و، پناه ورکړه.[۶۴]

د ۲۰۱۹ز کال د نومبر میاشتې په ۹مه پوتین ډونالډ ټرمپ ته د متحده ایالاتو د ۴۵م ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه. د ۲۰۱۶ز کال په ډسمبر کې، د متحده ایالاتو استخباراتي چارواکو (د جیمز کلیپر په مشرۍ) پوتین په دې تورن کړ، چې هغه د متحده ایالاتو د ټاکنو په لړ کې د ډیموکراټ ګوند نوماندې هیلري کلنټن د بریښنالیک په هک کولو او سایبري بریدونو کې لاس درلود، خو د پوتین ویاند دا تورونه رد کړل. پوتین په پرله پسې ډول هیلري کلینټن په دې تورنه کړې، چې د ۲۰۰۹ز کال نه تر ۲۰۱۳ز کال پورې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې په توګه،  د روسیې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، خو د ۲۰۱۶ز کال په ډسمبر کې کلنټن پوتین تورن کړ، چې د هغې په وړاندې شخصي کرکه لري.[۶۵][۶۶][۶۷][۶۸][۶۹]

د ټرمپ له ټاکل کېدو سره سم، په امریکا کې د پوتین محبوبیت زیات شو. د ۲۰۱۷ز کال په فبروري میاشت کې د ګالپ له خوا نظر پوښتنې کې ۲۲سلنې امریکایانو د پوتین په اړه مثبت نظر څرګند کړ، چې له ۲۰۰۳ز کال راهیسې ترټولو لوړ و.[۷۰][۷۱][۷۲][۷۳][۷۴]

سرچینې

  1. https://www.thoughtco.com/when-was-st-petersburg-known-as-petrograd-and-leningrad-4072464
  2. https://web.archive.org/web/20100514164020/http://premier.gov.ru/eng/premier/biography.html — آرشيف اصل
  3. http://www.nytimes.com/2009/05/16/world/europe/16gazprom.html?pagewanted=all
  4. http://espn.go.com/tennis/story/_/id/11738938/tennis-maria-sharapova-no-1-chances-take-hit-loss-caroline-wozniacki
  5. http://espn.go.com/olympics/winter/2014/story/_/id/10323103/importance-sochi-olympics-vladimir-putin-espn-magazine
  6. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/122188926 — د نشر نېټه: ۲۱ اپرېل ۲۰۲۴
  7. YouTube video ID: https://www.youtube.com/watch?v=O6FTew7CjUI — دوتنه: Steve Chen ، Chad Hurley او جاوید کریم — منښتلیک: end-user license agreement
  8. YouTube video ID: https://www.youtube.com/watch?v=G_5cmno-KK8
  9. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20001103098 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  10. https://m.lenta.ru/news/2017/06/17/putinandkohl/amp
  11. http://oppps.ru/vladimir-putin-luchshij-uchenik-makiavelli-pismo-iz-dalekogo-proshlogo.html
  12. http://oppps.ru/vladimir-putin-luchshij-uchenik-makiavelli-pismo-iz-dalekogo-proshlogo.html
  13. https://rg.ru/2016/04/15/obnarodovana-deklaracii-o-dohodah-vladimira-putina-za-2015-god.html
  14. "Timeline: Vladimir Putin – 20 tumultuous years as Russian President or PM". Reuters. 9 August 2019. بياځلي په 29 November 2021.
  15. "Putin signs law allowing him to serve 2 more terms as Russia's president". www.cbsnews.com.
  16. "Putin — already Russia's longest leader since Stalin — signs law that may let him stay in power until 2036". USA TODAY.
  17. Guriev, Sergei; Tsyvinski, Aleh (2010). "Challenges Facing the Russian Economy after the Crisis". In Anders Åslund; Sergei Guriev; Andrew C. Kuchins (eds.). Russia After the Global Economic Crisis. Peterson Institute for International Economics; Centre for Strategic and International Studies; New Economic School. pp. 12–13. ISBN 978-0-88132-497-6.
  18. "ПОСТУПЛЕНИЕ ИНОСТРАННЫХ ИНВЕСТИЦИЙ ПО ТИПАМ". Rosstat
  19. Putin: Russia's Choice, (Routledge 2007), by Richard Sakwa, Chapter 9.
  20. Fragile Empire: How Russia Fell In and Out of Love with Vladimir Putin, Yale University Press (2013), by Ben Judah, page 17.
  21. "It's Official: Sanctioned Russia Now Recession Free". Forbes. 3 April 2017.
  22. Gill, Graeme (2016). Building an Authoritarian Polity: Russia in Post-Soviet Times (hardback ed.). Cambridge University Press. ISBN 978-1-107-13008-1.
  23. Reuter, Ora John (2017). The Origins of Dominant Parties: Building Authoritarian Institutions in Post-Soviet Russia (E-book ed.). Cambridge University Press. doi:10.1017/9781316761649. ISBN 978-1-316-76164-9.
  24. Frye, Timothy (2021). Weak Strongman: The Limits of Power in Putin's Russia. Princeton University Press. p. کينډۍ:Page needed. ISBN 978-0-691-21246-3.
  25. Rosenberg, Matt (12 August 2016). "When Was St. Petersburg Known as Petrograd and Leningrad?". About.com. بياځلي په 16 September 2016.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  26. "Prime Minister of the Russian Federation – Biography". 14 May 2010. خوندي شوی له the original on 14 May 2010. بياځلي په 31 July 2015.
  27. "Putin says grandfather cooked for Stalin and Lenin". reuters.com. Reuters. 11 March 2018. بياځلي په 30 January 2021.
  28. Sebestyen, Victor (2018), Lenin the Dictator, London: Weidenfeld & Nicolson, p. 422, ISBN 978-1-4746-0105-4
  29. "At Event, a Rare Look at Putin's Life". The New York Times. 27 January 2012.
  30. Vladimir Putin; Nataliya Gevorkyan; Natalya Timakova; Andrei Kolesnikov (2000). First Person. trans. Catherine A. Fitzpatrick. PublicAffairs. p. 208. ISBN 978-1-58648-018-9.
  31. First Person An Astonishingly Frank Self-Portrait by Russia's President Vladimir Putin The New York Times, 2000.
  32. Putin's Obscure Path From KGB to Kremlin Archived 4 March 2016 at the Wayback Machine. Los Angeles Times, 19 March 2000.
  33. (Sakwa 2008, p. 3)
  34. Sakwa, Richard. Putin Redux: Power and Contradiction in Contemporary Russia (2014), p. 2.
  35. "Prime Minister". Russia.rin.ru. بياځلي په 24 September 2011.
  36. Truscott, Peter (2005). Putin's Progress: A Biography of Russia's Enigmatic President, Vladimir Putin. p. 40. ISBN 978-0-7434-9607-0. بياځلي په 25 February 2022 – via Google Books.
  37. "In Tel Aviv, Putin's German Teacher Recalls 'Disciplined' Student". Haaretz. 26 March 2014. خوندي شوی له the original on 19 November 2015. بياځلي په 16 April 2016.
  38. Putin, Vladimir (24 December 2012). "For Russia, deepening friendship with India is a top foreign policy priority". The Hindu (in Indian English). ISSN 0971-751X. خوندي شوی له the original on 26 February 2022. بياځلي په 26 February 2022.
  39. "India, Russia sign new defence deals". BBC. 24 December 2012. بياځلي په 22 June 2013.
  40. Emily Tamkin (8 July 2020). "Why India and Russia Are Going to Stay Friends". Foreign Policy. بياځلي په 2 February 2021.
  41. "Russia's 'Pivot to Asia' and the SCO". The Diplomat. 21 July 2015. بياځلي په 2 January 2020.
  42. Sergey Kulik (7 July 2015). "Russia and the BRICS: Priorities of the Presidency". Council of Councils. بياځلي په 2 January 2020.
  43. Sharkov, Damien (18 July 2018). "Russia wants to build a rail bridge to Japan, linking Tokyo to Europe". Newsweek (in انګليسي). بياځلي په 4 March 2022.
  44. Reid Standish (1 September 2020). "China, Russia Deepen Their Ties Amid Pandemic, Conflicts With The West". Radio Free Europe/Radio Liberty. بياځلي په 2 February 2021.
  45. Abiru, Taisuke. "Japan-Russia Relations in the Post-Abe Era". Carnegie Moscow Center (in انګليسي). بياځلي په 4 March 2022.
  46. "Resetting Japan-Russia Relations". thediplomat.com (in American English). بياځلي په 4 March 2022.
  47. "Russia, Mongolia Sign New Treaty To Bring Partnership To 'Whole New Level'". Radio Free Europe. 3 September 2019.
  48. "Putin promises infrastructure investment in Mongolia". France 24 (in انګليسي). 4 September 2019. بياځلي په 4 March 2022.
  49. Peter Walker (6 September 2007). "Putin signs Indonesia arms deal". The Guardian.
  50. "Putin: Russia and Indonesia are Linked by Long-standing and Close Ties". Setkab. 19 May 2016. بياځلي په 4 March 2022.
  51. "The Russia–Vietnam comprehensive partnership". East Asia Forum (in انګليسي). 9 October 2012. بياځلي په 4 March 2022.
  52. "Russian-Vietnamese relations on the rise — Putin". tass.com. بياځلي په 4 March 2022.
  53. Welle (www.dw.com), Deutsche. "Russia's new role in Afghanistan | DW | 2 March 2016". DW.COM (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 4 March 2022.
  54. "Hamid Karzai and the Russia Connection". The Diplomat. 3 November 2017.
  55. America's Failed (Bi-Partisan) Russia Policy by Stephen F. Cohen, HuffPost
  56. "EUROPE : Chechnya Summons Uneasy Memories in Former East Bloc : Ex-Soviet satellites look warily on the Russian offensive. Their fears create a new urgency for membership in NATO". Los Angeles Times (in American English). 14 January 1995. بياځلي په 12 April 2021.
  57. "Irony Amid the Menace | CEPA" (in American English). 26 May 2020. بياځلي په 12 April 2021.
  58. "Putin: supports for Kosovo unilateral independence "immoral, illegal"". Xinhua News Agency. 14 February 2008. بياځلي په 25 February 2008.
  59. "Putin calls Kosovo independence 'terrible precedent'". The Sydney Morning Herald. 23 February 2008.
  60. "Address by President of the Russian Federation". President of Russia.
  61. "Why the Kosovo "precedent" does not justify Russia's annexation of Crimea". Washington Post.
  62. "Putin pays late-night visit to 'old friend' Berlusconi". 17 October 2014.
  63. "Silvio Berlusconi and Vladimir Putin: the odd couple". Financial Times. 2 October 2015.
  64. "West in "medieval crusade" on Gaddafi: Putin Archived 23 March 2011 at the Wayback Machine.." The Times (Reuters). 21 March 2011.
  65. "Putin Congratulates Trump on Victory and Hopeful of Better Ties". Bloomberg L.P. 9 November 2016. بياځلي په 18 May 2017.
  66. "The top four reasons Vladimir Putin might have a grudge against Hillary Clinton". National Post. 16 December 2016.
  67. "Why Putin hates Hillary". Politico. 26 July 2016.
  68. Englund, Will (28 July 2016). "The roots of the hostility between Putin and Clinton". The Washington Post.
  69. "Vladimir Putin likely gave go-ahead for U.S. cyberattack, intelligence officials say". CBS News. بياځلي په 18 May 2017.
  70. "Vladimir Putin says US-Russia relations are worse since Donald Trump took office". The Independent. 12 April 2017.
  71. "US-Russia relations fail to improve in Trump's first year and they are likely to get worse". The Independent. 19 January 2018.
  72. "Putin's Image Rises in US, Mostly Among Republicans". Gallup. 21 February 2017.
  73. Middelaar, Luuk van (26 June 2020). "Poetin is politicus, en dus historicus". NRC Handelsblad.
  74. Putin, Vladimir (18 June 2020). "The Real Lessons of the 75th Anniversary of World War II". The National Interest.