کې جي بي (KGB)
د بهرنیو چارو د امنیت کمیټه یا په لنډه توګه ( انګلیسي : KGB ) د 1954 د مارچ له 13 نیټې نیولې بیا د 1991 د ډسمبر تر 3 نیټې پوري د شوروي اتحاد اړوند یوه امنیتي او استخباراتي اداره وه. د پخوانیو ادارو لکه Cheka, GPU, OGPU, NKGB, NKVD او MGB د مستقیم ځایناستي په توګه دا اداره د شوري اتحاد د وزیرانو په شورا پوري تړلې وه.
عمومي مالومات | |
---|---|
هېواد | |
ځایناستی د | |
ځایناستی |
د ړنګېدو وخت |
---|
برخې |
---|
Central Intelligence Service of the USSR (en)
State Border Protection Committee of USSR (en)
KGB of RSFSR (en)
Committee for State Security of the Belarusian Soviet Socialist Republic (en)
Security Service of Ukraine (en)
State Security Committee of the Republic of Belarus (en)
National Security Committee of the Republic of Kazakhstan (en)
کې جي بي "د اتحادي-جمهوریت د قضاء" اړوند لویه دولتي اداره وه، چي داخلي امنیت، بهرني استخبارات، د استخباراتو ضد او د پټو پولیسو دندي یې ترسره کولې. ددې ادارې سره نښتو دفترونو د روسیې SFSR پرته د شوروي اتحاد په هر جمهوریت کي فعالیت کاوه، چیري چي به د KGB مرکزي دفتر، ډیری اړوند وزارتونو، دولتي کمیټې او دولتي کمیسیونونو هم شتون درلود.
کې جي بي اداره په اصل کي یو نظامي خدمت وو چي د اردو د قوانینو او مقرراتو په ډول د شوروي اردو یا MVD داخلي سرتیرو په څیر اداره کېدی. پداسي حال کي چي د KGB ډیری آرشیفونه لا اوس هم محرم پاته دي، خو دوې آنلاین مستندي سرچینې یې شتون لري. [۱]
ویل کیږي چي د کې جي بي اصلي دندي د بهرنیو استخباراتو چاري، عملیاتي پلټنیز فعالیتونه، د شوروي اتحاد د دولت د پولو ساتنه، د کمونست ګوند او د شوروي حکومت د مرکزي کمیټې د مشرتابه ساتنه، د حکومت د اړیکو تنظیم او امنیت او همدارنګه د ملتپال، مخالف، مذهبي او نورو شوروي ضد فعالیتونو په وړاندي مبارزه وه. د 1991 کال د دسمبر په 3 نېټه کې جي بي په رسمي توګه له منځه ولاړه او په نوې روسیه کي د بهرنيو استخباراتو خدمت (SVR) رامنځ ته سو، چي ورپسې د فدرالي امنیت خدمت (FSB) په نوم نوي ځایناستي ادارې یادي چاري په غاړه واخیستې.
- ↑ JHU.edu Archived 25 April 2011 at the Wayback Machine., archive of documents about the Communist Party of the Soviet Union and the KGB, collected by Vladimir Bukovsky.