د شوروي اتحاد کمونيست ګوند

xد شوروي اتحاد کمونيستي ډله يا CPSU چې د خپل تاريخ په اوږدو کې په بېلابېلو نورو نومونو سره هم يادېږي، د شوروي اتحاد بنسټ اېښودونکې او حاکمه ډله وه. ياده ډله تر ۱۹۹۰ ز کلونو پورې تر هغه مهاله د شوروی اتحاد يوازينۍ حاکمه ډله وه، چې د خلکو د استازو کانګرس د ۱۹۷۷ ز کال شوروي اساسي قانون ۶ ماده تعديل کړه، چې پخوا يې CPSU ته پر سياسي نظام باندې باندې انحصاري واک ورکړی و.

ياده ډله د روسي سوسيال ديموکراتيک کارګر ډله کې خپلې رېښې لري. د کارګرو ذکر شوې ډله، په ۱۸۹۸ ز کال کې هغه مهال جوړه شوه، چې روسيه د يوې بشپړې ګډوډۍ له مخې اداره کېدله. د تزار خلاف پراخه نظريه د دې ډلې په لومړنۍ وده [پيل] کې محرک عامل و. روسان په ټول سياسي منظر کې په ذکر شوې ډله راټول شول، لکه مارکسيستانو، سوسياليستانو او منځلارو خپلې ليکې جوړې کړې. د کمونيستي ډلې د غړو د بندي کولو او ان اعدامولو په ګډون د تزار د بې رحمه ظلم تر څنګ RSDLP (د روسي سوسيال ديموکراتيک کارګر ګوند) په پټه ودې ته ادامه ورکړه. په لومړيو کې يادې ډلې په يوې واحداو راښکونکې ډول عمل پيل کړ، مګر په ۱۹۰۰ ز کال کې د ډلې په يووالي کې درزونه راښکاره کېدل پيل شول. د Vladimir Lenin په نوم مخکښ مارکسيست د اوښتونيز [انقلابي] چل او نظريې په اړه له نورو سره په خونړيو بحثونو کې ښکېل شو. لينن باور درلود چې د يوې کوچنۍ کمېټې په مشرۍ ډله بايد هغه ګاډۍ [وسيله] وي، چې د سوسياليست اوښتون د راوړلو او تزار بې برخې کولو په موخه له کارګرې ډلې څخه ګټه [کار] واخلي. د بنسټيز سمون غوښتونکي دا نظريات په لومړيو کې نامنلي او نامشهور و او په RSDLP کې يې نوموړی [لينن] لا زیات ورټه. [۱][۲][۳][۴]

د لينن مخالفانو چې د ډلې په مشرۍ کې يې اکثريت درلود، د نوموړي نظريې ته زړه ښه نه کړ او ځواک ته د هغه يوه روښانه لاره يې ونه منله. پر دې له پوهېدلو څخه وروسته چې نوموړی د خپل بحث موضوع پر مخ وړلو وړتيا نه لرله، لينن او پلويانو يې په ۱۹۰۳ ز کال کې په ډله کې يو بېلتون رامنځته کړ. د لينن نوې ډله چې اوس د بلشويکانو (ډېری) په نوم يادېږي، د مارکس په اړه د لينن د تعبير ملاتړ وکړ او نوموړي ته ورته راډيکال نظريات يې خپل کړل. ذکر شوي بيلتون د بلشويکانو (ډېری) يو څه زياته منځنۍ ډله هم رامنځته کړه. په ۱۹۱۷ ز کال کې د تزار له ګوښه کېدنې او د WWI په له منځه وړلو کې د لنډمهالي حکومت بې پايلېتوب څخه وروسته، بلشويکانو د اکتوبر اوښتون کې واک تر لاسه کړ. بلشويکان چې اوسمهال د يو حکومت په توګه عمل کوي، د نوم بدلون تجربه کړ او راتلونکی کال د کمونيستې ډلې په نوم ياد شول. روسيه اوس د کمونيزم پلويو او خلاف ډلو تر منځ په يوې خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکېل وه، چې د بلشويک په بريا سره پای ته ورسېده. يادې کورنۍ جګړې په ۱۹۲۲ ز کال کې د شوروي اتحاد جوړښت وليد او د شوروي اتحاد بنسټ ايښودونکي کمونيستان وروسته هغه يوازينۍ قانوني ډله شوه، چې د راتلونکي ۷۴ کلونو لپاره پاتې شوه. د ۱۹۹۱ ز کال اګسټ پر ۲۹ د CPSU سخت درېځو يوې ډلې د هغه وخت د عمومي منشی Mikhail Gorbachov د منځه وړلو په موخه وروسته تر هغې د کودتا هڅه وکړه، چې ګرباچوف په ختيځه ډله کې د شوروي شتون لږ کړ. له کودتا څخه نږدې درې مياشتې وروسته د نومبر په ۶ مه ياده ډله غير قانوني وګڼل شوه او په خپله شوروي اتحاد د د ډسمبر په ۲۶ مه ړنګ شو. [۵]

CPSU د ديموکراتيک منځلاري اصالت پر بنسټ يوه کمونيستي ډله وه. د لينن له لوري درک شوی دا اصل د ډلې دننه د ديموکراتيک او د تګلارې اړوند مسئلو په اړه آزاد بحث او ورپسې د هوکړه شويو تګلارو په پياوړتيا کې د ټول يووالي غوښتنه رانغاړي. په CPSU کې تر ټولو لوړ مقام د ګوند کانګرس (Party Congress) و، چې په هرو پينځو کلونو کې به يې غونډه کوله. د کانګرس له دورې څخه مخکې يې مرکزي کمېټه ځايناستې وه. دا چې مرکزي کمېټې په کال کې دوه ځلې ناسته کوله، زياتره ورځني مسئوليتونه او دندې په Politburo (اوسني رئيسه پلاوي)، سکرتريت او د شوروي اتحاد د کمونيستې ډلې د مرکزي کمېټې سازماني اداره (Orgburo) کې تر ۱۹۵۲ ز کال پورې ټاکل شوې وې. د ډلې مشر د حکومت رئيس و او د عمومي منشي، لومړي وزير يا د دولت د رئيس يوه يا اوس مهال له ذکر شويو دندو څخه دوه دندې تر لاسه کولې، مګر په يو وخت کې يې هيڅکله درې واړه دندې نه شوې تر لاسه کولی. همدارنګه د ډلې مشر د CPSU رئيسه هئيت ريښتينی رئيس او د شوروي اتحاد اجرائيه رئيس و. د ډلې او دولت (د شوروي اتحاد د وزيرانو شورا) تر منځ د ځواک پر لېږد متمرکز کړکېچ هېڅکله په رسمي ډول حل نه شو.

په ۱۹۲۲ ز کال کې د شوروي اتحاد له جوړېدلو څخه وروسته لينن يو ګډ يا مخلوط اقتصاد وړاندې کړ، چې په عام ډول د نوي اقتصادي سياست په نوم يادېده. ياد سياست د پانګه والۍ لارو چارو ته لاره هواره کړه چې په اقتصادي ډول پرمختللي هېواد کې سوسياليزم د يو عملي کسب رامنځته کولو په موخه اړينو حالتو ته پرمختګ ورکولو لپاره د کمونيست ګوند تر لارښوونې لاندې بيا پيل شي. په ۱۹۲۹ ز کال کې Joseph Stalin د مارکس او لينن پلوې ډلې (Marxism-Leninism) مشر شو. ياده ډله چې د جرمني فيلسوف او د اقتصادي نظرياتو پوه Karl Mark او لينن د نظرياتو ټولګه وه، د ګوند د لارښود نظريې په توګه رسمي شوه او د خپل شتون تر پای پورې پاتې شوه. نوموړي ګوند سوسياليستي دولت ته ادامه ورکړه، چې له مخې يې ټول صنعتونه ملی شول او حاکم اقتصاد پلی شو. له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته له بيارغونې څخه وروسته ځيني سمونونه عملي شول، چې د Nikita Khrushchev تر واکمنۍ لاندې يې اقتصادي پلان جوړونه نامتمرکز کړه او شوروي ټولنه يې په ټوله کې لېبرالي کړه. په ۱۹۸۰ ز کال کې روانې سړې جګړې، په متحده ايالتونو او نورو لويديځو اروپايي ځواکونو سره د هستوي وسلو روانې سيالۍ او په اقتصاد کې د نامعلومه ناوړتياوو په ګډون بېلابېلو عواملو د Alexei Kosygin تر واکمنۍ لاندې او له دې ورهاخوا په Lenoid Brezhnev او مخ پر وده ماتو (سرخورده ګيو) سره، ولاړې [رکود] اقتصادي ودې ته لاره هواره کړه. وروسته له هغې چې ځوان پياوړي Mikhail Gorbachev په ۱۹۸۵ ز کال کې (د Yuri Andropov او Konstantin Chernenko په نومونو سپين ږيرو مشرانو له دوه لنډمهالو دورو څخه وروسته، چې په پرله پسې ډول په چټکۍ مړه شول) مشري تر لاسه کړه، د شوروي د ځوړند اقتصادي نظام يو ځل بيا د بازار اقتصاد باندې د بدلولو په موخه يې ګړندي ګامونه واخيستل. ګرباچوف او متحدينو يې د “perestroika” په نوم خپرونې له لارې، د لينن د پخواني «نوې اقتصادي کړنلارې» ته ورته د اقتصاد پېژندنه يا بيارغونه وړاندې کړه، مګر سمونونه يې د ګڼ نوماند ټاکنو په بنسټ سره د ډلې ځواک کمزوري کولو او د شوروي اتحاد له ړنګېدلو څخه وروسته ياده ډله د RSFSR د وروستي ولسمشر Boris Yeltsin او د ځايناستي روسي فدراسيون د رانغاړونکي ديموکراتيک او ازاد بازار اقتصاد د يو رغونکي راتلونکي ولسمشر له لورې د ډلې بندولو [تحريمولو] ته لاره هواره کړه.

د ۱۹۹۰ ز لسيزې په لومړيو کې يو شمېر سببونو د CPSU د واک له لاسه ورکولو او شوروي اتحاد ړنګېدلو کې مرسته وکړه. ځينو تاريخپوهانو ليکلي دي، چې د ګرباچوف د glasnost (سياسي څرګندوالي) تګلاره بنسټيز سبب و. دوی ذکر کوي چې يادې تګلارې پر ټولنې باندې اداره کمزورې کړه. ګرباچوف نظر ورکړ، چې له سياسي څرګندوالي پرته اقتصادي بيارغونه [perestroika: د ميخايل ګرباچوف د اقتصادي سمون خپرونه] په هر حال له ناکامۍ سره مخامخ وه. نورو په کمونيستي نظريه کې د عمومي ګڼه ګوڼې له لارې اقتصادي رکود او د عقيدې راتلونکې له لاسه ورکوونه پړه کړې ده.  د CPSU د شتون په وروستي کال کې د روسيې د فدرالي وګړو کمونيستي ډلې د روسيې د شوروي اتحادي سوسياليستي جمهوريت په کمونيستي ډلې سره يو ځای شوې. د CPSU د له منځه تلنې څخه وروسته د اتحاديې د جمهوريتونو کمونيستي ډلې خپلواکه شوې او د سمون راز راز تګلارې يې وزغملې. په روسيه کې د روسي فدراسيون کمونيستي ګوند راپورته شو او تر نن ورځې پورې د CPSU د پخواني بلشويک ميراث د وارث په توګه په پام کې نيول کېږي. [۶]

سرچينې سمول

  1. "Glossary of Organisations: Ru". www.marxists.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Formation of Russian social-democratic workers' party: the appearance of Bolshevik and Menshevik factions witin the Party (1901-1904)". Library of Congress, Washington, D.C. 20540 USA. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Russian Social-Democratic Workers' Party | political party, Russia | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ch'o-Hsüan, Jen; Ts'ao, Ignatius J. H. (1970). "The Introduction of Marxism-Leninism into China: The Early Years, 1919-1924". Studies in Soviet Thought. 10 (2): 138–166. ISSN 0039-3797. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Lenin: A Brief Outline of the Split in the R.S.D.L.P." www.marxists.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Справочник по истории Коммунистической партии и Советского Союза 1898 – 1991" [A Handbook on the History of the Communist Party and the Soviet Union 1898 – 1991]. Knowbysight.info (په روسي ژبه کي). 4 February 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)