جودو "پستې او نرمې لارې" ته وايي، خو په دې ختيځه جنگي لوبه کې چې يو سيال په کې له وسلې پرته د بل د بې رحمه وهلو ماهرانه ننداره وړاندې کوي، هېڅ ډول پوستوالى او نرمي نه ليدل کېږي. دا لوبه په جاپان کې رامنځ ته شوې او پخه شوې ده او د حيرانۍ وړ نه ده چې همدغه هېواد په کې له کله نه چې جودو پر ١٩٦٤ کال د اولمپيک برخه گرځېدلې، تر ټولو ډېر طلايي مډالونه گټلي دي.

دا یو پيچلی سپورت دی چې نومرې په کې په غورځولو، نيولو او ټينگ ساتلو ورکول کېږي او پياوړتيا، چلونه، ځاني نظم او د تېري روحيه ټول په کې بنسټيزه ونډه لري. د نورو جنگي لوبو په څېر په جودو کې سیال ته درناوی مهم عنصر دی او سيالي يې يو بل ته د سر په ټيټولو پيل او په همدغه ډول پايته رسېږي. د لوبې موخه داده چې سيال د هغې توشکې له پاسه چې تاتامي نومېږي، پر ځمکه راغوځار شي. لوبه د نارینه وو لپاره پنځه او د ښځو لپاره څلور دقیقې دوام کوي او موخه دا ده چې پر شا د سيال په غوځارولو او د ٢٥ ثانيو لپاره د هغه د ټينگ ساتلو او يا يې مخکې د تسليمولو له لارې پوره نومره چې "آيپون" ورته وايي، تر لاسه شي. په جاپان کې تر ټولو مشهور جودو کوونکی یاسوهیرو یاماشیتا دى چې په ۲۰۳ پرله پسې پاړيو کې بريالى ختلى او پر ۱۹۸۴ کال یې د لاس انجلېس په اولمپیک کې د زنگانه له سخت ټپ سره سره، د سرو مډال گټلى و.

سرچينه

سمول

د بي بي پښتو ښوونيز رپوټونه