هلموت کوهل

هلموت یوزف میشائل کوهل (۳ اپرېل ۱۹۳۰- ۱۶ جون ۲۰۱۷ زکال) جرمنی سیاستوال و چې له ۱۹۸۲ زکال څخه یې تر۱۹۹۸ زکال پورې د جرمني د لومړي وزیر او له ۱۹۷۳ څخه یې تر ۱۹۹۸ زکال پورې د عیسوي دیموکراتیک اتحاد (CDU) د مشر په توګه خدمت وکړ. د جرمني د لومړي وزیر په توګه د هغه د واکمنۍ ۱۶ کلنه دوره د اتو فون بیسمارک له واکمنۍ وروسته تر ټولو اوږده دوره وه چې د سړې جګړې پر پای، د جرمني په بیاځلي یوځای کېدو او د اروپایي اتحادیې په رامنځته کېدو یې څارنه کوله.

هلموت کوهل
(الماني: Helmut Josef Michael Kohl د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هلموت کوهل
هلموت کوهل

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Helmut Josef Michael Kohl د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۳ اپرېل ۱۹۳۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 16 جون 2017 (87 کاله)[۱۴][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د وايمار جمهوريت (–۳۰ جنوري ۱۹۳۳)
نازي جرمني (۳۰ جنوري ۱۹۳۳–۸ مې ۱۹۴۵)
لوېديځ جرمني (۸ مې ۱۹۴۵–۳ اکتوبر ۱۹۹۰)
جرمني (۳ اکتوبر ۱۹۹۰–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 195 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وزن 150 کيلوګرامه   د (P2067) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه آلماني ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه [۱۶][۱۷][۱۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج   د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هلموت کوهل
هلموت کوهل

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (آلماني ژبه )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کوهل په ۱۹۳۰ زکال کې د Ludwigshafen سیمې په یوه کاتولیکه کورنۍ کې وزېږېد، په ۱۹۴۶ زکال کې د شپاړسو کلونو په عمر له CDU سره یوځای شو. هغه په ۱۹۵۸ زکال کې له هایډلبرګ پوهنتون څخه د تاریخ په برخه کې دکتورا واخیسته او د یو بشپړ مهالي سیاستوال په توګه له کار پیل کولو وړاندې یې د سوداګریز مدیر په توګه کار وکړ. په ۱۹۵۹ زکال کې د راینلنډ – فالنس ایالتي پارلمان د تر ټولو ځوان غړي په توګه وټاکل شو او له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۶ زکال پورې یې د راینلنډ – فالنس ایالت د رئیس الوزار په توګه دنده ترسره کړه. نوموړی چې د ۱۹۶۰ مې لسیزې او د ۱۹۷۰ مې لسیزې د لومړیو پر مهال په CDU کې د یو مترقي کس په توګه پېژندل کېده، په ۱۹۷۳ زکال کې د ګوند د ملي رهبر په توګه وټاکل شو. وروسته له هغه چې نوموړي د ګوند مشري ترلاسه کړه، په مخ پر زیاتېدوني ډول یې محافظه کاره څېره خپله کړه. د ۱۹۷۶ زکال او ۱۹۸۰ زکال په فدرال ټاکنو کې د هغه ګوند ښه وځلېد، خو د سوسیال دیموکرات هلموت شمیت سوسیال لیبرال دولت په واک کې پاتې شو. وروسته له هغه چې په ۱۹۸۲ زکال کې شمیت د لیبرال FDP ګوند ملاتړ له لاسه ورکړ، کوهل د نه باور د برخلیک ټاکونکې رایې پر بنسټ لومړی وزیر وټاکل شو او له FDP سره یې ائتلافي حکومت رامنځته کړ. کوهل په ۱۹۸۵ زکال او ۱۹۲۲ زکال کې د جي اووه هېوادونو د ناستې مشري پر غاړه لرله.

د لومړي وزیر په توګه، کوهل د اروپا یو موټي توب په ځانګړې توګه د فرانسې- جرمني اړیکو ته ژمن و، هغه همدارنګه د متحده ایالاتو ثابت قدمه ملاتړی و او د شوروي اتحاد د کمزوري کولو لپاره یې د رونالډ ریګان د تهاجمي سیاستونو ملاتړ کاوه. د ۱۹۸۹ زکال له انقلابونو وروسته د هغه ادارې قاطعانه عمل وکړ او په ۱۹۹۰ زکال کې د جرمني په بیاځلي اتحاد یې هغو ته د پای ټکی کېښود. کوهل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا میتران د ماستریخت هوکړې له بنسټګرانو څخه و چې له امله یې اروپايي ټولنه او یورو پولي واحد رامنځته شول. کوهل همدارنګه د اروپا د ختیځ په پراختیا کې مرکزي رول درلود او د هغه دولت د کرواسي، سلوانیا او بوسنیا هرزګوینا د خپلواکۍ له اعلانولو وروسته د نړیوالو له خوا د هغو د په رسمیت پېژندلو په موخه د هڅو مشري وکړه. هغه د بوسنیا د جګړې په ختمولو کې مهم رول ولوباوه. د هغه داخلي سیاستونه له ۱۹۹۰ زکال وروسته له یو موټي جرمني سره د پخواني ختیځ جرمني په ادغام تمرکز درلود او د خپل فدرال حکومت «لنډ مهالې» پلازمېنه یې له بن څخه برلېن ته ولېږدوله، په داسې حال کې چې هېڅکله یې هلته ژوند ونه کړ، ځکه دولتي ادارې تر ۱۹۹۹ زکال پورې هلته ولېږدول شوې. کوهل همدارنګه د هنر او کلتور په برخه کې فدرال بودیجه زیاته کړه. کوهل د لومړي وزارت له چوکۍ وروسته په ۱۹۹۸ زکال کې د CDU د افتخاري مشر په توګه وټاکل شو، خو په ۲۰۰۰ زکال کې یې له دغه ځایګي څخه وروسته له هغه استعفا ورکړه چې د واکمنۍ په دوره کې یې له CDU سره په پټه مالي مرستې افشا شوې او د هغه شهرت ته یې په هېواد کې دننه زیان واړاوه.[۱۹]

کوهل په ۱۹۸۸ زکال کې شارلماني جایزه ترلاسه کړه او په ۱۹۹۸ زکال کې د اروپايي شورا له خوا ورته د اروپا د افتخاري وګړي نوم ورکړل شو. د هغه له مړینې وروسته په ستراسبورګ کې هغه په لومړي او یوازني اروپايي دولتي اقدام ویاړمن شو. کوهل د متحده ایالاتو د ولسمشرانو جورج اچ ډبلیو بوش او بېل کلېنټون له خوا «د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د تر ټولو لوی اروپایي رهبر» په توګه توصیف شو.[۲۰][۲۱][۲۲]

د جرمني لومړی وزیر، ۱۹۸۲ – ۱۹۹۸ زکال سمول

واک ته رسېدل او د هغه لومړۍ کابینه، ۱۹۸۲-۱۹۸۳ زکال سمول

د ۱۹۸۲ زکال د اکټوبر په لومړۍ نېټه CDU د نه باور د برخلیک ټاکونکې رایې وړاندیز وکړ چې د FDP له خوا یې هم ملاتړ وشو. دغه ګام واخیستل شو. درې ورځې وروسته بونډسټاګ نوې CDU/CSU-FDP ائتلافي کابینې ته رایه ورکړه او کوهل لومړی وزیر شو. د نوي ائتلاف دېری مهم جزیات د سپټمبر په ۲۰ مه مشخص شوي و، په داسې حال کې چې د یو شمېر راپورونو له مخې یو شمېر دغه جریانات د رایې ورکولو پر مهال د ارزونې په حال کې و. په داسې حال کې چې کوهل د اساسي قانون له مخې وټاکل شو، خو اړوند یې یو شمېر د نظر اختلافات رامنځته شول. FDP د ۱۹۸۰ زکال ټاکنیزې سیالۍ د SPD په خوا کې ترسره کړې او آن په یو شمېر تبلیغاتي پوسترونو کې یې د لومړي وزیر شمیت انځورونه لګولي و.

په ورته مهال یو شمېر دغو شکونو هم شتون درلود چې نوی دولت دې د اکثریت وګړو ملاتړ له ځانه سره ولري. په ځواب کې د نوي دولت موخه هر څومره ژر چې کېدلای شو، د نوو ټاکنو ترسره کول و. نظر پوښتنو د دې څرګندويي کوله چې واضح اکثریت ترلاسه شوی. له دې امله چې اساسي قانون یوازې د نه باور له رایې وروسته د پارلمان د منحل کېدو اجازه ورکوله، کوهل اړ شو یو بحث پارونکی بل حرکت ترسره کړي: هغه له لوړې کولو یوازې یوه میاشت وروسته د نه باور رایې غوښتنه وکړه چې د ممتنع والي له امله یې په قصدي ډول د خپل ائتلاف غړي له لاسه ورکړل. ولسمشر کارل کارسنتز د کوهل په غوښتنه بونډسټاګ منحل کړ او نوې ټاکنې یې ترسره کړې.[۲۳]

دا یو بحث پارونکی ګام و، ځکه د هغه د ائتلاف غړو چې یوه میاشت وړاندې یې هغه د لومړي وزیر په توګه ټاکلی و او غوښتل یې په پارلماني ټاکنو کې هغه بیاځلي د لومړي وزیر په توګه وټاکي، داځل یې غوښتل هغه رد کړي. په ورته مهال، دغه پړاو د جرمني د اساسي قانون د فدرال محکمې له خوا د یوې قانوني وسیلې په توګه تائید کړ چې بیاځلي په ۲۰۰۵ زکال کې د SPD د لومړي وزیر ګرهارد شرودر له خوا پلې شوه.[۲۳]

دویمه کابینه ۱۹۸۳- ۱۹۸۷ زکال سمول

د ۱۹۸۳ زکال د مارچ میاشتې په فدرال ټاکنو کې کوهل د پام وړ بریا خپله کړه. CDU/CSU ۴۸.۸٪ رایې خپلې کړې، په داسې حال کې چې FDP ۷٪ رایې خپلې کړې. په بونډسټاګ کې اپوزیسیون د اساسي قانون له فدرال محکمې وغوښتل، څو دغه ټول بهیر د اساسي قانون خلاف اعلان کړي. محکمې د هغوی ادعا رد کړه، خو د ورته حرکاتو لپاره یې په راتلونکي کې یو شمېر محدودیتونه وټاکل. د کوهل دویمې کابینې یو شمېر بحث پارونکې طرحې له دې ډلې د ناټو د منځنۍ کچې توغندیو نصب، د سولې د خوځښت د مهمو مخالفینو پر ضد اجرا کړې.[۲۴]

د ۱۹۸۴ زکال د سپټمبر په ۲۲ مه نېټه، کوهل د فرانسې د ولسمشر فرانسوا میتران سره په ورډن کې، چېرې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د فرانسې او جرمني ترمنځ د ورډن جګړه وشوه؛ ولیدل. په ګډه سره دواړو په دواړو نړیوالو جګړو کې په مړینو خواشیني څرګنده کړه. کوهل او میتران له یو بل سره نږدې سیاسي اړیکې جوړې کړې او د اروپا د یو موټي کېدو لپاره یې مهم رول ولوباوه. په ګډه سره دواړو د اروپایي پروژو لکه Eurocorps او Arte بنسټ کېښود. په ۱۹۸۵ زکال کې هغوی د نورو ۱۶ اروپايي هېوادونو د رهبرانو په خوا کې Eureka سازمان تاسیس کړ: د څېړنو او پراختیا هغه شبکه چې له ملي وزارتونو او ادارو څخه (له اروپايي اتحادیې جلا) جوړه وه او د مشترکو نړیوالو پروژو لپاره یې مالي اړتیاوې برابرولې. د فرانسې – جرمني همکارۍ د مهمو اروپايي پروژو لکه ماستریخت هوکړې او یورو لپاره حیاتي بڼه لرله.[۲۵][۲۶]

په ۱۹۸۵ زکال کې کوهل او د امریکا ولسمشر روڼالډ ریګان د اروپا د آزادۍ د څلوېښتمې کلیزې د لمانځلو د یوې برخې په توګه د جرمني او د هغه د پخواني دښمن (متحده ایالاتو) د ملګرتیا د پیاوړتیا د څرګندولو په موخه له یوبل سره ولیدل. [۲۷]

سرچينې سمول

  1. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118564595 — د نشر نېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6md0xms — subject named as: Helmut Kohl — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/180404668 — subject named as: Helmut Kohl — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ catalog code: 11001165 — د نشر نېټه: ۱۳ اپرېل ۲۰۱۸ — سرليک: Stammdaten aller Abgeordneten des Deutschen Bundestages
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Dr. Helmut Kohl — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/45a45a134da141fe9bc88bcff1ba4d40 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/kohl-helmut
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/kohl-helmut — subject named as: Helmut Kohl
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ subject named as: Helmuth Kohl — abART person ID: https://cs.isabart.org/person/79064
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0035826.xml — subject named as: Helmut Kohl — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. Salzburgwiki ID: https://www.sn.at/wiki/index.php?curid=28274 — subject named as: Helmut Kohl
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/197782 — subject named as: Helmut Kohl
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=32257 — subject named as: Helmut Kohl — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000011074 — subject named as: Helmut Kohl — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. Altkanzler Helmut Kohl gestorben — د نشر نېټه: ۱۶ جون ۲۰۱۷ — خپرونکی: Bild — د خپرولو نیټه: ۱۶ جون ۲۰۱۷
  15. https://cs.isabart.org/person/79064 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  16. Helmut Kohl (1930-2017) — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700928 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  18. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/99037283
  19. Chambers, Mortimer (2010). The Western Experience (الطبعة 10th). New York: McGraw-Hill Higher Education. OCLC 320804011. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-729117-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Page needed
  20. "Late German Chancellor Helmut Kohl to be honored with special European commemoration – News – DW – 18.06.2017". Deutsche Welle. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 16 May 2011 باندې). Clinton Praises Germany's Kohl at Berlin Award. Monsters and Critics
  22. (په 13 November 2006 باندې). 60 Years of Heroes: Helmut Kohl. Time Europe.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Geoffrey K. Roberts, "Outcomes of the Bundestag elections 1949–2005", in German politics today, Oxford University Press, 2013, کينډۍ:ISBN
  24. Jeffrey A. Engel, The Fall of the Berlin Wall: The Revolutionary Legacy of 1989, p. 47, Oxford University Press, 2011, کينډۍ:ISBN
  25. Dedman, Martin (2010). The Origins and Development of the European Union 1945-2008: A History of European Integration (په انګلیسي ژبه کي). Taylor & Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-43560-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. van Hoef, Yuri. "Friendship in world politics: Assessing the personal relationships between Kohl and Mitterrand, and Bush and Gorbachev". Amity: The Journal of Friendship Studies. 3:1: 72–75. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Deborah E. Lipstadt, "The Bitburg Controversy." American Jewish Year Book (1987): 21-37 online.