عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود

ملک عبدالعزيز چې بشپړ نوم يې عبدالعزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود و، د سعودي عربستان لومړنی پاچا و (26 نومبر، 1876[۵] – 9 نومبر، 1953) ((عربي: عبد العزيز آل سعود) ‘Abd al-‘Azīz Āl Su‘ūd) [۶] هغه ته په ټول وخت کې د ابن سعود په نامه خطاب کېده.[۷]

عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود
عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود
عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود

واک
د شخص مالومات
پيدايښت ۱۵ جنوري ۱۸۷۷[۱] او ۳ جنوري ۱۸۷۷
رياض   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 9 نومبر 1953 (76 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل د زړه حمله (ناروغي)   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت سعودي عربستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
مذهب اسلام [۲]  ويکيډاټا کې (P140) ځانګړنې بدلې کړئ
اولاد د سعودي عربستان فیصل ،  د سعودي عربستان خالد ،  د سعودي عربستان فهد ،  عبدالله بن عبدالعزیز آل سعود ،  سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود [۳]  ويکيډاټا کې (P40) ځانګړنې بدلې کړئ
کورنۍ سعودي کورنۍ (آل سعود)   ويکيډاټا کې (P53) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک پاچا ،  سياستوال ،  پوځي ځواک   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه عربي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه عربي ژبه [۴]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه سياست   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وفاداري سعودي عربستان   ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ

هغه په ۱۹۰۲ کې د خپل پلرني ښار رياض څخه د واکمنېدو هڅه پيل کړه او تر دې وروسته يې خپل واک وغځاوه او په ۱۹۲۲ کې يې د نجد پوره کنټرول په خپل لاس کې ونيوه تر دې وروسته يې په ۱۹۲۵ کې حجاز ونيوه او په همدې توگه يې نژدې ټول عربستان د خپل د واک په حلقه کې راوسته او ټول عرب قبايل يې متحده کړې او په ۱۹۳۲ کې يې د سعودي عربستان پاچايي جوړه کړه. د سعودي عربستان د پاچا په توگه يې په ۱۹۳۸ کې د تېلو لويې زېرمې په خپل هېواد کې وموندلې چې په همدغو تېلو يې گڼ شمېر انگرېزان او بهرنيان د واک تر څنگ ودرېدل. هغه د ۴۵ زامنو پلار هم و[۸]چې ډېری يې د عبدالعزيز آل سعود تر مړينې وروسته د سعودي عربستان د پاچايانو په توگه وگومارل شول.

سرچينې

  1. ليکوال: Robert Lacey — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.ISBN 978-0-15-147260-4
  2. موضوع: 1
  3. ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
  4. idRef پېژند: https://www.idref.fr/031316190 — خپرېدونېټه: ۱۱ مې ۲۰۲۰ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  5. د هغه زېږون نېټې په اړه بېلابېل نظريات او اختلافات دي. په عام ډول د ټولو لخوا د هغه د زېږون منل شوی کال 1876 دی، خو يو لږ شمېر سرچينې دي چې د هغه د زېږون کال 1880 ښيي. د برتانيوي ليکوال روبېرټ لېسي د کتاب The Kingdom له قوله يو مخور سعودي تاريخپوه داسې شواهد موندلي چې له مخې يې عبدالعزيز په 1891 کال کې يوه قبايلي عربي پلاوي سره اهمه غونډه کړې. همداراز دغه سعودي تاريخپوه دليل وړاندې کړی چې يو نهه يا لس کلن هلک نشي کولی چې د اهمو خلکو په غونډه کې گډون وکړي خو يو څوارلس کلن او يا پنځلس کلن زلمي ته اجازه ورکول کېږي چې په اهمو غونډو کې گډون وکړي. نو د همدې دليل پر بنسټ د 1876 نېټه نسبي سم زېږون کال خو دقيق کال نه دی. کله چې لېسي د خپل د کتاب د ليکلو په وخت کې د عبدالعزيز د يوه زوی سره مرکه کوله او له هغه يې د خپل د پلار د زېږون کال پوښتنه کړې وه نو هغه وييل چې کله چې دوی له خپل پلاره د هغه د زېږون نېټې په اړه پوښتنې کولې نو هغه به خندل او خپل د زېږون کال به يې 1880 څرگنداوه. د عبدالعزيز پاچا ځواب دا وه چې ما د خپل د ژوند ۴ لومړني کاله وخوړل
  6. Current Biography 1943, pp. 330–34
  7. ابن سعود يانې د سعود زوی (see Arabic name), was a sort of title borne by previous heads of the House of Saud, similar to a Scottish clan chief's title of "the MacGregor" or "the MacDougall". When used without comment it refers solely to Abdul-Aziz, although prior to the capture of Riyadh in 1902 it referred to his father, Abdul Rahman (Lacey 1982, pp. 15, 65). Al Saud has a similar meaning (family of Saud) and may be used at the end of the full name, while Ibn Saud should sometimes be used alone.[سرچينه پکارده]
  8. "King Abdul Aziz family tree". Geocities.ws.