د زړه حمله (ناروغي)

د زړه حمله ( انګریزي: Heart attack) یوہ خطرناکه ناروغي ده. دا ناروغي هغه وخت منځ ته راځي کله چې د زړه هغه واړه رګونه چې پخپله زړه (د زړه عضلاتو) ته وينه او اکسېجن رسوي، يودم بند شي. کله چې دا پېښه وشي نو د زړه هغه برخه يا ساحه چې معمولاً به نوموړي بند شوي رګ وينه ور رسوله زيانمنه کيږي او يا که پخپل وخت رګ خلاص نشي مړه کيږي. د زړه حمله اصلاً د زړه د رګونو يا شريانونو ناروغي ده.

Heart attack-NIH د ناروغه زړه انځور

د زړه د حملې علتونه سمول

د زړه مهمه دنده ټول بدن ته د پاکې (اکسیجن لرونکې) ویني پمپ کول دي. زړه د یو غټ رګ له لارې ټول بدن ته پاکه وینه پمپ کوي. د همدغه غټ رګ څخه دوه نور کوچني او نازک رګونه خپله زړه ته هم ور جلا شوي دي، چې د همدې رګونو په مرسته د زړه عضلو ته هم پاکه “اکسیجن لرونکې” وینه رسېږي. د وخت په تېرېدو همدغه نازک رګونه د غوړ لرونکو موادو او یا نور کیمیاوي موادو له کبله چي په وینه کې موجودې دي تنګوالی اختیاروي او د ډېرې مودې په تېرېدو سره همدغه مواد د دغه دوو نازکو رګونو څخه د یوه یا دواړه په سطحه نښلي او بلاخره بندېږي. کله چې بندښت را منځته شو، نو زړه ته اکسیجن لرونکې وینه نه رسیږي او په تعقیب یې په سینه کې شدید درد رامنځته کېږي. همدا حالت ته د زړه د حملې “Heart attack” علت ګرځي.

د زړه د حملې نښې سمول

د زړه حمله ځينې څرګند نښې لري، چې له ځينو څخه به یې دلته یادونه وشي. کله چې یو ناروغ چې د زړه حمله لري لاندې نښي او نښانې پکښي لیدل کيږي.

۱ ـ ناروغ د سینې په منځنۍ برخه کې د شدید درد احساس کوي. دغه درد په ځینو حالاتو کې غاړې، زنې، چپ لاس خواته او یا شا طرف ته هم خپرېږي او یا کیدای شي دواړو خواوو ته خپور شي.

۲ ـ د درد وصف يې داسي وي، چې که په روغتون کې د ناروغ څخه پوښتنه وشي چې تاسو څنګه درد احساسوئ؟ ځينې وايي چې داسې احساسوم لکه دوو نفرو چې مي په سینه کې پړي اچولي وي او یو یې یوې خوا او بل یې بلې خوا ته کشوي. ساه مې ورسره تنګېږي. د ځینې نورو ځواب ممکن داسې وي، چې ووایي احساس کوم لکه یو چا چې مې پر سینه غټ کاڼی ایښي وي او ساه مې ورسره تنګېږي.

۳ـ ممکن پر ناروغ مړې مړې خولې هم تويې شي. د زړه د حملې په ناروغانو کې لاندې احتمالي نښې نښانې هم موندلای شو. سر درد خولې خوا ګرځېدل د سينې درد، چې لاس یې ټینګ پر سينه نيولی وي. البته دغه درد د شکرې په ناروغانو کې ډېر شدید نه وي.

۴ـ د مخ رنګ الوزي او نارمل سوروالي د لاسه ورکوي ساه لنډۍ داسې احساس کول چې ژوند یې پای ته رسيدلی، یعنې د مړينې احساس کول.

لومړنۍ درملنه سمول

که چېرې تاسو په یوه شخص کې پورتنۍ نښې نښانې وليدې؛ نو لومړی که چیري دا ناروغ شخص ولاړ وي کرار یې کښينوئ او شاته یې یو څیز کښېږدئ تر څو ډډه ورته ولګوي. له دې سره ـ سره ژر تر ژره د اسپرین ګولۍ ورکړئ، چې وه یې ژوي. تر دې وروسته یې مربوطه روغتون ته ورسوئ، تر څو ناروغي یې تشخیص او درملنه یې پیل شي او په دا ډول به د ناروغ ژوند وژغورل شي.