سعودي کورنۍ (آل سعود)

سعودي کورنۍ یا آل سعود د سعودي عربستان د پاچاهۍ کورنۍ نوم دی، چي نسب یې محمد بن سعود ( د درعیه د امارت بنسټ ایښودونکی چي د لومړي سعودي دولت (1727-1818) په نوم هم پیژندل سوی) او د هغه وروڼو ته رسیږي. د آل سعود ټبر د لرغوني بنو حنیفه قبیلې یو ښاخ دی [۱] چي په سعودي عربستان کي د مطلقه پاچاهۍ څخه برخمن بلل کیږي او د کورنۍ د غړو شمیر یې د 10,000 څخه تر 20,000 پورې اټکل سوی دی. ددې کورنۍ د اصلي شتمني ډیره برخه د شاوخوا 2000 کسانو په لاس کي ده او شتمني یې له 500 ملیارد ډالرو څخه تر 3 ټریلیون ډالرو پوري اټکل سوې ده. په دې شمیره کي د سعودي آرامکو چي د دولتي تیلو او ګازو شرکت بلل کیږي او د فوسیل د تیلو د زیرمو پراخه شتمني دواړه شامل دي.

سعودي کورنۍ (آل سعود)
آل سعود (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
نور اړين مالومات
برخې
Al Jiluwi (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
بنسټګر

د واکمنۍ له اړخه د آل سعود کورنۍ واک څلور مرحلې درلودې لکه : د درعیې لومړی امارت (۱۴۴۶-۱۷۴۴)، د درعيې ستر امارت (1727-1818) چي د سلفيزم د پراخوالي له امله مشهوره دی، د نجد امارت (۱۸۲۴-۱۸۹۱) چۍ د پرله پسې داخلي جګړو له امله مشهوره وو او اوسنی حالت چي په 1932 کي یې د سعودي عربستان پاچهي رامنځته کړه.

د یادوني وړ ده چي د سعودي کورنۍ مشرانو په معاصر تاریخ کي له عثماني خلافت او یو شمېر شیعه او سني مسلمانو ډلو سره خونړي جګړې او سخت اختلافات درلودلي دي، او ددې په مقابل کي یې بیا له انګرېزانو، متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو سره ښې اړیکي درلودې.

  1. Al-Rasheed, Madawi (2021). The son king : reform and repression in Saudi Arabia. New York, NY. ISBN 978-0-19-755814-0. OCLC 1192311816. Archived from the original on 2023-10-01.