عبدالرازق پالوال

عبدالرازق پالوال (۱۳۱۷ لېږديز لمریز کال، کندهار) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، څېړونکی او د کابل پوهنتون ښووند (استاد) دی.

مخينه سمول

ډاکټرعبدالرازق پالوال د حاجي عبدالخالق زوی، پر کال ۱۳۱۷ ل ل کال د کندهار ښار په کاکړو کوڅه کې زېږېدلی او ډېر وخت يې په بامیزو کوڅه کي تېر کړی دی. په ۸ کلنۍ کې د حاجي ميرويس هوتک نیکه په لېسه کې شامل شوی دی.

پالوال پر ۱۳۳۷ ل ل کال په لومړۍ نومره له یادې لېسې څخه فارغ او یو کال وروسته پر ۱۳۳۸ ل ل د کانکور ارموینې د ورکولو په پايله کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې شامل شو. نوموړي پر ۱۳۴۲ ل ل کال دغه پوهنځی هم په لومړۍ درجه پای ته ورساوه او همدلته د بشرپوهنې د ښووند (استاد) په توگه وگومارل شو.

استاد پالوال د کابل پوهنتون له خوا امریکا ته د لوړو زده کړو لپاره ولیږل شو. هلته يې د امریکا متحده ایالاتو په اريزونا پوهنتون کې د بشرپوهنې په څانگه کې لوړې زده کړې پای ته ورسولې، دوکتورا يې واخيسته، خپل هېواد ته راستون شو او په کابل پوهنتون کې یې د زده کړیالو روزني ته پاينه (ادامه) ورکړه.


دندې سمول

ډاکټر عبدالرازق پالوال د زده کړيالو د تدریس تر څنگ د کابل او سویس پوهنتونونو د یو تړون له مخې د سویس هېواد له خوا د افغانستان د ژبو د یو اطلس جوړولو لپاره په بدخشان او د هېواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې یو شمېر ژبې لکه بلوڅي، پشه يې، شوغني ،سنیچي، مونجي او پراچي ثبت کړې.

پالوال د ۱۳۵۸ ل کال په نیمايي کې له افغانستانه ووت او د جرمني هېواد په ایډلبورگ کې يې تر ۱۵ کاله زیات وخت تیر کړ. نوموړی استاد وروسته د پاکستان د بلوچستان د کډوالو په پنډغالي (سرخاب) کې له خپلې کډوالې کورنۍ سرپرستي پر غاړه واخیسته او په افغانستان کې د مخکني هېوادمشر حامد کرزي په مشرۍ د نوي ادارې تر فعالیدو وروسته کندهار ته راغی او هلته يې یو وار بیا د خپل هېواد په غېږ کې لیکوالۍ ته لستوڼي راپورته کړل.

د پالوال صاحب ډېری مقالې په طلوع افغان ورځپاڼه، کندهار مجله کې، په کابل او له هېواده د باندې په انگلیسي او جرموني ژبو هم خپرې شوې دي.

پالوال په ژبپوهنه کې د پراخې مطالعې څښتن دی او له پوهنځي څخه تر فارغېدو وروسته يې له ښاغلو پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار او بايزيد اڅک سره يوځای په هغه پروژه کې کارنده برخه اخيستې وه چې د يونسکو له خوا د افغانستان د ژبو د اطلس جوړولو په پار جوړه شوې وه. ارواښاد پوهاند ډاکټر محمد رحيم الهام ليکي چي «دې ډلې د افغانستان د رواو بانډو ته مخه وکړه او د گړدودپوهنې د څېړندود له علمي اصولو سره سم په ډېرو ناخوالو شرايطو کې د آرياني ژبو د گړدودونو په ثبتولو لگيا شول او د ژبني گړدوديز اطلس د تدوين لپاره يې ښايسته ښه مواد ثبت کړل .[۱]

پوهاند دوکتور زيار صاحب په دغه ډله کې د پالوال صاحب چار (نقش) ته ډېر اهميت ورکوي او خپل «تکړه ملگری» يې بولي (٢ب). دغه راز په ژبپوهنه کې هم د پالوال استعداد مني او وايي چې تر انتروپالوجۍ و ژبپوهنې ته ډېر تيار وو او دا چې هغه (پالوال) د ژبپوهنې لار پرېښووه او انتروپالوجي او اتنولوجي ته يې مخه کړه، افسوس کوي. [۲]

پوهاند عبدالشکور رشاد (رح) ليکلي دي چې د پښتوــ جاپاني قاموس ليکوال او د جاپان د شيمونوسکي نومي بندر په پوهنتون کې استاد نواتا تېڅوسن وايي: «زما د پښتو ژبې استاد ښاغلی عبدالرازق پالوال دی.[۳]

ډاکټر پالوال د (پښتو مصدر) په نامه يو نوښتگر اثر کښلی چي پر ١٣٥٠ ز کال د وږمې مجلې پر ځای د ژبو او ادبياتو پوهنځي له خواچاپ شوی دی. هغه د دغه کتاب تر ليکلو وړاندې يوازي پر ژبه ۱۳ درنې څېړنيزې مقالې کښلې وې.

ډاکټر پالوال د ( معياري پښتو) کتاب د کښلو انگېزه داسي بيانوي:

«کله چې به مې ورځپاڼه، مجله يا کتاب لوست، تېروتنو به يې زهيرولم. يا کله چې به مې د راديوگانو خپرونې اورېدلې، نو د ويندويانو تېروتنو به يې ځورولم. لکه پخوا اوس هم کله چې د پښتو په اورېدنې او لوستنې بوخت سم، پېښه بيا هم هغسې وي. په راديو او کتاب يا ورځپاڼه کې هر څوک خپله ځايي وگړيزه لهجه وايي ياليکي، يا له ځانه څخه نور څه وايي، او هغه هم سم بولي. دغه کسان نه په ژبپوهنه پوهېږي او نه يې د پښتو گرامر زده کړی دی، هرگوره ځينو به لوستلی وي. له ليکنې او خبرو څخه يې داسې څرگندېږي لکه د ځينو کسانو چې دې پښتو مورنۍ ژبه لا هم نه وي، يا دې په فارسي محيط کې لوی سوي وي. دوی چې هر څه وويل يا وليکل، نور مشران يې ړوند تقليد کوي او د دوی کشران اومه ځوانان بيا د دواړو ړوند تقليد کوي. نو هغه تقليد سالاران او دغه يې تابعين دي.»

د دغسې کسانو د فهم لپاره مې دا پر ځان لازمه وبلله چې تر ممکنه حده پوري پر پښتو باندې يوه مقايسوي ليکنه وکم، او دغه ليکنه بايد د اصولو پر اساس باندې وي. که نه گانه د فهم خاوندان زما له ليکنې سره لږ ډېر مخالفت ولري، له هغوی څخه زما هيله دا ده چې خپل انتقاد، اعتراض، او نظربه زما او هم نور لوستونکو د سمون په نيامت چيري چاپ کې او يوه کاپي يې و ماته هم راولېږي يا لږ تر لږه يې څرک په لاس راکي، يا خپل نظر په ليکلې توگه راورسوي به يې مننه کوم .[۴]

استاد پالوال پر ژبه د ږغېدلو حق هر چاته ورکوي او په هغو کې بيا د لغت جوړولو او په ژبه کې د نورو بدلونونو راوستلو واک هغه چا ته ورکوي چې صلاحيت يې لري او صلاحيت بيا په لايسنس درلودلو پورې نه تړي، بلکې په استعداد پورې يې تړي. د هغه په نظر پر ژبه د ږغېدلو حق د هر مستعد ويونکي طبيعي حق دی.

مدني اکر سمول

استاد پالوال یو زوی او یوه لور لري، چې په جرمني کې ژوند کوي او د استاد په قول، څوک يې په کيسه کې نه دي.

چاپ شوي نښیرونه يې سمول

۱- د پښتنو نوی او پخوانی تاریخ (لومړی ټوک، په انگلیسي ژبه او د ويم ټوک په پښتو ژبه).

۲- د پښتو نوی مصدر، د ۱۳۸۴ ل ل کال چاپ.

۳- د شاه مقصود زیارت او د هغه تاریخي ارزښت.

۴- د کالام تاریخ (له انگلیسي څخه ژباړه).

۵- معیاري پښتو.

۶- موږ محوه کیږو.

۷- وگړي دوزخیان دي، سړیان لا هم.



سرچینې سمول

۱- https://www.dw.com/ps/%D8%AF-%DA%98%D9%88%D9%86%D8%AF-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%DB%8C%D8%A7%D8%B1%D9%88-%DA%A9%D9%8A-%DB%8C%D9%88-%D9%84%D9%87-%D9%BE%D8%A7%D9%85%D9%87-%D9%84%D9%88%DB%90%D8%AF%D9%84%DB%8C-%DA%98%D8%A8%D9%BE%D9%88%D9%87-%D8%A7%D9%88-%D8%A8%D8%B4%D8%B1%D9%BE%D9%88%D9%87/a-52351199

۲- http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-1l--11-en-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00&cl=CL5.25&d=HASH0115da784726d7eca979cb18&x=1

  1. الف)وگ . د پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار د (پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې کتاب ته د پوهاند ډاکتر محمد رحيم الهام سريزه ـــ دويم مخ ـــ د ١٣٧٩ کال چاپ .
  2. زيار (دوکتور) ـــ مجاوراحمدـــ پښتوپښويه ـــ ١١مخ (سريزه) ـــ دريم چاپ ـــ ٢٠٠٥ع .
  3. وگ : ښکلامجله ـــ ٤کال ـــ ٣ گڼه ـــ له پوهاند زيار صاحب سره مرکه ـــ ٥٤ مخ ـــ ١٣٨٤ ل کال
  4. پښتوڅېړني ـــ دوهم ټوک ـــ دوهمه برخه ــــ د پښتو، جاپاني قاموس په باب داکاډميسن عبدالشکوررشادمقاله ـــ ٤ مخ ــــ ١٣٦٧ ش ـــ کابل