محمد رحيم الهام
کانديد اکاډميسين پوهاند ډاکټر محمد رحيم الهام د پښتو او دري ژبو پوخ ليکوال، حساس شاعر او ښه کره کتونکی و.
مخينه
سمولمحمد رحيم الهام د فضل الدين خان زوی دی او په ۱۳۱۰ ل. = ۱۹۳۱ ز. کال کې د کابل د چهاردهي په قله فتوح کې زېږېدلی دی. نوموړی په خټه مومند، پښتون و.
زده کړې
سمولمحمد رحيم الهام په ځانگړې توگه د پښتو او دري ژبو ادبيات، د فقې، تفسير، حديث، د کلام د علم، صرف، نحوې او د اسلامي تصوف مقدمات له خپل تره الحاج صدرالدين نه په کور کې لوستلي وو. خپلې رسمي زده کړې يې په سيستماتيکه توگه د سر آسياب په ښوونځي کې د نوي کابل په لېسه او د غازي لېسه کې ترسره کړي، چې په ۱۳۳۲ ل. = ۱۹۵۳ ز. کال کې له غازي لېسې نه فارغ او د هغې مينې له امله چې له اديبانو سره يې درلوده، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي کې شامل او په ۱۳۳۵ ل. = ۱۹۵۶ ز. کال کې يې له دغه پوهنځي نه د لېسانس بريليک ترلاسه کړ. په ۱۳۴۳ ل. = ۱۹۶۴ ز. کال کې يې د امريکې له مشيگان پوهنتون نه د هنرونو په څانگه کې خپل د ماسټرۍ ډيپلوم واخيست. د (A Pashto English Contractive Phonemic) تر سرليک لاندې يې د تيزس نه دفاع وکړه او همدارنگه د ياد شوي پوهنتون لخوا ورته د انگرېزي د تخصص تصديقنامه ورکړل شوه.
محمد رحيم الهام سره له دې چې لوړه پوهنتوني رتبه (پوهاند) يې درلوده او همدارنگه د افغانستان د علومو اکاډمي د کانديد اکاډميسيني د رتبې په وياړ هم ور په برخه و. په پاخه عمر کې هم آرام نه و ناست او د خپلې تحصيلي سويې د لوړولو هڅه يې کوله چې بالاخره دا ارمان يې هم ترسره شو او په ۱۳۶۷ ل. = ۱۹۸۸ ز. کال کې يې د اساسات مېتودولوژيک دستورهای زبان دري په نامه يې د خپل تيزس نه بريالی دفاع وکړه او د پخواني شوروي اتحاد د تاجکستان له جمهوريت نه يې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. همدا رنگه يې د انگرېزي ژبې او د ادبياتو مطالعه د يوه کال له پاره د برتانيې د جنوبي وېلز د ساينس او تکنالوژي په انستيتيوت کې هم کړې ده.
دندې
سمولپوهاند الهام د افغانستان په بېلابېلو دولتي ادارو کې ۳۴ کاله رسمي چوپړ کړی دی. د کابل او ننگرهار د پوهنتونونو په بېلابېلو پوهنځيو کې دنده سر ته رسولې. په ۱۹۶۶ ز. کال کې د عدليې وزارت د خپرونې د مدير په توگه هم دنده ترسره کړې. په ۱۳۵۶ ل. کال کې د امريکا د متحده ايالاتو د نبراسکا په پوهنتون کې د ښوونکي په توگه هم پاتې شوی. د ښوونې تر څنگ يې د وږمې مجله او له ۱۳۶۰ ل. نه تر ۱۳۶۲ ل. کال پورې د اجتماعي علموم د مجلې چلوونکی هم پاتې شوی. په ۱۳۶۳ ل. کې په خپله خوښه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او د ادبياتو د مرکز د ريس په توگه ټاکل شوی او د ۱۳۶۹ ل. کال د تلې تر مياشتې يې همدا دنده پرمخ بيوله. د افغانستان د علومو اکاډمۍ لخوا په ۱۳۶۵ ل. کال کې د کانديد اکاډميسين رتبه ترلاسه کړې.
ځانگړي وړتوبونه
سمولد پوهاند محمد رحيم الهام مورنۍ ژبه پښتو وه خو د دې ژبې برسېره د دري ژبې پوخ ليکوال هم و، همدارنگه په انگرېزي ژبه کې يې هم تخصص درلود او ليکنې او ژباړې يې پرې کولې. د اوسني ليکوال د مؤلف عبدالرؤف بېنوا د وينا پر بنسټ پوهاند الهام د فرانسوي او سنسيکرېت له ژبو سره هم بلديت درلود.
ليکلي آثار
سمول- د ژبې پر قواعدو مقدمه
- تيوري های نحو (د ژبپوهنې بحثونه)
- بحث انتقادي در دستور زبان دري
- د علي بن عثمان جلابي غزنوي احوال او آثار
- تاريخچه مطالعات لساني
- ثقافت و فرهنگ افغاني در هند
- تاثير ادب دري بر عربي
- د پښتو گرامر طرح
- د ژبپوهنې بنسټونه
- دشت (شعري ټولگه)
- گزيده از کلاسيک های شعر دري
- تصوير در شعر دري و پيوند ان با زندگي و زبان
- په دري ژبه د ۷۰۰ پښتو لنډيو منظومه ژباړه
- د فونيمي جوړښت تحليل
- تطبيقي ادب
- د پښتو او انگرېزي ژبې مقابله يي فونيم پېژندنه
- خج څېړنه (ژباړه)
سرچينې
سمول- د آريانا دايرة المعارف - ۵۷۲ مخ