طهماسب (اول)
طهماسب اول ( پارسي ژبه: طهماسب یکم ; 22 فبروري 1514 - 14 می 1576) د 1524 څخه تر 1576 پوري په پارس کي د صفوي ترک دولت دویم واکمن وو. نوموړی د شاه اسمعیل اول او تاجلو خانم زوی وو.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ښخولو ځای | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
دین |
طهماسپ د ۱۵۲۴ کال د می په ۲۳ نیټه د خپل پلار له مړیني وروسته واک ته ورسېدی، او د واکمنۍ لومړۍ کلونه یې تر ۱۵۳۲ پوري د قزلباش مشرانو په کورنیو نښتو او اختلافاتو کي تېر سوه. طهماسب تر واک لاسته راوړلو وروسته ډیر ژر د عثماني امپراتورۍ په وړاندي د یوې اوږدې جګړې سره مخ سو، چې په دریو پړاوونو رامنځ ته سوه. عثماني سلطان سلیمان عالي هڅه کول ترڅو خپل کسان د صفوي ځایناستي وګرځوي، خو طهماسب ددې کار مخالف وو او دجګړې په پایله کي یې چي د پارس په ماته باندي تمامه سول، په 1555 کي د اماسیا د سولي د تړون پر اساس عراق، د کردستان ډیره برخه او لویدیځ جورجیا عثمانیانو ته پرېښودل. طهماسپ د بخارا له ازبکانو سره هم د افغانستان پر سر شخړه درلوده او څو ځله یې پر هرات بریدونه وکړل. نوموړي په ۱۵۲۸ زیږدیز کال کي د څوارلس کلنۍ په عمر د جام په جګړه کي د توپخانې په کارولو سره ازبکانو ته ماته ورکړه.
طهماسب پخپله واکمنۍ کي د هنرونو سرپرست او همدارنګه یو تکړه انځورګر وو، چي د همدغه میني له کبله یې د انځورګرانو، خطاطانو او شاعرانو لپاره د هنرونو شاهي ماڼۍ جوړه کړه. لږ وخت نه وو تېر سوی چي د واکمنۍ په جریان کي یې بیرته د شاعرانو سپکاوي ته مخه کړه، او ډیری یې د هند مغل دربار ته په تیښته مجبوره کړل. طهماسب په پارس (اوسني ایران) کي د خپلي مذهبي تقوا او د اسلام د شیعه څانګي لپاره د زړورتیا یو سمبول پیژندل کیږي. نوموړي په 1544 کي د مغل امپراتور همایون څخه وغوښتل چي په هند کي د خپل تخت د بیرته ترلاسه کولو لپاره د نظامي مرستي په بدل کي شیعه مذهب ته واړوي، همدارنګه یې د عثماني مسلماني امپراطورۍ پر ضد له اروپایي دولتونو لکه وینس او هابسبورګ سره هم اړیکي ټينګي کړې او هغوی یې د سني مسلمانانو په وړاندي خپل دوستان وګرځول.
په 1576 کال کي د طهماسب له مړیني سره سم صفوي واکمني له خونړیو اختلافاتو او کورنیو جګړو سره لاس او ګرېوان او لوی شمېر کسان یې ووژل سوه. د طهماسب نږدې دوه پنځوس کاله واکمني د صفوي د کورنۍ د نورو غړو په پرتله تر ټولو اوږده واکمني ګڼل کیږي، او په یاده دوره کي د پارس له لوري مسیحیانو او اروپایانو ته لوی شمېر امتیازات ومنل سوه.