صفوي ګرجستان


د جورجيا ولايت (فارسي: ولايت ګرجستان) د صفوي سترواکۍ ولايت و، چې د نني ګرجستان سيمه کې پروت و. د ولايت سيمه په اصل کې د کارتلي (فارسي: کارتيل) او کاکيتي (فارسي: کاخت) له دوه تر لاس لاندې لويديځو ګرجستاني پاچاهيو او لږ غوندې د سمتسخي پاچاهۍ “Principality of Samtskhe” له ځينو برخو څخه جوړه شوې وه.د تېفليس ښا (ننی تبيليسي) يې اداري مرکز، ولايت کې د صفوي واک بنست او د کارتيل د واکمنانو د ناستې ځای و، چې د صفويانو د سکې وهلو مهم چار ځای هم دې سيمه کې و. [۱]

صفوي حکومت په اصل د باګراشني کورنۍ “Bagrationi dynasty” د ګرجستاني شاهانه تصويب يا ګومارنې له لارې پلی کېده، چې د وخت په تېرېدلو سره د واليانو يا خانانو يه توګه شيعه اسلام ته واوښت. لويديځې ګرجستانۍ پاچاهۍ د ۱۶ پېړۍ په لومړيو کې تر لاسه لاندې شوې وې او واکمنانو يې په عام عقيدوي ډول بدلون ونه کړ. تېفلیس د لومړي اسماعيل د پاچاهۍ په لومړيو کې د ايراني ځواک له لورې لښکرکوټ شوی و، مګر صفويانو او ګرجستانيانو تر منځ اړيکو هغه وخت زياتره د دوديز مرييتوب يا تابعيت بڼې وزېږولې. يوولسم ډاوېد (داود خان) لومړنی ټاکل شوی صفوي واکمن و، چې په ۱۵۶۲ زکا کې يې د ګدۍ ځای پر ځای کېدنې د ايرانيانو له لورې د لويديځ ګرجستان د نږدې دوه نيمو پېړيو د واک پيل په نښه کړ. د همدې دورې پر مهال ايراني کلتور اغېز پر لويديځ ګرجستان باندې واکمني وکړه.

د لومړي تاهماسپ له دورې (۱۵۲۴ – ۱۵۷۶ز) څخه راپدېخوا ياد ولايت د ستر ستراتيژيک اهميت څښتن و. زياتره توکمي ګرجستانيان چې په عمومي ډول له کاتيل او کاخت څخه وو، صفوي دولت کې د امتياز تر کچې پورته شول. يادو اشخاصو په ملکي او فوځي اداره کې خورا لوړ دندې وساتلې او زياتې ښځې د واکمنې پرګنې حرمسرای ته ننوتې. د صفوي دورې په وروستيو کې ګرجستانيانو د صفوي فوځ تکيه ځای هم جوړ کړی و. ايران کې د پراخه ګرجستانۍ ټولنې د رامنځته کېدنې نېټه ګرجستان کې د صفوي ملوک الطوايفې يا خانۍ دورې ته ورګرځي. دا چې ولايت يو سرحدي وجود و، د ګرجستان ولايت د صفوي سترواکۍ د نورو ولایتونو په پرتله يو څه زياته خپلواکي درلوده؛ دا ولايت د همدې له امله د سترواکۍ په سويل لويديځ کې له عربستان ولايت (نني قزاقستان ولايت) سره پرتله کېدلی شو. د جورجيا يا ګرجستان ولايت د صفويانو د څلورو ادري سيمو له ډلې هغه يوازينۍ سيمه وه، چې واليانو ته په کې په ټينګار سره د والي وړ نوم ورکول کېده. [۱]

تاريخچه سمول

۱۶ پېړۍ سمول

لومړني صفوي پاچا (شاه) لومړی اسماعيل (۱۵۰۱ – ۱۵۲۴ز) د ۱۵۱۰ ز لسيزې لومړيو کې تر لاس لاندې سيمه کې د کارتيل او کاخت دوه پاچاهۍ جوړې کړې. که څه هم ايران کې د رامنځته کېدونکي ځواک د دندې له مخې وهڅول شو، مګر نوموړي پر ګرجستان باندې يې خپل حاکميت ټينګ نه کړل. نوموړي ګرجستان باندې ضرور څو ځله بريد کړی دی، چې د ۱۵۱۸ او ۱۵۲۲ ز کالونو بريدونه يې د يادونې ور دي؛ لومړني بريد د رعيت په توګه د نوموړي دريځ بيا تاييد کړ او دويم بريد د دې لامل شو، چې د پراخه صفوي فوځ په واسطه لښکرکوټ شو، مګر يوازې د نوموړي د زوی او ځايناستي لومړي تاهماسپ (۱۵۲۴ – ۱‍۵۷۶ز) تر واکمنۍ لاندې د صفوي ګومارل شويو واکمنانو په درلودلو سره يو رښتيني ولايت بڼه غوره کول [رامنځته کېدل] پيل کړل. [۲][۳][۴]

لومړي تاهماسپ په صفوي قلمرو کې د ګرجستان کې د يو ځای کولو په موخه فعال ګامونه پورته کړل. د کاتيل د لومړي لوارساب “Luarsab I of Kartli” (۱۵۴۰ – ۱۵۴۱، ۱۵۴۶-۱۵۴۷ او ۱۵۵۳-۱۵۵۴ز) پر وړاندې يې څلور مبارزو د کاتيل د بيا نيونې يا اشغال پايله درلوده او هم په ۱۵۵۱ ز کال تيفليس کې يو صفوي ځواک په تل پاتې ډول تم شو. د دې هلو ځلو کليدي وتنۍ دا وه، چې دوی ايران ته د جګړې په پراخ شمېر ګرجستاني بنديان راوړل. د دې تر شا د پاو وړ ګرجستانيانو زامن په پرله پسې ډول له صفويانو سره د دوی د کومکي اړيکې د برخې په توګه د شا محکمې ته راوړل شوي وو. ګرجستانيان به له صفوي ټولنې سره په ستر ډول مرسته کوي او په ملکي او فوځي اداره کې به يې ستره ونډه لوبوي، چې د مرستې دا لړۍ د لومړي تاهماسپ په واکمنۍ سره پيل شوې وه. صفوي دولت کې دا نوی ورپېژندل شوی توکميز عنصر به وروسته په تاريخ لي:نه کې د صفوي دولت د دوه بنسټ جوړونکو عناصرو فارسيانو او ترکمنانو تر څنګ د درېيم ځواک په توګه وپېژندل شي. [۴][۵][۶]

په ۱۵۵۱ز کال کې صفويانو د سامتسخي شاهزادګۍ لويديځه برخه ونيوله. په ۱۵۵۵ ز کال کې د لومړي تاهماسپ د پاچاهۍ پر مهال له ګاونډۍ عثماني سترواکۍ سره د اماسيا سوله “Peace of Amasya” په نوم تړون لاسليک شو. د تړون د اصولو له مخې ختيځ ګرجستان د ختيځ سامتسخي په ګډون د ايرانيانو تر واک لاندې پاتې شو، په داسې حال کې چې لويديځ ګرجستان د لويديځ سامتسخي په ګډون د ترکانو لاسونو ته پرېوت. سترواکۍ کې د يو ځای کېدنې بهير د چټکوالي په موخه لومړي تاهماسپ يو شمېر ايراني سياسي او ټولنيز بنسټونه لکه د ګرجستاني او فارسي دواړو ژبو فرمانونه تحميل کړل، چې نښه يې د صفوي ګرجستان د رسمي اداري ژبې په توګه د فارسي رامنځته کول وه. د شاهي کورنۍ لومړنی ګرجستاني غړی، چې اسلام ته په اوښتلو سره يې نوم داود خان شو (۱۵۶۹ -۱۵۷۸ز)، د نوموړي د پاچاهۍ پر مهال تيفليس کې پر لاسپوڅې ګدۍ يا واکمنۍ باندې کېنول شوی و. دې پېښو د ختيځ ګرجستان پر سر د يو څو لنډو دمو يا ځنډونو په درلودلو سره، د نږدې ۲۵۰ کالونو ايرانۍ سياسي واکمنۍ پيل په نښه کړ. [۴][۷][۸][۹][۱۰]

په ۱۵۵۹ ز کال کې لومړنی ولايتي وزير اذربايجان ولايت ته وګومارل شو، چې پر ګرجستان ولايت او همدا راز د شاکي “Shakki” په ګډون شيروان باندې يې واک درلود. دې ولايتي وزيرانو چې د شاهي وزيرانو په نوم هم يادېږي، د وزير کل وړ نوم وساته او د ځايي والي پر ځای يې شاهي پلازمېنه کې له پروت مرکزي حکومت څخه لارښوونې تر لاسه کولې. د ختيځ قفقاز د صفوي ملکيت په ننګولو سره عثمانيانو په ۱۵۷۸ز کال په يوه بريالۍ مبارزه کې ګرجستاني حکومت باندې بريد وکړ. د بريد په پايله کې صفويانو د ګرجستان سرکښ واکمن شاهنواز خان (د کاتيل لومړی سايمون) له بنديتوبه خوشې کړ او له دې کاره يې موخه د عثمانيانو پر وړاندې جګړې سره د نوموړي يو ځای کول وه. که څه هم سايمون په کارتيل کې د پام وړ بريا تر لاسه کړه، مګر په پای کې د عثماني سرتېرو له لورې ونيول شو او قسطنطنيه کې د بنديتوب په حال کې مړ شو. د ۱۵۸۰-۱۵۸۱ ز کالونو دوره کې صفوي حکومت ګرجستان ته د توپچي باشي مراد خان په ملتيا يو فوځ واستوه، چې يو شمېر توپ جوړونکي او د توپ قالب کولو لپاره اړين توکي هم ورسره وو. په ۱۵۸۲ ز کال کې عثمانيان د سامتسخي د ختيځ صفوي برخې تر لاس لاندې وو. د سامتسخي دويم مانوچر جاقيلي چې د عثماني بريد پر وړاندې يې د مقاومت وړتيا درلوده، ايرانۍ باداري يې هم ومنله او صفوي محکمې ته لاړه، چې تر خپلې مړينې (۱۶۱۴زکال) پورې يې هملته ژوند وکړ. ۱۵۹۰ ز کال کې د قسطنطيې د تړون “Treaty of Constantinople” له مخې صفويانو پر ګرجستان باندې خپل واک ځکه له لاسه ورکړ، چې دوی اړ و چې ټول ولايت د عصماني ملکيت په توګه وپېژني. [۴][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Matthee، Floor او Clawson 2013، صص. 17–18.
  2. Rayfield 2012، صص. 164, 166.
  3. Rayfield 2012، ص. 166.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ Hitchins 2001، صص. 464–470.
  5. Babaie او نور 2004، ص. 28.
  6. Floor 2008، صص. 295–296.
  7. Floor 2008، ص. 85.
  8. Suny 1994، ص. 48.
  9. Mikaberidze 2015، ص. xxxi.
  10. Rayfield 2012، ص. 173.
  11. Mikaberidze 2015، ص. 379.
  12. Floor 2001، ص. 85.
  13. Floor 2001، ص. 233.
  14. Floor 2001، صص. 108-109.