اثنا عشريه شيعه ګان

دولس امامي شيعه یا شیعه اثنا عشريه د شيعه ګانو تر ټولو لویه ډله ده. نږدې ۸۵ سلنه شیعه ګان د دې مذهب پيرو دي، د ۲۰۰۰ کال د مالوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې د دوی شمېر ۴۰۰ میلیونه وګړي دی. 

دوی په ایران ، اذربایجان ، لبنان ، عراق او بحرین کې اکثریت دي. له دې پرته په نورو هېوادونو کې هم شته. د پاکستان په مسلمان نفوس کې له اهل سنت ډلې نه وروسته[سرچينه پکارده] د دولسو امامانو شیعه ګانو تناسب تر ټولو لوړ دی.[سرچينه پکارده]

د اثنا عشريه اصطلاح دولسو امامانو ته اشاره کوي، چې سلسله یې د حضرت محمد صلی اللہ علیہ و آله وسلم د تره زوی او زوم حضرت علي بن ابي طالب څخه پیلیږي. دوی په خلافت باور نه لري، بلکې په دې باور دي چې له پېغمبر صلی الله علیه وسلم وروسته د هغه ځای ناستی امام علي بن ابي طالب او ټول دولس امامان دي، چې په احادیثو کې یې یادونه شوې ده. په ځانګړې توګه د دوی نومونه په حدیث جابر کې راغلي دي چې حضرت محمد صلی اللہ علیه و آله وسلم یو مشهور حدیث دی.[سرچينه پکارده]

دا دولس امامان لږ تر لږه ټول مسلمانان د الله تعالی نیک بندګان ګڼي، خو اثنا عشريه شیعه ګان په دې امامانو باندې د خپلې عقیدې له مخې ځانګړی شهرت لري. د دې دولسو امامانو نومونه په ترتیب[سرچينه پکارده]