شپږيزه کريکېټ ليګ

شپږيزه کريکېټ ليګ يا اېس سي اېل چې د اېکس بول انرژي شپږيزه کريکېټ ليګ هم بلل کيږي، او اتصالات شل اوريزه شپږيزه ليګ هم بلل کيږي، د کريکېټ شل اوریزه ټورنمنټ دی چې هر کال د افغانستان کريکېټ بورډ لخوا په افغانستان کې جوړیږي. شپږيزه کريکېټ ليګ له اته ترکيبونو جوړ دی، [۱] چې پکې د ملي لوبډلې لوبغاړي، بهرني لوبغاړي، د الف لوبډلې لوبغاړي او د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې لوبغاړي او همدارنګه د اړوندو سیمو غوره لوبغاړي په دې ټورنمنټ کې برخه اخلي. سربېره پردې، افغان کريکېټ بورډ دې له لارې لوبغاړي راټولوي او لوبډلو ته بيا پکې د بولۍ لاري لوبغاړي اخيستل کيږي، نه د کريکېټ بورډ په انتخاب.

Shpageeza Cricket League
شپږیزه کريکېټ لیګ
د افغانستان شل اوريزه لوبو نښان.
هېوادافغانستان افغانستان
پازوالانافغانستان کريکېټ بورډ،
اېس سي اېل ډيپارتمنت
د لوبې ډولشل اوريزه
لومړی پړاو۲۰۱۳
وروستی پړاو۲۰۲۴
راتلونکی پړاو۲۰۲۵
سياليو ډولRound-robin and Playoffs
لوبډلېپنځه (۵)
اتله لوبډلهامو نهنګان (يو ځل اتله)
له ټولو بريالۍسپين غر پړانګان (درې ځله اتله)
تلوېزيونملي راديو تلوېزيون
وېبپانهCricket.af
Shpageeza.af

د دې ۱۲ ورځنۍ سيالۍ اصلي موخه په افغانستان کې د کريکېټ او سپورت وده او د سپورت له لارې د سولې رامنځته کول دي.

دا سيالۍ په بېلابېلو کلونو کې د بېلابېلو تلوېزيونونو سره د تړون له لارې په ښه او اېچ ډي بڼه خپريږي، چې په افغانستان او نړۍ کې ګڼ شمېر مينه وال لري.

تاریخ

سمول

دغه لیګ په ۲۰۱۳ کال کې د شپږيزه کريکېټ ټورنمېنټ په نوم پيل شو. په دې سياليو کې پنځو سيمه ييزو لوبډلو برخه اخيستې وه او دا د افغانستان کريکېټ بورډ له خوا يو بريالى نوښت و. د دغه ټورنمنټ د پرانېستې لپاره د لومړي لیګ اتله سپین غر ټایګرز وه. دا لوبې د شمشاد تلویزیون له لارې خپرې شوې. په ۲۰۱۴ کې دویم پړاو سيالۍ بيا پيل شوې چې پنځه لوبډلې پکې شاملې وې، چې هره يوه لوبډله يې د د هېواد د يوې سیمې استازیتوب کوي. د مس عینک اتلان لوبډلې د سيالۍ اتلولي خپله کړه. [۲] ګلبدین نایب د سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو. د دې سیالیو غوره توپ وهونکی نور علي ځدراڼ او روښان بارکزی غوره توپ وهونکی ونومول شو. [۳] دغه لوبې په ۱ تلویزیون کې خپرې شوې. [۴] [۵] له ۲۰۱۷ راوروسته، آی سي سي د شل اوريزه کورنيو سیالیو ته د لیست A حیثیت ورکړ (د شل اوريزه په ځای د لیست A موقف ځکه چې افغانستان د ۵۰ اورونو کورنی ټورنمېنټ نه درلود). [۶] [۷] که څه هم د ۲۰۱۷ کال په می میاشت کې، آی سي سي د افغانستان د غازي امان الله خان سیمه ییز ۵۰ اوریزه یو ورځنۍ ټورنمېنټ د لیست A حیثیت په ورکولو سره په رسمیت وپیژنده [۸] او د ۲۰۱۷ کال شپږيزه کريکېټ ليګ لوبې د شل اوریزو سیالیو په توګه درجه بندي شوې.

لوبډلې

سمول

شپږيزه کريکېټ لیګ د افغانستان په پنځو سیمو کې ترسره شو خو شپږمه لوبډله کابل بازان چې په رسمي ډول د عاطف مشعل لخوا سپانسر شوې وه د ۲۰۱۵ کال په پړاو کې اضافه شوه. په ۲۰۲۱ کال کې دوه نوې لوبډلې، هندوکش ستوري او پامیر زلمي هم پکې شاملې شوې. [۹] چې ټولې لاندې لوبډلې په شپږيزه کريکېټ ليګ کې شاملې لوبډلې دي:

 Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.

Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.

Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.
د شپږيزه ليګ لوبډلو ځايونه
لوبډله سيمه ولايتونه کورنی لوبغالی لومړی برياوې
امو نهنګان
(امو نهنګان)
امو بلخ، فارياب، جوزجان، سمنګان، سرپل بلخ کريکېټ لوبغالی، مزار شريف ۲۰۱۳ N/A
بند امير ښاماران
(بند امير ښاماران)
بند امير غزني، باميان، دايکندي ، ميدان وردک غزني کريکېټ لوبغالی، غزني ۲۰۱۳ 1 (۲۰۱۷)
بوست ساتونکي
(بوست ساتونکي)
بوست کندهار، هلمند، نيمروز، اورزګان، زابل کندهار نړيوال کريکېټ لوبغالی، کندهار ۲۰۱۳ N/A
هندوکش ستوري
(هندوکش ستوري)
هندوکش هرات، بادغيس، فراه، غور هرات کريکېټ لوبغالی، هرات ۲۰۲۲ N/A
کابل بازان
(کابل بازان)
کابل کابل الوکوزی کابل نړيوال کريکېټ لوبغالی، کابل ۲۰۱۵ 2 (۲۰۱۶، ۲۰۲۰)
مس عينک اتلان
مس عينک اتلان
مس عينک خوست، لوګر، پکتيا، پکتيکا خوست کريکېټ لوبغالی، خوست ۲۰۱۳ 1 (۲۰۱۴، ۲۰۱۹)
پامير زلمي
(پامير زلمي)
پامير کوندوز، بدخشان، بغلان، پنجشېر، پروان، تخار کوندوز کريکېټ لوبغالی، کوندوز ۲۰۲۲ N/A
سپين غر زمريان
(سپين غر زمريان)
سپين غر ننګرهار، کاپيسا، کونړ، لغمان، نورستان[۱۰] غازي امان الله خان نړيوال کريکېټ لوبغالی، جلال اباد ۲۰۱۳ 3 (۲۰۱۳، ۲۰۱۵، ۲۰۲۲)

سرچينې

سمول
  1. "د شپږیزې کرکټ لیګ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اته لوبډلې وپلورل شوې". cricket.af.
  2. "۲۰۱۴ Season Cricket Schedule - Upcoming Cricket Calendar: Shpageeza T20 Tournament، Aug-Sep ۲۰۱۴ (in Afghanistan)". ESPNcricinfo.com. بياځلي په October 19، ۲۰۱۹.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  3. "Shpageeza Cricket League Betting Tips - Latest Afghan T20 Cup Tips". CricBetLive. بياځلي په October 19، ۲۰۱۹.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  4. "SCL ۲۰۱۷ Live Streaming & TV Channel، Afghanistan Shpageeza Cricket League ۲۰۱۷". CricketZine. بياځلي په October 19، ۲۰۱۹.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)[مړه لينکونه]
  5. . 17 September ۲۰۱۴. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 221: attempt to compare nil with number.
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 221: attempt to compare nil with number.
  8. "ICC Recognizes Afghanistan's Domestic ODI Tournament As List A League". Bakhtar News. بياځلي په 9 August ۲۰۱۷.{{cite news}}: CS1 errors: dates (link)
  9. "د شپږیزې کرکټ لیګ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اته لوبډلې وپلورل شوې". cricket.af.
  10. "Domestic Cricket in Afghanistan". Afghanistan Cricket Board. بياځلي په 28 August ۲۰۱۴.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: dates (link) CS1 maint: url-status (link)