ساموئل بنجامین هریس (زوکړه: د ۱۹۶۷ زکال د اپرېل ۹مه) امریکايي فیلسوف، عصب پېژندونکي، لیکوال او د پادکست چلونکی دی. د هغه لیکنې د عقلانیت، دین، اخلاقو، آزادې ارادې، عصبي علومو، سیاست، ترهګرۍ او مصنوعي ځیرکتیا په ګډون ګڼ شمېر موضوعاتو ته اړوندېږي. هریس په دین په ځانګړې توګه په اسلام باندې د نیوکو له امله شهرت وموند او د ریچارډ ډاوکینز، کریسټوفر هیچنز او ډانیل ډنټ سره په خوا کې د نوي الحاد (نیو آتئیزم) یو له «څلورو آس زغلونکو» څخه ګڼل کېږي. [۵][۶][۷][۸]

سام هریس
سام هریس

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۹ اپرېل ۱۹۶۷[۱][۲]
لاس انجلس   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
توکم يهودی [۳]  ويکيډاټا کې (P172) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
زده کړې د کیلیفورنیا پوهنتون، لاس انجلس (–۲۰۰۹)  ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
تخصص تعلیم عصبي علوم   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکې ژبه
د کړنې څانګه عصبي علوم ،  ښه اخلاق ،  اخلاق ،  فلسفه ،  مراقبه [۴]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
سام هریس

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

د ایمان د پای (The End of Faith؛ ۲۰۰۴ زکال) په نامه د هغه لومړني کتاب د غیر داستاني اثارو په برخه کې د امریکا د قلم د بنسټ البرانډ جایزه ترلاسه کړه؛ دغه کتاب د ۳۳ اونیو لپاره د نیویارک ټایمز له خوا د ډیرو پلورل کېدونکو کتابونو په کتار کې شامل و. هریس له هغه مهال څخه تر نن پورې شپږ نور کتابونه لیکلي چې؛ عیسوي ملت ته لیک (Letter to a Christian Nation؛ ۲۰۰۶ زکال)، اخلاقي لرلید: څه ډول علم کولای شي انساني ارزښتونه تعریف کړي (The Moral Landscape: How Science Can Determine Human Values؛ ۲۰۱۰ زکال)، د اوږدې مقالې په بڼه د دروغ ویلو په نامه اثر (Lying؛ ۲۰۱۱ زکال)، د آزادې ارادې په نامه کوچنی کتاب (Free Will؛ ۲۰۱۲ زکال)، له غفلت څخه بیداري: له دین پرته معنوي لارښود (Waking Up: A Guide to Spirituality Without Religion؛ ۲۰۱۴ زکال) او له بریتانوي لیکوال مجید نواز سره په ګډه د اسلام او راتلونکې مدارا: یو بحث (Islam and the Future of Tolerance: A Dialogue؛ ۲۰۱۵) تر عنوان لاندې کتابونه په کې شاملېږي. د هریس آثار له ۲۰ څخه په زیاتو ژبو ژباړل شوي. یو شمېر منتقدین یې استدلال کوي چې د هریس لیکنې د اسلام څخه د ترهې (اسلاموفیبیا) پر بنسټ دي. خو هریس او د هغه ملاتړي دغه توصیف رد کوي او زیاتوي چې دغه ډول ټاپه لګونې د انتقاد د له منځه وړو لپاره د هڅو بېلګه ده. [۹][۱۰][۱۱]

هریس د ویلیام لین کرېګ، جرډن پیټرسون، ریک وارن، رابرټ رایټ، اندرو سالیوان، رضا اصلان، ډیوېډ ولپ، ډیپاک چوپرا، بن شاپیرو او ژان هوسټون په ګډون له ګڼ شمېر مخکښو شخصیتونو سره د خدای یا دین په اړوندو موضوعاتو کې مناظرې کړې دي. نوموړی د ۲۰۱۳ زکال له سپټمبر میاشتې راهیسې د مېکېنګ سینس (احساس رامنځته کوونکي، Making Sense) په نامه پادکست مخته وړي چې په اصل کې د بیدارۍ (Waking Up) تر عنوان لاندې دی او ګڼ شمېر اورېدونکي لري. د ۲۰۱۸ زکال په سپټمبر میاشت کې هریس، د سام هریس سره د بیدارۍ (Waking Up with Sam Harris) تر عنوان لاندې د مراقبې یا میډیټېشن یو پروګرام وړاندې کړ. نوموړی همدارنګه د «فکري تیاره ویب» د مفهوم پر بنسټ جوړې ډلې یو له مرکزي غړو څخه دی، په داسې حال کې چې هریس خپله څرګنده کړې چې دی ځان د دغې ډلې برخه نه بولي. [۱۲][۱۳][۱۴]

لومړنی ژوند او زده کړې

سمول

ساموئل بنجامین هریس د ۱۹۶۷ زکال د اپرېل په ۹مه د کالیفورنیا ایالت په لاس آنجلس کې وزیږېد. نوموړی د مړ شوي لوبغاړي برکلي هریس زوی و چې تر ډېره پورې د ویسټرن کمپنۍ په فلمونو کې څرګندېده؛ مور یې سوزان هریس (کورنی نوم یې سپیواک و) د تلویزیوني خپرونو لیکواله او جوړونکې وه چې په جوړو کړو سریالانو کې یې د سوپ او ګولډن ګرلز په نومونو سریالونه شاملېږي. پلار یې په شمالي کارولینا کې وزېږېد او کواکر مخینه یې لرله؛ مور یې یهوده وه، خو ډېره مذهبي نه وه. نوموړی د خپل پلار او مور له جلا کېدو وروسته د دوه کلنۍ را وروسته د خپلې انۍ له خوا را لوی کړای شو. هریس څرګنده کړې چې په سیکولر بڼه لوی شوی او والدینو یې په ډېر په ندرت سره د دین اړوند بحث کاوه، ورته مهال یې څرګنده کړې چې هغه د یو ملحد په توګه نه دی را لوی شوی. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په داسې حال کې چې د هغه د زده کړو اصلي څانګه د انګریزي ادبیات وو، خو هغه مهال چې په سټنفورډ پوهنتون کې و او MDMA (روان ګردانه) درمل یې تجربه کړل له فلسفي پوښتنو سره یې لیوالتیا ومونده. دغې تجربې هغه په دې فکر کړ چې کېدای شي د مخدره موادو له کارونې پرته هم معنویت تجربه کړي. هغه د زده کړو په دویم کال کې د روان ګردانه درملو له یوې ربعې کارونې وروسته سټنفورډ پوهنتون خوشی کړ او هند او نیپال ته ولاړ؛ هلته یې د ډیلګو کینټسه په ګډون له بودايي او هندي ښوونکو څخه د مراقبې په برخه کې زدکړې وکړې. نوموړی د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال د څو اونیو لپاره د دالایي لاما د ساتونکو په ډله کې داوطلبه ساتونکی و.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

په ۱۹۹۷ زکال کې وروسته له هغه چې یوولس کاله یې په بهر کې تېر کړل بېرته سټنفورډ ته راستون شو او په ۲۰۰۰ زکال کې یې د فلسفې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. هریس د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو وروسته د ایمان د پای (The End of Faith) په نامه خپل کتاب په لیکلو پیل وکړ. [۳۰][۳۱][۳۲]

نوموړي په ۲۰۰۹ زکال کې د لاس انجلس له کالیفورنیا پوهنتون څخه د اعصاب پوهنې په برخه کې د باور، نا باورۍ او نه قاطعیت د عصبي بنسټ اړوند څېړنو لپاره د مغزو د اف ام آر آی (functional magnetic resonance imaging) انځور اخیستنې له امله د دوکتورا سند ترلاسه کړ. هغه د خپلې دوکتورا تیزس د، اخلاقي لرلید: څه ډول علم کولای شي انساني ارزښتونه وټاکي، تر عنوان لاندې د مارک اس کوهن په لارښوونه ولیکه.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

مسلکي ژوند

سمول

لیکنې

سمول

د هریس لیکنې په فلسفې، عصب پوهنې او دیني نقد را څرخي. نوموړي په دین (په ځانګړې توګه په اسلام) باندې د نقد کولو له امله شهرت وموند او په دې سره هغه د ریچارډ ډاوکینز، کریسټوفر هیچنز او ډانیل ډنټ په خوا کې د آتئېزم یا الحاد یو له څلورو آس زغلونکو څخه شمېرل کېږي. نوموړي د نیویارک ټایمز، لاس انجلس ټایمز، اکونومېست، لندن ټایمز، بوسټون ګلوب او اتلانتیک په څېر ورځپاڼو ته لیکنې کړې دي. د هریس پنځه کتابونه د نیویارک ټایمز له خوا د ډېرو پلورل شوو کتابونو په کتار کې شامل شوي او آثار یې له ۲۰ څخه په زیاتو ژبو ژباړل شوي دي. د ایمان د پای (۲۰۰۴ زکال) په نامه د هغه اثر د ۳۳ اونیو لپاره د نیویارک ټایمز د غوره پلورل کېدونکو کتابونو په نوملړ کې شامل و. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د دین اړوند بحثونه

سمول

هریس د ۲۰۰۶ زکال په سپټمبر میاشت کې له رابرټ رایټ سره د دیني باورونو د عقلانیت اړوند بحث وکړ. په ۲۰۰۷ زکال کې نوموړی له محافظه کاره تفسیر کوونکي اندرو سالیوان سره د بیلیف نېټ ویب پاڼې له خوا په جوړ شوي اوږده انټرنټي بحث کې ګډون وکړ. په ۲۰۰۷ زکال کې یې بیا د انجیلي کشیس ریک وارن سره د نیوزویک مجلې په یوه مناظره کې برخه واخیسته. په همدغه کال کې یې له ډېویډ ولپ سره هم د دین اړوند مناظره ترسره کړه.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

سرچينې

سمول
  1. پیوستون : 132479095  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/72201 — subject named as: Sam Harris
  3. https://www.tabletmag.com/sections/belief/articles/qa-sam-harris
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jx20100630004 — د نشر نېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴
  5. Bowles, Nellie (December 14, 2018). "Patreon Bars Anti-Feminist for Racist Speech, Inciting Revolt". The New York Times. نه اخيستل شوی 30 August 2019. Mr. Harris, who gathered his fan base as a pugnacious atheist and fierce critic of Islam
  6. Madigan, Tim (2010). "Meet the New Atheism / Same as the Old Atheism?". Philosophy Now. نه اخيستل شوی August 15, 2018.
  7. Bullivant, Stephen; Ruse, Michael, eds. (2013). The Oxford Handbook of Atheism. Oxford University Press (OUP). p. 246. ISBN 978-0199644650. نه اخيستل شوی 22 May 2019.
  8. Wood, Graeme (April 24, 2013). "The Atheist Who Strangled Me". The Atlantic. نه اخيستل شوی August 11, 2014.
  9. "Sam Harris, the New Atheists, and anti-Muslim animus", The Guardian, April 3, 2013.
  10. Religion, Politics, Free Speech | Sam Harris | ACADEMIA | Rubin Report from the YouTube channel The Rubin Report, September 11, 2015.
  11. "Atheists Richard Dawkins, Christopher Hitchens and Sam Harris face Islamophobia backlash", The Independent, April 13, 2013.
  12. Weiss, Bari (2018-05-08). "Meet the Renegades of the Intellectual Dark Web". The New York Times. New York City. نه اخيستل شوی 2022-07-30.
  13. Nguyen, Tina; Goldenberg, Sally (March 15, 2021). "How Yang charmed the right on his road to political stardom". Politico (په انګليسي).
  14. "#225 – Republic of Lies". YouTube. Archived from the original on 2021-10-30.
  15. Current Biography, January 2012, Vol. 73, Issue 1, p. 37
  16. "Playboy Interview: Sam Harris". Playboy. Vol. 66, no. 1. Winter 2019. p. 44.
  17. Anthony, Andrew (16 February 2019). "Sam Harris, the new atheist with a spiritual side". The Guardian. نه اخيستل شوی 22 June 2020.
  18. Anderson, Jon (October 20, 1985). "'Girls' Series is solid gold for Harris". Chicago Tribune TV Week. Archived from the original on October 29, 2013. نه اخيستل شوی September 18, 2013.
  19. Samuels, David. May 29, 2012. Q&A: Sam Harris. Tablet. Retrieved: October 6, 2014.
  20. "I'm Not the Sexist Pig You're Looking For". www.samharris.org. 2014-09-15. Archived from the original on April 18, 2016. نه اخيستل شوی April 23, 2016.
  21. Sam Harris – Extended Interview; PBS: Religion & Ethics Newsweekly; January 5, 2007
  22. "Sam Harris." (2008). The Science Studio. Science Network. October 3, 2008. Transcript.
  23. Harris, Sam (June 28, 2011). "MDMA Caution with Sam Harris". YouTube.
  24. Cogent Canine (December 6, 2017), First Time Sam Harris Took E, archived from the original on 2020-06-02, نه اخيستل شوی December 8, 2017
  25. Miller, Lisa (2010). "Sam Harris Believes in God". Newsweek.
  26. Segal, David (October 26, 2006). "Atheist Evangelist". The Washington Post.
  27. Harris, Sam (November 11, 2012). "Science on the Brink of Death". Archived from the original on September 9, 2017. نه اخيستل شوی November 14, 2012.
  28. "Column: No God? No problem, says god-free thinker Sam Harris". Los Angeles Times (په انګليسي). 2014-09-24. نه اخيستل شوی 2023-05-04.
  29. Segal, David (2006-10-26). "Atheist Evangelist". Washington Post (په انګليسي). ISSN 0190-8286. نه اخيستل شوی 2023-05-04.
  30. Segal, David (October 26, 2006). "Atheist Evangelist". The Washington Post.
  31. Rice, Lewis I. (2005). "The Iconoclast: Sam Harris wants believers to stop believing". Stanford Magazine. Stanford Alumni Association. Archived from the original on October 16, 2009.
  32. "Sam Harris". The Information Philosopher. نه اخيستل شوی April 30, 2016.
  33. Segal, David (October 26, 2006). "Atheist Evangelist". The Washington Post.
  34. Greenberg, Brad A. (April 1, 2008). "Making Belief". UCLA Magazine. نه اخيستل شوی October 28, 2009.
  35. Healy, Melissa (September 30, 2009). "Religion: The heart believes what it will, but the brain behaves the same either way". Los Angeles Times. Archived from the original on January 24, 2014. نه اخيستل شوی October 17, 2009.
  36. Harris, Sam (2009). The Moral Landscape: How Science Could Determine Human Values. ProQuest (PhD). UCLA. ISBN 978-1124011905. نه اخيستل شوی June 5, 2014.
  37. Bowles, Nellie (December 14, 2018). "Patreon Bars Anti-Feminist for Racist Speech, Inciting Revolt". The New York Times. نه اخيستل شوی 30 August 2019. Mr. Harris, who gathered his fan base as a pugnacious atheist and fierce critic of Islam
  38. Madigan, Tim (2010). "Meet the New Atheism / Same as the Old Atheism?". Philosophy Now. نه اخيستل شوی August 15, 2018.
  39. Van Biema, David (2007-12-14). "What Your Brain Looks Like on Faith". Time. نه اخيستل شوی August 16, 2018.
  40. "Sam Harris". Edge.org. نه اخيستل شوی August 26, 2018.
  41. September 22, 2006 [۱] (a 90-minute debate).
  42. Harris, Sam; Sullivan, Andrew (January 16, 2007). "Is Religion 'Built Upon Lies'?" Beliefnet.
  43. Harris, Sam; Warren, Rick (April 8, 2007). "Newsweek Poll: 90% Believe in God". Newsweek.
  44. Padilla, Steve (29 December 2007). "Rabbi, atheist debate with passion, humor". Los Angeles Times. نه اخيستل شوی 20 June 2020.
  45. Harris, Dan; Brown, Ely (22 March 2010). "'Nightline' 'Face-Off': Does God Have a Future?". ABC News. نه اخيستل شوی 20 June 2020.
  46. Schneider, Nathan (July 1, 2013). "The New Theist". The Chronicle of Higher Education.
  47. Ruffolo, Michael (June 26, 2018). "Sam Harris and Jordan Peterson waste a lot of time, then talk about God for 20 minutes". National Observer. نه اخيستل شوی April 23, 2019.
  48. Murray, Douglas (September 16, 2018). "Arena talks in Dublin and London with Jordan Peterson, Sam Harris and Douglas Murray". The Spectator USA. Archived from the original on April 23, 2019. نه اخيستل شوی April 23, 2019. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  49. Jennek, Rafal (2017). "Sam Harris on Religion in Peace and Conflict" (PDF). Department of Theology, Uppsala Universitet. نه اخيستل شوی 20 June 2020.