د اعصابو متخصص

د اعصابو یو متخصص (يا نيوروبيالوژيست) هغه ساينسپوه دی، چې د اعصابو په علومو کې یې تخصص کړی وي، دا د بيالوژي يوه څانګه ده چې سروکار يې له فزيالوژي، بايوکميسټري، ارواپوهنې، اناتومي او د اعصابو د ماليکولي بيالوژي، عصبي محيط او ګاليل حجرو سره دی، په ځانګړي ډول په روغتيا او ناروغۍ کې د دوی د کړو وړو، بيالوژيکي او رواني اړخونو په اړوند.[۱][۲]

د اعصابو متخصصين عموماً په کالج، پوهنتون، دولتي ادارې يا شخصي صنعتي اداره کې د څېړونکو په توګه کار کوي. په څېړنه ولاړو مسلکونو کې، عموماً د اعصابو متخصصين د ساينسي تجربو په جوړولو او تر سره کولو کې خپل وخت تېروي، کوم چې د عصبي نظام په پېژندلو او د هغې په عمل کې مرسته کوي. شونې ده چې دا اساسي يا تطبيقي څېړنه وي. اساسي يا بنسټيزه څېړنه د اعصابو د نظام په اړوند زموږ په شته پوهه کې زياتوالی راولي، په داسې حال کې چې تطبيقي څېړنه د يوې خاصې ستونزې د حل لټون کوي، لکه د يوې عصبي ګډوډۍ لپاره د يوې درملنې پيدا کول. پر بايوميډيکل ولاړ د اعصابو متخصصين عموماً په تطبيقي څېړنه کې مصروف وي. د اعصابو متخصصين همدا راز د څېړنې له کړۍ بهر يو شمېر نور مسلکي فرصتونه هم لري، په صنعت کې دنده، ساينسي ليکنې، دولتي پروګرامونو مديريت، علمي وکالت او تعليم په ګډون. دا کسان عموماً په علومو کې د دوکتورا سند لري، خو شونې ده چې د ماسترۍ سند هم ولري. د اعصابو متخصصينو ورځ د اګست په ديارلسمه لمانځل کېږي.[۳][۴][۵]

د دندې ټولکتنه سمول

د دندې تشريح سمول

د اعصابو متخصصين (د اعصابو د علومو پوهان) په بنسټيز ډول د اعصابو د نظام  مطالعې او څېړنې ته پاملرنه کوي. اعصابي نظام له دماغو، د ملا تير او اعصابي حجرو څخه جوړ دی. شونې ده چې د اعصابو مطالعه په حجروي کچه هم تمرکز ولري، لکه د کانالونو په مطالعاتو کې، يا د دې پر ځای په تګلاره يا علمي مطالعاتو په څېر په سيستماتيکه کچه تمرکز درلودلای شي. د اعصابي نظام د مطالعې يوه مهمه برخه د هغو ناروغيو د پېژندلو لپاره ځانګړې شوې، کوم چې په اعصابي نظام اغېزې پرېباسي، لکه ګڼ سکلروزيس (د بدن د نسجونو غېر عادي سختېدل)، الزايمر، پارکنسنز او لوګيريګ (د اعصابي ناروغيو نومونه دي). څېړنې عموماً په شخصي، دولتي او عامه څېړنيزو ادارو او پوهنتونونو کې صورت مومي.[۶]

د اعصابو متخصصينو لپاره ځينې عامې موخې په لاندې ډول دي:[۷]

  • تجربې تر سره کول او په مرستندويه دندو کې د مخکښو خلکو همکاري کول
  • نظرياتي او محاسباتي اعصابي معلومات تحليلول
  • د اعصابي ناروغيو لپاره د نويو درملنو څېړنه او جوړول
  • په رضاکارو ناروغانو د نويو درملو تجرباتي مطالعاتو د تر سره کولو لپاره د ډاکټرانو سره کار کول
  • پر حفاظتي او پاکوالي د کړنلارو او لارښودونو عمل کول
  • د تجرباتي نمونو سره جلا کول

معاشات سمول

په متحده ايالاتو کې د اعصابو متخصصينو مجموعي اوسط معاش د ۲۰۱۴ز کال د مۍ په مياشت کې ۷۹۹۴۰ امريکايي ډالر و. عموماً اعصابو متخصصين د پوره وخت لپاره استخدام شوي وي. په متحده ايالاتو کې په عامو کار ځايونو کې منځنی معاش په لاندې ډول ښودل شوې ده:[۸]

عام کار ځای منځنی کلنی معاش
کالج او پوهنتونونه ۵۸۱۴۰ ډالره
روغتونونه ۷۳۵۹۰ ډالره
لابراتوارونه ۸۲۷۰۰ ډالره
څېړنه او پرمختګ ۹۰۲۰۰ ډالره
درمل جوړول ۱۵۰۰۰۰ ډالره

کاري چاپېريال سمول

د اعصابو متخصصين د عصبي نظام په بيالوژيکي او اروايي دواړو اړخونو څېړنې او مطالعې تر سره کوي. کله چې دا متخصصين خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي، ۳۹٪ يې د دوکتورا د کار تر سره کولو لپاره مخ په وړاندې ځي، په داسې حال کې چې ۳۶٪ د پوهنځي دندې تر لاسه کوي. د اعصابو متخصصين د رياضياتو له ګڼو طريقو، کمپيوتر پروګرامونو، بايوکيميايي تګلارو او د انځور اخیستلو له طريقو څخه کار اخلي، لکه د مقناطيسي زنګ انځور اخیستل (MRI)، کمپيوټري انجيوګرافي ټوموګرافي او انتشاري ټينسر انځور اخیستل. څه ډول چې اشارې منځ ته راځي، نو د انځور اخیستلو طريقې له ساينس پوهانو سره مرسته کوي چې په دماغو او ملا تير کې فزيکي بدلونونه وګوري. شونې ده چې د اعصابو متخصصين د ګڼو جلا جلا اعصابي ساينسي سازمانونو برخه وګرځي، چېرته چې دوی کولای شي بېلا بېل څېړنيز موضوعات خپاره او ولولي.[۹][۱۰][۱۱]

شغلي لیدلوری سمول

عصبي علوم له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۴ز کال پورې په دندو کې د نږدې پنځه سلنه زياتوالي هيله مندي لري، کوم چې د نورو مسلکونو په پرتله د پام وړ اوسط دنده کې د اضافوالي اندازه ده. هغه عوامل چې د دې ودې لامل ګرځيدلي د زيات عمر لرونکو خلکو زياتوالی، نوي موندنې، کومو چې د څېړنې نوې سيمې منځ ته راوړي دي او د درملو څخه د زياتې ګټې اخیستل دي. د څېړنې لپاره دولتي مالي تمويل هم د دې تخصص په غوښتنه اغېز غورځولای شي.[۱۲]

زده کړه سمول

د اعصابو متخصصين عموماً په څلور کلن لیسانس پروګرام کې داخله کوي او بيا د لوړو زده کړو لپاره د دوکتورا په پروګرام کې مخ پر وړاندې ځې. د خپلو لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته، شونې ده چې د اعصابو متخصصين د لا زياتو لابراتواري تجربې د تر لاسه کولو او د لابراتوار د نويو طريقو د موندلو لپاره له دوکتورا مخکې زده کړو ته دوام ورکړي. د لیسانس په کلونو کې، د اعصابو د فعاليت پوهان عموماً بدني او ژوند د علومو تعلیمي دورې تر سره کوي، څو د څېړنې په ډګر کې بنيادي موخې تر لاسه کړي. د لسانس دورې په عامو مضامينو کې بيالوژي، چلندي اعصابي علوم او علمي اعصابي علوم شامل دي. [۱۳]

ډيری کالجونه او پوهنتونونه اوس مهال په اعصابي علومو کې د دوکتورا د روزنې پروګرامونه لري، عموماً د علمي، حجروي او ماليکولي، کمپيوټري او د نظام اعصابي علومو تر منځ وېشلي وي.

د اړوند علمي رشتو ډګرونه سمول

عصبي علوم يو بې ساری لیدلوری لري چې دا په پراخه تخصصاتو عملي کېدای شي او په همدې بنسټ د اعصابو متخصصين په بېلا بېلو څانګو کې کار کوی. د اعصابو د علومو متخصصين د غټو ماغزو له نيمايي برخې څخه نيولې د عصبي لېږدونکو او «سيناپسونو» پورې تر مطالعې لاندې نيسي، کوم چې په اعصابو کې په ميکرو کچه منځ ته راځي. ځينې هغه برخې چې روانپوهنه او نيوبيالوژي پکې يو ځای کېږي، په هغې کې علمي نيورو ساينس او د چلند اعصابي ساينس شامل دي. علمي عصبي متخصصين د انسان د شعور مطالعه کوي، په ځانګړي ډول د دماغو او دا چې هغه د بايويکيمياوي او بايوفزيکي جريانونو له عدسو څخه څه ډول لېدل کېدای شي. د چلند اړوند نيورو ساينس ټول اعصابي نظام، چاپېريال او ټول دماغي نظام رانغښتی دی چې دا برخې د هڅولو، زده کړې او خوځښت مهارتونه او تر څنګ يې نورې ډېرې برخې څه ډول موږ ته ښيي. کمپيوټري اعصابي ساينس د رياضياتي نمونو څخه کار اخلي، تر څو په دې وپوهېږي چې دماغ څه ډول معلومات په جريان کې راولي.[۱۴][۱۵][۱۶]

تاریخ سمول

مصري پوهه او لومړي يوناني فيلسوفان سمول

د دماغو په اړوند ځينې لومړۍ لیکنې له مصريانو څخه راپاتې دی. په شا او خوا ۳۰۰۰ مخزېږديز کې، د دماغو لومړي پېژندل شوي ليکلي تشریحات همدا راز ښيي چې د دماوغو د زخمونو ځايونه شونې ده چې د ټاکلو نښو سره اړه ولري. دا سند د اوس مهال مشهور نظر سره په ټکر کې دی. د مصريانو ډيری نورې لیکنې ډېرې روحاني دي، افکار او احساسات د زړه د مسئولیتونو په توګه تشريح کوي. دا اند په پراخه کچه منل شوی دی او شونې ده چې د اولسمې پېړۍ په اروپا کې هم وموندل شي. [۱۷]

اپلاتون په دې اند و چې دماغ د رواني پروسو مرکز دی. په هر حال، د دې پر ځای ارستو باور درلود چې زړه د رواني جريان سرچينه ده او دا چې دماغ د زړه د نظام لپاره د يخوالي د نظام په توګه کار کوي.[۱۸]

جالينوس سمول

په منځنيو پېړيو کې جالينوس په انساني اناتومي د پام وړ اغېز درلود. د اعصابي ساينس له انده، جالينوس د ملا تير د بنسټيزې پوهې د ورکولو تر څنګ د جمجمې (د سر کاسه) د اعصابو اوه فعاليتونه تشريح کړي دي. کله چې د دماغو خبره کېږي، هغه باور درلود چې حسي حس د دماغو په منځ کې پېدا کېږي، په داسې حال کې چې حرکتي احساسات د دماغو په مخکينۍ برخه کې منځ ته راځي. جالينوس د دماغي روغتيا او ناروغۍ او د دې نارغيو د پیدا کېدو د لاملونو په اړه ځينې نظریات وړاندې کړدي دي. هغه باور درلود چې لامل يې مرستندويه توره کڅوړه ده او دا چې د ميرګيو لامل بلغم دي. د ډېرو کلونو لپاره د اعصابي ساينس په اړه د جالينوس مشاهدات نه و ننګول شوي.[۱۹]

سرچينې سمول

  1. "the definition of neurobiology". Dictionary.com. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Definition of Neuroscience". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Neuroscience Jobs Available in a Variety of Industries". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Careers". مؤرشف من الأصل في ۰۸ اپرېل ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Entenda o que é um neurocientista". 2018-08-13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Neuroscientist: Job Description, Duties and Requirements". Study.com. مؤرشف من الأصل في ۲۶ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Medical Scientists : Occupational Outlook Handbook: : U.S. Bureau of Labor Statistics". www.bls.gov. مؤرشف من الأصل في ۲۵ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Medical Scientists : Occupational Outlook Handbook: : U.S. Bureau of Labor Statistics". www.bls.gov. مؤرشف من الأصل في ۲۵ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Medical Scientists : Occupational Outlook Handbook: : U.S. Bureau of Labor Statistics". www.bls.gov. مؤرشف من الأصل في ۲۵ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "What Should I Expect from a Neuroscience Job? (with pictures)". wiseGEEK. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Where Are the Neuroscience Jobs?". www.sciencemag.org. 2011-11-18. مؤرشف من الأصل في ۱۷ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Medical Scientists : Occupational Outlook Handbook: : U.S. Bureau of Labor Statistics". www.bls.gov. مؤرشف من الأصل في ۲۵ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Neuroscience College Degree Programs - The College Board". bigfuture.collegeboard.org. مؤرشف من الأصل في ۲۰ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "How To Become A Cognitive Neuroscientist | CareersinPsychology.org". careersinpsychology.org. مؤرشف من الأصل في ۲۹ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Computational neuroscience - Latest research and news | Nature". www.nature.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Cognitive & Behavioral Neuroscience". www.psychology.ucsd.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Gross, Charles (1987). "Early History of Neuroscience" (PDF). Encyclopedia of Neuroscience. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۳ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. McBean, Douglas (2012). Applied Neuroscience for the Allied Health Professions. Elsevier Health Sciences. د کتاب پاڼي 2–3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Gross, Charles (1987). Neuroscience, Early History of. Encyclopedia of Neuroscience. د کتاب پاڼي 843–847. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)