مثبت اخلاق یا ښه اخلاق هغه خویونه او کړني دي چي انساني ټولنه او فطرت یې مثبت ګڼي، او د ترسره کولو په پایله کي یې انسان د ټولني ترمنځ باور او مثبته بڼه خپلوي.

اخلاق په اسلام کي

سمول

حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: [بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الْأَخْلَاقِ] ژباړه: زه د دې لپاره رالېږل شوی يم ترڅو خلکوته نيک اخلاق پوره کړم.

په مرسل حديث کي راغلي دي چي يو سړى و نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته راغي او ويل : اې د الله جل جلاله رسوله! دين څه شى دى ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل: ښه خوي او اخلاق ( البخاري)

رسول الله. صلی الله علیه وسلم فرمايلى: خير ما اعطي الناس خلق حسن (نسايي و ابن ماجه) ژباړه: د الله جل جلاله په نعمتونو کښي بهترين نعمت چي خلګو ته ورکړل شوى دى. هغه ښه اخلاق دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلی : ان من خيارکم احسنکم اخلاقا. (متفق عليه) ژباړه: چي په تاسو کي بهترين شخص هغه دى چي اخلاق يې ښه وي.