د فلسفې ډاکتر


د فلسفې رنځپوه (PhD، Ph.D.، یا DPhil؛ لاتین یې philosophiae doctor یا doctor philosophiae) تر ټولو لوړه علمي کچه ده چې له یوې تحصیلي دورې وروسته ورکول کېږي. د رنځپوه دغه درجه په ټولو علمي څانګو کې ورکول کېږي. له دې امله چې دا یوه ترلاسه کېدونې څېړنیزه درجه ده، هغه کسان چې د ذنځپوه ترلاسه کولو په موخه زده کړې کوي، اړ دي څو د اړوند علم پولې د یوې اصلي څېړنې په ترسره کولو سره پراخې کړي، چې په معمول ډول د تیزس یا پای لیک په ډول له خپلې څېړنې نه د اړوند علم د متخصصینو پر وړاندې دفاع کوي. د ډاکتر (PhD) بشپړول تر ډېره د پوهنتون د پروفیسور، څېړونکي او په بېلابېلو برخو کې د عالم په توګه د دندې ترلاسه کولو په موخه اړین دي.[۱]

هغه کسان چې د یوه علم د فلسفې په برخه کې د ډاکتر درجه ترلاسه کوي، کېدای شي، په ګڼ شمېر قضايي برخو کې د ډاکتر (تر ډېره د "Dr" یا "Dr." اختصار) له خپل نوم سره وکاروي، په داسې حال کې چې له دغې ګټنې سره اړوند مناسب آداب کېدای شي د یوې علمي حوزې د حرفوي اخلاقو، کلتور او یا هم ټولنې تابع وي. هغه کسان چې په پوهنتون کې درس ورکوي او یا هم په علمي، روزنیزو او څېړنیزو برخو کې کار کوي، په معمول ډول په دغه لقب یادول کېږي.[۲][۳]

د ډاکتر د درجې ترلاسه کولو اړین شرایط په پام وړ ډول د هېوادونو، ښوونیزو بسټونو، او مهالیزې دورې له مخې د څېړنېزې درجې له پیلني پړاو نه تر عالي ډاکتر پورې توپیر لري. د دغې درجې د ترلاسه کولو په موخه د زده کړو پر مهال، محصل د ډاکتر د زده کوونکي او یا هم PhD د زده کوونکي په نامه یادېږي؛ هغه محصل چې ټولې روزنیزې دورې او پرمختللې ازموینې یې بشپړې کړې وي او په خپل پای لیک(تېزس )کار کوي، ځینې مهال ورته د ډاکتر نوماند یا د PhD نوماند ویل کېږي. هغه محصل چې دغې کچې ته رسېږي، کېدای شي د یو شمېر ښوونیزو بنسټونو له خوا ورته د PhD د نوماند سند ورکړل شي او یا هم د ډاکتر د ترلاسه کولو په لار کې ورته د ماسټرۍ سند ورکړل شي. ځینې مهال په ویل کېدوني ډول کې دغه کچې ته "PhD ABD" ویل کېږي چې معنا یې «هرڅه بشپړ یوازې له پای لیک پرته» ده.[۴]

د PhD نوماند باید یوه داسې پروژه، تیزس او یا هم پای لیک وړاندې کړي چې د علمي څېړنې رېښه ولري او په یوه معتبره مجله کې د خپرېدو وړ وي. په ډېرو هېوادونو کې، نوماند باید له خپلو چارو نه د مختصصینو د هغه پلاوي په وړاندې چې د اړوند پوهنتون له خوا ټاکل کېږي، دفاع وکړي. پوهنتونونه ځینې مهال د PhD په خوا کې د ډاکتر یو شمېر نورې درجې هم ورکوي، لکه د موسیقي اجرا کوونکو ته د موسیقاري هنرونو ډاکتر (D.M.A.)، قانون پوهانو ته د قضايي علم ډاکتر (S.J.D.) او د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښوونې او روزنې ډاکتر (Ed.D.).[۵][۶][۷]

په ۲۰۰۵ ز کال کې د اروپايي پوهنتونونو ټولنې، په بولونیا بهیر کې د ډاکتر د دریمې درجې (ډاکتر) لپاره د «سالزبرګ د اصولو» په نامه ۱۰ اساسي اصول تعریف کړل. له دې وروسته په ۲۰۱۶ ز کال کې د هنرونو د انستیوتونو اروپايي ټولنې د هنرونو په برخه کې د ډاکتر درجې لپاره د «فلورانس اصولو» په نامه اووه اساسي اصول رامنځته کړل چې د فلم او تلویزیون د ښوونځیو د نړیوالې ټولنې، د هنرونو، ډیزاین او رسنیو د کالجونو او پوهنتونونو د نړیوالې ټولنې او د هنري څېړنو د ټولنې له خوا د تايید وړ وګرځېدل.

د علم د فلسفې د ډاکتر او نورو اړوندو عنوانو لاندې درجو په برخه کې د «فلسفې» اصطلاح، د فلسفې علمي څانګې ته نه اړوندېږي او هغه په خپله پراخه معنا کې د خپلې اصلي یوناني معنا په توګه چې «د عقل سره مینه» ده کارول کېږي. د اروپا په ډېرو برخو کې، ټولې علمي څانګې (تاریخ، فلسفه، ټولنیز علوم، ریاضي او طبیعي فلسفه(طبیعي علوم) له الهیاتو، قانون او طبابت پرته (چې مسلکي، حرفوي او تخنیکي درسي مېتود لرونکي دي) په دودیزډول د فلسفې په توګه پېژندل کېږي،  په جرمني او د اروپا په نورو برخو کې د لیبرال هنرونو پوهنځی د «فلسفې پوهنځي» په توګه هم پېژندل کېږي.[۸]

په ټوله نړۍ کې علمي درجې سمول

متحده ایالات سمول

په متحده ایالاتو کې، د PhD درجه تر ټولو لوړه علمي درجه ده چې د پوهنتونونو له خوا په ګڼ شمېرعلمي څانګو کې ورکول کېږي. په متحده ایالاتو کې ۲۸۲ پوهنتونونه موجود دي، چې د PhD درجه ورکوي چې په دغو پوهنتونونو کې د شامل کېدو شرایط او د علمي پروګرامونو ستونزمن والی یې تر ډېره له یو بل سره توپیر لري. [۹][۱۰]

شرایط (اړتیاوې) سمول

په معمول ډول، د PhD پروګرامونه له خپلو غوښتونکو نه په اړونده څانګه کې د لېسانس تر کچې زده کړې (د انساني علومو په ډېری څانګو کې، د ماسټري تر کچې زده کړې غواړي)، یو څه  لوړې نمرې، څو سپارښت لیکونه، په اړونده څانګه کې کاري تجربه، د زده کړو له څانګې سره د خپلې علاقې اړوند بیان لیک او د اړوندو پروګرامونو (لکه: GRE, GMAT) له مخې د لېسانس کچې اړوند کافي نمراتو ترلاسه کولو ته اړتیا لري.[۱۱][۱۲]

موده، د عمر کچه او شمېرې (متحده ایالات) سمول

د PhD پروګرام بشپړول په معمول ډول، د زده کړو ځانګړې څانګې ته په پام له لېسانس زده کړو وروسته له څلورو کلونو نه تر اتو کلونو وخت نیسي، هغو محصلینو چې خپل PhD پروګرام یې د ماسټرۍ درجې له بشپړولو وروسته پیل کړي وي، کېدای شي په یو یا نږدې دووکلونو PhD ترلاسه کړي. له دې امله چې PhD پروګرامونه په معمول ډول د لېسانس زده کړو په څېر رسمي جوړښت نه لري، نو د دغې درجې د ترلاسه کولو په مهال کې په فردي ډول د پام وړ توپیرونه شتون لری. په ټولیز ډول ۵۷ سلنه زده کوونکي چې په متحده ایالاتو کې د PhD پروګرام پیلوي، د لسو کلونو په ترڅ کې خپله درجه ترلاسه کوي، نږدې ۳۰ سلنه پاتې راځي او یا هم اېستل کېږي او پاتې نور ۱۳ سلنه محصلین خپلې زده کړې له لسو کلونو نه په زیاته موده کې کوي.[۱۳][۱۴]

په متحده ایالاتو کې د PhD ترلاسه کولو لپاره په منځنۍ کچه عمر ۳۲ کاله دی. په داسې حال کې چې ډېری نوماندان خپله درجه د خپل عمر په دویمه لسیزه (۲۰-۳۰ کلنۍ) کې ترلاسه کوي، همدارنګه د PhD شپږ سلنه ترلاسه کوونکي له ۴۵ کلونو زیات عمر لري.[۱۵]

د متحده ایالاتو د علومو د بنسټ د راغونډو شوو شمېرو له مخې له ۱۹۵۷ ز کال راهیسې په کلنۍ توګه د متحده ایالاتونو د پوهنتونو له خوا د ورکړل شویو PhD دیپلومونو شمېر زیاتوالی موندلی. په ۱۹۵۷ ز کال کې د متحده ایالاتو پوهنتونونو ۸۶۱۱؛ په ۱۹۶۷ ز کال کې ۲۰۴۰۳؛ په ۱۹۷۷ ز کال کې ۳۱۷۱۶، په ۱۹۸۷ ز کال کې ۳۲۳۶۵؛ په ۱۹۹۷ ز کال کې ۴۲۵۳۸؛ په ۲۰۰۷ ز کال کې ۴۸۱۳۳ او په ۲۰۱۵ ز کال ۵۵۰۰۶ د PhD دیپلومونه ورکړي.[۱۶][۱۷]

هند سمول

په عمومي ډول، په هند کې د ډاکتر پروګرام ته د شاملېدو په موخه د ماسټرۍ سند لرل اړین دي.  له لیسانس نه وروسته په مستقیم ډول د PhD پروګرام ته شامل کېدل د هند د ټکنالوژۍ انستیتیوت، د هند د معلوماتي ټکنالوژۍ د انستیتیوت، د تکنالوژۍ د ملي انستیتیوت او د علمي او نوښتګرو څېړنو د اکاډمي له خوا وړاندې کېږي. په یو شمېر موضوعاتو کې، د فیلوشف یا د مرستیال څېړونکي په توګه د PhD درجې ترلاسه کولو په موخه د اړوند علم په فلسفه کې ماسټري (M.Phil.) اړینه ده.[۱۸]

په وروستیو څو کلونو کې، په هند کې PhD ته اړوندو قوانینو کې ګڼ شمېر بدلونونه رامنځته شوي دي. د UGC له خوا د نوو قوانینو له مخې، پوهنتونه باید د عمومي وړتیا او اړوندې څانګې په برخه کې د شاملېدو ازموینه واخلي. په دغه ازموینه کې له بریا وروسته شارت لیست شوي نوماندان اړ دي، څو د خپل سوپروایزرلارښود پر وړاندې مرکې ته حاضر شي. په بریالي ډول له دغه بهیر نه له وتو وروسته، محصل باید په پیل کې د خپل څېړنیز پروپوزل (کاري پلان یا طرحې) په اړه سیمینار ورکړي، د پرمختګ راپور ورکړي، له لېږلو وړاندې سیمنار ورکړي او په پای کې له خپل تیزس نه په شفاهي ډول په آزاده غونډه کې دفاع وکړي.

سرچینې سمول

  1. (په 16 December 2010 باندې). The disposable academic. The Economist.
  2. Hickey, Robert. "How address the holder of a Doctorate". FormsOfAddress.info. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. . How to Correctly Use the Titles Dr. & PhD With a Name | Synonym.
  4. (په 2014-08-01 باندې). ABD Company. Slate.
  5. Dinham, S.; Scott, C. (2001). "The Experience of Disseminating the Results of Doctoral Research". Journal of Further and Higher Education. 25: 45–55. doi:10.1080/03098770020030498. S2CID 146687739. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kirsti Koch Christensen (2005). "BOLOGNA SEMINAR: DOCTORAL PROGRAMMES FOR THE EUROPEAN KNOWLEDGE SOCIETY" (PDF). European Universities Association. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "THE 'FLORENCE PRINCIPLES' ON THE DOCTORATE IN THE ARTS" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Chang, Sooyoung (2010). Academic Genealogy of Mathematicians. World Scientific. د کتاب پاڼې 183. doi:10.1142/7420. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-4282-29-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Listing of Research I Universities". Carnegie Foundation for the Advancement of Teaching. مؤرشف من الأصل في ۰۴ سپټمبر ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۰۸. 282 is the sum of all three categories of doctoral universities. Since some primarily undergraduate institutions also award the PhD, the number is greater than 282 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Paragraph 262 International Standard Classification of Education (ISCED) 2011". مؤرشف من الأصل في ۱۰ فبروري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Wharton Doctoral Programs: Application Requirements". Wharton.upenn.edu. 2009-12-15. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Doctoral admissions". Columbia University in the City of New York. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 2006-06-18 باندې). Research Doctorate Programmes. US Department of Education
  14. "In humanities, ten years may not be enough to get a Ph.D." The Chronicle of Higher Education. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Dance, Amber (October 2017). "Career change: It's never too late to switch". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 550 (7675): 289–291. doi:10.1038/nj7675-289a. ISSN 1476-4687. مؤرشف من الأصل في ۱۷ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. National Center for Science and Engineering Statistics. 2014. Doctoral Recipients from U.S. Universities, 2012. Survey of Earned Doctorates. Washington, DC: National Science Foundation
  17. "PHD programmes: Doctorate deluge". Nature. 547 (7664): 483. 2017. doi:10.1038/nj7664-483b. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "N E T, Inside H E, University Grants Commission". Ugc.ac.in. 1988-07-22. مؤرشف من الأصل في ۰۴ جنوري ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)