کونړ ولايت

(له د کونړ ولایت نه مخ گرځېدلی)

د کونړ ولایت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دی، چې ختیځه برخه کې موقعیت لري. دا ولایت له گاونډي پاکستان سره په پوله پروت دی. منځۍ (مرکز) یې د اسد اباد ښارگوټى دی.

کونړ
Kunar
د وټه پور ولسوالی د کونړ ولایت په 2012 کال کې
اړوند
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۵۷۸٬۵۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۴٬۳۳۹ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۵°۰۰′شمال ۷۱°۱۲′ختیځ / 35.0°شمال 71.2°ختيځ / 35.0; 71.2
Map

کونړ د افغانستان یو غرنی ولایت دی، چې د هېواد په ختيځ کې موقعیت لري. دغه ولایت د شمالي عرض البلد د ۳۵ درجو په کرښه کې پروت دی، شمال- ختیځ ته یې نورستان، سوېل ته يې ننګرهار، لوېديځ ته يې لغمان او ختیځ ته يې ډېورنډ کرښه ده،

نوم

کونړ دپخوانيو مٶرخانو په آثارو کي کنړ، کنير، کهويس (Khoes)، کونر (kunar) ، کولو، کونړ، کونر او داسي نورو په نومونو راغلي دي. کونړ (کونرkonar) په شکل له دوو کلمو څخه جوړ شوي دي چي نورستانيانو ورته کونړ وايه او په نورستاني لهجه يې معنا(دښوونه دره) يا زيتون دره ده. په دي نوم کې هم د نورو نورستاني کلمو او نومونو په شان چي په نورو ژبو کې يي(له)،(په) (ړ) اوښتلي بدلون راغلى دى او په کونړ يى شهرت پيدا کړى دى. تاريخي اسنادو ځينې نور شواهد داسې ښائي چې ډير پخوا د کنړ دره له غرونو څخه نيولي ان دکنړ د سيند دغاړوپوري په گڼوځنگلونو پټه وه ، چي زياتره پوټي يي، ښونان اوغوړا څکي وو، د دي ډولونود موجوديت د ثبوت د پاره به دا کافي وي چي وويل شي کله چي سلطان محمود غزنوي د لومړي ځل لپاره د اسلامي فتوحاتو په لړ کي د کونړ د دې درې په خوله کي د کابل له سيند څخه راپورې ووت دنور او قيرات په درويي حملي کولي نو يي د خپل لښکر سره دنجارانو، آهنگرانو، سنگ تراشانو اونور کسبگرانو ډلي هم را واخيستلي ترڅو چي د ځنگل وني اوبوټي ووهي، تيږي ماتي کړي او د خپل لښکرد پرمختگ د پاره لاره جوړه کړي. د يو بل مستند دليل له مخي چي ددغو دوو ډولونو عموميت ته مصداق ورکوي هغه دا دي: کله چه د کونړ د ناوي د ښکتنيو او هوارو برخو پخواني کورونه وکتل شي دهغوۍ دکوټو په چتونو کي د ډاگو (دستک) د پاسه د دړو پرځاي د ښونانو او غوړاڅکو لښتي اچول شوي دي چي پورتني دواړه تاريخي او عيني شواهد په دي دلالت کوي چي په رښتيا سره په پخوانيو زمانوکې د کونړ دره په تيره بيا د کونړ د سيند د شمال شاوخوا په ځنگلونو پټه او زياتره وني يي همدغه ښونان او غوړاڅکي وو، او زما ديادو خبره ده چي زموږ دسيمي (نرنگ) دغرونو لمني ان تر سمي پورې د ښونانو او څيړيو او نورو ونو پټې وې، نوځاي يي درلود چي نورستانيانو هغه د ښوونو په نامه ياده کړي ده. همداراز (کو) د اوبو، څاه او رود په معنا دي لکه ،چي همدا اوس موږ په ورځنيو محاورو کې کوهې زيات استعماليږي، نو چي داسي ده دکونړ يعني د اوبو او رود دره او که تاريخي اسنادو ته مراجعه وشي په عمومي صورت سره کونړدومره شهرت نه لري لکه چي په لرغونو اثارو کي دکونړ سيند (راساRasa ( يي لري. نودا هم پوره ممکنه ده چي د کونړ دا معنا به واقعيت ولرلاي شي چي د سيند او اوبو دره يي وبولو، ځکه که اوبه يي نه درلودلاي اووچ خوړ واي نو ممکن بيايي دغسي معنا نه شوه ورکولاي. د پوهاند عبدالحى حبيبي د پنځوسو مقالو د پساندونو په يوه برخه کي داسي راغلي دي: کونار يعني کونار چي جمله يي داسي په قوس کې ليکلي شوي ده (رود دره کاغان شرقي پکهلي ضلع هزاره) دلته مطلب د کو څخه دي چي په نوموړي اثرکۍ د اوبو او رود په معنا استعمال شوي دي. د پورتنيو څيړنو او تحقيقونو څخه دا جوتيږي چي د کونړ لفظ دليکني سره بايد تر(ک) ورسته (و) وليکل شي نه دا چي دکونړ لفظ دليکني څخه(و) واښستل شي. ځيني وخت ليدل کيږي د کونړ د جمع شکل د کونړونه(کنړونه) ليکل کيږي په دي شکل د کونړ ليکل که مفرد وي کنړ او که جمع وي کنړونو دواړه شکله بيخي غلط دي. دا چي ولي داسي ليکل کيږي زما په نظرڅه رنگه چي په کونړکې په رسمي دفترونو کې ټول مراسلات او مکتوبونو په دري ؤ يعني په خپله د کونړ دفتري ژبه دري وه نو دا ده چي د کنړ د کلمي پرځاي د سهولت له مخي يي په کنر انتقال کړي بيا دغه کنر کنرها شوي او وروسته تري د جمعي حالت په پښتو کنړونه جوړ شوي دي. پرته له دي بله کومه تاريخي ريښه نه شي لرلاي. دا چي په مخکنۍ برخه کې وليکل شو چي کنړ ته کنر هم وايي د کونړ د نوم دا شکل هم د يوي خواته د حدودالعالم د اشاري له مخي چي کنر يي ورته ويلي دي او د بلي خوانه دخاص کونړ ختيزي خواته يوکلي د تنر په نوم شته دي که دهغه کلي د نوم سره د مقايسي له مخي وويل شي نو ممکن هغه (ته نر) وي او که درون ته.

جغرافیه

د کونړ ولایت د افغانستان په خنیځ کې پروت دی چې شمال ته یې د نورستان ، سهیل ته یې د ننگرهار ، لویدیځ ته یې د لغمان ولایتونه پراته دي.او په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا سره ۱۷۵ کیلو متره گډه پوله ویشي.دکونړ ولایت یو غرنی ولایت دی چې څه دياسه ۴۵۰۰ کیلو متره مربع مساحت لري.

ولسوالۍ

Tد کونړ ولایت ولسوالۍ:[۲]

Districts of Kunar Province
ولسوالۍ مرکز Pop.[۳] Area[۴] یادونې
Asadabad 29,177 Is the Capital of Kunar Province, which includes Asadabad and adjacent towns, immediately surrounding the confluence of the Pech and Kunar Rivers
بر کونړ 20,716
چپه دره 28,681
دانگام 15,509
پېچ دره 44,958 Commonly known as the Pech District or Manogai District
غازي اباد Ghaziabad 7,500 formerly northern Bar Kunar District
خاص کونړ 31,950 Khas Kunar District is the largest district in the Kunar Province.
مروره 100,500
نرنگ او باډېل 27,937
ناړۍ 32,510
نرنگ 25,047
څوکۍ 28,905
شیگل 33,781 formed from northeastern Dangam District
سرکاڼو 24,080
وټه پور 28,778 formed from northwestern Asadabad District

کنړ په ټولیز ډول ۱۶ولسوالياني لري چي په لاندي ډول دي

  1. مروره ولسوالي
  2. وټه پور ولسوالي
  3. دره پيچ ولسوالي
  4. نرنگ ولسوالي
  5. سرکاڼو ولسوالي
  6. دآنگام ولسوالي
  7. برکونړ ولسوالي
  8. شيگل ولسوالي
  9. چپه دره ولسوالي
  10. نورگل ولسوالي
  11. څوکي ولسوالي
  12. خاص کونړ ولسوالي
  13. ناړي ولسوالي
  14. غازي آباد ولسوالي
  15. اسمار ولسوالي
  • او داسد آباد ښار چې خپله یوه ولسوالۍ ده

کرنه

کونړ چې یو غرنی ولایت دی او د کرنې لپاره وړ او مناسبه ځمکه کمه لري او غرونه يې د هېواد په کچه اصلي د نښترو (چهارتراش) بې ساري ځنګلونه لري، نو پر دې سربېره، د ښون (زیتون)، څېړۍ او نور ډول ډول د سون لرګيو ځنګلونه هم لري.

د دې تر څنګ، د دغه ولایت غرونه په مېوه لرونکو ونو لکه ګورګورې، ټیټاقې، شینۍ، چهارمغز او تورو املوکو هم په قدرتي ډول پوښل شوي، چې د مېوو حاصلات يې په کال کې یو ځل دي. د کونړ په کرنیزو ځمکو کې جوار، غنم، اوربشې او شولې کرل کیږي، چې د کونړ د خلکو اړتیا نه شي پوره کولای او زیات خلک يې پر مالدارۍ او سوداګرۍ بوخت دي.

کانونه

په کونړ کې پر قدرتي ځنګلونو سربېره، کانونه هم شته چې د پېچ درې په ولسوالیو (ماڼوګي او چپه دره) کې د قیمتي ډبرو (بیروچ) کانونه ډېر زیات دي، چې هر څوک يې په خپل سر او غیر فني توګه استخراجوي او بهرنیو هېوادونو ته يې قاچاق کوي. په خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو کې د یو بل ډول قیمتي ډبرو (کرومایټ) کانونه هم موندل شوي، چې په اوسپنه جوړېدو کې ترې کار اخېستل کیږي، چې دا هم په قاچاقي توګه کیندل کېږي.

د وګړو شمېر

کونړ دافغانستان د پر نفوسو ولا یاتو څخه دی او تقریباً ۵۰۰،۰۰۰ اوسیدونکي لري،چې اکثره یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي.دکونړ ۹۵٪ په سلنه کې پښتانه او نور ۵٪ نورستانیان او پشه یان دي.

کلتور

په کونړ کې د فرهنګي هڅو پیل د رسا ادبي او فرهنګي ټولنې لخوا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په غیر رسمي توګه پيل شوي دي، چې یادې ټولنې په ۱۳۸۰ لمریز کال کې په مرکز اسعداباد کې په رسمي توګه فعالیت پیل کړ، چې د کونړ ولایت د ټولو سیمو شاعران، لیکوالان، فرهنګیان او د ادب مینه وال په کې راټول شول. ورپسې ادبي او کلتوري ټولنه، اخلاص ادبي او فرهنګي ټولنه، د لوستو ځوانانو ټولنه، د ځوانانو اصلاحي ټولنه، شپول ادبي ټولنه او ځینې نورې چې دا مهال په کونړ کې د ۱۸ ادبي او فرهنګي ټولنو په ګډون په مرکز او ولسوالیو کې یادې ټولنې فعالیت کوي چې هره یوه يې د ځوانانو د پرمختګ او د ټولنې د اصلاح لپاره کار کوي. په کونړ کې د کونړ سیند په نوم کلنۍ مشاعرې هم له تېرو څلورو کلونو راهيسې پيل شوې دي، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له کرښې هاخوا فرهنګيان او شاعران په کې ګډون کوي.

په کونړ کې دوه دولتي کتابتونونه چې د اطلاعات او کلتور ریاست په چوکاټ کې دي، ډېر د مطالعې مینه وال ورځې او همدارنګه ۱۶ کتابپلورنځي هم په دغه ولایت کې فعالیت کوي، چې تازه چاپ شوې مجلې او کتابونه ورته په وخت ورسېږي. په دغه ولایت کې لرغوني اثار شته، خو د ساتنې لپاره يې موزیم نشته.

په کونړ کې د انګليسي ژبې د زده کړې ۷ مرکزونه دي، چې یو يې یوازې د نجونو دی، ۸ د کمپیوټر د زده کړې مرکزونه، ۳ د تېکواندو او ۳ د بدن ښکلا ورزشي کلبونه هم شته.

په کونړ کې خلک سندرې خوښوي، خو سندرغاړي ته په کې تر ډېره په ټيټه سترګه ګوري، نو له همدې امله په کونړ کې د سندرغاړو هېڅ کومه ډله نشته، چې کله هم کوم ځانګړي څوک د واده لپاره د ټنګ ټکور پروګرام کوي، نو له ننګرهاره يې را غواړي. په دغه ولایت کې یوازې د لوی او کوچني اختر ورځې په ډېرو ساده مراسمو سره لمانځل کیږي.

پوهنه

په کونړ کې دا مهال له ۴۷۱ ښوونځيو یې ۲۳۹ لومړني دي، چې له دې ډلې یې نهه د هلکانو، ۴۲ يې د نجونو او ۱۸۸ يې ګډ دي. ۱۰۷ يې بیا منځني ښوونځي دي چې ۳۲ يې د هلکانو، ۳۱ د نجونو او ۴۴ يې ګډ دي. ۷۸ یې بیا لیسې دي چې ۲۳ يې د نجونو او ۱۳ يې ګډې دي، چې په دې ټولو ښوونځیو کې ۱۵۹۷۰۷ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

د یاد شمېر زده کوونکو له جملې ۶۵۷۲۹ يې نجونې دي او ۳۸۲۵ ښوونکي لري، چې ۱۸۰ يې ښځینه دي. دغه ولایت اته تخنیکي او مسلکي لیسې لري، چې ۷۸۵ زده کوونکي په کې زده کړې کوي. ۳۳ دیني مدرسې لري چې ۸۹۸۴ طالب‌العلمو ته په کې د ۲۴۰ مدرسینو لخوا زده کړې ورکول کيږي.

د نالوستو لپاره د لیک لوست ۱۴۶۱ کورسونه لري، چې ۳۴۸۰۰ د بېلابیل عمر کسان په کې د لیک لوست زده کړې کوي، چې ۲۰۰۹۵ يې ښځینه دي. درې خصوصي لیسې لري چې ۴۷۰ زده کوونکي په کې زده کړې کوي، یو عالي دارالمعلمین دى او پنځه حمایوي څانګې لري چې ټول ۱۰۲۰۹ زده کوونکي لري، چې ۹۵ يې نجونې دي او د ۶۵ ښوونکو لخوا ورته تدریس کېږي.

د کونړ پوهنتون چې د سیدجمال الدین افغان په نامه یادیږي، په ۱۳۸۹ لمریز کال کې تاسیس شوی او څلور پوهنځي (شرعیات، کرنه او مالداري، کمپیوټر ساینس او ښوونه روزنه) لري. دا پوهنتون ۱۲۲۵ محصلین لري چې اووه يې نجونې دي او د ۵۸ استادانو لخوا ورته تدریس کېږي او لومړۍ دوره فارغین يې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې ورکړل. له دې پوهنتون څخه تر اوسه پورې د ماسټرۍ او یا هم د د کتورا لپاره استادان کومو بهرنیو هېوادونو ته نه دي لېږل شوي.

رسنۍ

په کونړ کې لومړنۍ چاپي جریده د کونړ په نوم ده، چې د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال خپرېده. د کونړ دولتي راډیو په ۱۳۶۲ لمریز کال کې تاسیس شوه او د کونړ ټلوېزیون په ۱۳۶۴ لمریز کال کې په خپرونو پیل وکړ.

د ځلا په نوم لومړنۍ خپلواکه راډیو وه، چې په ۲۰۰۷ کال کې يې په خپرونو پیل وکړ، همدارنګه بدلون او نښتر اېف اېم راډیوګانو په ۲۰۱۰ کال کې فعالیت پیل کړ. کونړ مجله چې دولتي خپرونه ده، لومړنۍ ګڼه يې په ۱۳۷۸ لمریز کال کې چاپ شوه، ورپسې ستوری، خوځښت، غنچه، سپرغۍ، روزنه، لوپټه، کونړ غږ، افاق، غزا، چغان، سیمه، فکري یون او کرکټ مجلې دي چې دا مهال له کونړه خپرېږي.

کونړ، کونړ ځوانان، رغاونه، ځلا، اسعداباد، څار، شېبه، اخلاص، ځوان یون، ولس ارمان، بدلون او ځینې نورې جریدې په پرله‌پسې ډول له چاپه راووتې، چې په دې کې هم ډېرى د لنډمهال لپاره وې او ځینې يې اوس هم چاپیږي. په دغه ولایت کې ملي ټلوېزيون، لمر، طلوع، اريانا او د شمشاد ټلوېزيون خپرونې هم بروډکاسټ کيږي.

ازادي راډيو، مشال، بي بي سي، ډېوه، ارمان او اراکوزيا راډيوګانې په اېف اېم څپو کې خپرونې کوي او په کونړ کې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې ټلوېزيوني کیبلي خپرونې هم پیل شوې.

لاسي توليدات

په کونړ کې لاسي توکي ډېر نه جوړیږي، کلونه وړاندې د ډېرو کمو خلکو لخوا د ګډو له وړيو څخه لېمڅي او د وزو له وژغنو څخه ټغرونه جوړیدل، چې اوس دغه رواج هم له منځه تللی. یوازیني لاسي توکي چې اوس په کونړ کې جوړېږي، هغه د اهنګرانو لاسي توکي لکه چاقو، لور، تبرګی او په دې ډول ځینې نور هغه دي.

تاريخي ځايونه

استحکامي کلا گانې

دکونړاوسیدونکي د خپلو مېشته کېدوله وخته راهیسې لکه د هېواد دنورو قومونو او قبیلوغوندې همېشه په دې فکر کې وو،چې دسیمې په یوه داسې محل یا ځاي کې دخپلې هستوگنې دپاره کلي اوکلاوې آبادې کړي چې دجغرافیوي موقعیت له مخې باید د لاندنیو مشخصاتو درلودونکي وي:

  1. دسیمې په هسې یو محل کې واقع وي چې په شاوخواسیمو باندې دیوې حاکمې نقطې حیثیت ولري.
  2. داستحکامي پوخوالي له مخې پوره طبیعي عوارض درلودل،یعنې په جگو غونډیو او ځایونو پرتې وي او په ډېر محدود جنگي قدرت یې دفاع کېدله او دپردیو حملې پرې دومره موثرې تمامې نه شي.
  3. معمولاً دکلاگانو موقعیت دڅلورو لارو، درې لارو د تلاقي په نقطو کې او یا د عمومي لارو پر سر وي.
  4. داوبو رسولو منابع لکه رودونه او چینې ورته نژدې وي او یا په دننه کې هم داوبو دغه منابع ولرلاي شي.
  5. دهغو د ودانولو په چارو کې تر ممکنه حده پورې د ساختماني موادو اکمال ډېرې ستونزې ونه لري که دکونړدپخوانیوکلاگانو جوړخت ته ړکتل شي تر ډېره حده پورې دجغرافیایي موقعیت په اعتبار پکې پورتني بېلگې په نظر کې نیول شوي دي.

دچغان غونډۍ

د چغان غونډۍ کلا چې معمولاً ورته د چغان غونډۍ وایي له پخوا زمانې نه تر اوسه پورې دیوې کلکې دفاعي کلا ، د کشف او ترصد د پاره ډېر مناسب محل گڼل کیږي چې شاوخوا سیمې ترې په ډېرې آسانۍ سره تر کنترول لاندې نیول کېداۍ شي. د چغان غونډۍ د اسمار او پېچ د درې او دکونړ دښکتتنۍ برخې د تلاقي او د لوۍ سین او پېچ سین دیو ځاۍ کېدو په برخه کې موقعیت لري.

د چغان غونډۍ دلاندې چې یو وخت دنیسا ښار موقعیت درلود او یا ننگرښار هم دلته پروت ۇ دلا وضاحت لپاره دغه غونډۍ ددمکلي مخامخ دکرهالې شمال شرق خواته دغره دلمنې په یوه جگه غونډۍ جوړه شوې ده.دا کلا او محل هغه وخت په چغان غونډي ونومول شوه چې دلته په دې سیمه کې دجغانیانو حکمراني وه،او دچنگېز داولادې دچغتایانو په وخت کې د دې ځاي دتسمیې دوجه په نسبت، دومره مستنده نه ښکاري اوامکان لري چې په چغسراۍ د دمکلي اړول به د جغتایانو په وخت صورت موندلی وي نه د چغان غونډۍ،ځکه چغانیان له جغتایانو څخه بل څوک وو.

دکلوم کلا

دکلوم کلا چې دکولم،کالم،کلم او دقلوم په نوم هم یاده شوې ده دمرکزي نورستان د پېچ درې په وروستۍ برخه کې پوشال،رمگل او مندوگل ته نژدې په ناجل کې دغره په جگه څوکه باندې له تیږو څخه جوړه شوې ده چې ډېره محکمه کلا ده.په تاریخي اسنادو کې چې د دې کلا څخه یادونه شوې ده هغه دامیر نیمور او دامیر عبدالرحمن د هغو لښکر کشیو د واقعاتو بیان دی چې به نورستان یې کړي دي.گوډ تیمور کله چې د کتور په درو کې لښکر کشي وکړه او هغه کلا یې له ډېره ستونزو اوقر بنیو ورکولو وروسته فتح کړه نو دخپلې فتحې په یاد یې هلته یو یادگار پرېښود دغه یادگار دکلوم دکتیبې به نوم یادیږي.

دپیار کلا

دپیار کلا چې د لویدیز نورستان ژونیا ته نژدې یې موقعیت درلود د کتور د نورستانیانو د پخو کلاگانو څخه یوه کلا ده چې د هغې د تسخیرولو واقعه داسې بیان شوې ده، "کله چې د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې په کونړ کې دپوځي سوقیاتو په ترڅ کې سپهسالار غلام حیدر خان څرخي ته امر وشو چې نورستان ونیسي نو د لغمان حاکم اولیاقل چې دپیار د خلکو په تنبیه کولو اخته ۇ دجگړې نیت وکړ. د سراج التواریخ په قول په ۳۲ دقیقو(دسرعت عمل څخه مراد دی) په موده کې یې د کافرانو قوت مات کړاو ځینو یې غرونو ته پناه یووړله او له دې جملې څخه ۱۸۰ تنه چې د پیار په کلا کې یې ځاۍ نیولی ۇ کلا بند کړل ، دوه شپې او ورځې کلا محاصره وه او کله چې ورته د اولیاقل په امر اور واچول شو وسوزول شوه او کلا ونیول شوه."

دکټار کلا

دا کلا دکتر کلا په نوم چې د کتر یا کتور د قبیلې پورې مربوط د یوې کورنۍ ځاۍ ۇ او بل تاریخي نوم یې <<پړیچ ورن دیش>> دی او په بر چغسراۍ کې یوه ډېره ټینگه او لوړه کلا وه،چې دشامیر کوټ شمال لویدیځ خوا ته دیوه غره په لمن کې کې تر کتر (کتور) او گمبیر راښکته موقعیت لري. زموږ د پخوانیو خلکو له خولې چې نقل یې کاوه ، د دغه کلا خلک ډېر سخت کافران وو ډېر سنگدله او بېرحمه خلک وو کله چې دهغوۍ دمسلمان کولو په مقصد لښکر وسو په دې لښکر کې د نرنگ خلک هم شامل وو، خو د کلاد کافرانو لخوا دډېر سخت مقاومت سره مخامخ شول او هېچا نه شو کولاۍ چې کلا ته ور وخېژي، دا ځکه چې هغوۍ پرې له پاسه تیگې راکولولې تر څو چې په یوه ډول جنگي تکتک سره وروختل او کلا ته یې اور واچوه او دا چې د کلا په ساختمان کې زیاتره لرگي کارول شوي وو نو کلا په آسانۍ سره اور واخیست او دکټار کافران غرونو ته وختل. دمخه وویل شو چې دوۍ ډېر سخت زړي کافران وو نو د دوۍ دمظالمو او کلک زړیتوب کیسې زموږ د پخوانیو خلکو په کلتور او ورځنۍ محاوره کې تر ننه مروج پاتې دي، د مثال په توگه که څوک په چا ډېر ظلم وکړي کوم چې دهېڅ عاطفې نښه بکې نه وي نو ویل کېږي<< داسې کار د کټار کافر هم نه کوي>>، او یا دمخاطب په شکل ویل کېږي<< څه دکټار کافر خو نه یې>>،او یا که جېرته کومه غوا د شیدو ورکولو ته نه ودرېږي نو ویل کېږي<< دغه غوا کټاره ده>>.

سپورټ

ورزش له ډېر پخوا راهيسې په کونړ کې دود دی، خو نړیوالو او عصري ورزشونو د پخوانیو هغو مخه تر ډېره حده نیولې ده، پخوا په کونړ کې خوسى، تيږه اچول، توپ ډنډه، ډمې کول، والیبال، فوټبال او لامبو وهل وو، چې اوس هم په کلیوالو سیمو کې کیږي، خو په دې وروستیو کې کرکټ ډېر پرمختګ کړی، چې د نورو ورزشونو په پرتله ډېر مینه وال لري او حکومت هم ورته ډېره پاملرنه کوي. په کونړ کې درې د تېکواندو، درې د اندامونو ښکلا او یو د سوک وهنې کلب شته.

ړتیاوې

۱ـ د کونړ په لوی سیند د سره طاق په سیمه کې د برېښنا بند جوړېدل، چې ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدولى شي، د کونړ سیند دواړو غاړو ته د استنادي دېوالونو جوړېدل، په مرکز اسعداباد کې د کرکټ اساسي لوبغالي جوړېدل، د کونړ ناواپاس لار چې له پاکستان سره د قیر سړک په وسیله سره نښلول شوې، ترانزیټ کېدل او د سالارباغ د نجارۍ فابریکې بېرته ودانول به د دغه ولایت د اوسېدونکو پر ژوند خورا مثبت اغېز ولري.

سرچینې


Afghanistan Report (دافغانستان په اړه رپوټ)Michael Moore and James Fussel
Afghanistan The Soviet War(په افغانستان کې دروس جگړه)Edward Girardet 1985


  1. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named cso
  2. "Afghanistan Administrative Divisions" map, March 2007, Afghanistan Information Management Services (AIMS)
  3. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named mrrd
  4. Afghanistan Geographic & Thematic Layers