محمود غزنوي

غزنوي سترواک له ۹۹۸-۱۰۳۰ ز پورې
(له سلطان محمود غزنوي نه مخ گرځېدلی)

ابوالقاسم محمود بن سبکتګین ( زوکړه، د ۹۷۱ ز کال د نومبر ۲ – مړینه، د ۱۰۳۰ ز کال د اپرېل ۳۰) چي په عمومي توګه د محمود غزنوي په نوم یادیږي، د غزنوي امپراتورۍ ستر واکمن وو. نوموړي له ۹۹۸ ز کال څخه تر ۱۰۳۰ ز کال پوري د افغانستان او هندوستان پر لویو برخو واکمني وکړه، او د مړینې په وخت کي یې دومره پراخه پوځي سترواکۍ په میراث پرېښوده، چي له شمال لویدیځ ایران څخه د هند تر لویي وچې، پنجاب، ماوراءالنهر، خوارزم او مکران پوري غځېدلې وه، او پلازمېنه یې د افغانستان غزني ولایت وو.

محمود غزنوي
ابوالقاسم محمود غزنوی‎ (پارسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
زېږون نېټه
۲ نومبر ۰۹۷۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۳۰ اپريل ۱۰۳۰ (Gregorian)[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
ځایناستی د
ځایناستی

محمود په افغانستان کي د مخکنیو خپلواکو سامانیانو د اداري، سیاسي او کلتوري رواجونو په دوام د پنجاب او په ځانګړې توګه د لاهور په ښار کي د راتلونکو اسلامي دولتونو د بنسټ لویه ډبره کښېښوده، او پلازمېنه غزني یې د اسلامي نړۍ یو مهم کلتوري، سوداګریز او فکري مرکز وګرځاوه، چي پخپل وخت کي یې د بغداد له ستر او مهم ښار سره سیالي کوله. د محمود په زمانه کي افغانستان د ډېرو نامتو شخصیتونو لکه البیروني او فردوسي غوندي پوهانو کوربه وو، او ستر ادبي خدمات یې سیمي ته وړاندي کړل.

محمود په ۲۷ کلنۍ کي د خپل پلار تر مړیني وروسته د واک ګدۍ ته ورسېدی، او د خپل ورور اسماعیل سره یې د تخت لپاره تر لنډي جګړې وروسته د سلطان لقب ترلاسه کړ. د نوموړي د واکمنۍ پر مهال افغانانو د منځنیو پېړیو د هندوستان د بډایه ښارونو او معبدونو لکه متورا او سومنات په وړاندي اوولس ځله بریدونه وکړل او د غنیمت مالونه یې د پلازمېني غزني د جوړولو لپاره وکارول.

سرچينې

  1. ويل شوي په: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: mahmud-von-ghazni. Subject named as: Mahmud von Ghazni. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: جرمني ژبه.