د کريميا جګړه

 

د کريميا جګړه
برخه د  په اروپا کې د عثماني خلافت جګړې و "د روسي او عثماني خلافت ترمنځ جګړې"

د سواستيپول د محاصرې جزيات د فرانتس روبو (۱۹۰۴)په يوه ارزښتمنه انځورګرۍ کې
نيټهکينډۍ:Start and end dates
(۲ کاله، ۵ مياشتې او ۲ اوونۍ)
ځای د کريميا جزيره، قفقاز، بالکان، توره بحيره، بالتيک سيند، سپين سيند، لېرې ختيځ
پايله پاريس تړون
Territorial
changes
د روسيې سيمې دانوب دلتا او سويليبیسارابیا يې له لاسه ورکړې.
جنګیالي

کينډۍ:عثماني امپراتوري

کينډۍ:دوهمه فرانسوي امپراتوري[lower-alpha ۱]
کينډۍ:برتانوي امپراتوري[lower-alpha ۱]
کينډۍ:د ساردينا سلطنت ساردينا[lower-alpha ۲]
ملاتړ د:
کينډۍ:استريايي امپراتوري
د قفقاز امامت[lower-alpha ۳]

کينډۍ:روسي امپراتوري


کينډۍ:د يونان سلطنت[lower-alpha ۴]
قومندانان او مشران
ځواک
ټول: ۶۷۳٬۹۰۰
کينډۍ:عثماني خلافت ۲۳۵٬۵۶۸[۱]
کينډۍ:دوهمه فرانسوي امپراتوري ۳۰۹٬۲۶۸[۲]
کينډۍ:برېتانيا ۱۰۷٬۸۶۴[۲]
کينډۍ:د ساردينا سلطنت ۱۸۵۱ ۲۱٬۰۰۰[۳]
ټول: ۸۸۹٬۰۰۰[۲]
کينډۍ:روسي امپراتوري
۸۸۸٬۰۰۰ خوځېدلي
۳۲۴٬۴۷۸ پرنسټ
تلفات او زیانونه

ټول: ۲۲۳٬۵۱۳

ټول: ۴۵۰٬۱۲۵[۴][۳]
اوښتې زيانونه د مرګ ډېری له ناروغۍ څخه و، په ټولو مواردو کې د ناروغۍ له کبله ( د جګړې په ډګر کې مړه ) يا ( له ټپونو څخه مړه ) ډېر و.

د کریمیا جګړه د 1853 د اکتوبر څخه تر 1856 فبروري پورې جګړې ته ویل کیږي چې له یوې خوا د روسیې د زارستي امپراتورۍ او دوهم فرانسوي امپراتورۍ ، د برتانیا امپراتورۍ ، د سارډینیا سلطنت او له بلې خوا د عثماني امپراتورۍ ترمینځ په کریمیا جزیره کې پیښه شوې.

تاریخ سمول

شاليد سمول

د 1814 کې ناپلیوني جګړو کې د فرانسې د لومړۍ امپراتورۍ ماتې او په دغو جګړو کې د روسیې امپراتورۍ بریا روسیه د نړۍ په یو لوی ځواک بدله کړه. له بلې خوا د اروپا د نورو قدرتونو تر منځ د داخلي او خارجي شخړو رامنځ ته کېدل د دې لامل شول چې روسيې امپراتورۍ نور واک ترلاسه کړي. د دې پېښو په تعقیب، روسیې فکر وکړ چې په بالکان کې خپل نفوذ پراخ کړي. [۵]

د جګړې پیل سمول

د ۱۸۵۳ کال د جولای په میاشت کې روسیې په بالکان کې د مالداویا او والاچیا سلطنتونه اشغال کړل چې د عثماني خلافت له پوځي غبرګون سره مخامخ شول. برېتانیا او فرانسې چې د اروپا نور کنسرټ قدرتونه دي ، په بالکان او مدیترانې کې د روسیې له پراخوالي سره مخالف وو او د یوه ډیپلوماټیک حل غوښتنه یې کوله. خو د عثماني امپراتورۍ په وړاندې د برتانیې او فرانسوي تګلارو په پام کې نیولو پرته، د روسیې لومړي نیکولاس خپلې بېړۍ ته امر وکړ چې په تور سمندرګي کې عثماني سمندري ځواکونه له منځه یوسي، له دې وروسته يې د عثماني امپراتورۍ د رومانیايي ایالتونه ونیول.

د فرانسې امپراتور دريم ناپليون او د انګلستان د ملکې ویکتوریا حکومت د عثماني سلطان عبدالمجید اول سره خواخوږي وښوده او د مارچ په 27، 1854 کې وروسته له هغه چې روسیې د ډینیوب سیند په اوږدو کې د سلطنتونو څخه د وتلو غوښتنه له پامه غورځوله، دوی د روسیې سره د جګړې اعلان وکړ او د کریمیا جګړه پیل شوه. په تېرو وختونو کې د لومړي ځل لپاره انګلستان، فرانسه او عثماني دولت د یو دریم هېواد پر ضد په جګړه کې سره متحد شول او د عثماني سلطان سره د مرستې لپاره یې خپلې سمندري بېړۍ تورې بحیرې ته واستولې. [۶]

د جګړې بهیر سمول

د ۱۸۵۴ کال د سپټمبر په ۲۶مه د فرانسې او برتانیې سمندري بېړیو لومړی د الما سیند په څنډه کې روسي ځواکونو ته ماتې ورکړه او بیا یې د سیواستوپول ښار محاصره کړ، چې یوه قوي پوځي کلا وه. د سیواستوپول ښار د 349 ورځو لپاره د محاصرې سره مقاومت وکړ (1854-1855)، مګر په پای کې روسانو ماتې وخوړه او ښار سقوط وکړ.

د فرانسې، برېتانيا او عثماني امپراتورۍ ځواکونو د کریمیا په ټاپو وزمه کې له روسي ځواکونو سره یو کال جګړه وکړه. بالاخره د ۱۸۵۵ کال د سپتمبر په میاشت کې روسیه اړ شوه چې د سیواستوپول په ښار کې له خپلې مهمې سمندري اډې څخه ووځي. دا جګړه چې د روسیې د امپراتورۍ په ماتې سره پای ته ورسېده، د روسیې امپراتورۍ د عثماني امپراتورۍ په خاوره کې د خپلو ځمکنیو ادعاوو څخه تېره شي او له لاسه يې ورکړي.

د جګړې پای سمول

 
د کریمیا د جګړې پر مهال په بالاکلوا کې د برتانوي پوځ د کمپ یو انځور. ۱۸۵۵ ز

د سولې خبرې اترې په 1856 کې د پاریس د کانګرس له لارې د ولیعهد شهزاده نیکولاس I، الکساندر II تر څارنې لاندې پیل شوې. د روسیې زار او عثماني سلطان موافقه وکړه چې د تورې بحیرې په څنډو کې به هیڅ ډول سمندري ځواکونه یا پوځي وسلې نه جوړوي. د تورې بحیرې بند د روسیې لپاره خورا زیانمن و، ځکه چې دې بند د ترکانو په وړاندې د روسیې سمندري ګواښ شديد مخنيوی کاوه. همدارنګه ټولو سترو قدرتونو موافقه وکړه چې د عثماني امپراتورۍ خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.

د مارچ په 1856 کې، د جګړې ګډونوالو د پاریس تړون لاسلیک کړ. روسیې جنوبي سربیا او د ډینیوب خوله عثمانیانو ته بېرته ورکړه. مالداویا، والاچیا او سربیا تر نړیوال کنټرول لاندې راغلل.

تر کریمیا وروسته سمول

د پاریس تړون تر 1871 پورې دوام وکړ کله چې فرانسه د پروشیا له خوا ماته شوه. تر دې جګړې وروسته د جرمني د لومړي وزیر اوتو فون بسمارک په ملاتړ روسیې د تورې بحیرې په تړاو د تورې بحیرې اړوند ماده رد کړه او بیا یې د تورې بحیرې د بېړیو په جوړولو پیل وکړ.

د پاریس په تړون کې د عثماني امپراتورۍ د ځمکنۍ بشپړتیا د تضمین سره سره، روسیې د بالکان په ایالتونو کې د ملتپالو ناکراریو څخه ګټه پورته کړه چې خپلواکي یې غوښته او د 1877 کال د اپریل په 24 یې بیا د عثماني امپراتورۍ سره د جګړې اعلان وکړ. په دې جګړه کې بلغاریا ، رومانیا ،سربیا او مونټینیګرو خپلواکي ترلاسه کړه.

ارزښت سمول

د نویو وسلو او نویو جنګي تخنیکونو د کارولو له امله د کریمیا جګړه د نولسمې پېړۍ لومړۍ عصري جګړه ګڼل شوې او د ډېرو وژنو لامل شوې. (نږدې 25,000 برتانوي، 100,000 فرانسوي او شاوخوا یو ملیون روسیان) [ حوالې ته اړتیا ده ]په دې جګړه کې وژل شوي. [۷]

د انګلستان او فرانسې برعکس، اتریش ، چې د آلمان په کنفدراسیون کې یې د خپل نفوذ د پیاوړتیا لپاره د روسیې مرستې کارولې وې، په بالکان کې د روسیې د پراختیا په وړاندې غبرګون نه و ښودلی. دې کار د کریمیا په جګړه کې د روسیې له ماتې وروسته اتریش نور هم کمزوری کړ، چې نه یوازې د روسیې ملګرتیا یې له لاسه ورکړه، بلکې په بالکان کې د دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې احتمال هم زیات شو. په دې توګه، د اتریش کمزوري د اېټالیا او آلمان د یووالي لپاره لاره هواره کړه.

د کریمیا له جګړې او همدارنګه د فرانسې او اتریش له جګړې وروسته ، د دریم ناپلیون ویاړ او سیاسي وقار د اروپا د کمزورو هېوادونو په ګډون د بالکان او رومانیا د ملاتړي په توګه خپل اوج ته ورسېد او هغه هم د بریتانیا د دوستۍ ملاتړی و. خو له دې وخت څخه د هغه د هوښیارانه پلانونو له امله د هغه د ضعف او زوال لپاره چمتووالی نیول شوی و. [۸]

د مهمو جګړو کرونولوژي سمول

 
فټزرای سومرسیټ ، عمر پاشا او مارشال پلسیر
  • د سینوپ جګړه، د نومبر په 30، 1853
  • د سلسترا محاصره، د اپریل 5 - د جون 25، 1854
  • د بومارسند لومړۍ جګړه، د جون ۲۱، ۱۸۵۴
  • د بومارسند دوهمه جګړه، د اګست په 15، 1854
  • د پیتروپاولوسک محاصره، د اګست په 31-30، 1854، د آرام سمندر په ساحل کې
  • د الما جګړه، د سپتمبر 20، 1854
  • د سیواستوپول محاصره، د سپتمبر 25، 1854 څخه د سپتمبر 8، 1855
  • د بالاکالوا جګړه، د اکتوبر 25، 1854
  • د انکرمن جګړه، د نومبر 5، 1854
  • د یفپاتوریا جګړه، د فبروري 17، 1855
  • د چرنایا جګړه (یا "د تور سیند جګړه")، د اګست 16، 1855
  • د کینبرن جګړه، د اکتوبر 17، 1855
  • د ازوف په سمندر کې سمندري جګړه، د می څخه تر نومبر 1855
  • د کارس محاصره، د جون څخه تر نومبر 28، 1855

سرچینې سمول

  1. Badem 2010، ص. 180.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Clodfelter 2017، ص. 180.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ Clodfelter 2017، ص. ۱۸۰.
  4. Mara Kozelsky, "The Crimean War, 1853–56." Kritika: Explorations in Russian and Eurasian History 13.4 (2012): 903–917 online.
  5. کينډۍ:یادکرد کتاب
  6. کينډۍ:یادکرد وب
  7. کينډۍ:یادکرد وب
  8. کينډۍ:یادکرد کتاب

کينډۍ:یادداشت

بېرونۍ تړنې سمول