پروشیا له تاریخي پلوه د المان یو مهم ایالت و چې په ۱۵۲۵ز کال کې د بالتیک سمندر په سویل ختیځ ساحل کې د پروشیا په سیمه کې له  ډوچي سره نږدې رامنځ ته شوی. دا په حقیقت کې په ۱۹۳۲ز کال کې د جرمني چانسلر فرانز وان پاپین د پروسیا حکومت واکونه د اضطراري فرمان له لارې منحل او په ۱۹۴۷ز کال کې د متحد فرمان له لارې واک جوور ته وسپاره. دپېړیو لپاره د هوینزولرن کورنۍ په پروشیا واکمنه وه او نوموړې کورنۍ په بریالیتوب سره د غیر معمولي، منظم او اغیزمن پوځ له لارې د خپل هیواد جغرافیه پراخه کړه. پروشیا چې پلازمینه یې لومړی په کونیګسبرګ کې وه او بیا کله چې په ۱۷۰۱ز کال کې په برلین کې د پروشیا  په سلطنت باندي بدله شوه، د المان تاریخ ته يې بدلون ورکړ.

په ۱۸۷۱ز کال کې د پروشیاد ولسمشر اوټو وان بسمارک د هڅو په پایله کې د جرمني ډېری سلطنتونه د پروشیا په مشرۍ د الماني سترواکۍ سره متحد شول، که څه هم دا یو "نیمګړی المان" ګڼل کیده، ځکه چې اطریش او سویس په کې لا شامل نه و. د ۱۹۱۸ز کال په نومبر میاشت کې پاچهۍ ړنګې شوې او د ۱۹۱۸-۱۹۱۹ز کلونو کې د المان د انقلاب په جریان کې پاچا خپل سیاسي واک له لاسه ورکړ. په دي توګه د پروشیا سلطنت د یو جمهوریت په ګټه ړنګ شو - د پروشیا ازاد دولت، د المان  دولت له ۱۹۱۸ز کال څخه تر ۱۹۳۳ز کال پوري دوام وکړ. له ۱۹۳۲ز کال څخه وروسته پروشیا د یوې کودتا په پایله کې خپله خپلواکې له لاسه ورکړه چې په راتلونکي کې نوره هم ونیول شوه. کله چې نازي رژیم په بریالیتوب سره د یو واحد دولت په لټه کې د ګلیچ شالټونګ قوانین رامنځته کړل، پاتې قانوني دولت په ۱۹۴۷ز کال کې له منځه لاړ.[۱]

د پروشیا نوم له پخوانیو پروشیانو څخه اخیستل شوی. په ۱۳۰۸ز کال کې تیوټونیک نایټس د پومیریلیا او ډانزیګ سیمې چي اوس په ګډانسک مشهوره ده، فتح کړي. د دوی خانقاه ایالت تر ډېره د مرکزي او لویدېځ المان څخه د مهاجرت له لارې د المان برخه شوی وو او په سویل کې دا د ماسوویا د اوسیدونکو له خوا  پولونیز شوی وو.د ۱۴۶۶ز کال  Second Peace of Thornپروشیا په لوېدیځه شاهي پروشیا ووېشله او د پولینډ یوه برخه شوه، ختیځه برخه یې له ۱۵۲۵ز کال څخه وروسته د پروشیا ډچي په نامه یادېږي، چې تر ۱۶۵۷ز کال پوري د پولینډ یوه فیوډالي برخه وه. د برانډنبرګ او د پروشیا ډوچي سیمو یو ځای کیدل په ۱۶۱۸ز کال کې د دې سبب شو، تر څو په ۱۷۰۱ز کال کې د پروشیا  سلطنت اعلان شي.

د پروشیا اصطلاح زیاتره په ځانګړي توګه له المان څخه بهر د مسلکيتوب ، تیري، ملیشو او محافظه کارۍ ټینګار لپاره کارول شوې، هغه چي په ختیځ کې یې لومړی پروشیا او بیا د المان امپراتوري واکمني لاسته راوړه.

سمبولونه سمول

د پروشیا د وسلو اصلي نشان او هم د پروشیا بیرغ چي په سپین پس منظر تور عقاب انځور شوی.

تور او سپین ملي رنګونه لا پخوا د تیوټونیک نایټس او د هوینزولرن کورنۍ له خوا کارول شوي وو. د تیوټونیک ارډر یو سپین کوټ اغوستی و چې د تور صلیب سره چي داخل يې طلايي رنګ او تور شاهي عقاب سره ګنډل شوی و. د تور او سپین رنګونو ترکیب د آزادو ښارونو،لکه: بریمن، هامبورګ، لبیک او همدارنګه د برانډنبورګ د بیرغونو لپاره کارول کیدل، چي په پای کې د جرمني سترواکي بیرغ  رنګونه هم تور، سپین او سور شول.

د ازادی جنګونه سمول

د نولسمې پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې په المان کې د لیبرالانو تر منځ اوږده مبارزه شته وه چاچې د ډیموکراتیک اساسي قانون له مخې یو متحد او فدرالي المان غوښت او محافظه کارانو غوښتل چي المان د خپلواک هيواد په توګه د پروشیا او اطریش سره سیالي وکړي. یو کوچنی حرکت چې په دي دوره کې د المان د یووالي لپاره د لېوالتیا نښه وه، هِغه د برشینشافت زده کوونکو غورځنګ و، د هغو زده کوونکوله خوا چې د تور، سور، طلايي رنګ بیرغ، متحد المان ملت، پرمختللی هیواد او آزاد سیاسي سیسټم غوښتنه يې کوله او د هغه لپاره يې هڅه کوله. د پروشیا د مساحت او اقتصادي اهمیت له امله کوچنیو دولتونو په ۱۸۲۰ز کال کې د آزادې سوداګرۍ په ساحه کې شاملیدل پیل کړل. پروشیا په ۱۸۳۴زکال کې د المان د ګمرکونو اتحادیه چي زولویرین (Zolverein) نومیده، له رامنځته کیدو څخه ډیره ګټه پورته کړه چې ډیری الماني دولتونه په کې شامل وو، مګر اطریش په کې  شامل نه وو.[۲]

په ۱۸۴۸ز کال کې آزادي غوښتونکو یو فرصت ولید، کله چې په ټوله اروپا کې انقلابونه پیل شول. په ترهېدلی پاچا فریډریک ویلیم IV موافقه وکړه چې ملي شورا جوړه کړي او اساسي قانون توشیح کړي. کله چې د فرانکفورت پارلمان فریډریک ویلیم ته د متحد المان د تاج وړاندیز وکړ، هغه په ​​دي دلیل انکار وکړ چې هغه د المان د نورو پاچایانو له اجازې پرته د انقلابي مجلس څخه تاج نه مني.[۳]

د فرانکفورت پارلمان، په ۱۸۴۹ز کال کې منحل کولو ته اړ شو او فریډریک ویلیم په ۱۸۵۰ز کال کې د خپل واک له لارې د پروشیا لومړی اساسي قانون تصویب کړ. دا محافظه کاره سند، د پارلمان د دوو طبقو لپاره چمتو شو. ولسي جرګه یا Land tag د ټولو مالیه ورکونکو له خوا وټاکل شوه، کوم چې په درېیو ټولګیو وېشل شوې وه چې رایې یې د تادیه شوي مالیاتو مقدار سره سمې وي. ښځې او هغه چا چې مالیه نه ده ورکړې، هیڅ رایه یې نه درلوده. دي کار یوازې یو پر درېیمه برخه رای ورکوونکو ته اجازه ورکړه چې د مقننه قوې ۸۵٪ چوکۍ خپلې کړي، مګر دا ټول د خلکو د ښه کار د واکمنۍ تضمین کوي. د مشرانو جرګه چې وروسته د Herrenhaus یعني د څښتنانو کور په نوم بدله شوه، د پاچا له خوا ټاکل کېده. هغه بشپړ اجرائیوي واک درلود او وزیران یې یوازې هغه ته مسؤل یا ځواب ویونکې وو. د پایلې په توګه د ځمکو څښتنانو طبقه، جنکران(the Junkers )په ځانګړې توګه په ختیځو سیمو کې و نه ځپل شول.[۴]

سرچينې سمول

  1. Christopher Clark, Iron Kingdom: The Rise and Downfall of Prussia, 1600–1947 (2006) is the standard history.
  2. Clark, Iron Kingdom ch 12
  3. Clark, Iron Kingdom ch 13–14
  4. Clark, Iron Kingdom ch 14