بهادر شاه ظفر کاکاخېل

بهادر شاه ظفر کاکاخېل (زوکړه ۱۹۱۰ ز کال، خيبر پښتونخوا، د نوښار ولسوالۍ - مړینه د ٢٠٠٢ زيږدي کال د جون ۲۶) (په انگرېزي: Bahadur Shah Zafar Kakakhel) د افغانستان يو پښتون ليکوال وو.

بهادر شاه ظفر کاکاخېل
دوتنه:Zafaar-Kakakhail.png
بهادر شاه ظفر کاکاخېل

مخينه

بهادر شاه ظفر کاکاخېل پر ١٩١٠ زيږدي کال د خيبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د کاکا صاحب په کلي کې زېږېدلی دی. پلار يې ميا خالق شاه نومېد. ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکاخېل خپلې لومړنۍ زده کړې په مورني ټاټوبي اکوړه خټک کې سرته ورسولې. هغه همداراز لومړنۍ ديني زده کړې او د فقهې کتابونه د حاجي عبدالقيوم نه تر لاسه کړل.

ظفر کاکاخېل د ليکوالۍ تر څنگ په سيند کښنه او ژبپوهنه کې هم لوی لاس درلود او د ظفر اللغات په نامه يې يو سيند هم خپور شوی. نوموړی د لومړنۍ پښتو ډرامې ليکوال هم دی.

ارواښاد کاکاخېل د پښتونخوا هغه ستر او نامتو پېښليک کښونکی دى چې نه يوازې د پښتونخوا پښتانه پر هغه وياړي، بلکې د ټول افغانستان پښتانه هم د هغه په نامه وياړ کوي، له نامه سره يې پوره پېژندگلوي لري.

که څه هم کاکاخېل صاحب دا هيله ا و تمه نه درلوده چې کوم سرکاري ملازمت يا دنده تر لاسه کړي، خو په ١٩٢٨ زيږدي کال کې د پوهنې (ايجوکيشن) ديپارټمينټ ورته وړانديز وکړ چې هلته کار وکړي. سيد بهادرشاه ظفر کاکاخېل له زده کړې سره ډيره مينه درلوده او پر ١٩٤٠ زيږدي کال يې له پنجاب پوهنتون نه په پښتو، پارسي ا و اردو کې يې د بي.اى آنرز بری ليک واخيست. وروسته يې بيا پر ١٩٣٦ زيږدي کال د کرک په ډيسټريکټ بورډ کې دنده تر لاسه کړه او د سوابۍ او مردان چارې يې هم پرمخ بيولې. د پوهنې ډيپارټمينټ پر ١٩٤٥ زيږدي کال ٢٤ کسان په پوهنتون کې د روزنې (ټريينگ) لپاره وټاکل چې د سيد بهادرشاه ظفر کاکاخېل نوم د نوملړ په سر کې وو.

وروسته کاکاخېل صاحب په رستم کې د لومړنيو زده کړو په اداره کې دنده سرته رسوله چې تر يوه کال وروسته بيا په ملکنډ کې په دنده وگومارل شو. نوموړي پر ١٩٥٧ زيږدي کال په نوښار (نوشېره) کې د ښوونکي په توگه دنده سرته رسوله او بيا چې کله کاکا صاحب ته تبديل شو، او تر ١٩٧٠ زيږدي کاله پورې، چې د هغه د کورناستي (تقاعد) وخت وو، يې دا دنده په ښه ډول سرته ورسوله.

ظفر کاکاخېل په پاکستان کې د صدر ايوب خان د صدارت پر مهال په پښتو کتابونه وليکل چې د پښتونخوا په زياترو ښوونځيو کې تدريسېدل. ليکوال کاکاخېل د گرامر يو کتاب هم وليکه چې رهنماى پښتو يا د پښتو لارښود نومېد او دغه گرامر يې په اردو ژبه هم وژباړه، ددې لپاره چې اردو ژبي هم ترې گټه واخلي.

کاکاخېل صاحب د دې خبرې ادعا هم کړې چې د پښتو لومړنۍ ډرامه هغه ليکلې ده. دا ډرامه (د کلي ښايست) نو مېږي او پر ١٩٣٥ زيږدي کال د پېښور راډيو د پښتو څانگې له خوا خپره شوې ده. ليکوال وايې چې د هغې ډرامې خواږه يادونه يې لا تراوسه په ذهن کې پاتې دي چې د دغې ډرامې تمرين او ريهرسل په پېښور کې د ارباب جهانگير خان په کور کې کيده او ځينو هندوانو هم په دغه ډرامه کې چار (رول) لوبولى وو. کاکاخېل صاحب هيڅکله هم دا خبره نه ده منلې چې گنې اسلم خټک دې د پښتو لومړنۍ ډرامې ليکوال وي.

د ليکوال بل لوی کار دا وو چې پر ١٩٩٦ زيږدي کال يې د شيخ رحمکار (کاکا صاحب) په ژوندانه او ښوونو يو کتاب وليکه او د دې کتاب په ليکلو کې يې د هغې خطي نسخې نه گټه واخيسته چې ميا محمد بادشاه کاکا خېل د شيخ رحمکار په ژوند او کارونو باندې ليکلى وه. ويل کېږي چې ميا محمد باد شاه کاکاخېل د افغانستان او هندوستان ډيرو برخو ته سفرونه وکړل څو د شيخ رحمکار په اړه علمي توکي تر لاسه کړي. ددغه کتاب پر ليکلو ظفر کاکاخېل د ميا جمال شاه د ورور ميااجمل شاه نه ١٠٠٠٠ روپۍ د انعام او جايزې په توگه ترلاسه کړې.

کاکاخېل صاحب يو پوخ مسلمان وو چې د مولانا مودودي له نظرياتو سره يې مينه درلوده. له همدې کبله وو چې هغه د مولانا مودودي ځينې کتابونه پښتو ژبې ته وژباړل، لکه پرده، دين حق، سيرةالنور، دين کې تفسير، احساس او راه عمل.

بهادر شاه ظفر کاکاخېل د سرکار نه په دې خبرې سر ټکولى دى چې د پوهانو او د ادب د مينانو په اړه د بې غورۍ نه کار اخلي او قدر يې نه کوي. هغه د پېښور د پښتو اکيډيمۍ نه هم خپل خپگان څرگند کړی چې هعه ته يې کومه ځانگړې پاملرنه ونه کړه، خو يوازينی سړی چې هغه ته يې پاملرنه وکړه هغه د پاکستان د ادبياتو د اکيډيمۍ مشر پرېشان خټك وو چې هغه ته يې مياشتينۍ مرستندويه رزمنه (تنخوا) وټاکه. همدا راز هغه پر ١٩٨٨ زيږدي کال ستاره امتياز نښان تر لاسه کړ.

دغه لوی تاريخ ليکونکی د خپل ژوندانه په وروستيو شپو او ورځو کې داسې سخت ناروغه او کمزورى شو چې د سترگو روښنايې لږه او غوږونه يې درانه شول چې خبرې به يې په اسانۍ نه اوريدې.

مړينه

سيد بهادرشاه ظفر کاکاخېل د ٢٠٠٢ زيږدي (۱۳۸۱ لمريز) کال د جون مياشتې پر ۲۶ نېټه له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې او د کاکا صاحب په اديره کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- پښتانه د تاريخ په رڼا کې، د ١٩٦٢ زيږدي کال د پېښور پوهنتون له خوا چاپ شوی دی.

۲- ظفراللغات، سيند، لومړی چاپ ١٩٥٩ زېږدي، دويم چاپ ١٩٦٠ زيږدي کال. دا سیند په څه دپاسه ١٤٠٠ مخونو کې ليکل شوى او ٤٥٠٠٠ زره لغات او محاورې لري چې د هر لغات تر څنگ يې ماناوې په پښتو او اردو کې ورته شرحه کړې دي.

۳- د کلي ښايست، (ډرامه).

۴- پرده، (ژباړه)، د مولانا مودودي اثر.

۵- دين حق، (ژباړه)، د مولانا مودودي اثر.

۶- سيرة النور، (ژباړه)، د مولانا مودودي اثر.

۷- دين کي تصوير، (ژباړه).

۸- احساس راه عمل، (ژباړه).

اخځليک

۱- https://tatobaynews.com/archives/123025 Archived 2020-06-13 at the Wayback Machine.

۲-https://m.facebook.com/Mundigakpashto/photos/a.483250282548225/561131694760083/?type=3&source=57&__tn__=EH-R

۳- د ليکوال لطيف ياد فېسبوک پاڼه.