پرېشان خټك

پريشان خټک (١٩٣٠ زېږدي کال، پښتونخوا، غونډې مير خانخيل کلی - د ۲۰۰۹ ز کال، د اپرېل ۱۶، پېښور)، د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر، ليکوال او څېړونکی وو.

مخينه سمول

پروفيسر پريشان خټک پر ۱۹۳۰ ز کال د پښتونخوا په غونډې ميره خانخيل کرک سيمه کې زيږيدلى وو. د هغه آر نوم غمی جان وو، خو لنډنوم يې پرېشان وو. یانې دا چې بشپړ نوم يې غمی جان پریشان خټک وو. هغه د يو ښه شاعر تر څنگ يو ځيرک څېړونکی هم وو او د پښتو کلاسيک ادب پر شاعرانو، په ځانگړي ډول خوشحال خان خټک يې په زړه پورې څېړنې کړې وې او د هغه کلام يې هم په نورو ژبو ژباړلى وو. همدارنگه هغه د پښتونخوا د ډېرو پوهنتونونو سروال (ريس)، د پاکستان د ادبياتو د اکاډمۍ سروال، د گومل پوهنتون وائس چانسلر او په گڼو نورو څوکيو دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي خټک د پېښور د پښتو اکادمۍ د سروال (رئيس) په توگه په سوونو کتابونو علمي او څېړنيزې سريزې کښلې دي.


د شعر بېلگې سمول

مړينه سمول

غمی جان پریشان خټک د ۱۳۸۸ ل ل کال د وري پر ۲۶ په پېښور کې د زړه د ناروغي له کبله له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- تڼاکې (شعري ټولگه).

۲- دوه ملالې سترگې (شعري ټولگه).

۳- بنیادي پښتو او د کار کسب ټکی. (له جهان زیب نیاز، محمد نواز طایر او روح الامین سره په گډه).


اخځليک سمول

۱- https://larawbar.net/10114.html#.X3BRfdSF5kg[مړه لينکونه]

۲- https://www.voadeewanews.com/a/a-63-2009-04-16-voa4-94330224/1415107.html

۳- https://m.facebook.com/adabipanra/posts/786744154819702:0

۴- http://afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/14937 Archived 2015-11-08 at the Wayback Machine.

۵- https://www.tolafghan.com/posts/13159